د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسې په اند باید د طالبانو سره د روغې جوړې شرایط څشی وي؟

نقاد
10.05.2007

د افغانستان د مشرانو جرګې پریکړه کړې چې حکومت او طالبان باید په خپلو کې
د خبرو میز ته سره کښیني ، نو که حکومت او طالبان سره روغه جوړه کوي شرایط یې ستاسې له انده باید څه وي ، څو دغه هدف ته سره ورسیږی ؟



11.05.2007

ښاغلی نقاد ښې چارې او سلامونه .
په دې اړه پخوا هم یوځل بحث شوی، خو اوس نوی ټکی په کې دادی چې د افغانستان د مشرانو جرګې تکل کړی چې حکومت له طالبانو سره خبرو اترو ته وهڅوي .که حکومت رښتیا هم دغه کار ته تکل وکړي، د بري چانس به یې په څه کې کوي ؟ حکومت له جګړو ستړی دی خو آیا طالبان هم له جګړې څخه ستړي شوي ؟ هو د سټړیا معنی دا نه ده چې ګواکې ستړی به په یو اړخیزه توګه له جګړې لاس واخلي اویا دې آن مقابلې خواته تسلیم شي ، بلکې جګړه مارې ډلې هم جګړه نور د حل لیار نه ګڼي ، او په دې اوس دواړو خواو باور موندلی دی او له جګړې ستړي دي!
لومړی ګام باید داوي چې له قید او شرط پرته دې دواړه خواوې اوربند اعلام کړي او خبرو ته دې سره حاضر شي . خبرې اترې هم هغه وخت بری ته رسیدای شي چې دواړه خواوې له ځینو غوښتنو څخه تیر شي .د ساري په توګه حکومت دې له دې څخه تیر شي چې قدرت خپل انحصار وبولي او طالبانو ته په کې برخه ورنکړي . طالبان دې هم یو ځل بیا قدرت ته د رسیدلو یا د سیاسي قدرت د مشرۍ د تر لاسه کولو له خوبونو څخه تیر شي ! طالبان دې په یوه انتقالي حکومت کې د روغې جوړې بر بنسټ برخه واخلي اوتر ۲۰-۲۵ ٪ پورې څوکۍ دې ورکړل شي او په بله دوره کې دې انتخاباتو ته خپل کاندید وړاندې کړي . جګړه به له منځه لاړه شي او د شورا او ګډ حکومت له لارې دې د بهرنیانو د وتلو له پاره یو زماني پلان وړاندې کړي او دغه هدف ته دې د وسلې پر ځای سیاسي مبارزه وکړي !
په درنښت


pattang
11.05.2007

انډوالانو نقاد او ځواکمن صايبانو او نورو ملګرو !
دا قصه ما ولوستله:

[color=darkred:07ebfbb8ad]رييس جمهور از طرح پيوستن طالبان به دولت، حمایت مي كند
محترم کریم رحیمی سخنگوی رئیس جمهور در یک کنفرانس خبری در کابل گفت که دولت افغانستان از هر طرحی که به تامین صلح و امنیت بینجامد، پشتیبانی می کند. این طرح در چهارده ماده تصویب شده و در کنار جستجوی راه ها برای آغاز مذاکره با طالبان، مسئله تعین جدول زمانی برای پایان ماموریت نیروهای خارجی در افغانستان را نیز مورد بحث قرار داده است.
http://www.afghanpaper.com/tbody.php?id=434 [/color:07ebfbb8ad]
خو دوی له خلکو په پاړسو خپل نظرتا ت غوښتي وو چې غټ
ارامي توب يې کړی دی ، خو ما په پښتو داسې ورته وليکل ٠:

1- کرزی بايد استعفا وکړي چې ډارن او بي کفايته انسان دی٠
2 - يو شمېر وزيران يې خره او غوائي دي او په څلورو روان دي٠
3 - دکرزي له څنګه جنګي جنايتکاران ناست دي ٠
٤ - په افغانستان کې اپار تا يد رژيم د پښتنو په تبائي کار کوي تر څو چې
دپښتنوحق ور نکړی شي سوله امکا ن نلري ٠
5 - ملي پوهه او صادق خلک بايد د ملګروملتو له خوا ځخه منځ ته
را شي او قاتلان نړۍ والې قضا ته وسپارل شي ٠
6 - په رشوت جوړې شوې ماڼۍ په شير پور او نورو ځا يو کې بايد بيت المال
ته وسپارل شي او کارکونکو ته يې سزا ور کړی شي ٠
....................................... اونور په خپله طبعه څو کر ښې ٠٠٠٠

