د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا دادالله ووژل سو

Miwand Patang
13.05.2007

بالآخره د افغانانو د وینو تږی او ستر قاتل ملا دادالله ووژل سو. سره لدې چې موږ د هر انسان په وژنه خفه کیږو او باید هیڅ انسان و نه وژل سي بلکي د نورو خلکو د خدمت جوګه سي خو دغه ستر قاتل د هیواد په وروستیو پیښو کې په سلګونو او حتی زرګونو بې ګناه کسان وژلي دي چې بلآخره پخپله هم په دې ناوړه سرنوشت اخته سو.
آیا تاسو محترم لیکونکي د نوموړي وژنه څرنګه ارزوی چې د ده وژنه به د هیواد د روان تاوتریخوالي په کمولو کې ګټوره ثابته سي که یه؟

مننه
میوند پتنګ


منلی
13.05.2007

دازیری دی په زوی بدل
نورداسی ټکی راسره نشته چی تاپری وستایمه
خودومره وایم چی داخپل کار پری نږدی ښه رزق لری


pattang
13.05.2007

ملا دادالله يو جنګيالی نر پښتون وو چې په شمال کې يې د شمالي ټلوالو
په ضد داسې جنګېده لکه زمری ، اشغالګرو او لاسپو څي رژيم ته يې
ورځې ډېرې ور ترخې کړې وې ٠
جنګيالي په ميدان کې مري او وياړ يې پاته کېږي خوپه داسې شهادت يې
زه ډېرخوشاله يم لدې څخه چې اشغالګرو ته ژوندی په لاس ورغلی وی ٠
که ملا دادالله اخند نوي نو په سلګونو نور به دهغه ځای ونيسي ٠
دلته فرق دادی چې څوک ددالرو لپاره او څوک د هېواد دازادي ، دشر
او فساداودپردي تحميلي کلچر په مقابل کې خپلې ويني تويه وي٠

الله دې ملا داد الله وبخشي ٠


Helmand.M
13.05.2007

ويارانوته سلامونه اودرناوي.
زه حيران يم چي څرنګه موږ وهغه چاته چي لاسونه يي دبي شميره پښتنوپه وينو باندي ترڅنګلوپوري سره وي , اتل ووايو.
ملادادالله اودهغه په شان نورودپاکستان په ځنځيرتړلوسپيانوترهرڅه دمخه خپل پښتانه روڼ اندي, قومي مشران اوخپلواک دسرسر وګړي ځکه وژل اووژني يي چه داسيمه دتل لپاره دناپوهۍ اوترهګرۍ په لمنه کي وروغورځوي.
ددوي مهم شعاردادی:
هرهغه څوک چي دپاکستان وګټوته تاوان رسولاي سي, بايد له منځه يووړل شي.
داډول پلورل سوي اشخاص اوډلي ټپلي دپښتنولپاره دسرطان دانه ده.
ورښتيا ته په پرانيستوسترګودکتوپه هيله.
په درناوي.


Raaz
13.05.2007

زه پردې نه پوهېږم چې ملا دادالله تر کومه بريده د سړي زوی وو.ايا د افغانانو دازادۍ لپاره جنګېدو او که د ISI يا CIA اجنټ وو ځکه چې دافغانانو په وژلو کې ېې لوی لاس وو.خو هرڅوک چې وو.
پوښتنه داده چې څنګه طالبانو په ډېرو محدودو وسايلو او وروسته پاتي تخنيک سره په ملک کې امنيت ټينګ کړی وو, چې دا غربيان ېې په ډېرو پرمختللو وسايلو نه شي ټينګولی؟
نو ايا داددوی خلک ندي که ندي نو بيا ولې په مکاتبو، مدرسو او جوماتونو کې بې ګناه افغانان وژني,
دا کوم اسلام دی او کوم ملا!


Anonymous
13.05.2007

يو ليوني سپئ او د افغانستان د خلګو وحشي قاتل چي خلګ يي ذبح کول او ويني يي ورځني څښلي هغه کم شه
دا نور يي هم له دغه انجام سره د مخ کيدا پر لور روان دي
ملا دادالله اوس د اختطاف په کارونو لاس پوري کړي او لدي لاري يي په ملياردونو ډالر لاس ته راوړل بهرني وګړي يي د هغوي پر هيوادونو خرڅول او افغانان يي ذبح کول بيا يي پر دغه ملياردونو ډالرو صبر نه کاوه د هغوي سي ډي ګان يي جوړول او پر بازار يي پلورل لعنت پر داسي خلګو چي د افغان او پشتون د وينو تګي دي
خدايه افغانستان له داسي خلګو ژر راپاک کړي چي د پرديو د ګټو لپاره زموژ افغانان راوژني او بدناميي


جواب

پښتون زلمی
13.05.2007

په سرو وینو لت پت په پت کی ښه یم
نه دسرو زرو په تخت باندی بی پته.
ملا داد الله شهادت دی الله قبول کړی، او کوم زیاتۍ چی تری شوی، الله دی ورته معاف کړي، دغه د میړنو مرګ دی، ا و همدغه مرګ داد الله دالله جل جلاله څخه غوښته، نر واوسیده، نر مړ شو، مونږ او تاسی پسی هم مرګ دی، بس خبره دنن سبا ده، هیڅوک له مرګه بچ نه پاتی کیږي.
په دنیا دننګیالو دي دا دوه کاره
یابه وخوري ککرۍ یا به کامران شي،
او د ملت مور بوره نه ده، د داد الله غوندی نور ډیر ځوانان شته، او ډیر نور به انشاء الله پیدا کیږي.
مور د ایام ځوانه پیدا به کړي ځوان بل.
په سرو وینو لت پت دی ځمونږ اتل.
دغسی قربانۍ د تل لپاره غیرتمندان او قهرمانان ورکوي، بی غیرته او دووسان دغسۍ مرګ په خوب کی هم نشي لیدلی، دغه یو د عزت مرګ، د پت مرګ، له شرفه ډک مرګ دی،
دغسی مرګ دی الله جل جلاله دغیرتمندانو نصیب کړي، او الله دی تری دیوسان همیش محروم ساتي، لکه څنګه یی چی هغوي غواړي،
خو بیا په دی هم پوي شي، چی دغه دووسان، بیناموسان، او بی غیرته ګیدړانو، ته هم دغه حقیقت انتظار کوي،
خو ملا داد الله په دغه حقیقت د جنګ، عزت، ابرو، پت، او دناموس ګټلو په میدان کی ورسیده،
او دغو ګیدړانو، دووسانو، بی غیرتو، بی پتو، د بش او امریکا غوړه مالانو، ګوډاګیو، او مزدورانو ته به دغه مرګ د بی غیرتۍ، دوسۍ، بی ناموسۍ، او بی پتۍ په کټ کی رسیږي.
نو ودی ګرځی دغه تالي څټی، سرکوزي، او خبیثان، یو څو ورځی نور په دغه ځمکه، کیداي شي ددغو ملحدینو لپاره ساینسدانان داسی څه کشف کړي چی هغوي له مرګه وژغوري!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
مرګ او لعنت شه په دغسی بی پلاره، او بی ناموسه اجنټانو باندی
ارمانونه به دمزدک، مارکس، لینن، ستالین، کارمل، او نورو خبیثانو غوندی ډیر ژر تورو خاورو له یوسۍ.


