د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ایا (ول) مصدر دی او کارول یې سم دي؟

نقاد
24.04.2007

مصدرونه لکه نومونه د سړی د ستایننومونو اوقیدونو پایښت تضمینوي، د ساری په توګه وهل ، وژل ،شړل بدکارونه دي، خوړل ، څښل او بیدېدل د ژوندانه اړینې اړتیاوې دي.
نو په همدې ډول که ( ول ) مصدر وي نو دغسي استعمالول اوجمله یې باید سمه
وي چې : ول او نه ول یو ښه یا بد ،اړین یا بی ضرورته کار دی .
یا دا جمله چې : زما بودن هلته ضرور دی، ایا داسې هم ویلی شو چې زما ول هلته ضرور دي؟.
خو دلته وینو چې دا جملې ورانې دي او (ول) نه دمصدر اونه کومه بله معنی ورکوي . نو (ول) د مصدر په نامه کارول په دې امتحان کې له ماتې سره مخ دی . او ایا له دې ماتې یا بطلان وروسته د( ول ) کارول په دغسې جملو کې چې فاعل په کې د جمع بڼه هم ولري لکه : هغوی هلته حاضر ول ( حاضر بودند) هم مردود او بیځایه نه دي؟
ستاسې اندکتنه (نظر)په دې اړه څه ده او څه وایي ؟
[color=yellow:a1c34cba4a]ښاغلی زیار صیب هم اوس د(ول) کلمه ډیره کاروي، دده دغه کارڅه ډول ارزوئ؟ ايا پوهاند صيب دلته په بي معياره او غير ګرامري وییزونو (ویو) نه دی سر شوی ؟؟؟[/color:a1c34cba4a]


M Tahir
07.06.2007

يره خو نقاد کاکا!
څه يې کوې!؟ پښتانه له بې اتفاقي پرته په هيڅ شي هم اتفاق نه کوي ، پښتنو د خپل ياغي فطرت دياغي غوښتنوپه مقابل کې ډيرڅه له لاسه ورکړل ،نوفکر نه کوم چې دپښتو د کره ليکدود نيمګړی خوب دې تعبير پيدا کړي !
داچې څرنګه استدلال کوم؟ بايد ووايم چې ستاسو د انکشاف ياهم خبر له مخې چې زيار صيب هم په غير علمي او نا ميتوديک ډول له دودشوې لار بې لارې شوی ، ښايي پښتو ورتمامه شوې وي او ياهم نوي تجربات کول غواړي!
په مينه ستاسو طائر


محمد علم
10.06.2007

یاره که دبې اتفاقئ تور راباندي نه لګوئ نوبه یو ټوکه درسره وکړم هغه دا
چي دپښتوتمامېده نسته که نورهېڅ نه يي داد خاص نومونو پښتوکولوبدعت خو راپاته دئ مامدتایر ساب (محمدطا[color=red:5ddb0c0fc0]ه[/color:5ddb0c0fc0]رصاحب) :lol: :lol: :lol:


صافی
10.06.2007

درنوورنو!سلام
نبیل صاحب، داسې ښکاري چې دمحمد ورور تخلص دې [color=darkblue:b9a62bc5ae]طائر[/color:b9a62bc5ae]وي .یباهم که داسې وي او که نه وي هیڅ مشکل نشته . ځکه طائر اوطاهر دوه جلا نومونه دي. زما دیو خپل نوم بلبل شاه دﺉ او زمونږ دکلی یو ډیر محتر م ملا
ملا طاووس نومیږی.
[quote:b9a62bc5ae]
یاره که دبې اتفاقئ تور راباندي نه لګوئ نوبه یو ټوکه درسره وکړم هغه دا
چي دپښتوتمامېده نسته که نورهېڅ نه يي داد خاص نومونو پښتوکولوبدعت خو راپاته دئ مامدتایر ساب (محمدطاهرصاحب) [/quote:b9a62bc5ae]

یادونه: د(ول) په اړه دنقاد صاحب د اندیښنې ټول ابعاد په ځای دي. هم دقاعدې څخه وتل ،هم په ځینو ځایونو کې لکه (حاضرول) اړینتیا،اوهم د(ول ) دمصادرو ګرامری بنسټ دګواښ سره( [color=darkblue:b9a62bc5ae]مخامخ ول[/color:b9a62bc5ae])!! چې ځواب ورته یواځې دپوهو، ورونو اوخویندو له خواویل کیدای شي.