دا وړۍ نه شړی کېږي :

دطالبانو اول هدف د امريکايانو ويستل دي او دوهم کار يې دوستم او عطا ته جزا
ورکول دي او هغه پښتانه چې په شمال کې په زور له خپلو کورونو ايستل شوي دي
بيرته ځای په ځای کول دي، که دا کار طالب پرېږ دي ولاکه سلام ور واچوم ٠
زه خو سياسي سړی نيم :
ايا دا کار امريکايان او طالبان مني٠ ?? که پا کستان
اسلحه پرې بنده کړي نو روسيه ، ايران او نور ممالک يې په منډ ه ورکوي٠
انډيوا لانو دغه کار ددغو اراميانو خوشې مداريګيري دی زه ګمان کوم چې
هسې ملت ته ځان ښکاره کوي چې ياني دوی خو هم کارونه کوي او يا به دبادامو
او پيستې اخيستلو پيسې کمې شوې وي او بيابه يې کوم چل اوول ،لوټماري ته
ايښی وي ٠

دبينا موسانو بېکارو د تبايې په هيله ٠


Anonymous
12.05.2007

دا خبره هغه وخت مطرحه کيدي شي چي طالبان د خبرو او په هيواد کي د سولي لپاره امادګي وشيي. دولت او ولس مشر څو کرتي د سولي بلنه و دوي ته ورکړي ده خو پوشتنه داده چي ايا کوم هيوادونه او قوتونه طالبانو ته وسلي - پيسي او وسايل ورکي هغوي کله خبري او سوله غواړي هغوي خو جګړه غواړي او طالپان لدي امله هيڅ وخت خبرو ته نشي کينستلي ځکه هغو د بل د لاس خلګ دي


جواب

پښتون زلمی
12.05.2007

[quote:a2fa677d39="khan jan"]دا خبره هغه وخت مطرحه کيدي شي چي طالبان د خبرو او په هيواد کي د سولي لپاره امادګي وشيي. دولت او ولس مشر څو کرتي د سولي بلنه و دوي ته ورکړي ده خو پوشتنه داده چي ايا کوم هيوادونه او قوتونه طالبانو ته وسلي - پيسي او وسايل ورکي هغوي کله خبري او سوله غواړي هغوي خو جګړه غواړي او طالپان لدي امله هيڅ وخت خبرو ته نشي کينستلي ځکه هغو د بل د لاس خلګ دي[/quote:a2fa677d39]

څه قسم سوله، او څه د قسم بلنی قبلول، دا باید واضح کړۍ، طالبانو لومړۍ هدف دادی چی امریکایان له افغانستان ووځي، لکه څنګه چی پتنګ صاحب دی نقطی ته اشاره کړی، او ددی هدف لپاره هغوي ډیر قربانی ورکړی او ورکوي یی، آیا داخبره به ورسره او کرزیخیل ومني، او که ویی منی نو دواقع میدان به یی تصدیق وکړي، هغه داسی چی دملل متحدتر نظارت لاندی دیوی ملزمی فیصلی په توګه امریکا ددی لاسلیک وکړي، چی ددغو خلکو صلحه به وکړي، او له دی صلحی وروسته په دومره محدده موده کی به دوي، افغانستان پریږدي.
په دوهم پړوا کی باید جنګی جنایتکاران دیوی نړیوالی محکمی مخی ته ودرول شي، اومحاکمه شي، که چیرته رښتیا ملل متحد د مظلوم په نصرت کی صادقانه رول لوبوي، او دغه جنګی جنایتکاران همدغه ملل متحد او امریکا تر مونږ ډیر ښه پیژني، که دغه کار شونی وي، نو مونږ ټول په یوه آواز طالبانو باندی غږ کوو، چی له دغی جګړی لاس واخلی،او خپله داخلی افغانی شخړه خپله پاي ورسوي، یو انتقالی مؤقتی دوری ته غاړه کیږدي، او پس له هغه دی آزاد انتخابات وشي، نور د ملت حق دی چی چاته رایه ورکوي، ملت هم ملت مل پیژني، او هم دغه داړه ماران.