pattang
13.05.2007

يوه دون همته انسان ته چې په مختلو نومونو ليکنې کوي او تل خپل ناموس په
پردويو خرڅوي ، دا څناور د ک٠ج ٠ ب اجنټ دروبلونو وږی او د دالرو سپی په هيڅ
هم بند ندی چې مسالونه يې په خپل ليکنه کې ښه ليدلکيږي :

[quote:fde5a8d5fc]يو ليوني سپئ او د افغانستان د خلګو وحشي قاتل چي خلګ يي ذبح کول او ويني يي ورځني څښلي هغه کم شه دا نور يي هم له دغه انجام سره د مخ کيدا پر لور روان دي .[/quote:fde5a8d5fc]
د افغانستان د خلقو قا تل ملا دادلله وو او که ستا پردي باداران ? څومره بې ګناه
خلک ستا بادارانو قصدا وژلي او څومره ملا داد الله ? زه ګمان نکوم چې د ازادۍ
اور دې ستا دالري باداران پر دې وحشي وژنه مړ کړي که خدای کول اولس به نور هم
ورته پورته شي او په هر کنج کې به ملا دادالله ولا ړ وي ٠

[quote:fde5a8d5fc]ملا دادالله اوس د اختطاف په کارونو لاس پوري کړي او لدي لاري يي په
ملياردونو ډالر لاس ته راوړل بهرني وګړي يي د هغوي پر هيوادونو خرڅول او
افغانان يي ذبح کول بيا يي پر دغه ملياردونو ډالرو صبر نه کاوه د هغوي سي ډي ګان
يي جوړول او پر بازار يي پلورل[/quote:fde5a8d5fc]
زه چې ستا دا چټلي لونم نو فکر کوم چې پښتون هم نه يې ځکه د پښتانه يو کوډکس
صداقت او دروغ نه وېيل دي خو ته داسي راته مالومېږي لکه چې په پنجشېريانو او
دهغوی په امينت ملي باندي دې ځان خرڅ کړی وي ٠ ځوک چې دروغ وايې هغه ته
په پښتو کې څه وايې ? په( ک ) شروع کېږي او په (ي) ختميږي٠
[color=darkred:fde5a8d5fc]**[/color:fde5a8d5fc] نامرده مذدوره اختطاف د چا په مقابل کې ?
داشغالګرې قو ي په مقابل کې اوکه دې بيګناه وګړو په مقابل کې .
[color=brown:fde5a8d5fc]**[/color:fde5a8d5fc] په ملياردونو ډالرو لا س ته راوړل ? داخو يوه ډېر
پليد او بيغيرته دروغ دي ، کله ملا دادالله دا کار کړی دی ? که ملا دادالله لکه
ستامردار خواره باداران مليونر وی نو په شکيدليو بوټو او ګوډه پښه به يې په اول
خط کې داشغالګرو او لاسپڅيو په مقابل جنګ نکاوو او ستا غوندې به په غرب
کې دخيرات ډوډۍ ته پروت وو٠
نه په ملا دادالله خپل هېواد ، خپل دين ګران وو نوځکه يې په اول خط کې له خپلو
زړو بوټوسره ځان شهيد کړ چې د وطن اصلي زامن به يې هېر نکړي٠
[color=red:fde5a8d5fc]**[/color:fde5a8d5fc] سي ډي ګان يي جوړول او پر بازار يي پلورل ??
دلته دې بيا خپل کثيف خوا ص ښودلي دي :
راشه له انترنيت نه ټول مواد کښته کوی شې حاجت دسي ډي داخستلو نشته نو
که يو څوک يو سي ډي هم واخلي نو په سلګونويې له هغه څخه تورکوپي کوي
شي او کوي ئي دادې هم رزالت دی ، داخستلو کلتور تر اوسه نشته يواځې غلا
رواج لري ٠
[quote:fde5a8d5fc]لعنت پر داسي خلګو چي د افغان او پشتون د وينو تګي دي
خدايه افغانستان له داسي خلګو ژر راپاک کړي چي د پرديو د ګټو لپاره زموژ افغانان راوژني او بدناميي [/quote:fde5a8d5fc]
نالت په کرزي ، دهغه په مرداره کابينه او اشغالګرو چې په زرهاو افغا نان يې
بې ګناه ووژل او وژني يې ٠نن د اريانا تلويزيون په پښتو خبرونو کې وويل چې
داشغالګره قوه د افغانستان د شورا د پرېکړې اوخبره هيڅ نه مني او هغوی خپله
وظيفه مخ ته بيا يې٠
ژوند ی دې وي ملي مقاومت د اشغالګرو او مذدور دولت په ضد .
درود دې وي په ملي پاڅون او ملي اتلا نو او شهيدانو٠


ghafar
13.05.2007

عزتمنو دوستانو سلامونه اونیکې هیلې!
ټولو ته څرګنده ده چې ملادادالله د آی اس آی مزدور و، د خپلې ورانکارې ډلې سره ډېرې ښځې کونډې او ډېر ماشومان یې یتیمان کړي دي. پاک الله دومره بی رحمی او ظلم کله بې ځوابه پرېږدي! اوس چې پاک الله دا مهربانی وکړله او د هغه دنورو ورانکاریو مخه ونیوله، نو دعا کوم چې خدای دې هغه وبښي او د جهنم له عذابه یې وساتي ! انا لله و انا الیه راجعون.
په درناوي


ملا دادالله ووژل سو

shawali khairkhail
14.05.2007

سلامونه!!!

ملادادا لله يو اتل اوغيرتی پښتون ؤ خدای د دهغه شهادت قبول کړی٠

دا دغېرت شمله وګوری .
http://youtube.com/watch?v=EdeThrJYWsA


نقاد
14.05.2007

[color=white:613626965a] انمّـا لاعمال بانّـِیات[/color:613626965a]

که ملا دادالله د طالبانو د واکمنۍ په لاره کې نه وي جنګیدلی، بلکې د ملي آزادۍ په لاره کې شهید شوی وي ، نو الله تعالی دې د شهادت لوړه درجه ور په برخه کړي . خو پوښتنه داده چې د وطن دلرې پښتونخوا د آزادۍ له پاره یې یو ټس هم نه وکړی، نو د یوه پلرنی وطن د آزادۍ پریوۀ بام دغه دوې هوا له کومه شوې ؟


صافی
14.05.2007

د یو فوق العاده زړور پښتون جنګیالی،اودیوې راسخی عقیدې لرونکې په صفت یې رقیبان هم معترف دي، اوداچې دده نیت څه وو، دﺉ او لوی څیښتن پرې ښه پوهیږی . مرګ اودمرګه روسته دعکسونو خپرول یې خواشینونکی دي . الله دې پرې رحم وګړی،اوتیروتنې اوخطاوی دې خدای ورته عفوه کړي.


pattang
14.05.2007

[quote:72701379e9]عزتمنو دوستانو سلامونه اونیکې هیلې!
ټولو ته څرګنده ده چې ملادادالله د آی اس آی مزدور و،[/quote:72701379e9]

