د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خدای پاک دې تاسو نور هم ښه کړي .

pattang
29.04.2007

فرانسوۍ مېرمن ته دطالبانو لخوا دورکړل شوي ليک پښتو ژباړه

طالبانو هغه فرانسوۍ مېرمن چې تېره مياشت يې له يوه فرانسوي او درېیو تنو افغانانو سره يوځای تښتولې وه نن خوشې کړه. طالبانوهغې ته يو ليک هم سپارلی چې دادی پښتو ژباړه يې دلته خپروو.

آغلي سلينا ! روغه جوړه اوسۍ .
تاسو پوهيږی چې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدين د اسلام د سپيڅلي دين ددفاع په خاطر خپل ژوند قربانوي او دا داسلامي امت خپل مسلم حق دی چې له خپلې عقيدي نه د خپل ځان او مال په بيه دفاع وکړي داچې امريکايان خپل ځان ته په هرڅه قايل او موږ ته د هيڅ شي حق نه راکوي د انصاف په سترګو دې وکتل شي چې زمونږ به څه ملامتياوي چې هماغسي لاره غوره کړو چې پکې د مسلمانانو د سوکالۍ راز پروت وي .
مونږ د هيچا دروازي نه دي ورټکولي چې هغه مومجبوره کړی وي چې له ځانه نه دفاع وکړی بلکې تل هغه قدرتونو چې د پراختيا غوښتني نيت لري مونږ زورولي ،کړه ولي او دې ته اړ ايستلي يو چې له ځان ، ناموس او خپل افغاني کلتور نه ددفاع په خاطر د خپل دښمن ګريوان ته لاس ورواچوو !
موږ زورول کيږو ، اسيران کيږو ،بمباردمان کيږو او له ټولو حقوقو نه محروم کيږو موږ هم هره روا وسيله پکاراچوو تر څو ورباندې خپل د ځان او مسلمانانو وړونو دفاع وکړو او د اسلامي امت مشکلات کم کړو .
سلينا !تاسو او ستاسو ملګری ايريک داسلامي امارت له مجاهدينو سره څو ورځي واوسيدلاست داچې څومره ضروري وه چې ستاسی د هيواد حاکمان يا امريکايان چې له ټولي نړۍ سره د خواخوږي دعوه لري ستاسو د خلاصون په هکله څه وکړي خومتاسفانه هغوي په بشپړ غفلت سره ورباندې غوږونه کاڼه اچولي دي .
سلينا! د اسلامي امارت د مجاهدينو د مشرتابه مقام د خپل اسلامي خواخوږي ، ښه نيت ، اسلامي کلتور او قرآني دارنه دستور له مخې يواځي ستا په حق کې دافيصله وکړه چې له قيد ، شرط او کومي معاوضي نه پرته تاخوشي کړي .
تر څو مخصوصا اروپا او عموما ټولي غافلي نړۍ ته د اپيغام ورسوۍ چې دلته څه رنګه پاک زړه انسانان څومره په ناحقه زورول کيږې له خپل ملګري سره هم مشوره وکړه او دهغه پيغام دهغه فاميل ،هيواد او ټولي نړۍ ته ورسوه .
سلينا ! ټولي اروپا ته دا پيغام ورکړه چې د ناټو د تړون د کار ساحه او دواک سيمه معلومه ده او داپيمان د وارسا د تړون په مقابل کې جوړ شوی دی د ناټو ټرون ولي د خپل منشور پر خلاف له خپلې ساحي نه دباندې عمليات کوي ؟او ولي په ناحقه د اروپا خلک د بوش د ناکامي پاليسې قرباني کيږې .
سلينا ! په غرب او نوره نړۍ کې دا ډنډوره ده چې د اسلامي امارت مجاهدين د ښځو د حقوقو هيڅ پروانه لري دادی تاسو عملا وليدل چې زمونږ مجاهدينو څومره دروند له حيانه ډک چلند له تاسره وکړی او بالاخره يي ته په ډير درنښت سره له هيڅ امتيازپرته خوشي کړي .
سلينا ! داچې موږ دفرانسويانو د وتلو غوښتنه کوو آيا دا زموږ حق نه دی ؟او دفرانسي کوم حاجت پوره کيږې چې په عزت سره زموږ خاوره پريږدی آيا په داسي روا غوښتنو سره څوک تروريست بلل کيږې؟ .
او پاي کې دااضافه کوو :چې تاسو زمونږ پر هيواد د امريکايي يرغلګرو تاړاک وليد ،بي دريغه بمباردمانونه او دهغوي وحشيانه چلند او ناکامه پاليسي مو درک کړه تاسو له يو ځاي نه بل ځاي ته د انتقال پر وخت ستاسو د ساتني په خاطر په تکليف شوی ياست خودايواځي ستاسي د حفاظت په خاطروو .
والسلام علي من اتبع الهدی


Re: خدای پاک دې تاسو نور هم ښه کړي .

