د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

په بدوکې دنجونوورکولوعمل څنګه ګڼئ?


مجيب انګار
14.03.2004

هرکله چې يوپښتون په حقه ياناحقه کوم کس ووژني ياکومه بله لانجه ورته پيښه شي نوددغې لانجې نه دځان خلاسولولپاره مقابل لوري ته ديوې نه تر٧پيغلونجونوپورې ورکوي چې دغه ناوړه عمل ته روغه،جرګه،مرکه يابدوايي،په دې اړه څه ويل غواړئ؟



ع کريم حليمي
16.03.2004

انګار صيب سلام خدای موجوړ او روغ لره سره د ښوخوشحاليو!
امير عبدالرحمان خان ملايان را وغوښتل چه روژه راته روا کئ ٠ ملايان ټوله وارخطاسوه ٠ وخت ئی ځني وغوښت
چه موږ به کتابونه وګورو ٠ ملايان په ارګ کی ناست دی ٠ ډوډۍ خوری او په چورت کيدی چه امير ته څه ووايی
د امير د وحمه ښارګيان دي ٠ په ملايانو کې يو ملاږغ کی چه راځې امير ته چه دامير کار ورخلاص کو ٠ دا نورو
ملايانو ورته وويل چه څه جواب ورته لرئ ٠ ملا و خپلو ملګرو ته ويل چه تاسوته نه وايم راځې امير ته ٠
انو ور رهئ سوه امير ته چه ورغله ٠ ملا و امير ته وويل چه يو لاس به پورته کو دوعا به وکړو چه تاته رژه خوړل
روا دي ٠ دوعا وسوه ٠ امير دستي ملايانوته چپني او لونګئ ورکړئ ٠
ملايان چه ارګه راووتل دملا سره په جنګ اخته سوه ٠ چه ته څنکه ملا يی علما کرامو رنګ دی وربد کئ ٠
څنګه دي روژه ور رواکړه٠ ملا هيڅ نه وايی ٠ چه لږ ارامي سوه ٠
که مي ورته ويلې وائ چه نه درته رواکيږې ٠ موږ يوه ولاکه د ژوند څکه کړيوائ ٠ ماچه امير ته کتل دومره ګناه کاره وو ٠ چه په ورځ دقيامت به د روژئ حساب ته سره ونه رسيږې ٠ د روژئ تر حساب د مخه به دوږخ کې وي ٠
په دغه خاطر مئ ورته رواکړه ٠
ګرانه ! پښتون هغه څوک دئ پر يوه خبره مړئ کوي ٠ او په يوه ډالر پنڅه مړي کوي ٠
او که مدعا ئی اږده سوه شل نور وړونه وژنئ ٠ دا ډير ښه کار دئ چه نجلۍ ورکئ او مړې بند سی ٠
داعمل په افغان کئ معروف دئ د ډيره وخته ٠ چه معروف وي ٠ هغه روا وي ٠
دښځو چه په چوړه کئ ور کوي ٠ مخنوئ ئی مکوه ٠ اول د مړو مخ نيوئ به وکړو ٠ چه مړې و نکړي
چه مړې ونسی ٠ بيانو ټول دغه قسم ناروا پخپله بنديږې٠
حليمي


ګران وروحليمي صيب روغ رمټ اوسې


مجيب انګار
17.03.2004

داچې په ٌ بدوٌ کې په څه ډول انجلۍ ورکول کيږي ټول ښه پوهيږي په دې اړه دڅه ويلواړتيانه وينم خوله تاسونه داپوښتنه کوم چې کومې پيغلې انجونې چې دداډول ناوړه اعمالوښکارشي دهغوی راتلونکي ژوندته موپام کړی چې دمقتول په کور کې بياددغې خوارې څه ډول ژوندوي اوله کوموکړاوونوسره مخ اولاس اوګريوان وي؟اَيا دغې خوارکۍ ته بياڅوک دانسان په سترګوګوري؟
قتل چاکړی ؤ؟ ولې پخپله قاتل ځان په بدوکې نه ورکوي چې خپله خوريالور ورکوي؟



ع کريم حليمي
17.03.2004

ګرانه ورورکه ، انګار صيب سلام !
په وطن کی دغه دری قسمه خلک لرو ٠ پښتونوال ، د اسلام وال ، دغرب وال دي٠
پښتانه خپل ځانته دود لري ٠ او دغه ئی يو د دودو څه دی ٠ (پښتون تهذب نه غواړې د دود دپاره )
اسلام وال څه مشکل نه پکښې وينې٠ کوم کتابئ عيب نسته او نه اخلاقې ٠
که راسو وغربې اخلاقو ته نو وروره ٠ غربيان خو هر څه په محاکمه کې خلاصه وي ٠
پښتون هر څه په چرګه خلاصه وي ٠ حکومت نه غواړی او نه ئی خوښيږې ٠
که عدل غواړي ٠ عدل په محکمه کئ دئ ٠ نه په چرګه کی ٠
د اسلام عدل هم په محکمه کی دئ نه په چرګه کی ٠ نو اول به ياسم عربی مسلمانان کيږو ياسم غربی مسلمانان
که مو په اسلامکی کټه وه په هغه ورځ اسلام دی ٠ که سبا مو ګټه په پښتون ولۍ کی وه بيا پښتانه يو
که عرب راغلی نعرئ وهو چه عرب نه غواړو ٠ که امريکايی راغلې ٠ او روس خو بيخئ نه غواړو٠ چه پښتون ولی غواړئ ٠ نو به دغه ده پښتون ولۍ قانون ته به غاړه ايږدې ٠
او که پښتون ولۍ ته تهذب ورکوي ٠ درسره خوښه مئ ده ٠ نوبل خوشحال خان کمه دی ٠ که خوشحال خان
د قبره راکښيني نوبه پښتون ولی تهذب کړی ٠ په ماخونه کيږې ٠
هر مملکت يو دوه دری بعقل کلتوره لرئ ٠ او دپښتانه په کلتور کی داسی ډير سته ٠
د اسلام دين د پښتون ولۍ سره هيڅ دوستی نه لری ٠
زماڅه ګيله مکوه زه خو مسلمان افغان يم ٠ زما خو تر هر ګلتور خپل اسلامي اخلاق خوښدي ٠ تر پښتونولۍ ﻻ هم
حليمي



مجيب انګار
27.03.2004

ګرانې خويندې ولې په دې اړه څه نه وايي?