ګوره منا فقه ته څه چټلي ليکې او خپل نوي بادار ته د ې هغسي چوپړ وهې لکه
ک٠ج٠ب ته دې چې وايه . ډېر افسوس د پښتو ژبې د سپېڅليو توريو ده چې ته يې
په خپله مرداره او دون همته ژبه مرداره وې ٠
بيناموسه کومې ښځې ملا دادلله کنډې کړي دي ته خو يې يومسال راوړه??
څوارې دطا لبانو شورا په خپل لښکر ټينګار کړی دی چې بيګناه خلک ترې مړه نشي او د بيګناه خلکو وژنه کله د طالب له اسلامي عقيدې سره سمون خوري ٠
که ملا دادالله څوک وژلې دي که يې وژلي وي هغه به دامريکايانو او د پنجيانو اجنټان وي چې نتيجه اوس ګورو او ملا دادالله يې ، دادی په دام کې ور کړ او په اشغالګرويې شهيدکړ٠ [color=brown:72701379e9] بي وجدانه هغه بمباري چې په پښتنو د اشغالګرو له خوا ځخه کيږي او په سلګونو انسانان ښځې او کوچنيان پکشي مري او دکليو مشران ترې ژاړي ته دا ټول جنا يت ولې پټه وي ?? په پښتنو کې داسې کار هغه څوک کوي چې يوه مور او دوه پلرونه ولري [/color:72701379e9]٠

**مردارخوره ته څه خبر يې چې ملا دادلله د isi مزدور وو??
په 2001 کال کې څو ځله حميدګل او دپاکستان د داخلې وزير( معين حيدر ) طالبانوته وړاندېزونه وکړل خو هغوی هيڅ ونه منل . پاکستان له طالبانو سره ډېر ظلمونه وکړ ل چې طالب به هيڅ وخت هېر نکړي٠
ستااو دکرزي باداران خو اوس دافغان اولس د ټاکل شوي پارلمان خبرې هم نمني او ددووتوتو اهميت هم نورکوي نو ته اوس داوايه چې څوک اجنټ دي څوک ازادي
غواړ ي او څوک غلا مي ٠
[quote:72701379e9] د خپلې ورانکارې ډلې سره ډېرې ښځې کونډې او ډېر ماشومان یې یتیمان کړي دي[/quote:72701379e9].
ارامي لو چکه خدای پاک ستا دبادرانو سره څکوي چې کلي او او بنډې يې ټولې په
بمونو اوارې کړې٠
هغه ورانکاره ډله نده هغه هغه ډله ده چې د اولس نا موس ساتي او خپله ازادي غواړي ٠

[quote:72701379e9]پاک الله دومره بی رحمی او ظلم کله بې ځوابه پرېږدي![/quote:72701379e9]
بې ناموسه ستا له بادارانو سره به خدای پا ک څه کوي خو خدای پاک دې دبيناموسانو او انتي پښتني عناصرو سزا يو وار زما په لاس راکړي٠

اودادی هم د نورو اواز ونه منافقه دون همته :
:

باحترام فرهنگیکه ما در آن پرورده شده ایم، بیائید اول با صدای غرا بگوئیم:
انا للله و انا الیه راجعون، برای محترم هر دم شهید دادالله ایکه در دست دشمنش قرار دارد و هیچ نوع اصول انسانی را در مورد جسدش رعایت نمی کند.
طبق اصول فرهنگی که ما پرورده آن هستیم ما می میخوانیم:
ای برادر تو همه اندیشه ای
ما بقی تو استخوان و ریشه ای
اندیشه دادلله موجود است اما استخوان و ریشه یا گوشت دادالله در معرض نمایش قرار گرفته است که یک عمل ضد انسانیست.
اندیشه دادالله در بین میلیون ها امریکائی زنده است و امریکائی ها می گویند که جورج بوش رئیس جمهور امریکا با اشغال افغانستان و عراق به بهانه تروریزم اشتباه بزرگی را مرتکب شد. ما چطور می توانیم با خاموش سازی دادالله اندیشه میلیون ها امریکائی را خاموش سازیم؟
حال دادالله تروریست در ولایت هلمند زنده نیست و قومای او بنام آقای کرزی و خالد جسد او را خلاف تعامل پشتونولی و اسلامی در معرض نمایش قرار می دهند کار خوبی نمی کنند.

بیائید بروح این شهید درود فرستاده و برای آرامی و امنیت در افغانستان دعا نمائیم.

باحترام
حضرت صاحب خاک عالم

ولایت هلمند، بخاطر دفاع مشروع که طبق هر قانون مجاز است، نه در جنگ تجاوزی در خاک امریکا یا غرب:

بروز مرگ من چو تابوت من روان باشد
گمان مبر که مرا درد این جهان باشد

برای من مگری و مگو دریغ دریغ
بدوغ دیو در افتی دریغ آن باشد

جنازه ام چو ببینی مگو فراق فراق
مرا وصال و ملاقات آن زمان باشد

مرا بگور سپاری مگو وداع وداع
که گور پرده جمعیت جنان باشد

فرو شدن چو بدیدی برآمدن بنگر
غروب شمس و قمر را چرا زیان باشد

ترا غروب نماید ولی شروق بود
لحد چو حبس نماید خلاص جان باشد

کدام دانه فرو رفت در زمین که نرست
چرا بدانه انسانت این گمان باشد

کدام دلو فرو رفت و پر بیرون نامد
زچاه یوسف جان را چرا فغان باشد

دهان چوبستی ازین سوی آن طرف بگشا
که های هوی تو در جو لامکان باشد


sabawoon azadkhial
14.05.2007

ملا دادالله خو زيات خپل افغانان وژل په ګولۍ به يي نه ويشتل بلکې په چړو به يې ترې سرونه غوڅول چې ښه وزوريږي. وحشت هم خپل کلچر لري خوپه تاسف هغه دا هم نه درلود. زما په نظر خو طالباني غورځنګ يو ناخبره ، ناپوهه او دافغانستان د بشپړې بربادۍ له پاره يو روزل شوی غورځنګ دی. دنقادصيب دخبرې په تايید دوی خو يوه خبره هم دلرې پښتونخوا دازادۍ له پاره نه ده کړې خو په افغانستان کې بيا څنګه دازادۍ په نوم جنګيږی. ملا دادالله او اتل؟؟؟؟ دوی دهغه چا دګټو له پاره جنګيږي چې يې نه يوازې نيم افغانستان لاندې کړی بلکې دپاتي افغانستان لمړی دکمزوري کولو او بيا نيغ ترخپلې قبضې لاندې دراوستلو خبيث پلانونه لري .

په هرحال په يوه خبره به يې لنډه کړو:
طالبان دزماني خلک نه دی دوی دمنځنيو پيړيو مفکرين دي اودعصر دحکم له مخې دوی نور هیڅ ځای نه لري او هيڅ کله به هم بريالي نه شي، هیڅ کله!!!!!!!!!!!