Ajab
01.05.2007

[quote:8624bb39db="pattang"]مونږ د هيچا دروازي نه دي ورټکولي چې هغه مومجبوره کړی وي چې له ځانه نه دفاع وکړی بلکې تل هغه قدرتونو چې د پراختيا غوښتني نيت لري مونږ زورولي ،کړه ولي او دې ته اړ ايستلي يو چې له ځان ، ناموس او خپل افغاني کلتور نه ددفاع په خاطر د خپل دښمن ګريوان ته لاس ورواچوو !
[/quote:8624bb39db]
بالکل! يواځې په نړيوال تجارتي مرکز کې مو درې نيم زره بې ګناه خلک وژلي نور مو هيڅ نه دي کړي

[quote:8624bb39db="pattang"]سلينا ! په غرب او نوره نړۍ کې دا ډنډوره ده چې د اسلامي امارت مجاهدين د ښځو د حقوقو هيڅ پروانه لري دادی تاسو عملا وليدل چې زمونږ مجاهدينو څومره دروند له حيانه ډک چلند له تاسره وکړی او بالاخره يي ته په ډير درنښت سره له هيڅ امتيازپرته خوشي کړي .
[/quote:8624bb39db]
کېدلاى شي غرب کې خلک واښه خوري چې په دې خبره ونه خاندي! پردۍ ښځې او هغه هم مرستندويه کارکوونکې تښتوه او بيا وايه چې دا مو د ښځو حقوق وساتل. دا داسې ده لکه افغانان وژنه او وايه چې د افغانانو د حقوقو ساتنه کوو. دغسې د چا په کور ورننوځه ډاکه کوه او بيا وايه چې انصاف مو وکړ

بله خبره دا چې، د طالبانو په دې ليک کې افغانانو ته هم يو پېغام ورکړل شوى دى. د خپلو خلکو وژل، حلالول او پردي پرېښودل د طالبانو تورمخ راښکاره کوي. دغه راز ګردې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په ښارونو کې افغانانې ښځې راښکلې، وهلې او سپکې کړې دي. نو د بهرنيانو سره درنه او خپلو خلکو سره سپکه وضعه کول افغانانو ته د دوى لخوا د دښمنۍ يو پېغام دى خو کشکې چې افغانان پرې پوه شي


Re: خدای پاک دې تاسو نور هم ښه کړي .

pattang
01.05.2007

[quote="Ajab"][quote:9e198d083e="pattang"]مونږ د هيچا دروازي نه دي ورټکولي چې هغه مومجبوره کړی وي چې له ځانه نه دفاع وکړی بلکې تل هغه قدرتونو چې د پراختيا غوښتني نيت لري مونږ زورولي ،کړه ولي او دې ته اړ ايستلي يو چې له ځان ، ناموس او خپل افغاني کلتور نه ددفاع په خاطر د خپل دښمن ګريوان ته لاس ورواچوو !
[/quote:9e198d083e]
[quote:9e198d083e]بالکل! يواځې په نړيوال تجارتي مرکز کې مو درې نيم زره بې ګناه خلک وژلي نور مو هيڅ نه دي کړي[/quote:9e198d083e]

[color=darkred:9e198d083e]ته خو اڼډيواله د اشغالګرو خبرې کوې دافغاني طالبانو او
افغانانو يې له ترور سره څه ? عرب خو امريکايانو را ليګلي وو او درباني
دحکومت په وخت کې بن لا ډن له سوډان څخه افغانستان ته راغی او دترور پټه
ځاله يې جوړه کړه ٠ دامريکايانو تېری، وژنه او په ننګ او ناموس تعرض کول غېرې
قانوني او يو تور مستعمره يې شکل لري ، دا چې د طالب حکومت افغان او لس بيا
خپه کوي هغه داولس او طالب کار دی او پردۍ قواوې حق نلري چې په يوه خوا
ودريږي او بېګنا انسانان وژني .[/color:9e198d083e]