M Tahir
11.06.2007

ګرانو ووڼو
وروڼو سلامونه او نيکې هيلې
ښاغلی نبيل صاحب! زما نوم محمد [color=blue:66026aa6ee]طائر[/color:66026aa6ee] دی طاهر نه دی او لکه چې ښاغلي صافي صاحب يې يادونه کړې دا دوړه بيلابيل نومونه او بيلې بيلې ماناوې لري !

په مينه ستاسوطائر


رښتینی
12.06.2007

ګومان كوم دا (ول )هسي يو سيمئيز توري دي خو لكه داسيمه چي
ښه ليكوالان لري نو له دي كبله هڅه كوي څو خپل (ول) په معياري
ژبه په زوره ننباسي
لكه ځيني .... وروڼه چي د (شي) يا (شوي) په ځاي خامخا سي
او سوي ليكي او دا ستونزه په ځيني نورو سيمو كي هم شته

په مينه


محمد علم
12.06.2007

درنولوستونکوته سلامونه دنیکي پېرزوینوسره !

ښاغلی محمد طائرصاحب !
له جوابي لیکني څخه مو ډېره ډېره مننه کوم او که را څخه خفه سوي یا ست بخښنه غواړم ، له راپاته څخه مي ټول پښتانه مطلب وه اودغه بدعت اوس هم ان دځینوپوهو لیکوالو لخوالاهم پر مغ روان دئ چي زما له غالب اټکله مي ستاسو نوم په همدې دریم لست کښي راوستئ ، سره ددې چي کم دوده دوهمه مانا ئې زماپه سرکښي وه چي هیڅ مشکل پکښي نه وینم !

ښاغلی صافی صاحب !

ستاسو څخه هم مننه کوم خو سکالو( موضوع)مو ډېره نادره جدي نېولې ده، چي په فورم کښي ئې کورټ مثال نسته که تاسو د (ول) په باره کښي د هغه بل سرلیک لاندي لیکني وګورئ نو تاسوته به ښه مالومه سي (وي) چي ډېرو لیکوالو مختلفي لیکني کړي دي
خوچاداسي یادونه نه ده کړې ، کېدای سي دابه دامانا لري چي ګني فورم ازاد دئ اولیکني ئې کوم اکادمیک ارزښت نه لري، خوستاسو په یادونه کښي سړي ته دښاغلی محمد طائرصاحب داجنبیتوب خبره ورپه یادیږي
خودومره فکر اوشعورراسره سته چي دمتقابل درناوي اوسپکاوي اصل په پام کښي ونېسم
اونه یوازي داچي د بل شخص توهین اوتحقیرمي خوښ نه دئ بلکي که بل څوک داسي بحث کوي ان که نور بحث ئې زما دخوښي هم وي ګډون کول مي زړه نه غواړي! او که زما دلیکني اقتباس ستاسو سره نه وای نوما سمدلاسه خپله لیکنه سکښتله

ښه خیر
کېدلای سي زماغوندي ناپوهانو نظرونه ستاسواونورو په لارښودو اوهادي لیکنو سره ترمیم سي !


(ول) نه یوازي دبودن معادل او نه هم یوازي دبودند معادل دئ بلکي دپښتو ګرامر سره سم د پاړسی ددغه دواړو کلیمو دمانا لپاره کارول کېږي !
اوپاته سوه ول دبودن(موجودیت) په مانا هغه هم یو دودیزه ماناده

ول د لیکنو په ځینو مواردو کښي دمتعدی او لازمي فعلو تر منځ مخامختیا او التباس رامنځ ته کوي هسی هم نه چي بیخي د مصادروبنسټ ته ګواښ وبلل سي ! ډېر داسی نو رلغاتونه هم سته چي داستونزی لري خو ول کېدلای سي چي په یو کوچنوټي جمله هم تفریق سي.

