د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دلغمان شعر – خامخا يې ولولئ بلا خواږه پکې شته نوره مو خوښه

الهام
03.05.2007

دا شعر په جلال آباد کې څو تنو شاعرانو په فى البديه ډول ليکلى دى

ټول لغمان کې يو دانش دى يو آرش دى
چې فرياد صيب ورنه لرې کړې نور تش دى
شمسزى هم کله ناکله خواته راته شي
چې سړى شي دده هم دغه کوشش دى
خداى دې وبښي ننګيال صيب ښه سړى و
نقل قول مې راخيستى له ګردش دى
د ازمون لاسونه زور کړي يون ته لاړشي
ټول خبر دي هاشمي صيب سره برش دى
د دربار ډوډۍ يې ټوله کړله خلاصه
هېواد مل صيب اوس ښايسته ماشين دکرش دى
بيا به يې وروسته په اخبار کې درته چاپ کړم
ماپه يون صيب تيار کړى ګزارش دى
معلم ګل له اندازې ډېر ټيټ او پاس کړي
د هر چا پورې نښتى لکه سرش دى
د لغمان نه زياتې ځان ساتل په کار دى
خليلزاد سپينه ماڼۍ کې دوهم بش دى
دېرش څلوېښت به مې د ورځې څملولى
خو ارمان چې له ما پاتې اوس ورزش دى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more