Azad Nazer
28.03.2004

لپا په دې باره کې ترټولو لوی ګناهګاران اوټولنيز مجرمان دغه بې سواده او بې علمه ملايان دي ٠ که يونيم رستيانې ديني عالم هم پيدا شوې وي هغه هم له بده مرغه په سلونومونوتورن شوې لکه ((پنج پيران)) او (( بدعات)) ، دغه غربي ډوله حق پرست خو پرېږده چې په ((مرګ)) محکوميږي٠ که څه هم په افغانستان کی نورمليتونه هم دښځو په برخه کی بې عدالته دي ، خپلې صغيرې لورګانې پرته له ((خوښ ناخوښه)) خرڅوي او په ميراث کی برخه نه ورکوي ، پښتان هغه څوک دي چې په کره ارض کی له دوی ظالمان اوجاهلان نشته٠ زه هيڅ پروا پرې نه کوم که چاپه اشتها زما حق ويل برابر نه وي ، تر څوبه مجبوريږو چې په جهالت پسې روان شو، نور هغه وختونه نه دي چې ووايو چې زمونږ نيکونو په غارو اوسمڅو کی ژوند کاوه ، مونږ يې هم بايد وکړوځکه چې دنيکونو په قدم تلل پښتونولي ده ٠
دپښتونولۍ اصول به هرومرو دڅه علت په اساس رامنځ ته شوي وو او زه يقين لرم چې څه ارزښتونه او ښېګړې به پکی وې خو ددغو برعکس ((پښتونولۍ)) پښتانه افرطي او جاهلان کړي ، پښتانه يې نه دي پرېښودي چې دخپل ځان او ټولنې په ګټه تغيرات ومني ٠ دوی غېرت، ننواتې او بدل يواځې په ښځو پورې تړلي او فکر کوي چې دغه انسانيت اواسلاميت دې٠ له دې څخه لويه بې غېرتي کومه ده چې خپله لور يا خور دپيسو په بدل کی هغه چاته ورکوي چې دنجلۍ رايه پکی نه وي ٠ که په ډاګه يې ووايم نودښځو دچلولو اوتجارانو او دهغه چاچې خپله خوريا لوردپيسو په بدل کی مجبوروي چې پرته له خوښې يو څوک قبول کړي ؟
پښتانه خو نه فرض مني نه سونت ٠ طلاق فرض دي دوی يې نه مني ، بس يوځل چې نجلۍ واده شوه نور نو که خوښه وي که نه وي ،مري که پاتی کيږي ، ژوند يې تريخ وي که خوږ ، دغو غېرتي پښتنو ته کومه معنا نه لري ٠ سړۍ که خوښ نه وي نو کولای شي چې بله ښځه وکړي اوکه ددغې بلې ښځې سره هم جوړ نه شو نو ممانعت نشته چې بله يا څو نورې وکړي ٠ ددې تر څنګ که سړې په بدفعلۍ ونيول شونو دخلاصون ډېرې لارې لري مګر ښځه بايد په تمامه معنا دهغودودونواورواجونوپابنده وي چې پښتنو ورته وضع کړي ٠ په پښنو کی نارينه يواځې حقوق لري ، ښځوته دحقوقو ورکول ننګ او عار ګڼي ٠ که نر غلطي وکړي بخښل کېدای شي مګر که ښځې اندکه غلطي وکړه بس دنيا ورانه ويجاړه ده اودبخښلو امکان يې نشته ٠ نارينه کولای شي د نه سمېدونکو شرايطو نه وښتي مګريوه ښځه دغه کار هم نشي کولای اوکه چېرې يې وکړ نو له بده بدتره٠ دپښتنو ښځو او نجونو جزا قرباني او مرګ دې مګر دنارينه لپاره دخلاصون ډېرې طريقې دي ٠
زه ديوه نارينه په توګه دخپل چاپېريال شاهد يم او څه مې چې ليدلي او اورېدلي ، هغه غندم او کرکه ترې کوم ٠ زه يو څورښتياني مثالونه راوړم او قضاوت دعلم اوانسانيت څښتنانو ته پرېږدم چې وګوري چې تش په نامه پښتانه په کوم مذهب ، په کوم کتاب ، په کوم قانون ، په کومو انساني اصولو اوپه کوموارزښتو نو برابر دي :
١- پنځلس کاله تېر شول چې يوه پيغله دنيکه له خوا يو هلک ته چې د ٧ کالو وو، ورواده شوې وه ٠ له واده څخه يې څوورځې نه وې تېرې چې نجلۍ په خپل پلار پسې ځواب ولېږه چې هرڅومره ژر کيږي بايددهغې عزت خوندي کړي ځکه چې دخپل خوسر له لاسه نوره پوزې ته راغلې ٠ دنجلۍ پلار خپله لور په بهانه کورته بوتله او په پېښور کې يې عدالت ته دطلاقو لپاره رجوع وکړه ٠ وروسته له څو کالو يې وکولای شول چې طلاق ترلاسه کړي مګر له دغه ناسوره لاتراوسه خلاص نه دي ځکه چې دپاکستان رشوت خوره او بې وجدانه محکمه د هغه غريب په حال رحم نه کوي اودپيسولپاره يې هر وخت قصابۍ ته غواړي ٠ هغه بل بې ننګه او بې وجدانه پښتون هرڅه لري مګر دنجلۍ پلارنه يواځې افغاني سپېره مهاجر دې بلکه غريب هم دې اوڅه چې په خواريووګټي هغه دخپلوبچو دنفقې لپاره نه بلکه د بې وجدانه او بې انصافه پاکستاني رشوت خورو باندی مصرف کړي٠

٢- پنځوس کاله مخکې يوه واده کړې ښځه له بل سړي سره له کنړنه پېښور ته وتښتېده او هلته يې ژوند تېراوه او ډېر اولادونه يې پيدا شول ٠ ما پخپله دهغې بوډۍ سره چې په پېښور کې زمونږه ګاونډۍ وه خبرې کړي ٠ لنډه به يې ووايم چې هغه بوډۍ پخپلو کړو ښېمانه نه وه اوويل يې چې زما پلار دې خدای نه بښي چې زه يې په داسې سرنوشت اړولې وم ٠ زما بله چاره نه وه نو ځکه مې دغه لاره اختيار کړه ، زه پلا ر ((نرښځۍ )) ته ورکړې وم او هغه زما غوندې ښځه وه ٠ ماته دهغه کور دنورو نارينو سره دپټو تعلقاتو پرځای غوره وګڼله چې ديو پردي رښتياني نر سره اړيکي پيدا کړم اوورسره وتښتم اودغه کار مې وکړ٠