لکه په لاندي جملو کښي

په متعدي ماناسره کارول یانی دیوې کلیمې په مانا:
هغوی حاضرول
دلته دغه جمله پوره نه ده اووضاحت ته نورهم ضرورت لري یاني د هغوی حاضرول دڅه لپاره ؟ دلته یوازي مفعول او فعل وجودلري او بس !

په لازمي مانا:
هغوی [color=cyan:03464d8d6f]حاضر[/color:03464d8d6f][color=violet:03464d8d6f]ول[/color:03464d8d6f]
دلته خبره یا جمله پوره ده

مخامخ ول په دې کتګوري کښي نه راځی!

باید ووایم چي دایوازي د کوټي والو ګړدود دئ او ول تر دغو (ابعادو) نوری ډېری ستونزی لري
په هر صورت، کېدلای سي دابه رښتیا هم نوي تجربات کول وي !

یوواربیاهم له تاسو څخه مننه

یادونه: د(ول) په اړه دنقاد صاحب د اندیښنې ټول ابعاد په ځای دي. هم دقاعدې څخه وتل ،هم په ځینو ځایونو کې لکه (حاضرول) اړینتیا،اوهم د(ول ) دمصادرو ګرامری بنسټ دګواښ سره( [color=darkblue:03464d8d6f]مخامخ ول[/color:03464d8d6f])!! چې ځواب ورته یواځې دپوهو، ورونو اوخویندو له خواویل کیدای شي.[/quote]


صافی
14.06.2007

دروند ورور نبیل صاحب! السلام علیکم
وروره داڅه چل دﺉ ؟ زما خبرې مو بلکل په بله معنی اخیستی دي. که چیرته زما په لیکنه کې هره نیمګړ تیا وي ،چې حتماً شته ! ټوله ګناه یې یواځې زما په غاړه ده ،او زه بښنه غواړم چې مطلب مې په سمه توګه نه دﺉ افاده کړﺉ. مګر په چا بې ځایه تیرﺉ !!! اویا چا ته دناپوهه خطاب !!! پرته دخپل ځان نه، دبل په مقابل کې داحق په هیڅ وجه ځان ته نه ورکوم.
نبیل صا حب! که مو پام وي ما د (ول) موضوع په اړه اصلاً نظر ندﺉ څرګند کړﺉ نوسخته به مې به کوم دلیل نیولی وي ؟ ستاسو په قول - نادره جدی - خویې لا پریږده!!! ما یواځې ددې له پاره چې اصلې بحث دنورو لیکنو تر شا پټ نشی دښاغلی نقاد د(ول) دکارولو په هکله نظر او که یې بولئ - اندیښنې - یو ځل بیا یادونه کړی ده .
وروره !زه دلته ستاسو دغصې دپاره هیڅ ځای نه وینم. دنا پوهۍ کلمه که چیرته ما کارولې وي تاسویې را وښیئ! زما ددې جملې (چې ځواب ورته یواځې دپوهو ،ورونو اوخویندو له خواویل کیدای شي.) په مقابل کې زما له خوا د (ناپوهانو ورونو اوخویندو) هدف اصلاً مطرح کیدای نشی. که چیرته په دې جمله کې د نا پوهۍ ضمیر مضمر وي ، هغه یواڅې ماته راجع اویا مخامخ دﺉ. نه داچې خدای مکړه بل چاته. ځکه ما دښاغلی نقاد له خوا بحث ته دوړاندې شوې موضوع په هکله خپله ، دبشپړ ځواب د نه لرلو بې وسی ښودلی ده . نه ستاسو.
ما په خپله لیکنه کې یواځنۍ شوخی چې کړی هغه هم تاسو سره نه بلکې دښاغلی محمد طائر وروره سره ده چې خدای دی وکړی را څخه خوا بدی نشی.
په اخر کې باید ووایم چې د(ول) په هکله دښاغلی حامد ورور نظر سره بشپړ توافق لرم ،مګر هغوي د(ول) یواځی يو اړخ ته اشاره کړېده، او په دې اړه ستاسو دارزښتمنو معلوماتو څخه هم یوه نړی مننه.

