د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Pashtane aw stere lobe

N
22.02.2004

پښتانه اوستره لوبه.
ګرانولوستونکوته سلامونه اوښي چاري.
زموږګران هيواد افغانستان اوس هغه دپخوا هيواد ندئ, نه داچي په کنډواله
اوښتئ دئ بلکي دسياست له پلوه اوس هم دنړۍ يوه خورا توده سيمه جوړوي.
پدي کوچيني, غرني اوجګړي ځپلي هيوادکي دنړۍ سترځواکونه اوهم دسيمي
هيوادونه , هريوپخپلوګټوپسي ګرځي.
که امريکا اوروسيه دلوبي کارن ګډون کونکي دي نو سيمه ايز لوبغاړي لکه
پاکستان, ايران,هند,ازبکستان, سعودي عربستان اوترکيه هم ﻻس ترزني ندي
ناست اوهرڅوک خپله لوبه پرمخ بيايي.
ځکه نوغواړم چي دټولوګرانولوستونکو په مرسته وﻻندي پوښتنوته ځوابونه
راوسپړم:
١_په افغانستان کي امريکا اوروسيه په څه ډول لوبي اخته دي؟
٢_دافغانستان اوسيمي په هکله دايران کړنلاره دوه مخي نده؟
٣_ايا پاکستان په رښتيا سره هم دپښتنو سره خواخوږي لري؟
٤_پښتانه دترکيي اوازبکستان د**پان ترکيزم**سياست په وړاندي څه بايد وکړي؟
٥_سعودي عربستان دافغانستان څخه څه غواړي؟
٦_افغانستان ولي هندته په زړه پوري دئ؟
ګران لوستونکي پدي هکله څه وايي؟
په درناوي.


N
29.02.2004

په افغانستان کي امريکا اوروسيه په څه ډول لوبي اخته دي؟
افغانستان هغه بدمرغه هيواددئ چي برخليک ددوو ستروځواکونوترمنځ راګيرکړيدئ.
لومړئ دبرتانيي اوتزاري روسيي اووروسته دشوروي اوامريکا ترمنځ داسي يوهيواد
پاته شويدئ چي دهغوي دواک ﻻندي سيمي سره بيلوي.
هغه وخت چي په ١٩٧٩ م کال کي شوروي پرافغانستان باندي يرغل وکړنوامريکا پدي
فکرکي شوه چي دشوروي څخه دويتنام دغميزي غچ واخلي. يوه لسيزه مخکي شوروي د
شمالي ويتنام سره دامريکا په وړاندي داسي مرستي وکړي چي په پاي کي متحده ايالات
ودي ته اړشوه چي په ځوړند سراوډيرومالي اوبشري زيانونوپه ګاللوسره دهغه هيوادڅخه
ووزي اوپدي ډول دشمالي اوسهيلي ويتنام څخه دشوروي پلوئ ويتنام جوړشو.
لويديز اوڅواسلامي هيوادونه په ګډه سره دخپل ګډ دوښمن ياني شوروي په وړاندي ودر-
يدل, افغانانووسلي, پيسي اوپه بهرکي داوسيدو اوروزني زمينه ترﻻسه کړه اوپدي ډول
يوه ډيره ويجاړوونکي جګړه په افغانستان کي چي يوي خواته ختيز, دخلک ډيموکراتيک
ګوند, دهغه پلويان اوبل پلو لويديز, ځني اسلامي هيوادونه , افغاني وسله وال مخالفين او
دهغوپلويان وه,پيل شوه.
تر١٠ کالوجګړي وروسته چي دښارونو څخه پرته نورټول افغانستان په کنډواله واووښت,
دډيرومالي اولږبشري زيانونوترګاللو وروسته , شوروي په ځوړند سر خپل پوځي ځواکونه
دافغانستان څخه وايستل.امريکا چي موخه ئي يوازي دشوروي ځپل وه خوديوه غښتلي او
يوموټي اسلامي دولت درامنځ ته کيدوسره ئي هيڅ مينه نه درلوده, دائي ښه وبلله چي نورنو
ډګر وسيمه ايزولوبغاړوته پريږدي ترڅو يوويشلئ اوبي وسه حکومت په کابل کي جوړسي.
نولدي امله هغه څه چي روغ رمټ پاته وه هم دخپل منځي جګړوله برکته له منځه وﻻړه,افغا-
نستان سردمځکي دوږخ وګرځيد.
نوربيا.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more