Miwand Patang
14.05.2007

د ملا دادالله د مړینې په هکله باید ووایو چې د یوه سړي اعمال د هغه دنیت په بنسټ ولاړ وي او که چیرې کوم سړی د خپل هیواد او خلکو لپاره روغ نیت ولري نو هغه یې په هره روا او ناروا لاره د مرګ کومي ته نه سپاري، د نړۍ یرغلګر ځواکونه یې په هیواد نه را مارش کوي، خپله سیمه د ترهګرو په ځالو نه بدلوي، د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله کې هګۍ نه اچوي، خونکاران خپلې خاورې ته نه رابولي، د جهل له تورتم سره یې نه مخ کوي، د ځوان نسل د ښوونې او روزنې مخه نه نیسي، د هیواد عالمان په جوماتونو او لمانځه ته په لاره کې نه شهیدان کوي، د مظلومو او غریبو خلکو زامن ځانمرګو ناروا بریدونو ته نه هڅوي، په بازارونو او د ښار په واټونو کې ځانونو ته انفجار نه ورکوي، زرګونه هیوادوال د مرګ کومي نه برابروي، امریکايي خونکارانو ځواکونو ته دا زمینه نه برابروي چې د هغو غریبو افغانانو کورونه بمبارد کړي چې نړیوالو ترهګرو پکې ځای نیولی او یا یې له هغه ځایه د جګړې هڅه کړېده، د پاکستان د آی ایس آی په لومو کې ځان نه بندوي، د خپل هیواد سیمې نه ورانوي، مظلوم هیوادوال په شهادت نه رسوي، د نشه موادو او پوډرو کاروبار نه کوي، د اسلام له دین څخه د ځان په ګټه یوه جګړه ایزه بازیچه نه جوړوي او افغانان په ټوله نړۍ کې د ترهګرو په نوم نه معرفي کوي. بلکي ریښتنی افغان هغه دی چې په هیواد کې سوله غواړي، نیکمرغي غواړي، معقول سیاسي نظام غواړي، په رښتیا د اسلام د سپیڅلو اساساتو پلوی وي. همدارنګه په هیواد کې د پوهې ډیوې بلې غواړي، د هیواد د ځوان نسل سالمه روزنه یې تر ټولو ستره موخه وي، د پاکستان د آی ایس آی له لومو څخه یې ځان ویستلی او په معقوله توګه د ستونزو حل غواړي.
د دې او داسې نورو اساساتو، حقایقو او اعمالو په تله کې ښاغلي ملا دادالله وتلی چې آیا یوه زره هم د افغانستان په خیر وو که یه؟
لوی خدای دې بیا هم د مظلومو افغانانو انتقام ترې واخلي.

مننه
میوند پتنګ


ghafar
14.05.2007

sattang لنډغره، داسې ښکاري، چې ته بالمثل ځواب غواړې! لکه چې ته هم ټپي شوﺉ یې چې هرې خوا ته خوله اچوې! اوریدلي دې به وي کله چې یو مار ټپي شی یا خپله لکۍ له لاسه ورکړي نو ډېر ظالم کېږي. همدا علت دﺉ چۍ ملا دادالله هم د ملا عمر پشان ډېر بې رحمه ظالم قاتل و . پاک الله هغو ته پخوا هم سزا ورکړې وه او له هغو څخه یې د بدن غړي اخیستي وو.
ته پرته د غپلو نور څه نلرې، ته خپل کار کوه، کاروان به تېر شي!!!

زه په ډېره درناوي له نورو لوستونکو څخه بښنه غواړم ! تاسې ټول د ښاغلی پتنګ د شخصی تعرضونوشاهدان یاست ، چې سړﺉ دا ډول لیکنو ته مجبوروي !