[quote:509a19f97d]
ښاغلی صافی صاحب !

ستاسو څخه هم مننه کوم خو سکالو( موضوع)مو ډېره نادره جدي نېولې ده، چي په فورم کښي ئې کورټ مثال نسته که تاسو د (ول) په باره کښي د هغه بل سرلیک لاندي لیکني وګورئ نو تاسوته به ښه مالومه سي (وي) چي ډېرو لیکوالو مختلفي لیکني کړي دي
خوچاداسي یادونه نه ده کړې ، کېدای سي دابه دامانا لري چي ګني فورم ازاد دئ اولیکني ئې کوم اکادمیک ارزښت نه لري، خوستاسو په یادونه کښي سړي ته دښاغلی محمد طائرصاحب داجنبیتوب خبره ورپه یادیږي
خودومره فکر اوشعورراسره سته چي دمتقابل درناوي اوسپکاوي اصل په پام کښي ونېسم
اونه یوازي داچي د بل شخص توهین اوتحقیرمي خوښ نه دئ بلکي که بل څوک داسي بحث کوي ان که نور بحث ئې زما دخوښي هم وي ګډون کول مي زړه نه غواړي! او که زما دلیکني اقتباس ستاسو سره نه وای نوما سمدلاسه خپله لیکنه سکښتله

ښه خیر
کېدلای سي زماغوندي ناپوهانو نظرونه ستاسواونورو په لارښودو اوهادي لیکنو سره ترمیم سي !

(ول) نه یوازي دبودن معادل او نه هم یوازي دبودند معادل دئ بلکي دپښتو ګرامر سره سم د پاړسی ددغه دواړو کلیمو دمانا لپاره کارول کېږي !
اوپاته سوه دریمه مانا چي دموجودیت(بودن) ده هغه هم یو دودیزه ماناده

ول د لیکنو په ځینو مواردو کښي دمتعدی او لازمي فعلو تر منځ مخامختیا او التباس رامنځ ته کوي هسی هم نه چي بیخي د مصادروبنسټ ته ګواښ وبلل سي ! ډېر داسی نو رلغاتونه هم سته چي داستونزی لري خو ول کېدلای سي چي په یو کوچنوټي جمله هم تفریق سي.

لکه په لاندي جملو کښي

په متعدي ماناسره کارول یانی دیوې کلیمې په مانا:
هغوی حاضرول
دلته دغه جمله پوره نه ده اووضاحت ته نورهم ضرورت لري یاني د هغوی حاضرول دڅه لپاره ؟ دلته یوازي مفعول او فعل وجودلري او بس !

په لازمي مانا:
هغوی حاضرول
دلته خبره یا جمله پوره ده

مخامخ ول په دې کتګوري کښي نه راځی!

باید ووایم چي دایوازي د کوټي والو ګړدود دئ او ول تر دغو (ابعادو) نوری ډېری ستونزی لري
په هر صورت، کېدلای سي دابه رښتیا هم نوي تجربات کول وي !

یوواربیاهم له تاسو څخه مننه

[/quote:509a19f97d]


محمد علم
14.06.2007

صافی صاحب او نورودرنولوستونکوته سلامونه اونیکي پېرزوینې !

محترم ورور صافی صاحب!

له لیکني څخه مو یوه نړۍ مننه کوم،
محترمه ! نه ګناه سته او نه هم غصه ، یوازي یو ګیله مي په دې خاطر درڅخه کړې وه چي (یادونه) لیکل دلوستونکو لپاره وي اوما یوازي ځان تر دې سرلیک لاندي اضافه وبولئ چي زه هم نوي یم اویادونه هم نوې ده چي فقط زما تر لیکني وروسته لیکل سوې ده!