يوکال کيږي چې خبر شوم چې هغه بوډۍ دشپې لخو په بې رحمۍ قتل شوه٠

٣- ددوو ملکانو ترمنځ دوښمني روانه ده ، له څلوېښتو کالو زيات وخت وشو او تر اتياکسو زيات له دواړو خواوو پکې مړه شول ٠ يوهغه بل ته لاره ونيسي ، درې څلور ترې ووژني بيا هغه بل له موقع څخه استفاده وکړي له دې بل څخه په حساب کې مړي زيات کړي ، کله ناکله ورسره په دې پښتو کې نورکليوال هم ملا وتړي ٠ ددوی خپل او خپلوان هم پکې ورګډ شوي ٠ ديوه کره چې مېلمه ولاړ شي هغه بل ورته دشک په سترګه ګوري ٠ تر اوسه پکې لس ښځې په بدو کی تبادله شوي خو ددغې سره سره دوښمني پای ته ونه رسېده او همدغه لړۍ نوي نسل خپله کړې ٠
تاسو سره به هرومرو داپوښتنه وي چې اخر دا هرڅه دڅه لپاره؟
هو ، دا هرڅه ديوې بېګناه نجلۍ پر سر شوي او لا روان دي چې کوم سر ته به ورسيږي ٠ هغه بې وزله نجلۍ ته خپل ځان او خپل جنس ګناه شوې ، هغه په کوني والي کې د دغه بل پښتون زوی ته (( په نامه )) شوې وه خو بدبخته نجلۍ اورته وغورځېده او مخ يې وسو او بد رنګه شو اوکله چې هلک ځوانۍ ته ورسېد نو دنجلۍ سره له واده نه يې انکار وکړ٠ دنجلۍ کورنۍ ورته څو کاله صبر وکړ او څو مرکې يې پرې وکړې چې يا نجلۍ واده کړي او يا يې پرېږدي مګر هغه بل چې دخپل کلي ملک هم وو ، دښځې په طلاقولو شرمېده او بې غېرتي يې ګڼله ٠ دنجلۍ پلار هم له هغوی نه کم نه وو او دزور په مقابل کی يې له زوره کار واخيست او نجلۍ يې يو بل چاته واده کړه ٠ دهلک پلار چې خبر شو دنجلۍ مېړه ته يې لار ونيوه اومړ يې کړ ٠ په همدې توګه دغه د ((پښتونولۍ )) او ((غېرت)) غوبل پېل شو او تراوسه دوام لري٠

٤- ددوه تربورانو ترمنځ پخوانې تاوتريخوالې وو ، يوه ورځ سره جرګه شو ، بېرته سره پخلا شول ، په همدغه وخت کې ديه تربور لورزېږېدلې وه او دبل ٧ کلن يتيم ځوی وو٠ دپخلاينې په خوښۍ کې يوه تربور خپله لور دهغه بل دځوی په نوم کړه او دعا پرې وشوه ٠ دنجلۍ پلار دغرونو دبانډو اوسيدونکې ادهلک پلار د نيم ښاري چاپېريال غړې وو، وخت سره تېرېده ، هلک لوړ تعليم خلاص کړ ، سترګې يې وغړېدې ، نجلۍ هم پېغله شوې وه خو پرته له مېږو اوووزو پولو، د ژوند په نورو ضرورياتو اورازونو نه پوهېده خو کله چې دواده خبره رامنځ ته شوه نو هلک وويل چې يو واده دهغه حق د ې او دهغه چاسره به يې کوي چې دده خوښه وي او دهغه کوچنيوالي دوعدو پروانه لري ځکه چې دده په غياب کی شوي ٠ هلک داهم وويل چې دمشرانو او مور او پلار حقوقو ته پوره احترام لري خودده د ژوند دفيصلو حق يواځې دده دې ٠ داچې دنجلۍ اودده ترمنځ په هيڅ شي کی توافق نشته اودې ديو تعليم يافته سړي په توګه کولای شي دخپل راتلونکي ژوند په څرنګوالي سم فکر وکړي نو همدا اوس دې نتيجې ته رسيږي چې دپلار انتخاب شوې نجلۍ سره په هيڅ صورت ژوند نه شي تېرولای ٠ نو داچې دنجلۍ سره ظلم وکړي ، دهغې ژوند او خپل ژوند تريخ کړي ، بيا ددغو جبري تعلقاتو په نتيجه کې اولادونه وزېږي اود مور اوپلار د اختلافونو ښکار شي اودهغوی ذهني وده ترمنفي اغزې لاندی راولي ، همدارنګه دښځې او مېړه اختلافونه او تريخ ژوند ددواړو کورنيو داختلافونو سبب وګرځي ، ښه به داوي چې همدا -اوس ووايم چې زه دغه نجلۍ نه کوم او چې تاسو يې هر چاته ورکوۍ ، زه نه اعتراض کوم اونه د چاسره دوښمني کوم ٠
ددې نتيجه څه شوه ؟
په هلک د کافر ، بې غېرته او بې پښتو نوم کيښودل شو ٠ که څه هم هغه هلک دلړړ شخصيت خاوند او پوه سړې وو ، مګر دجاهلانو دود اودستور سره په ټکر کې دخپل کلي او کور په پرېښودو مجبور شو ځکه د جاهلو پښتنو بې احترامي او پېغورونه يې نه شو زغملای٠

داپورته يواځې څلور بېلګې نه دي چې په پښتنو کې موندل شوي بلکه څلور مختلف ډوله پيښې دي چې په موضوع رڼا اچوي ٠ که څوک داسې شرموونکې پيښې وڅيړي ، پېړۍ به پرې واوړي او کتاب خونې به پرې ډکې شي٠ دهر پښتون په کور کی دغسې ناخوالې اوغېر انساني رواجونه ډېر تېر شوي او تېريږي مګر نه ملا هغوی ته ويلي چې دغه څه چې پښتانه يې دانسان سره کوي نه اسلامي دي ، نه انساني دي او نه پښتو او غېرت دې ٠ دافغانستان ملايان پخپله بې سواده او جاهل دي ، دکلمې په معنا نه پوهيږي بس يواځې يو څو عربي اياتونه يې زده کړي او په مطلب يې خبر نه دي چې دڅه په هکله دي ٠ يوجاهل چې دبل جاهل لارښوونه وکړي ، دهغه نتيجه به څه وي ؟ دغو ته لا بيا عالمان هم وايي ، داسې عالمان چې علم يې شرمولې ٠ لکه په دې دنيايې چې پښتانه په سمه روان نه کړل ، په دې يقين دلرۍ چې همدا بې علمه ملا يان به مخکې وي او پښتانه به ورپسې په دوزخ به ورننوځي ٠

په درنښت

ازادنظر



ليلماـ الفت
29.03.2004

سلامونه ښاغلو اغلو :
په بديو کي د ښځي ورکول په پښتنی نړئ کي د بدو او دښمنيو ختميده نه بلکي نور هم دا دښمنئ ته د اور لمن وهل دي دا په لوئ لاس د خپل اولاد او يا پيغلي خور قصاب ته په لاس ورکول دي حال دا چه هغه د مقتول ورثه د همدې ټکي لپاره چړې تېره کوي . کشکي زموږ پښتانه په دې پوهيدای چه دبل اولاد لکه خپل اولاد :
خو افسوس موږ پښتانه په خپل خور خپل لور ډير خوږيږو او دبل خو انسان هم نه بولو دا چه د همدې کار لپاره په اسلام کي منعه سته يا نه زه نه يم په خبره : خو ديوې مور په توګه دا د خپل اولاد تر ژوندي ښخولو هم راته بتر ښکاري :
د يوې ښځي په توګه دا هغه ستره ګناه ده چه د خدائ (ج) دجزا او سزا د قوانينو سره لاهم ټکر خوري ځکه داسي خو ما په درست قران کي نه دي لوستي چه ګناه کبيره دي [color=yellow:d97200c5ee]الله داد[/color:d97200c5ee] وکړي او د هغې ګناه د کولو له کبله دي دوږخ ته [color=cyan:d97200c5ee]مولاداد[/color:d97200c5ee] ننوځي :
او دا په ډاګه وايم : چه يوې ښځي ته به ددوږخ تر عذاب هم کم وي تر هغه ژوند چه دهغه مړه په کور کي تيره وي چه ددې ورور يا پلار د هغې د ميړه ورور يا پلار ور وژلئ وي
موږ پښتانه بايد ددې کار مخه ونيسو ځکه ددې څخه نوري دښمنۍ او فتنې پيدا کيږي او بل د هغه نکاح مخه ونيسو چه د ورور کونډه په وچ زور ځان ته کښېنوي دا هغه ستره ګناه ده چه په موږ پښتنوکي يو د عزت او افتخار خبره ګرځيدلې ده خو دا کار هم په شريعت کي ګناه لري او هم پر ښځه مطلق ظلم دئ
او په دې کار کي تر ټولو ستر ګناهګار ملا يا هغه امام چه نکاح تړي دي ځکه هغه د خپل دوه غيرانه د پاره د څوارلس کالو پېغله د پنځه اتياو کالو سپين ږيري ته هم ور په نکاح کوي
په کليواله پښتنه مينه ___ ستاسي قلمي خور الفت