په درناوي


hotak
14.05.2007

یارانو سلامونه!
وروڼو مرګ حق دی اوهرانسان په پای کي هماغه یوه ګز ځای ته ورځي.خوله بده مرغه دچاپه مرګ باندي دخوښۍ اوياهم غم له کبله کله ناکله له انسانه داسي خبري ووزي چي کفرته يی رسوي اوداخوښکاره خبره ده چي کفرهيڅوک هم نه خوښوي.البته دلته خودځينو وروڼو له غبرګونونو داسي ښکاري چي هغوي آن ترمخه لاله دين اومذهب سره مخه ښه کړيده اوداچي کفريی په لوی لاس منلی دی.
پاتي شوه دملادادالله دوژل کيداخبره نوښکاره ده ملادادالله به دخپلي سياسي اوآیډیالوژيکي تړلتياله امله چاته دمنلو وړوو اوچاته به نه وو.خوهغه څوک چي يی په طالبانوپوري دتړلټیاله امله بداېسوي اوکرکه ورسره لري هغه بايدلږترلږه خپل ګریوان ته هم وګوري چي آخردی خوهم له سياسي اونظرياتي پلوه په یوه نه یوه ډله پوري تړلی پاتي شوی.داځان ته خبره ده چي ډیرودله ګانوبه لکه زماپه څیرپه لويديځ کي پناه اخستي وي اودبوش،بليراوسرکوزي خوټوته به ګوري چي یوڅه ترې وڅاڅي اودی يی وخوري.
ملادادالله سره له دې چي ډيري نیمګړتیاوي به يی لرلې.دخپل بېساري تهورله امله به له حکمت اوتدبرسره یوڅه نابلده وو اوعين ممکنه ده چي په ډیروځایونوکي به يی دخپل اميردحکم په ځای خپلي ځاني پریکړي ته ارزښت ورکړی وي اوهغه به يی پلي کړي هم وي(لکه په مزاراویکاولنګ کي دهزاره ګانو ټولیزه وژنه چي دی يی له امله سلب صلاحيت اوخلع سلاح هم شو).ددې ترڅنګ کیدای شي دملادادالله دقهرڅپودګرموترڅنګ ګڼ ناګرم خلک هم په مخه کړي وي(لکه دګران اجمل نقشبندي وژنه چي په ښکاره بې دليله وه خوځيني خلک وايي چي نقشبنديانو په خپل وخت کي په مزارکي طالبانوته خوراډیرتاوانونه ور رسولي وو.)،خوددې ټولونیمګړتیاوو ترڅنګ ملادادالله یوداسي نرسړی وو چي په شمالي افغانستان کي يی دوزيرمحمدګل خان شمله هسکه وساتله.افغانستان يی له تجزیې وساته اودافغانستان دملي وحدت اوجغرافيايي سالميت دښمنان يی په پوره قاطعيت اوبېرحمۍ سره له منځه یوړل. هرات،بغلان،کندز،شبرغان،مزار اوباميان يی په یوه منډه ونیول.دکابل په شمالي دروازوکي يی خپل بریتور اوشمله ورباتوران کینول اوچاچي هم له هغه لوري دپښتنو واک اوځواک چلینج کړ سترګي يی ترې وايستلې اوميندي يی ورباندي بوري کړې. داخودملادادالله اخندکوالټي وه چي دشمالي ټلوالي لپاره دملادادالله لنګ اویاهم دهغوي په هغه مهالیزه ژبه دلنګِ امریکایی نوم دمرګ یوپیغام ثابت شو. شمالیان له خدایه دومره نه بیریدل لکه له ملادادالله.
هغه نه مودي اوريدلي چي پنجشيريان دتګاب په پاټک سروبي ته رااوښتل.په زنځیرباندي طالب له یوه پنجشيري پوښتلي دي چي هلکه دچابنده يې؟ هغه ورغبرګه کړي چي صيب دملادادالله :lol: :D :lol:
بله ترټولومهمه داده چي انسان مړشي هغه پړشي. هغه دملامت کونکي له هره ملامته بې پرواشي.دهغه دوسیه دانسان له واکه ووزي اودخدای جل جلاله لاس ته ورشي.لوی خدای له هغه سره دذرې ذرې حساب کوي.خپل حق ورته بښي خودبنده حق نه ورته بښي. ملادادالله که دخدای بیګناه بندګان ځورولي وي حمتاٌبه يی ځواب ووايي.خوعموماٌله مرګه وروسته ژوندی مسلمان خپل مړه مسلمان ورورته حق وروبښي.
نوکه اوس څوک دملي خاینانو اودهیواد دسالمیت ددښمنانو دوژني له امله ملادادالله پړبولي هغه دي يوځل بياپخپل دغه فکرکره کتنه وکړي. اوکه پدغه ترځ کي یونیم بېګناه هم دهغه ترلاس تېرشوی وي نوخدای دې ترخطاورتيرشي اورب تعالی دي ورسره درحم اوکرم معامله وکړي.
موږبایددې ته پام وکړوچي ترپرونه ملادادالله ژوندی وو اوموږله ډاره دهغه په اړه غرت هم نشوای کولای نن چي مړشو موږ هم خوله پسي وازه کړه.
هغه نه وايي چي خلک پسي شاپاچاتههم ښکنځل کوی......
دملادادالله په وژنه دوه ډوله خلک خوښ دي.يويی دشمالي ټلوالي سپي دي چي ترپرونه يی ديلسن اوپوټین په کلوشه کي اوبه څښلې اونن يی دبوش اوبلیرخوټوته خوله نيولي ده.
بل ډول يی هغه حرامنمکه پښتانه دي چي وروڼه اویاهم زامن يی په ملي اردوکي وو اوياهم دامریکایانو ژباړونکي اوجاسوسان وو.
مسلمان،مجاهدين اووطن پرسته پښتانه پرې غمژن دي.هغوي پرې ژاړي.دلته په کاليفورنیاکي يوې کندهارۍ ميرمني دهغه دشهادت دانځورونوپه ليدلوسره زهروخوړل اومړه شوه.
پاتي شوه دنقاد هغه خبره چي دلري پښتونخوا دازادۍ لپاره دادالله څه وکړل؟
زه وايم ته دفيل په غوږکي ویده يې. دوزيرستان سيمه همدا اوس دچاپه لاس کي وه؟؟؟
هلته پراته په زرګونه عرب اوافغان طالبان دچاترقوماندې لاندي وو؟ په اصل کي دپښتونخوا دنیولو لپاره په فطري ډول یو اوږدمهالی پلان جوړشوی وو چي ترله مخي يی هلته دطالبانایزېشن پروسيجرترسره کيده او وروسته به دغه سيمه په اتومات ډول دپښتنولاس ته لويده اودپنجابیانو لاسونه به ترې غوڅیدل. همدا اوس دقبايلوپه سيمه کي افغانانو ته دورتګ پوره امکانات شته خوپنجابیان هلته نه شي تلای.
زه وايم: ملادادالله دپښتنې مور زوی وو.آفرين شه پداسي مورچي د دادالله غوندي زمري زیږوي. ملادادالله مړ ندی هغه ژوندی دی.که دملادادالله وژل داوي چي دهغه ساله بدنه ووتله اومړی يی امريکايانواودهغو سپوته په لاس ورغی نوداڅه دي هغوي ته مبارک وي.هغوي دي وناڅي اوجامونه دي په سرواړوي.
ملادادالله دیوې نظريې نوم دی.هغه دپاڅون،بغاوت اوپښتونولۍ رمز دی.اوداڅه ترقيامته ژوندي دي.
نن دپښتون هربچی ملادادالله دی. نن وي که سبادغه پاڅون به ملي کیږي اوتاسي به ګورۍ امريکایان اولاسپوڅي به يی دشاه شجاع اوببرک له سرنوشت سره مخامخ کیږي.
تل دي وي اسلام اوپښتونولي!
ژوندی دي وي دملادادالله فکر اوخوځښت
مړه دي وي ددين اوهیواد دښمنان اودلويديځ سپي راشن خواره.
لکه دي وي دنصيرهوتک دغه ډنډه چي تل يی په بېناموسانو پسې راايستلي وي!


Miwand Patang
14.05.2007

محترم ورور غفار صیب سلامونه او شې چارې!
که پتنګ رښتیا هم مسلمان وي او د اسلام سترو اصولو لکه قرآن عظیم الشان او نبوي حدیث ته پابند وي او عقیده پرې لري نو بیا خو حدیث شریف دی چې زه یې یوازې پښتو ژباړه تاسو محترمو مخې ته ږدم د اسلام ستر پیغمبر فرمایلي دي ژباړه: ( د منافق علامې درې دی: کله چې امانت ورته وسپارل سی خیانت کوي یې، کله چې خبرې کوي دروغ وایی او کله چې له چا سره د مخاصمت او جګړې لاره نیسي نو ښکنځل کوي) الحدیث
پتنګي صیب ته بلنه ورکوو چې خپل ځان د دې حدیث او داسې نورو اسلامي اصولو په رڼا کې وويني چې او بیا وګوري چې څه رزایل یې له ناولې خولې څخه بادیږي. که دلیل لري مهرباني دې وکړي په سمه ژبه او نرمو الفاظو یې دې وړاندې کړي. بیځایه باټې، کړتې، غورې، ښکنځا او ګواښونه د ناکام بحث کوونکي کار دی چې هیڅ راز بریا تر شا نه لري او نه هم په مقابل طرف باندې کومه اغیزه شیندلی سي بلکي د بحث ټول ګډون کوونکي یې د یوه داسې لوده په حیث پیژني چې خبره یې هیڅ راز قیمت نه لري.
بیا هم خبره د ستر قاتل ملا دادالله کوه چې الله ج دې د افغانستان د مظلومو خلکو انتقام د هغه له منحوسې مړینې وروسته هم ترې واخلي. پریږدی چې د هیواد د غلیمانو منحوسې قوارې نورې هم دې ځوریدلي ملت ته رسوا سي او دغه خبرې د یوه شاهد په توګه د هغه په ناولو او غیر اسلامي اعمالو کې د لوی خدای په حضور کې شاهدي ورکړي چې دې خونخوارو او ظالمو څیرو د خپل ناروا او ترهګر واک په موخه د ډیرو مومنو افغانانو کورونه نړولي او د ویر په ټغر یې کښینولي دي. څه خلک یې خپله وژلي، څه یې ترور کړي او په ځینو باندې یې بیا د امریکا الوتکو ته د بمبارد بلنه ورکړې ده. الله پاک دې له دې ظالمانو څخه شدید انتقام واخلي.

مننه
میوند پتنګ


daud
14.05.2007

اناللله وانا الیه الراجعون .