په درنښت.


اور- بل
12.05.2007

د بحث قدرمنوګدونوالو ورونو او خویندو ته سلام
موضوع ډیره جالبه او د هیواد برخلیک ټاکونکې ده. طالبانو چې له ځانه کوم پیژنتاړی خلکو ته انځور کړی، هغه دا نه ښیی چې ددوی جګړه دې د ملي آزادۍ له پاره وي، که نه نو د پښتنو په خاوره د زاړه ښکیلاک وارث پنجابي ځواک غلامۍ ته به یې تن نه ایښودۀ، او نه هم د پښتنو او نورو ورونو قومونود واکمنۍ غم راخیستي دي . هغوی هم د ګوډاګیو په توګه او اوسني حکومت هم د ګوډاګی توګه مفته د قدرت مزه څَکلې او پر همغې نیشې یو د قدرت د ساتلو او بل یې د بیا ګټلو له پاره جنګیږي او هر یوپر خپلو بادارانو(امریکا او پاکستان)، کوم چې په خپلو کې سره یو هم دي، ډډه لګولې ده ! [color=red:08ba61bbba]خو هغه څه چې دواړه ګوډاګیان پرې په ګډه ډډه لګوي هغه د ولس ناپوهي او د ناپوهۍ له لارې د اولس استعمالول دي ![/color:08ba61bbba]
د یوه سره د اسلام پلمه ده او ولس پرې د پاکستان او عربو له پاره د قربانۍ ډګر ته راکاږي او د بل سره دموکراسۍ تشه پلمه ده او زمونږ د مظلوم دولس بچيان پرې د امریکایانو له پاره د جګړې ډګر ته راکاږي ! دواړه پلمې صرف د ولس د تباهۍ او افغانستان د ضعیفولو له پاره کارول کیږي . دوی ملت نه پریږدي چې واقعي اسلام، واقعي ولسواکي او ملي واکمني سره پخلا او یو شي او دواړو داخلي او بهرني لنډغرو ملتدوښمنو ډلو ته ځواب ورکړي !
که حکومت او طالبان ځانونه بیا هم ملي ځواکونه بولي، نو :
[color=blue:08ba61bbba]
لومړی دې اور بند او بیا په دې ټکو سره موافقې ورسیږي:

۱: بهرنیو پوځی ځواکونو د وتلو لنډ مهاله پلان دې وړاندې شئ ،

۲: د طالبانو څخه دې وسلې ټولې او د متقابل باور د رامنځته کولو له پاره دې په اوسني حکومت کې طالبانو ته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې ۲۵٪ څوکۍ ورکړل شي،

۳: د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم دې په هیواد کی د ملکرو ملتونو د څارنې لاندی انتخابات تر سره شي اوتر هغه وخته پورې دې د هغې په اماده کولو کې طالبان هم د حکومت د غړو په توګه برخه واخلي. د ملکرو ملتونو څارونکي دې له بیطرفو هیوادونو لکه سویس او داسې نورو استازي وي .

د جګړې فردي جنایات عدلي پلټنه د اخلي دنده ده چې باید تر ټاکنو وروسته سمدلاسه د سترې محکمې له خوا پیل شي!، هغه افراد یې چې بهر ته تښتي یا تښتېدلي وي نړیوالې محکمې ته به وړاندې شي . خو جنګي جنایتکاران باید فردي جنایتکاران وبلل شي او پر کومه ډله ونه تپل شي ، څو په پر هرونو مالګې ونه دوړول شي[/color:08ba61bbba]
[color=white:08ba61bbba]په درنښت [/color:08ba61bbba]


pattang
12.05.2007

غوټۍ خورې مسا ئل ډیر دی خو له دې ټولو به تېر شم اوهدف ته به
راشم ، خدای پاک دې حوصله راکړي :