صافی صاحب ! نورراځئ چي اصلي موضوع ته راسو

د ول کارول رښتیا هم دوه اړخه لري یو پوهنیز اړخ چي په دې کښي دنقاد صاحب (تر بلی سکالولاندی لرغونی صاحب، کټوازی صاحب او ځواکمن صاحب په شمول ) نظرونه دپوهاند زیار صاحب له نظر سره په اختلاف کښي دي او بل ئې دودیزاړخ دئ چي حامد صاحب ئې یادونه کړې ده، سره ددې چي د ول په باره کښي دځینومواردولپاره مي نیمګړئ نظر څرګند کړئ دئ، خوخپل اند د ول دکره کېدو لپاره مي په پورته لیکنه کښي چي لیکلئ دئ دمحمد طاهر صاحب دلیکني په تائید یوځل بیا دلته راوړم:

باید ووایم چي دایوازي د [color=blue:98f629a109]کوټي والو ګړدود[/color:98f629a109](چي دکرښي هغه خواده) دئ او ول تر دغو (ابعادو) نوری ډېری ستونزی لري
په هر صورت، کېدلای سي دابه رښتیا هم نوي تجربات کول وي !

د ول پوهنیزاصالت کېدلای سي د لیکوالو د بحث او نظرله لاري ښه ترا څرګند سي چي په څنګ کښي به ئې زموږمالومات هم ورسره زیات سي نورمو پر الله سپارم خوښ اوسئ !


نقاد
15.06.2007

له ټولو ګډون کونکو څخه مننه کوم چې خپله اندــ څنګه یې وړاندې کړه . داسې بریښی چې د (ول) په دغو حالتونو سره توافق ولرو :

۱ـ ول دمتعدی مصدرونو یوه نښه ده لکه ډارَ ول ، ژړَ ول ، ځورول ، پوهول او نور .

۲ ـ ول د لازمی فعل دجمعې ماضي صیغې په شکل د بودند په معنی لکه چې وایو
هغوی هلته تلل راتلل یا هغوی هلته ول او ساعت یې ډیر ښه تیر یدۀ

که څه هم تلل راتلل د لازمی فعل دجمعې ماضی صیغه ده، خو له دې ارتباط پرته ظاهرأ د مصدرشکل لری ، ولې مصدر نه دی . د ساري په توګه :
ډیر کوچنیان به ښوونځی ته تلل :
تلل دلته مصدر نه ، بلکې د ډیرو کوچنیانو یو ماضی لازمی فعل په ګوته کوی او بس !

۳ـ ول د بودن په معنی بالکل مجرد او بی معنی دی او نه کارول کیږی .

په درنښت !


Re: ایا (ول) مصدر دی او کارول یې سم دي؟

محمد علم
20.06.2007

درنو لوستونکوته سلام !

محترم نقاد صاحب!

د غیر علمي اویاغیر ګرامري کلیمویالغاتو او هم ګړدودونو(لکه ارزګان مهالنۍ له چاپه راووتل) په تنقیدولو کښي در سره هم نظره یم ، نه یوازي داچي د پښتو ژبي لپاره ګټه نه کوي اود کره کېدو مخه ئې نیسي ، بلکي لادلاسه ئې د بې قاعده ګیو پر لور سوقوي.