د ۲۱ پیړئ دازادئ او خپلواکئ دتحریک لوئ قهرمان ،دعالم اسلام لوئ مجاهد،دافغانستان اصیل بچئ ،دافغانی کربلا امام حسین او دنړئ د مستضعفینو ستر مدافع شهید ملا دادالله (ع ،ر) میړنئ شهادت ټولو مسلمانانو ،غیرتی افغانانواو دحق دلارې سلحشوره مبارزینو ته مبارکی او تسلیت وایم .
الله تعالی(ج)دې دهغه شهادت په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرزوي او دسیدالشهدا حضرت امام حسین (ع)په کتارکې یی د ودروي،روح یی دښادوی اودهغه برکت د خدائ پاک (ج)دافغانستان د خپلواکئ په جنګیالیو کیږدي .
امین یا رب العالمین .
لوئ شهید ملا دادالله (ع،ر)په خپلو وینو دازادئ او خپلواکئ بڼ اوبه کړ او په خپل شهادت سره یی د وطنفروشانو ، ملی خایینانو او وحشی اشغالګرانو د شیطنت ، وحشت ، رذالت او شرارت توطیی او دسیسی افشا او رسواکړې .
لوئ شهید ملا دادالله (ع،ر )دافغانستان د تاریخ په د مرحله کې چه دبې ناموسئ ، وطن فروشئ ، ملی خیانت او بشری جنایت تورې بلا له هر لوری وحشتناکه خوله او پنجې زموږ په پاکه خاوره او مظلوم وولس لګولې دی او پست فطرته او ذلیلو عناصرو او بانډونو خپلو حیوانی او شهوانی هدفونو ته درسیدو دپاره خپل سرونه او ناموسونه د غربی متجاوزو طاغوتیانو په پښو او خدمت کې ایښې دی ،په ډیره میړانه او شجاعت دخپل دین ،وطن ، ملی نوامیسو ، ازادئ او خپلواکئ ددفاع په لاره کې او دشر او فساد دختمولو دپاره خپل اسلامی ، افغانی او انسانی رسالت او فرض د شهادت تر مقام پورې سرته ورساوه او دجهانی شیطانی استکبارو دزور او وحشت طلسم یی مات کړ .
حضرت شهید ملا دادالله (ع،ر) په خپل شهادت سره دافغانی اوجهانی ازادئ غوښتونکیو په وینو کې دباطل په مقابل کې د مبارزې روح نور هم تازه او په جوش راووست اودالله (ج) په مدد سره به دده لاره د هغوئ له لوری په نورو حماسو او قهرمانیو تعقیب شی او دده ارمانونه چه دلوئ شیطان امریکا ګونډه کول او دافغانستان دپاکې خاورې نه شړل دی به پوره کړی .
لوئ شهید ملا دادالله (ع،ر)په خپله قربانئ دافغانانو په د دستور او ویاړنه چه دبې غیرتئ او بې پتئ تر ژوند دغیرت او میړانې مرګ بهتره بولی دتایید او تصدیق مهر ولګاوه او په خپل شهادت سره یی دافغانی میرمنو دا هیله او ارمان پوره کړ چه :

که په سنګر کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګئ ته د ساتمه

شهید ملا دادالله (ع،ر)که په خپل ژوند کې د میړنتوب ، غیرت ، زړه ورتوب ، تورې او شهامت یوه بې مثاله نمونه او اسطوره وه ،او داسلام او انسانیت ددښمنانو دسترګو اغزئ وو،دشهادت نه وروسته هم دهغه روح ،فکر او کارنامې دازادئ غوښتنې د نهضت دپیروانودپار ه معنوی قوت او درس دئ او داستبداد ، ستم او تجاوز د کلتور تر ختمیدو پورې به دلوئ شهید ملا دادالله (ع،ر)د مبارزې او شهادت په لاره ازادی غوښتونکی او حق نمانځونکی خپل حرکت ته دوام ورکوی .

دلوئ شهید ملا دادالله (ع،ر) روح د ښاد او یاد یی د ژوندئ وی .

دازاد او خپلواک افغانستان په هیله


و.افغان
14.05.2007

ټولو په دین، او وطن میینو مسلمانانو ورونو ته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
تر سلامه وروسته د افغانستان د باشهامته او غیرتی ملت مسلمانو پښتنو ورونو ته د شهید داد الله په اړه خپل تعزیت وړاندی کوم، او دا تعزیت ځکه وړاندی کوم، چی هغه د ازادۍ او دخپلواکۍ د لاری یو ستر قرباني دي، او څوک چی دغه لار کی خپل سر وبایلي، نو په ده په حقیقت کی خپل سر وګاټه.
اګر چی ځینی تیزۍ به تری شوي وي، او دغسی دهر انسان څخه کیږي، خو هر کله چی انسان له دنیا څخه سترګی پټی کړي، نو بیا يي حساب د الله جل جلاله سره وي، نور څوک دا حق نلري چی دهغه په شخص پسی خبری وکړي، البته که افکارو کی خطایی وي، او هغه افکار خلکو کی خواره وي، نو باید ددغه افکارو د فساد بیان وشي،
زه ډير خفه پر دی شوم، چی ځينی لیکونکی چی ځان ته افغانان او پښتانه هم وایی او بیا له سپکو ډک خطاب د شهید داد الله شخص ته یی کړی دی، دا کار د مسلمان سره نه ښايي، دغه یو بي وجدانه کار دی، په داسی وخت کی چی بهرنی کرغیړنو په همدغه ورځ پوره یو کلی د خاورو سره خاوری کړ، او دغه بی غیرته قلمونه چپ پاته دي، خو بیا همدغه بی غیرته قلمونه چی دامریکا دډالرو سایي په کښی چلیږي، را پورته کیږي، او دازادۍ دیوه شهید په مړینه خوشحالی ښکاره کوي، او هغه ته سپکی سپوري وایي:
دغو خلکو ته وایم: د الله نه وویریږۍ، د خپل قوم ددفاع لپاره له قلمه کار واخلۍ، نه دقوم د تباهۍ لپاره، که تاسی دیموکراسی غواړۍ، نو دغه دیموکراسي تاسی دعقل دفکر لاری خورولاي شۍ، خلک واښه نه خوري، عقل لري، که چیرته ستاسی خبری معقولی وي، نو خپله لار به پيدا کړي، امریکا هیڅکله دغه بی پرتوګه دیموکراسي په افغانستان کی نشي پلی کولاي، او که مسئله د ډالرو وي، نو دالله جل جلاله څخه غواړو چی ستاسی دغه حرص له مینځه یوسي، او که تاسی ته دغه هدایت د الله په لوح محفوظ کی نوي لیکل شوۍ، نو بیا مو دی الله دداسی بیا حیا، او بی شرم مرګ سره مخ کړي ، چی د نورو خلکو لپاره عبرت شي.
په درنښت. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.


hotak
14.05.2007

یارانو سلام اوکوشانه مينه خواسلامي مینه!
کوشانه زمابحث هغه چاسره دی چي تردې مهاله یی دلويديځ په راشن کولمې نه وي غوړي کړي. که تاهم تراوسه دغه غول ترستوني نه وي ښکته کړي سمه ده،دپوښتني ځواب دي درکوم کنه نو يو سپین سترګی مي بوله او يو سپين سترګی به دي بولم..... :D :lol: :D