نقاد
28.04.2004

[quote:7954cba72e] پښتون هغه څوک دئ پر يوه خبره مړئ کوي ٠ او په يوه ډالر پنڅه مړي کوي ٠
او که مدعا ئی اږده سوه شل نور وړونه وژنئ ٠ دا ډير ښه کار دئ چه نجلۍ ورکئ او مړې بند سی [/quote:7954cba72e]٠
يو پښتون ورور چې دومره ځناور او وحشي شي چې په يوه خبره يو مړی کوی او بيا پرې ديوې خور ژوند هم تباه کوي، او د يو ډالر له پاره لس تنه ، پنځه پردي نارينه او پنځه خپلې خويندې تباه کوي . نو تر څو پورې چې د خويندو د ژوند په تباه کولو سره د نورو وژلو ته دوام ورکولی شي، ولې به د نورو له وژلو څخه ﻻس اخلي ؟ په بدو کې د خور او لور د ورکولو دغه کرغېړن دود اصلأ د مرګ وژنې او خونکارۍ رواج دی او د هغې دوام تضمينوي . تر څو پورې چې د يوه جرم او جنايت له سزا څخه د خلاصون ﻻره موندل کيږي، تر هغې پورې نوموړی جنايت دوام هم موندلی شي ، چې د خور، لور په بدو کې ورکول او د مرګونو دناوړو پيښو تکراريدل يې په پښتنو کې يوه څرګنده بېلګه ه . له همدې کبله خو [quote:7954cba72e]داعمل په افغان کئ معروف دئ د ډيره وخته چې معروف وي هغه روا وي [/quote:7954cba72e] اوبيا چې روا لا هم وګڼل شي ٠؟؟؟ [color=red:7954cba72e] سړو به دا اسانه قتلونه وختي پريخودلي وای که چيرې مجرم په بدو کې پخپله او يا يې ورور او ځوی تللی ٠[/color:7954cba72e]



ع کريم حليمي
28.04.2004

[quote:28ec9cbd1c="پاڅونوال"][quote:28ec9cbd1c] پښتون هغه څوک دئ پر يوه خبره مړئ کوي ٠ او په يوه ډالر پنڅه مړي کوي ٠
او که مدعا ئی اږده سوه شل نور وړونه وژنئ ٠ دا ډير ښه کار دئ چه نجلۍ ورکئ او مړې بند سی [/quote:28ec9cbd1c]٠
يو پښتون ورور چې دومره ځناور او وحشي شي چې په يوه خبره يو مړی کوی او بيا پرې ديوې خور ژوند هم تباه کوي، او د يو ډالر له پاره لس تنه ، پنځه پردي نارينه او پنځه خپلې خويندې تباه کوي . نو تر څو پورې چې د خويندو د ژوند په تباه کولو سره د نورو وژلو ته دوام ورکولی شي، ولې به د نورو له وژلو څخه ﻻس اخلي ؟ په بدو کې د خور او لور د ورکولو دغه کرغېړن دود اصلأ د مرګ وژنې او خونکارۍ رواج دی او د هغې دوام تضمينوي . تر څو پورې چې د يوه جرم او جنايت له سزا څخه د خلاصون ﻻره موندل کيږي، تر هغې پورې نوموړی جنايت دوام هم موندلی شي ، چې د خور، لور په بدو کې ورکول او د مرګونو دناوړو پيښو تکراريدل يې په پښتنو کې يوه څرګنده بېلګه ه . له همدې کبله خو [quote:28ec9cbd1c]داعمل په افغان کئ معروف دئ د ډيره وخته چې معروف وي هغه روا وي [/quote:28ec9cbd1c] اوبيا چې روا لا هم وګڼل شي ٠؟؟؟ [color=red:28ec9cbd1c] سړو به دا اسانه قتلونه وختي پريخودلي وای که چيرې مجرم په بدو کې پخپله او يا يې ورور او ځوی تللی ٠[/color:28ec9cbd1c][/quote:28ec9cbd1c]

جناب او محترم پاڅونوال صاحب او درنو افغانانو سلامونه درته وايم !
خبره داسی ده ٠ قلمان او کتابچې نه جمعه کيږی٠ کتابچې اوکتابچې جمعه کيږې ٠
د رياضې فورمل دی ٠ په حقوقو کی هم کار څنی اخلو ٠ اصلأ غيری قانونی قتل کول ناروا دی !
او نجلۍ ورکول اصلأ جلا عمل دی ٠
که نجلۍ قاضي ته و لاړه سی اوعرض وکړي ٠ چه زما رضا نه وه نکاح تړل سوېده نو عمل غلط دی ٠
زه دمحکمې په اصولو و ﻻړه خبره کوم ٠ دوی جلا دوسيی دی او پر هره دعوه جلا فېصله کېږئ ٠
دنجلۍ په ورکړه کی شاهدان تير سی د نکاح خطبه وويل سی ٠ دا يوه معروفه نکاح ده ٠ داچه د پردی تر شا
څه کيږی ٠ اول نجلۍ ته ﻻزمه ده چه پرده دی پورته کړی ٠ چه پرده څړېږی ٠ قانون سترګی نه لری چه وئی ليدلايسی٠ قانون يوازی لاسونه لری ٠ که قوم څوک د قانون منګولو ته ور ونسپاری ٠ قانون او قاضی داحق نلری
چه په روا او نا روا و پلټی ٠ هو د ليکوالو دا وظيفه ده چه بدو دودو ته ګوته ونسی ٠ څو ښځی خبری سی او دې
کار ته غاړه کښېنږدې ٠ هو پام مو وي چه اول شئ دا دی چه ضرور ده چه يو سوشل انستوتوشن وي ٠ چه يوه
پښتنه ونغواړی چه دغه نکاح ته غاړه کښېږدی ٠ نو په مقابل کی سوشل سرويس کور او کار ور کړی ٠
دغه نکاح په امکان نلری ٠ ولچه نجونو ته حکومت په خدمت کی وﻻړ دي ٠ او افغانان داسيسټم ته ضرورت
لري اول تر هر څه ومخه ٠
[color=red:28ec9cbd1c]او حرام يا غېري قانونې هغه وخت ويلاې سو چه قانونې مراحل نوی عملی سوي ٠ کوم وخت چه د نکاح شرعې قدمون اخستل سوی وي نکاح صحيح ده ٠ اول هغه لوی مشکل بايدحل سی چه مړی دي ٠ دوهم مشکل پخپله حل کيږئ ٠ [/color:28ec9cbd1c]
حليمي