[quote:fd55134c65="نقاد"]مصدرونه لکه نومونه د سړی د ستایننومونو اوقیدونو پایښت تضمینوي، د ساری په توګه وهل ، وژل ،شړل بدکارونه دي، خوړل ، څښل او بیدېدل د ژوندانه اړینې اړتیاوې دي.
نو په همدې ډول که ( ول ) مصدر وي نو دغسي استعمالول اوجمله یې باید سمه
وي چې : ول او نه ول یو ښه یا بد ،اړین یا بی ضرورته کار دی .
یا دا جمله چې : زما بودن هلته ضرور دی، ایا داسې هم ویلی شو چې زما ول هلته ضرور دي؟.
خو دلته وینو چې دا جملې ورانې دي او (ول) نه دمصدر اونه کومه بله معنی ورکوي . نو (ول) د مصدر په نامه کارول په دې امتحان کې له ماتې سره مخ دی . او ایا له دې ماتې یا بطلان وروسته د( ول ) کارول په دغسې جملو کې چې فاعل په کې د جمع بڼه هم ولري لکه : هغوی هلته حاضر ول ( حاضر بودند) هم مردود او بیځایه نه دي؟
ستاسې اندکتنه (نظر)په دې اړه څه ده او څه وایي ؟
[color=yellow:fd55134c65]ښاغلی زیار صیب هم اوس د(ول) کلمه ډیره کاروي، دده دغه کارڅه ډول ارزوئ؟ ايا پوهاند صيب دلته په بي معياره او غير ګرامري وییزونو (ویو) نه دی سر شوی ؟؟؟[/color:fd55134c65][/quote:fd55134c65]

له علمي لیکني څخه مو ډېره مننه کوم چي موضوع نوره هم دبحث لپاره اسانه کړه !
د موضوع لپاره به خپلي اوتي بوتي په لاندي کرښوکښي ولیکم او خدای دي وکړي له موضوع څخه ډېر لیري ولاړنه سم او لیکنه مي دموضوع سره څه ناڅه سر وخوري .

[color=blue:fd55134c65]۱ـ ول دمتعدی مصدرونو یوه نښه ده لکه ډارَ ول ، ژړَ ول ، ځورول ، پوهول او نور . [/color:fd55134c65]

هو، داسمه قاعد ده!
((خو له دې قاعدې څخه داهم نه مانا چي که یوازی ول و نوفعل متعدي دئ که ول نه و نو فعل منعدي کېدلای نه سي اوپه دې اړه په پښتو کښي دوې اړخیزي بې قاعده ګۍ وجودلري))

[color=darkblue:fd55134c65]
۲ ـ ول د لازمی فعل دجمعې ماضي صیغې په شکل د بودند په معنی لکه چې وایو
هغوی هلته تلل راتلل یا هغوی هلته ول او ساعت یې ډیر ښه تیر یدۀ

که څه هم تلل راتلل د لازمی فعل دجمعې ماضی صیغه ده، خو له دې ارتباط پرته ظاهرأ د مصدرشکل لری ، ولې مصدر نه دی . د ساري په توګه :
ډیر کوچنیان به ښوونځی ته تلل :
تلل دلته مصدر نه ، بلکې د ډیرو کوچنیانو یو ماضی لازمی فعل په ګوته کوی او بس ![/color:fd55134c65]

دلته مواساسي خبره ډېره رالنډه اوخلاصه کړې ده او په څنګ کښي ئې داهم درسره منم چي ول که په یوفعل کښي د نښي په توګه وي خوپه مستقله توګه هم دکارولو وړ مفهوم لرلای سي.

[color=blue:fd55134c65]
۳ـ ول د بودن په معنی بالکل مجرد او بی معنی دی او نه کارول کیږی . [/color:fd55134c65]


زه نه خبریم چي داسي دکارولو دود به لري ،که نه؟ که چیري ول لکه بودن د موجودیت په مانا وکارول سي زما په فکر کوم ژبنۍمشکل به پیدانکړي، که څنګه؟

((دژبپوهنیز اصالت په خاطرنه ، بلکي دمشکل د نه ایجادولوپه دلیل که ووایم ډېر بې ځایه به نه وي چي: تن په پاړسي کښي په مستقله اوهم دنښي په ماناو کارول کېږي ))

نقادصاحب ستاسو په لیکنه کښي مي (ویو) او(وییزونو) لغاتونه ولیدل چي په مانا اویا فرق ئې نه پوهیږم که ئې راته وښووئ نوربه هم منندوی اوسم!

په پښتني میني اودرناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more