رښتینی
14.05.2007

سلامونه او نيکي هيلي

ملاداد الله هغه نر پښتون و چي هيواد يي له تجزيي وژغوره

ملا داد الله هغه ځوان و چي دوستم او دهغه په څير هيواد دښمنه څيري يي له
هيواده تيښتي ته مجبور کړ ي وو

ملا داد الله هغه ميړنۍ افغان و چي د ناټو نرښځي جنرالان يي
دښځو په څير وژړول

ملا داد الله هغه زړور مجاهد و چي د باګرام ابو غريب او ګوانټانامو له
وحشي او تيريکوونکو امريکايانونه يي په افغانستان کي په نره غچ واخيست

څوک چي د ملاداد الله په شهادت خوشاله دي هغه ټول
بلا استثنا هغه خلک دي لکه هوتک صيب چي ليکلي دي

[code:1:c7acac39cb]دملادادالله په وژنه دوه ډوله خلک خوښ دي.يويی دشمالي ټلوالي سپي دي چي ترپرونه يی ديلسن اوپوټین په کلوشه کي اوبه څښلې اونن يی دبوش اوبلیرخوټوته خوله نيولي ده.
بل ډول يی هغه حرموني پښتانه دي چي وروڼه اویاهم زامن يی په ملي اردوکي وو اوياهم دامریکایانو ژباړونکي اوجاسوسان وو.[/code:1:c7acac39cb]

البته مونږ دملا داد الله د تيروتنو او ځيني ناسمو کړنو پلوي نه کوو
او له لوي څښتن نه غواړو چي د هغو بښنه ورته وکړي

په مينه


نقاد
14.05.2007

[quote:6d17f92ad0]پاتي شوه دنقاد هغه خبره چي دلري پښتونخوا دازادۍ لپاره دادالله څه وکړل؟
زه وايم ...ته دفيل ...په غوږکي ویده يې. دوزيرستان سيمه همدا اوس دچاپه لاس کي وه؟؟؟ [color=white:6d17f92ad0] هلته پراته په زرګونه عرب اوافغان طالبان دچاترقوماندې لاندي وو؟ [/color:6d17f92ad0][/quote:6d17f92ad0]
ښاغلی هوتک !
دعیان بیان دی چې ددغې غرنۍ سیمې واکمني د اسامه بن لادن د ارمان او فرمان سره سم د زرګونو عربو دنړیوالې ترهګرۍ به یوۀ خوندي بنسټ بدل شوی دی . د افغانستان د اوږدې نا آرامۍ له پاره ددغې سیمې دطالبانایزیشن پروسیجر هم
د پاکستان د پلان سره سم دوام لري . او یواځې په همدې منظور ترې پنجابي سر تیري ووتل!
نو ښایی دا به تا له پاره د قناعت وړ وی چې ګواکې د طالب یا القاعدې دحاکمیت یوه محدوده قبایلی سیمه چې په دودیزه اوان رسمی توګه هم لا آزاد قبایل ګڼل کیږی، د افغانستان د خاورې پورې تړلې وانګیرئ ، خو د طالب او القاعدې تسلط پاکستان تل تحمل کړی، په دې شرط چې هغوی د افغانستان د ورانولو له پاره فعالیت ته دوام ورکړی او یا د پاکستان په ګټه کار وکړی، بی تفاوته ده چې فعالیت یې د بهرنیانو او که د کورنۍ واکمنۍ پر ضد وي! د پاکستان ټوله دوښمني د لرې پښتونخوا په سر روانه ده، نو هغه څوک چې له پاکستان څخه هغه ازادول غواړي ، هیڅکله پاکستان خپل دوستان نه شی ګڼلې. او د پښتونستان په سر د پاکستان او طالب دوښمنی لا تر اوسه پورې نه تاریخ او نه کوم ژورنالست تثبیت کړې ده ، خو دوستی یې ان نړیوالو ته هم څرګنده ده .
یادونه :
هغه لهجه چې د ټوکو په فوروم کې یې بالکل کارولی شې، دلته ترې ډډه کوه، او
له سپکاوی ډکې کلمې دې هم که بیرته درواخلې بده به نه وي او هله مې بیا مینه مینه او درناوی هم ومنه !


Miwand Patang
15.05.2007

دا هم و لولی
[color=white:09066cecbe]ښاغلی هلال سمسور لیکي:

د بوډۍ جلاد!

دويم مسعود!
هغه مهال دادالله د اي اس اي زړه خپل او نازونه يې د ځان پر لوري جلب كړل، چې په يوه او يا بل نامه يې بېوزله افغانان په ډله ييزه توګه ووژل او يا يې په ټانګونو باندې باسكيل سواره وهل.
پاكستاني بوډۍ چې كله د دادالله دا بې رحمي وليده نو يې د خپل ناز پيمانه هم و لويه كړه، دا اجازه يې هم وركړه، چې له خپل امير څخه هم سرغړونه كولاى شې.
له كله نه چې په طالبانو ورځ سره شوه، شل زره پاك زړي ځوانان د ۵۲ الوتكو او دوستمي او نورو حيوان زړليو او بې رحمانو لاس ته ورغلل، په هغو كې هم د دادالله پوره ونډه وه، په هغه سودا كې يې هم پوره انعام ترلاسه كړ. د هغو ځوانانو ډېره برخه پدې ارمان كې د تورو خاورو مېلمانه شول، چې كاشكې د ځانكندن يوه سلګۍ يې په آرامه اخستې واى!!! خو بوډۍ مور ملا داد الله په هغه ځاى كې هېر نكړ، بلكې تر كندهاره يې چې په هر چل وو، خو ژوندى يې راورساوه!!
ملا دادالله د پاكستانۍ بوډۍ لخوا نور هم وروزل شو او پدې پنځو كلو كې يې د بوډۍ په غېږ كې ډېر چلونه او ولونه زده كړل. له لوى امير څخه يې نوموړى ډېر ذكي او عاقل وباله، كېداى شي دا يې هم څو ځله په غوږ كې ورته ويلي وي، چې يار!! د ((اميرۍ)) حق خو ستا وو، خو هغه مهال موږ ته نه پېژندې!!
په هر ولايت كې يې دادو ته ځان ته كومندانان وټاكل، دده دسترخوان يې هم ور بېل كړ، لارښوونكي او ملګري يې هم ورزيات كړل، نور په هر ځاى كې يې د پاك زړو ځوانانو لپاره دامونه وركړل، بس را جلبول يې او روزل يې، د حورو او غلمانو په پلمه يې نوموړى ځوان او يو درجن نور مظلوم افغانان هم له منځه پرې يوړل!!!