[color=red:6f2581c3a1]**[/color:6f2581c3a1] کرزی او دهغه دغه ټوله دار او دسته خو د تعريف په
لحاظ ګوډاګيان دي بې شکه٠
[color=brown:6f2581c3a1]**[/color:6f2581c3a1]طالبان خو ځينو پښتنو په خاص ډول افغان نالتيانو،
تا جکو اوازبکو پنجا پيانوته په نکاح کړي ( که دوی يې غواړي اوکه نه يې
غواړي ) او ترو ريستان يې هم څو ورځې له مخه بلل .
نو سوال دلته دی چې څوک به حکومت کوي کومه طا ئفه??
دوستم ، فهيم او نور يې ?
[color=brown:6f2581c3a1]طالبان به ډېره سهوه وکړي که چېرې دوی اسلحه ورکي اوحال دا
چې پنجشېراو نور له وسلو ډک دي٠ [/color:6f2581c3a1]
[color=red:6f2581c3a1]**[/color:6f2581c3a1] ايا طالبانو به اوس له تېرو سهوو څخه نوي زده کړي ?
[color=brown:6f2581c3a1]** [/color:6f2581c3a1]هغه دپرون ورځي تروريست طالب خو نن يوه سياسي قوه وپېژندل شو ??
[color=red:6f2581c3a1]**[/color:6f2581c3a1] دګوډاګيو پښتنو په څنک کې طا لبي پښتني قوې ته
( چې هر څوک مرسته ورسره کوي) نن د شورائي نظار وحشيانو غاړه کېښوده خو
پتنګ د هغې ورځې انتظار باسې چې په معقول حرکت يې يو وار بيا له قلابه تېر کړي٠
[color=red:6f2581c3a1]**[/color:6f2581c3a1] بله خبره خورکۍ داده چې ته له ديمو کراسي څخه غږېدلې يې زه وايم چې زمونږ
افغانان يو ډېر بد خواص لري او هغه دادي چې ښځې يې په کاليو او موډ کې
او نران يې په سياست کې له پرديوځخه ډېر ژر تقليد کوي او هر وخت يې د دغې
بلا له امله مخونه زېړ نيولي وي او دچول مزلونه وهي ٠

