د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دمېرمنو هلي ځلي

N
14.02.2004

دميرمن زينت کرزي هلي ځلي.
د٢٠٠٤ م کال دفبروري مياشتي پر ١٢ نيټه دپاکستان په پلازميني اسلام ابادکي
د**اسيا_ارام سمندر** سيمي لپاره دښځو سمونپالي جرګه ګۍ, دريمه غونډه پاي ته
ورسيده.پدي غونډه کي ددرو هيوادوڅخه لومړيو ميرمنو لکه زهرا صادقي خاتمي
(اېران), مريم اقايوا(قرغزستان)او بيګم شيبا مشرف(پاکستان),ګډون کړئ ؤ.
دافغانستان لومړۍ ميرمني زينت کرزي چي ودي غونډي ته په ځانګړي توګه رابلل
شوي وه هم پخپل ګډون سره دافغاني ميرمنو څخه استازيتوب وکړ. ميرمن زينت چي
ﻻتراوسه کوچينئ ياماشوم نلري يوه لوستي او فزيک پوهه ښځه ده .
دنورو هيوادو استازي دوزيرانو په کچه وه.يوازي په هندکي لومړۍ ميرمن ځکه نشته
چي اولس مشر اولومړئ وزير ښځي نلري.
دښځو پدغه سمونپاله جرګه ګۍ کي ﻻندي هيوادونه ګډون لري: افغانستان(نوئ غړئ) ,
استرليا, ويتنام, هند, اندونيزيا, ايران, قزاقستان, چين, قرغزستان, ماليزيا, منګوليا,
پاکستان, پاپوا-نوي ګوينيا, تونګا, ازبکستان , ﻻؤس اوفليفين. ددي جرګه ګۍ اصلي
موخه په غړو هيوادوکي دژوندانه په ټولوبرخو کي دښځو داغيزي اورول زياتول دي.
داجرګه ګۍ دلومړي ځل لپاره په ١٩٩٥ کال په چين کي جوړه سوي وه په تيره غونډه کي
د٢٠٠٤ م کال داکتوبر ترمياشتي پوري پاکستاني لومړۍ ميرمن شيبا مشرف دمشري
په توګه ټاکل شوي وه. پدي غونډه کي وپتييل شوه چي لدي نيټي څخه وروسته به دخداي
بخښلي ايت الله خميني لمسي ميرمن زهرا صادقي خاتمي دجرګه ګۍ مشري پرغاړه واخلي.
ددي غونډ ي په ترڅ کي ميرمن زينت کرزي دافغان ميرمنودستونزو په هکله څرګندوني
وکړي او دټولو برخه والو پاملرنه يي پدي هکله وغوښتله.
په پاي کي غونډي د**اسلام اباد اعلاميه** تصويب کړه.
ګرانو لوستونکو تاسو وداډول ښځينه غونډو ته په کومه سترګه ګورئ؟
په درناوي.


N
28.02.2004

ميرمني دپوليسوليکوته ورننوزي.
دافغانستان پلازميني کابل ښارکي پدي ورځوکي اوه تنه افغاني ښځي دپوليسو
ښوونځۍ کي په زده کړه پيل کوي.دادپوليسوپه ليکوکي دميرمنو لومړئ ګډون دئ.
که څه هم دنوي اساسي قانون له مخي نراوښځه يوډول حقونه لري خوراتلونکي ښځينه
پوليسي به پوړنۍ پرسرکوي , مخ اوبدن به ئي پټ وي.
دپوليسوښوونځۍ ترپاي ته رسولو وروسته به ددي پوليسو لپاره يوتضمين کړل سوئ
معاش چي د٧٠ ډالرو په شاوخواکي به وي, ټاکل سوئ دئ.په کابل ښارکي دښځوپوليسو
دنده کوم ځانګړئ خطرنلري, هغوي به په کوڅواوواټونوکي ګزمي نکوي بلکي دهغوښځو
پلټنه به کوي چي غواړي ودولتي ودانيوته ورننوزي.
ټولي ٧تنه ښځي کونډي دي , مړونه ﻻتراوسه ودي ته چمتوندي چي ميرمني ئي دپوليسۍ
دنده ترسره کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more