ملا دادو دېته تيموجين غوندې دا نه كتل، چې دا څوك او څه دي، بس بايد له منځه لاړ شي، ان چا چې په پاخه سړك هم پل اېښى وي، بايد مړ شي، د ملا دادو ګروپ ته به چې ورغلې او به دې ليدل: زياتره نه بلكې ټول داسې سرپ آميان وو، چې په هېڅ خبر نه وو، په قاموسونو كې يې يوازې يو څو ټكي وو: امريكايي + خارجى+ پوليس + ملي اردو+ موسسه + هرڅوك = جنت (بلكل جنت+ حورې او غلمان).
ملا داد الله ته لوى ملا صيب هم له قهره خوټېده، خو له زړې بوډۍ سره نه كېږي، شل چلونه يې زده دي او چې يو ځل يې څوك له لومو كې را ښكلېل كړ، بيا نو نر دى، چې ترې ووځي، بيا به همغه لار تعقيبوې اګر سل په سل كې ته ورسره موافق هم نه وې!!

ملادادو!
نقشبندي كه هر څو غټ جاوسوس وو بيا هم له اېټالوي څخه بد نه وو! هغه دې د كومې محكمې او كوم قاضي په امر له ژونده محروم كړ؟؟ كه افغان حكومت درته لاسپوځى ښكارېده او افغان ته يې دومره ارزښت نه وركاوه، تا خو به دغه ولس ته ښوولې وه، چې (ماته له ايټالوي څخه افغان محترم دى، ايتالوى مې كه د چا په بدل كې خوشي كړ، خو افغانى مفت پرېږدم!!!)
دادو دا سره او شنه كافران چې دلته ګرځي، كورونه نړوي، افغانان وژني دا هم ستا او ستاسې د عقل كمال دى!! اوس چې يوازې پښتنې سيمي تر اور لاندې دي دا هم ستا د مهربانۍ بېلګه ده؟ دا چې د سهيلي سيمو با غيرته افغانان د بمباريو ښكار كېږي، پدې هم ښه پوهېږي؟

ملادادو!
دومره خو به دې سر خپل ګريون ته كاوه، چې آيا دا دومره افغانان چې كړوم، مېرمنې كونډې او ماشومان يتيمانان كوم، هغه څه ارزي چې زه يې ورته راوړم؟!
دا دومره افغانان دې د څه لپاره وكړول؟ په خپل وخت كې د خلكو ته كومه ښېرازي او سوكالي ور په برخه كړه؟ ستا راتلونكي پلانونه دومره ارزي، دومره بېوزله افغانان د څو كلو راهيسې كړوې؟ بيا ستا پلان څه وو، دغه بېوزله ملت ته تا څه وړاندې كول؟ ملت خو ستاسې له وژنو، قتلونو او ربړونو پرته نور هېڅ نه پېژني!!!
نه پوهېږو، چې ته څه دې ملت وړاندې كوې؟؟
ملا دادو دا واوره چې په پاك نامه شوم اهداف نه شي ترلاسه كېداى، كه څوك غواړي، چې له پاكو نومونو څخه په استفادې سره شوم اهداف ترلاسه كړي، لومړۍ بېلګه به يې مسعود او دويمه بېلګه به يې ته وې، هغه هم د خارجيانو د ايستلو په نامه د بل چا مزدوري كوله او تا هم د خارجيانو د ايستلو په نامه د بوډۍ خدمت كاوه، خداى جل جلاله دې هم ستا او هم له مسعود څخه د بې وزله افغانانو انتقام واخلي آمين!!!
هلال سمسور
helalsamsor@gmail.com[/color:09066cecbe]


و.افغان
15.05.2007

[quote:696ef0176a="Miwand Patang"]دا هم و لولی
ښاغلی هلال سمسور لیکي:

[color=cyan:696ef0176a]د بوډۍ جلاد!

دا دومره افغانان دې د څه لپاره وكړول؟ په خپل وخت كې د خلكو ته كومه ښېرازي او سوكالي ور په برخه كړه؟ ستا راتلونكي پلانونه دومره ارزي، دومره بېوزله افغانان د څو كلو راهيسې كړوې؟ بيا ستا پلان څه وو، دغه بېوزله ملت ته تا څه وړاندې كول؟ ملت خو ستاسې له وژنو، قتلونو او ربړونو پرته نور هېڅ نه پېژني!!!
نه پوهېږو، چې ته څه دې ملت وړاندې كوې؟؟
helalsamsor@gmail.com[/color:696ef0176a][/quote:696ef0176a]
محترما : صحيح ده چی ملا داد ا لله به ډیر خطایانی هم کړی وي، خو اوس الله ته تللۍ دی، او نور حساب او کتاب یی دالله سره دۍ، نو دغه بیځایه خبری کولو څخه بایدتیر شو،
او بیا که دغه سړی دغه د شیعه ګانو او هزارګانو لپاره کوي، نو لویه اشتباه کوي، په بامیان او دایکوندي کی دغه هزازګانو خبیثانو او دایران مزدورانو ډیر ګلالي ښایسته ځوانان ډير په غدر ووژل، صلحه یی ورسره وکړه او بیا یی ووژل، تاسی څه فکر کوۍ چی ملا داد الله په دی وخت کی څه غبرګون ښودلاي و اي، ددغو ګلالیو زلمیو دانتقام لپاره چی دوي مور او پلار ځیږولي وو دهغه په زړه کی اور لمبی شروع کړي، او عدالت په ځاي کولو کی تری ډیر زیاتۍ هم وشو، نو ددغه زیاتي بخښنه دی ورته الله وکړي، دغه شیعه ګان خبیثان ډیر بد قوم دی، دا اوس چی غلی مصلحت یی دادی چی اوس غلی وي، او که نه نو دهر مسلمان او هر پښتون د وینو څکلو تګۍ دی، هیڅکله به مو د پنځه او شپږ اینچه میخونو ټک وهل د پښتو په سرونو کی هیر نشي، هیڅکله به مو رقص مرده هير نشي، او ددغه کارونه چی دوي کوي، دا ټول د لوي شیطان، او منافق خبیث ایران په اشاره یی کوي، که تاسی په ایران کی د سنیانو د مظلومیت باره کی خبر شۍ ، او په زړه کی مو انسانی زړه وي، نو د اوښکو په ځآی به وینی توي کړۍ، دغه خبیث صفوي حکومت د سنیان د وژلو، شنکجه کولو، اعدامولو ، او نور هر رنګه ناروا کارونو څخه هیڅ دریغ نه کوي.
دغه خبیثان باید همیش لپآره ذلیل پاتي شي، ددوي په فقه او عقیده کی داشته : چی د سنی وژل تر یهودي او تر نصراني وژل ډیر زیاته بهتري لري، او زه تیار یم چی دغه خبره د هغوي له کتابونو څخه راوړم په حوالی سره، ایران اوس هم وایي : افغانستان ځمونږ صمیمي دوست دی، تاسی خپله ولیدل چی له افغانانو سره هغه څوک وکړل، چی نه په دین کی جواز لري، او نه په عرف، او په نړیوال قانو ن کی، آخر ولی، کوم وخت لپاره چی هلته افغانان له ضرورته اوسیدل، هغه کی هم ایران خپل مصلحت لیده...........
خبری ډیری دي، خو دا ټولو ورونو ته په ډاګه وایم، ایران فی الحال دامریکی هم زیات خطرناک، له یهودو هم زیات خطرناک دی، پاکستان د افغانستان دښمن دی، خو پاکستان هیڅکله نشي کولاي چی افغانستان تجزیه کړي، خو د ایران له خوا دغه خطر ډیر متاکد دی،
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more