مجيب انګار
04.05.2004

ښاغلی حليمي وروره ! دسلامونواونيکوهيلوپنډونه، غرونه اودريابونه درواخلئ !
الله پاک (ج) موتل روغ رمټ ،اوسرلوړی لره، دسپرې ياپه بدوکې دنجلۍ ورکولوعمل درواه اوجايز ګڼلولپاره چې تاسې کومې بيلګې اودليلونه وړاندې کړي ، څومره ډاډه يئ چې زموږپه ټولنه کې پښتانه هغه مراعات اوعملي کوي؟ ترننه به په ټولوپښتنوکې داسې نه وي شوي چې څوک په بدوکې خپله خوريالورورکوي اودهغې نه يې پوښتلي وي چې ستاڅنګه خوښه ده؟ اياداسې کومه نجلۍ به وي چې هغه دې دغه راتلونکي تياره ژوندتيرولوته غاړه کيږدي؟

١-ددوه دښمنانوترمنځ روغه جوړه څه ته وايي ؟ (٢) ترروغې جوړې وروسته دقاتل کورنۍ ولې دمقتول کورنۍ ته يوه،دوه....نجونې ورکوي ؟ (٣)ولې دغه نجونې په توره شپه کې سپينې پايڅې ،سپين لاسونه ، څيرې ګريوان ،ببراوخيرن سراوپه خيرنوجاموکې خپل دښمن ته سپاري؟ (٤)که ددوی دښمني په دوستۍ بدله شوې وي نويي ولې په خوشحالۍ اودپښتني دودسره سم په سره ډولۍ کې نه بيايي ؟
کله چې کوم ميړنی پښتون له ډيره ډاره اوويرې خپل عزت دښمن ته ورسپاري نوله خپلې خوريالورنه دانه پوښتي چې تاپه بدوکې ورکړوکه نه ؟بلکې دڅاروي په څيريې خپل دښمن ته سپاري.
پاته شوه دنکاح خبره نو ١٪ روغې به داسې نه وي شوي چې دپلاردکوره ترروانيدودمخه دې دنجلۍ برخليک اوخاوندوټاکل شي اودپلارپه کورکې يې نکاح وتړل شي،بلکې ټولوته دلمرپه څيرښکاره ده چې نه نکاح وي اونه يې خاوندمعلوم وي، بلکې کله چې ددښمن کورته ولاړه شي ترډيروورځويې نه خو خاوندمعلوم وي اونه نکاح...ترڅوورځووروسته پرته لدې چې دنجلۍ اوهلک عمرسره پرتله کړي دکورنۍ ديوه داسې غړي سره يې نکاح وتړي چې ياړوند ،ګوډ ،نرښځی...وي اويا دنجلۍ ترنيکه هم مشراوديوې ياڅونوروښځوخاوندوي. دغه بيګناه نجلۍ چې دارمانونوڅلي يې پرزړه ولاړپاته، په خيرنوجاموکې ،ببرسر ، سپين لاس اوسپينې پښې اوڅيرې ګريوان په اوښلنوسترګوخپل دښمن ته سپارل شوې وي بياڅرنګه کولای شي چې دخپلې خوښې پرخلاف نکاح نه انکاروکړي ؟ ايادنجلۍ دغه اقرار (اقراربالجبر )نه ګڼل کيږي ؟
خوهوښياران وايي : ځمکه هغه سوزي چې اورپرې بلېږي .



ليلماـ الفت
05.05.2004

وۍ وروره انګار ګله همداسي ګل اووسې خزان دي مه راځه
څمره د واقعتونو ډکه ليکنه مو کړې ده چه په ايمان ژړا راغله
ستا دا ليکنه د يو پښتنې ښځي په حيث چه په داسي مسايلوکي تر نارينه و ډير با خبره دي د تصديق ټاپه پر لګومه
په ريشتيا هم داسي ډيري پېښي خو زه په خپل ژوند کي د خپلو سترګو ليدلی حال د زړه دخاطرو په پر پاڼه لرمه چه همداسي په ظلم او زور بې ګناه معصومه په سره اور کي غورځول کيږي ، ان داسي خو مي لاهم ليدلي دي چه په وهلو او ټکولو د قاتل له کوره د مقتول تر کوره بيول کيږي او د ښځي په کرږو او چيغارو ټول کلی شايدي ادا کوي .
[color=red:8fe571e08e]ايا دا اسلام وائې [/color:8fe571e08e]؟ [color=yellow:8fe571e08e]او که پښتونولي[/color:8fe571e08e] ؟

په کليواله پښتنه مينه___ ستاسي قلمي خور ليلو



مجيب انګار
05.05.2004

ګرانې خورې الفت !الله دې ايمان نورهم قوي کړه.

داځينې ښاغلي چې دغه ډول ناوړه عمل ته دپښتواوداسلام دقانون سره سم اوبرابرعمل ووايي نوکه پرچابده ونه لږيږي والله چې له پښتومې زړه تورکړي ، چې آخرپښتوددې ډول جاهلانه اوغيراسلامي عملونو مجموعه ده؟.
خونه؛ هيڅکله نه، دپښتوپه قانون کې دداډول کارونواجازه نشته خوداموږيو چې پښتومونام بدې کړې


Re: په بدوکې دنجونوورکولوعمل څنګه ګڼئ?