چې خفه نشې ورور مو پتنګ٠


نقاد
13.05.2007

سلامونه او درناوی !
[quote:231efdd7bd="pattang"]:.
نو سوال دلته دی چې څوک به حکومت کوي کومه طا ئفه??
دوستم ، فهيم او نور يې ?[/color]
په بی وسلې کولو کې باید یو ډول ]لند له ټولو سره وشي، که په یوه خوا کې وسله پاتې کیږي نو له طالبانو څخه به هم نه ټولیږي خو سوله به کوانده ساتي . او دا خبره مو سمه بریښي چې
[color=brown:231efdd7bd]طالبان به ډېره سهوه وکړي که چېرې دوی اسلحه ورکي اوحال دا
چې پنجشېراو نور له وسلو ډک دي٠ [/color:231efdd7bd]
[color=red:231efdd7bd]**[/color:231efdd7bd] بله خبره خورکۍ داده چې ته له ديمو کراسي څخه غږېدلې يې زه وايم چې زمونږ افغانان يو ډېر بد خواص لري او هغه دادي چې ښځې يې په کاليو او موډ کې او نران يې په سياست کې له پرديوځخه ډېر ژر تقليد کوي او هر وخت يې د دغې بلا له امله مخونه زېړ نيولي وي او دچول مزلونه وهي ٠
[/quote:231efdd7bd]
که دموکراسي ملي او اسلامي وي نو د پردیو تقلید نشو ورته ویلی ، بلکې یو کورنی ضرورت دی ! سیاسي دموکراسي د حکومت پر شکل راڅرخي چې بایذ انتخابي اوسي، نورې ملنې او ضمایم به یې له لیبرالیت پرته ټولې کراره کراره بشپړیږي او د اسلام او افغانیت په روحیه او چوکاټ کې به پلي کیږي .
هر ډول ګوډاګیت باید د ملي ګټو ددفاع په ترڅ کې په ګډه رسوا او شنډ کړل شي .
ښاغل کوشان بیلابیلې جالبې پوښتنې وړاندې کړې ی ، لکه دا:
[quote:231efdd7bd]زما په اند خو دولت دې د طالبانو د روغې جوړې په بدل کې هيڅ ډول امتياز دوۍ ته ورنکړي او په دولت کې چې کوم جګړه مار جنايتکاران ناست دي ، د هغوۍ نه دې هم ټول دولتي امتيازات بېرته واخلي . [/quote:231efdd7bd]
دا خبره د نورو امتیازاتو په کچه د ښاغلی پتنګ په پوښتنه کې د وسلو په کچه هم په عین شکل مطرح شوې او ورته اعتبار هم لری : که هغوی  شمالي ټلواله دغه امتیازات لری او څه دپاسه شپږکاله کیږی چې ترې برخمن شوی نو طالبانو ته ولې ورنکړل شي . که هغوی د سولې په بدل کې دغه امتیازات ترلاسه کړی وی نو د سولې په بدل کې طالبان هم ددغو امتیازاتو حق لري. اوکه شمالی ټلاله له دغوامتیازاتو او وسلو څخه تیریږی ، نو طالبانو ته یې هم بیا ورکول سم نه بریښي.
[quote:231efdd7bd]
ځنې د اند خاوندان خو په دې باور دي چې طالبانو ته دې په سلو کې پنځه ويشت څوکۍ په دولت کې ورکول شي . که چېرې دا کار وشي ، بله ورځ به شمالي ټلواله ناز او نخرې کوي چې مونږ ته پنځه دېرش په سلو کې څوګۍ راکړئ ، کنه  مونږه هم يو څلور کاله چيريکي جګړه کوو . [/quote:231efdd7bd]
نه،هغی همدا اوس په سلوکې ان له ۳۵ څخه هم زیاته برخه لري ، او که سره له دې هم جګړې ته لاس اچوی نو د طالبانو په د بمبار [color=white:231efdd7bd]کیدلو[/color:231efdd7bd] حق او چانس هم باید ته ورکړل شي  او بمبارد شي،و لې نه  دايې بيا حق دی
[quote:231efdd7bd]که چېرې دولت هر وسله وال مخالف ته د روغې ـ جوړې په بدل کې دولتي پوستونه وړاندې کړي . يو سره چې جوړه روغه وشوه ، بيا به يو بل چيريکي جګړې ته د دولتي پوستونو د لاس ته راوړلو د پاره پيل وکړي .[/quote:231efdd7bd]
د سولې ارزښت تر پستونولوړ دی، په سوله کې د هم دطالب او هم د شمالی ټلوالې ارزښت ځمکې ته رالویږی، ځکه دوی بیا کوم ستر رول نشی لولی، همدا اوس هم د طالبانو جګړه ده چې شمالی ټلوالې پرې حکومت او بهرنیو ته خپل ارزښت لوړ ساتلی دی، خو د سولې په وخت کې به ددوی همکاری هم دوه توته ارزښت چاته ونه لري .[quote:231efdd7bd]
بله خبره دا ده چې ايا طالبان به خپل نظامي تشکيلات لغو کړي ؟؟ [/quote:231efdd7bd]
داد هغه تړون پورې اړه لری چې د کوم امتیاز په مقابل کې یې لغوه کیدو ته چمتو یږی ، ښایی د قدرت د ۲۵٪ په بدل کې یې ژمنه ورکړي .تړونونه همدغسې ددواړو خواو څخه ژمنې اخلی ، نو ځکه مو لاندینۍ اندیښنه هم بیا پرځای نه بریښی چې : [quote:231efdd7bd]
که چېرې دوۍ خپل نظامي تشکيلات لغو کړي ، بيا نو دوۍ نشي کوولی چې د پنځه ويشت په سلو کې د دولتي پوستونو دعوا وکړي . او که چېرې د دوۍ نظامي تشکيلات لغو نشي ، ايا د دولت د پاره به لازمه وي چې دوۍ سره روغه ـ جوړه وکړي ؟؟ [/quote:231efdd7bd][quote:231efdd7bd]
يوه بله خبره هم شته او هغه دا چې که چېرې طالبان دولت سره روغه جوړه وکړي ، ايا دوۍ به د هغو خلګو نه چې اولادونه يې د طالبانو په مکتب سوزيو کې سوزول شوي دي ، بښنه وغواړي ؟؟ [/quote:231efdd7bd]
ډله ییزه بښنه نه غوښتل کیږی او نه چاته کیدای شی ، خو جنګی جنایت کاران په فردی توګه هم په سزا رسیدای اوهم د مدعی فرد له خوا بښل کیدای شی! کومه ډله ټپله له دوی سره په تړاو کې نشی راتلای .