ع کريم حليمي
06.05.2004

[quote:9fb0f1fdbe="مجيب الرحمن انګار"]هرکله چې يوپښتون په حقه ياناحقه کوم کس ووژني ياکومه بله لانجه ورته پيښه شي نوددغې لانجې نه دځان خلاسولولپاره مقابل لوري ته ديوې نه تر٧پيغلونجونوپورې ورکوي چې دغه ناوړه عمل ته روغه،جرګه،مرکه يابدوايي،په دې اړه څه ويل غواړئ؟[/quote:9fb0f1fdbe]

ښاغلې انګار صاحب ، ليلما خورکي او لوستونکو سلام ! خدای مو د هري بدۍ را وساته ٠
دغه سي خبري مي نه او رېدلي نه مي دغه سي جوړي ليدلي ٠ نه مي داسي فکر کاوه ٠ چه دغه سي پښتانه يا
انسانان په پښتنو کي به وي ٠
په يوه جرګه کي پخپله ناست وم ٠ محل نجات (مالجات) کي ٠ په کندهار کي ډير کوچنې وم 40 کاله ومخه ٠
شاه خان کره جوړه دمړي وسوه او نجلۍ ئی په جوړه کي ورکړه ٠ او بيائی سم دپښتنو واده ورکئ ٠ دغه مي پياد دي
او بل کله چه نادرخان پاچاسو ٠ شمالي وال دکندهاره ولاړه ٠ دپوپلزو بدي د هوتکو سره جوړه سوه ٠ په بدي
کي هوتکو ښځي ورکړي دي ٠ چه په دغه جوړو کي دکرزي پلار او نورو پوپلزو لاس درلودي ٠ او يوه هوتکه
ښځه هم د کرزي اکا وکړه ٠ او سم پر اصولو نکاوي ئی تړلي ٠ او سم ژوندنونه اوس هم لري ٠
چه يوه ئی سياسي جوړه وه چه محلي تاريخ دئ ٠ هغه اوله ئی زما دسترګو حال دئ ٠
هرڅه چه ماليکلي د انسانانو دجوړي په باره کي مي ليکلي وه ٠
د دغسي وحشي ( ) خلګو په باره کي مي نوه ليکلي ٠ او نه په وغه سي وحشي حال خبر وم ٠
او څه چه ماليکلي ٠ هغه د انسانانو دچوړو جرګو په باره کي وه ([color=red:9fb0f1fdbe]نه دحيوانانو د جوړو او جرګو)[/color:9fb0f1fdbe] څه چه تاسو د ميئ4 ليکلي ٠ نه پر مدني نه پر چنګلي قانون برابر دي ٠ تاسو لمانه په ليکنه کي ښه ياست
او ليلما خور خو شاعره هم ده ٠ يو دريم قانون ته نوم جوړ کۍ ٠
[color=green:9fb0f1fdbe]مکن نفس اماره راپيروی *** که ناګه ګرفتار دوزخ شوی
اګر برنه تا بد زعصيان دلت ***بود اسفل السافلين منزلت [/color:9fb0f1fdbe]
حليمي


نقاد
10.05.2004

[quote:48fa8bd361]
پاڅونوال صاحب او درنو افغانانو سلامونه درته وايم !
خبره داسی ده ٠ قلمان او کتابچې نه جمعه کيږی٠ کتابچې اوکتابچې جمعه کيږې ٠
د رياضې فورمل دی ٠ په حقوقو کی هم کار څنی اخلو ٠ اصلأ غيری قانونی قتل کول ناروا دی !
او نجلۍ ورکول اصلأ جلا عمل دی .که نجلۍ قاضي ته و لاړه سی اوعرض وکړي ٠ چه زما رضا نه وه نکاح تړل سوېده نو عمل غلط دی .زه دمحکمې په اصولو و ﻻړه خبره کوم ٠ دوی جلا دوسيی دی او پر هره دعوه جلا فېصله کېږئ ٠ دنجلۍ په ورکړه کی شاهدان تير سی د نکاح خطبه وويل سی ٠ دا يوه معروفه نکاح ده ٠ داچه د پردی تر شا څه کيږی ٠ اول نجلۍ ته ﻻزمه ده چه پرده دی پورته کړی ٠ چه پرده څړېږی ٠ قانون سترګی نه لری چه وئی ليدلايسی٠ قانون يوازی لاسونه لری ٠ که قوم څوک د قانون منګولو ته ور ونسپاری ٠ قانون او قاضی داحق نلری
چه په روا او نا روا و پلټی ٠ هو د ليکوالو دا وظيفه ده چه بدو دودو ته ګوته ونسی ٠ څو ښځی خبری سی او دې
کار ته غاړه کښېنږدې ٠ هو پام مو وي چه اول شئ دا دی چه ضرور ده چه يو سوشل انستوتوشن وي ٠ چه يوه
پښتنه ونغواړی چه دغه نکاح ته غاړه کښېږدی ٠ نو په مقابل کی سوشل سرويس کور او کار ور کړی .[/quote:48fa8bd361]
محترم حليمي صاحب پر ايمان مو برکت شه، سلامونه مې هم ومنئ ، الله (ج) دې تل مل او ملګری اوسه. تاسو ډيره پرځای ليکنه کړې چې له يوې خوا واياست :
[color=blue:48fa8bd361](( هو د ليکوالو دا وظيفه ده چه بدو دودو ته ګوته ونسی ٠ څو ښځی خبری سی او دې کار ته غاړه کښېنږدې ))[/color:48fa8bd361]او بيا زياتوئ چې :
[color=red:48fa8bd361](( هو،پام مو وي چه اول شئ دا دی چه ضرور ده چه يو سوشل انستوتوشن وي ٠ چه يوه
پښتنه ونغواړی چه دغه نکاح ته غاړه کښېږدی ٠ نو په مقابل کی سوشل سرويس کور او کار ور کړی))[/color:48fa8bd361]

داوروستۍ خبره د ستونزې يو ډير ښه حل او په افغانستان کې ددغسې يوې موسسې شته والی اړين دی چې په اولسوالۍ کې يوه څانګه ولري او ښځينه ا ستازې يې د کوژونو په مراسمو کې برخه اخلي ، له جلۍ او هلک څخه پوښتنه کوي چې آيا دا ورکړه په بشپړه هوکړه سره شوې که نه . بايد ټول خلک رسمأ او قانونأ مجبور شي چې د ورکړې يا کوژدن مراسمو ته دوی راوغواړي ، او له کوژدن څخه تر واده پورې دوی د ښځې او دهغې د کورنۍ سره اړيکې ولري ، څو د نجلۍ له حال او راز څخه خبر شي ، څو په هغه صورت کې چې نجلۍ رضأ نه وي ، سمدلاسه يې د نامزدۍ ددوام يا راتلونکي واده مخه ونيسي . که د مور او پلار له خوا پرې فشار زياتيږي، دوی بايد ددې امکان ولري چې د هغوی سره د بيل کور او کارکولو په برخه ک مرسته وکړي ، څو هغوی د ازادانه تصميم نيونې امکان ترلاسه کړي . په داسې ﻻنجمن حالت کې بايد مرستندويه حقوقي موسسه د ښځو سره حقوقي مرسته وکړي . په درنښت اوسلامونو .