[quote:231efdd7bd]نو څنګه چې طالب او مجاهد دواړه بېسواده دي ، دوۍ هر څوګ استعمالولی شي . نو زما په اند د ناتو د قوواوو د وتلو د پاره دې بايد لږ تر لږه سل کاله وخت وټاکل شي تر څو په افغانستان کې خپل منځي شخړې ختمې شوي وي او افغانستان د يو قوي مرکزي دولت خاوند شوی وي . کنې بيا به همدا پاکستان ، ايرانستان او عربستان وي او په افغانانو به خپل بزکشي کوي . [/quote:231efdd7bd]
کله چې سوله ر امنځته شوه ښایی د وسلوتر تسلیمولو پورې چې له شمالی ټلوالې څخه به هم ټولیږی، بهرنی ځواکونه پاتې وی، نور یې بیا حضور ته اړتیا هم نشته !
که بیا هم څوک وسلې ته لاس غورځوي، باید دولت حق ولری چې له ناتو څخه مرسته وغواړی او هغوی هم د وسلوالو یاغيانو تر ځپلو درې میاشتې وروسته بیرته ووځی . سربیره پدې دبیا رغونې بهرنی پرسونل او پانګونې باید په هیواد کې پاتې شي .
والسلام !


جواب

پښتون زلمی
13.05.2007

[quote:a7a910a003="کوشان"].

دغه د زور له لارې د دولتي پوستونو لاس ته راوړل چې يو عربي کلتور دی بايد له منځه ولاړ شي ، کنې دا افغانستان به هيڅ کله جوړ نشي او جګړه به هيڅ کله ختمه نشي .

په درناوۍ[/quote:a7a910a003]
کوشانیه: ساعت در باندی نه تیریږي، تر څو دغه د خباثت څخه ډک، ګنده، پلیت نظر وړاندی کړي، او خپل دوه مخیتوب، منافقت، او دوه رنګی بیا ښکاره کړی.
البته ټول لوستونکی پوهیږي چی ستا مقصد چی اسلام ختم شي، نور خو هلته کوم بل عربی کلتور نشته، خو ستا ډیر راغلی او تلی دي، ستا دغه ګنده ارمانونه به درسره ډیر ژر تورو خاورو ویسی، انتظار کوه.


نقاد
21.05.2007

ښاغلی کوشان ، کله کله ناکله خو یوه ډیره ښه خبره کوې ، دشمالیانومهفوم دې غندلی ، او که دغسې مجرد کارول شوی وای لکه تاچې انګیرلی نو بیا خوسل په سلو کې ته پر حق وې،خووګوره د همغې جملې په سر کې شمالی ټلواله یاده شوې ده، بیاهغوی (یعنې شمالی ټلواله ) د جملې په منځ کې ذکر شوې او دجملې په پای کې یو اځې د شمالی ټلوالې د لنډولو په موخه شمالیان ذکر شوي چې هر څوک ترې د نوموړې ټلوالې مطلب اخلی :
[quote:0680c56d74]که شمالي ټلواله دغه امتیازات لری او څه دپاسه شپږکاله کیږی چې ترې برخمن شوی نو طالبانو ته ولې ورنکړل شي . که هغوی د سولې په بدل کې دغه امتیازات ترلاسه کړی وی نو د سولې په بدل کې طالبان هم ددغو امتیازاتو حق لري. اوکه شمالیان له دغوامتیازاتو او وسلو څخه تیریږی ، نو طالبانو ته یې هم بیا ورکول سم نه بریښي. [/quote:0680c56d74]
خو که ته په دې نظریې چې تاغوندې نور هم ډېرکسان شته چې په وریژو کې قورت کاڼی او په پلــَه کې هډوکی لټوي، چې پرې ژوبل نشی ، نو بیا ستا خبره سمه ده، زه به ترې د خپلې تیروتنې هډوکې بیرته وباسم اوحقیقت به د سوچه پلې په شکل دروړاندې کم !
پاتې شوه په حکومت کې د طالبانو د سوله ییز ګډون خبره، نو که اریکایان د شمالی ټلوالې جنایتکارن دموکراسۍ ته اړایستلی شی، نو له تبعیض پرته به طالبان هم ورته اړوځی .
داچې دوی اوهغوی دواړه به د قانونی حکومت په وړاندې اتلاف اود دموکراسۍ
بر ضد ګډه جبهه جوړه کړی، داخطر اول نشته اودوهم که رامنځته هم شی ، پوځی ځواک باید له نوموړو څخه دیوې جنایتکارې ډلې په لاس کې هم نه وی او سیاسی مشرتابه باید تل مبتکر پاتې شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more