ع کريم حليمي
11.05.2004

درنو او عزتمنو خويندو او ملګرو سلام ٠
پاڅونوال صاحب السلام عليکم !خدای دي ددې دنيا اوهم د هغې دنيا خوشحالۍ در کړي ٠
ستاسو ليکنه چه و لولم دغه مي پر خله راسي ٠ [color=blue:9cbbd37fe0]زبان تابود در دهان جائی ګير *صفت پاڅونوال بود دلپذير[/color:9cbbd37fe0]اوس به نو وګورو چه ليلماخورکۍ ، انګار صاحب څه پکښي وايی
او ډاکترهوسۍ خور خدای دي راوله ٠ او هغه څه چه پاڅونوال صاحب درته ليکلې وه ٠ ٠٠٠٠٠٠٠ زه هم هغه درته وايم ٠ ښه راغلاست ټول افغان ته ٠ او که تاسو هم څه پر دغه موضع وليکۍ مننه ٠
او ليلما خور بخښه غواړم ٠ چه زما په ليکنه خوابدې سوې وې٠


ډيوه
24.05.2004

انګار وروره ! څومره ښې لينکې دې کړي خودادې نه دي ويلي چې بياهغه ځوانان چې دغه ډول نجونه ورته په جبري توګه په نکاح کيږي څنګه ژوند تيروي؟


لونګين
26.05.2004

؟؟


لونګين
26.05.2004

د پښتنې ښڅې سره پړومی ډيرښه ښکارې خدای دي د پښتنو ښځو عزت وسا تي ، که ما واده
کاوه نوبايد زما کورنۍ ئي را ته خوښه کړ ي٠ ډ يره ښه مور ،انا ،ډ ير ښه پلار او ډير وروڼه او
خوندې ولري٠ او ښا يست کومه ما نا نلرې خوشرط ئي دادی چې کلېواله پښتنه وي اوکه
په قوم ترينه يا ورمړه اويامومنده وي نو زه به څټ او مخ ورته ګډيږم٠ دادى ډيوې خوري ما
مو ضع ته لږ تغير ور کړ خداى د وکړې چې څوک راته په قهر او خوابدي نشي .

په ډير درنشت لونگين

[quote:05c79dc812="ډيوه"]انګار وروره ! څومره ښې لينکې دې کړي خودادې نه دي ويلي چې بياهغه ځوانان چې دغه ډول نجونه ورته په جبري توګه په نکاح کيږي څنګه ژوند تيروي؟[/quote:05c79dc812]


hotak
31.05.2004

گرانه لونگين خانه خداي دي تل ترتله لونگين لره.
وروره دپښتنو پيغلو هغي كته گوري ته چي تااشاره كړيده دهغى په لوستلو سره راته جوته شوه چي خورا ښه ذوق لرى.خداي پاك دي په ژوند دغه ارمان پوره كړه او ماته دي هم خداي پاك ستا په واده كي دلاس اړولو توفيق راكړي.تركومه بريده چي زما دمشورى خبره ده نو وروره له مومندي مه تيريږه.موږچي په پيښور كي وو نوزيات وخت مو په گنج كي له مومندانو سره تير كړ.مومنده پيغله دپښتني غيرت او حيا يوه مجسمه وي.هغه دپاكي او عصمت الگو وي.هغه له واده نه مخكي سړي ته دخوږى خور تاثر وركوي او له واده وروسته دوفاداري ميرمن.زما خو دمومندانو هغه ‌طبيعي سينگار(دنداسه،نكريزي،په شيدو كي ايشيدلي لونگ،جگري او تك سره مرجان)ډيرخوښيږي.
خداى دي زما فرياد هم واوري او زما نصيب دي هم له يوى پاكي پښتني مومندي سره بند كړي.امين.ياره ته خو به ورته گډيږى خو زه به لكه تړلى چرگ ټول عمر په يوه پښه ورته ولاړيم.
خو وروره كه باى ده وې يوه خبره راپه يادشوه :wink: :wink: :wink: داپه انټرنيټ كي دخپلي كوژدى له ايډورټايزنگ سره يوڅه احتياط كوه هسي نه دكابل دپل باغ عمومي په ټگانو واوړى.
دطالبانو په وخت كي په زابل كي زموږ له سيمي يو ساده گل دحاجي نعيم په نامه كابل ته په كوژده پسي تللى وو.چاورته ويلي وو چي ياره په كابل كي دانجونو چور دى.نودى خان صيب هم ورغى.هلته په ټگانو اوښتى وو.هغوي ترى ديرش زره كلداري هم اخستي وى او يو ساده واده يى ورته تيار كړى وو.بله ورځ يى ميرمن په موټر كي ورسره كينوله او مخ په كلات روان شول.كلات ته چي رسيدلي دي نو حاجي نعيم خپله ميرمن په يوه هوټل كي كينولي او پخپله په سودا پسي دباندي تللى.هماغه چي دى له هوټله وتلى نو ميرمن هم سوكه خپله چادري پورته كړي او دهوټل والاته يى دحاجي نعيم په نامه ليك پري ايښى.ورته ليكلي يى دي چي والله بسيار مسكين بوديم كه تراگول داديم.اگه نى مسلمان مام استيم.اميد است شما غم عروس جديد خودرا درجاي ديگر بخوريد. :lol: :lol: :lol:
هغه خداى وهلى نارينه وو او دميرمنو چادري يى اغوستي وه.
نو هسي نه چي تا ته هم څوك ټگ سيخ شي. :lol: :lol: :lol: مينه خفه نشى.
اودفورم ټگان خو هسي هم سم پيژنى :wink: :wink:


لونګين
31.05.2004

يا ره هوتکه وروره له خندا څخه دي مړ کړم ز ما سلام ومنه ا و ګمان کومه چې ډير په بلا پوخ
ټوکي سړی ئی ،که د کور را نږ دې وی نو زه به دې تل ميلمه ومه ، خو دادي بخت د بيدار دي
چې کور دي را مالوم ندى او خداي خبر دي چې د نړۍ په کوم غار ننوتلى ئي او ږوند کوى.
کنه له چي او ګوړې ځخه به مى خلاص کړي وي .
داړه ماران ما نشې غلولى څکه چې زه تل پښتني دودونه په ويښ ډو ل په خپلومغزو کې لرم .
که له خپله غاره را خوڅېدي نو زمونږ خواته هم يو چکر راشه او ښه پښتون تل زمو نږه ورور دي.
ستا سو تور لونگ.

[quote:d27c469c75="hotak"]گرانه لونگين خانه خداي دي تل ترتله لونگين لره.
وروره دپښتنو پيغلو هغي كته گوري ته چي تااشاره كړيده دهغى په لوستلو سره راته جوته شوه چي خورا ښه ذوق لرى.خداي پاك دي په ژوند دغه ارمان پوره كړه او ماته دي هم خداي پاك ستا په واده كي دلاس اړولو توفيق راكړي.تركومه بريده چي زما دمشورى خبره ده نو وروره له مومندي مه تيريږه.موږچي په پيښور كي وو نوزيات وخت مو په گنج كي له مومندانو سره تير كړ.مومنده پيغله دپښتني غيرت او حيا يوه مجسمه وي.هغه دپاكي او عصمت الگو وي.هغه له واده نه مخكي سړي ته دخوږى خور تاثر وركوي او له واده وروسته دوفاداري ميرمن.زما خو دمومندانو هغه ‌طبيعي سينگار(دنداسه،نكريزي،په شيدو كي ايشيدلي لونگ،جگري او تك سره مرجان)ډيرخوښيږي.
خداى دي زما فرياد هم واوري او زما نصيب دي هم له يوى پاكي پښتني مومندي سره بند كړي.امين.ياره ته خو به ورته گډيږى خو زه به لكه تړلى چرگ ټول عمر په يوه پښه ورته ولاړيم.
خو وروره كه باى ده وې يوه خبره راپه يادشوه :wink: :wink: :wink: داپه انټرنيټ كي دخپلي كوژدى له ايډورټايزنگ سره يوڅه احتياط كوه هسي نه دكابل دپل باغ عمومي په ټگانو واوړى.
دطالبانو په وخت كي په زابل كي زموږ له سيمي يو ساده گل دحاجي نعيم په نامه كابل ته په كوژده پسي تللى وو.چاورته ويلي وو چي ياره په كابل كي دانجونو چور دى.نودى خان صيب هم ورغى.هلته په ټگانو اوښتى وو.هغوي ترى ديرش زره كلداري هم اخستي وى او يو ساده واده يى ورته تيار كړى وو.بله ورځ يى ميرمن په موټر كي ورسره كينوله او مخ په كلات روان شول.كلات ته چي رسيدلي دي نو حاجي نعيم خپله ميرمن په يوه هوټل كي كينولي او پخپله په سودا پسي دباندي تللى.هماغه چي دى له هوټله وتلى نو ميرمن هم سوكه خپله چادري پورته كړي او دهوټل والاته يى دحاجي نعيم په نامه ليك پري ايښى.ورته ليكلي يى دي چي والله بسيار مسكين بوديم كه تراگول داديم.اگه نى مسلمان مام استيم.اميد است شما غم عروس جديد خودرا درجاي ديگر بخوريد. :lol: :lol: :lol:
هغه خداى وهلى نارينه وو او دميرمنو چادري يى اغوستي وه.
نو هسي نه چي تا ته هم څوك ټگ سيخ شي. :lol: :lol: :lol: مينه خفه نشى.
اودفورم ټگان خو هسي هم سم پيژنى :wink: :wink:[/quote:d27c469c75]


hotak
01.06.2004

لونگين خانه داسي رڼه سلامونه لكه دپاكي ميني اوښكي،داسي پاسته لكه دملنگي پښتني پيغلي هنرمند لاسونه،داسي پاك لكه دپاكي پښتنى پيغلوټي پاك زړگى ...........تاته اودفورم ټولويارانو ته يى په داسي وخت كي وړاندي كوم چي په زړونو كي مو دپاكي ميني سمندر په څپو وي.دزابل دلوړوغرو په سرونو به دپسرلي دواورين څر په سر ناست او دميني او محبت شپيلۍ غږوۍ او ياهم باجه بغوۍ :lol: :lol:
اخ كاشكي چي دخپل خړپړ خاورين وطن په لوړو غرونو كي مي په يوه غار كي ژوند كولاي.خير دى كه كور او پټى مي نه واي.خو چي كركه او دكركي سوداگران مي نه ليدلاي.چلوټ گري ټوپك سالاران نه واى.په هيواد كي مي هرلوري ته ارامه ارامي واى.دا دكچه انگريزانو دريشي او نيكټاي مي نه ليداى.ځوانان مي لكه جونه داسي له ږيري او بريتو نه واى خلاص بلكي شخ شخ بريتونه يى واى.دپښتنو په دود پگړۍ يى واى.موج واى او مستي واى ميلى واى ترانى واى.ډول واى او اتڼ واى. هوتك واى او لونگ واى. رنگ واى او هم خوند واى.
كاشكي چي غم مي نه ليداى.كاشكي چي په غم لړلي څيرى نه واى.كاشكي چي په ټول هيواد كي مي داختر په ورځ خپل خواږه،پاسته وروڼه او گلالي ماشومان له څيلمي په نويو جامو كي ليدلاى. وړم كال مي اختر له بده مرغه په خپل كلي(دزابل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ دهوتكزو كلى) كي تيركړ.داختر په ورځ په سلو كي نه نوي ماشومانو كاليو ته پينى ورنښلولي وى. پداسي حالت كي چي له چاسره مي څه له وسه هم نه كيږي په خپل هيواد كي اوسيدلاى نه شم. :oops: :cry: :oops: :cry: :oops: :cry:
يو دوه ځلي مي خارجيان راسره دمرستو لپاره بوتلل.اول وار خو ځايي ټوپك سالار رانه پنځه زره ډالر باج واخست او په دوهم ځل ترځمكه لاندي طالبانو راته ليك پريښود چي دملخي زويه كه دي دغه حال وو نو ادرس دي جهنم درسره وليكه.
زه هم وويريدم ماويل هسي نه چي داظالمان دي مړكړي.اوس مرگ خو څه خبره نده خو داله شا چي دكفر ډنډوره هم درپسي ووهي بيا نو راشه كه توديږى ورته.
زه خو وايم چي په هيواد كي مي سوله واي او نصير دكلي غوبه واى.ورځ يى په غره كي خپل مال پودلاى او دشپي يى كچكول په غاړه وچه ډوډۍ او ديدنونه ټولولاى.
په هرصورت خبره مي اوږده كړه. ټوكي به يم خو په زړه كي والله يو درد لرم.امريكا ته والله بالله كه له ښه حاله راغلى يم.ته خپله فكر وكړه په 1992يم كال كي په هيواد كي څه حال وو.كه زه له خپلو فاكولتو او ډگريانو سره هلته واى نو زما به څه مصروفيت واى.بى له دى چي په پغمان كي به دخرو پوندو ته په يوه غيران نالونه لگول :lol: :lol: :lol: او ددغو نالونو كارخو هاغه دى نن سبا استاد سياف ترما ښه كوي خو والله كه يى څوك په گوز پسي هم خاندي.ماچي هغه حالت وليد خداي بښلي پلار ته مي وويل چي ياره نور نو دانشم زغملاى چي دافغان ناموس دي په حيات اباد كي پداسي حالت كي وينم يا به مي ځان وژلى وي او يا نو اجازه راكړه چي ورك شم.هماغه وو چي كډه مي راپه شا كړه.
پاتي شوه دچايو او گوړي خبره نو وروره زه شخصا اين جانب په خپله هم دچايو او گوړي دښمن يم.زه كه په امريكا كي هم يم خو دپلار نيكه خوي مي ندى پرى ايښى.ترتادي غوره نه وي ياران لرم.په كككور مي شكر دى بانډار وي او په خرپ چاي او گوړه پكي وزي. :lol: :lol: :lol:
زما په يارانو كي يو بصيرخانه خراب دى چي موږيى زيړو بولو.تارياكي دى او ځان يى دربدره كړ.رنگ يى لكه دزيړ كوركمن داسي دى.يوبل بيا جمعه گل كله كټه دى چي په اصل كي دډايناسور له كورنۍ دى خو موږ يى له نازه شين مخى بولو.داسي ښكاري والله لكه محمد علي كلى.
اڅك او نورالدين بيا دواړه داسي سره دي لكه خوسا ټماټر.بس يو دتور لونگ كمى دى او كه ته خداي راوستى دسلطان صاحب دلټانو تشكيل به درباندي پوره شي.
هغه دكندهاريانو خبره خداى دي راوله............ته وايه هو والله...............................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more