[quote:9e198d083e="pattang"]سلينا ! په غرب او نوره نړۍ کې دا ډنډوره ده چې د اسلامي امارت مجاهدين د ښځو د حقوقو هيڅ پروانه لري دادی تاسو عملا وليدل چې زمونږ مجاهدينو څومره دروند له حيانه ډک چلند له تاسره وکړی او بالاخره يي ته په ډير درنښت سره له هيڅ امتيازپرته خوشي کړي .
[quote:9e198d083e]
کېدلاى شي غرب کې خلک واښه خوري چې په دې خبره ونه خاندي! پردۍ ښځې او هغه هم مرستندويه کارکوونکې تښتوه او بيا وايه چې دا مو د ښځو حقوق وساتل. دا داسې ده لکه افغانان وژنه او وايه چې د افغانانو د حقوقو ساتنه کوو. دغسې د چا په کور ورننوځه ډاکه کوه او بيا وايه چې انصاف مو وکړ[/quote:9e198d083e]

[color=brown:9e198d083e]که واښه يې نخوړۍ نو له جنګي جنايتکارانو سره به مرسته

نکوله او حکومتي چوکۍ به يې نه ورکولي او په حکومت به يې نه کښېنول او هغه

په ملياردو ډالرونه به يې ددوی په جيبونو کې نه تخته کول ٠

دا وړی خو يې ولا که شړۍ شي٠ [/color:9e198d083e]

[quote:9e198d083e]بله خبره دا چې، د طالبانو په دې ليک کې افغانانو ته هم يو پېغام ورکړل شوى دى. د خپلو خلکو وژل، حلالول او پردي پرېښودل د طالبانو تورمخ راښکاره کوي. دغه راز ګردې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په ښارونو کې افغانانې ښځې راښکلې، وهلې او سپکې کړې دي. نو د بهرنيانو سره درنه او خپلو خلکو سره سپکه وضعه کول افغانانو ته د دوى لخوا د دښمنۍ يو پېغام دى خو کشکې چې افغانان پرې پوه شي[/quote:9e198d083e]

[color=darkred:9e198d083e]اڼډيواله څوک چې داسې وحشي اشغالګروته چې هغه نه په

ښځه ، نه په زاړه ، نه په واړه بند وي او بي ګناه خلک بمباريکوي مخبري کوي

سزا يې څه دی ??

دښځو په حقوقو کې طالبانو واقعا هم ظلم کړی دی چې د تعليم او زدکړې لار يې

بندې کړې وي خو اوس ښځې په کابل جان کې څه کوي زه خبر شوی يم چې د فحشا

مرکز ګرزيدلی دی ٠ [/color:9e198d083e]

[/quote:9e198d083e]


Ajab
02.05.2007

پتنګه
عربان وايي (المرءُ يقيسُ على نفسه) ژباړه: څوک چې پخپله څنګه وي نور هم ورته هماغسې ښکاري
چا چې د تورمخيو پنجابيانو د ګټو لپاره افغانستان وران کړى او ورانوي يې هغوى ته ټول افغانان مخبران ښکاري
او څوک چې په امريکا او المان کې کو... ورکوي هغوى ته کابل هم فحش ښکاري
مننه


pattang
02.05.2007

[quote:1ed3965012="Ajab"]پتنګه
او څوک چې په امريکا او المان کې کو... ورکوي هغوى ته کابل هم فحش ښکاري
مننه[/quote:1ed3965012]
عجبه وروره!
دکونړ خو ډېر نر خلک دي او زما ډېر انډيوالان دي نو نه پو هيږم چې ته ولې داسې يې ?
په مونږ کې اوس کونيان ډېر ندي پاتې هغوی چې کونيان وو هغه درغله او له اشغالګرو سره يو ځای کارونه او مخبري ورته کوي چې مسالونه يې :
کرزی ګلبچه زنچو احدي ،هيواد غل او ډېر نور دي ٠
که ته د کابل د فحشا خبره پټوې نو لوستونکي دې ولا که په يوه خبره هم اعتبار وکړي . لږ ځان وپېژنه .


monir
02.05.2007

د بحث ګډون کوونکو سلام علیکم
[quote:3448d0cf5e]سلينا ! په غرب او نوره نړۍ کې دا ډنډوره ده چې د اسلامي امارت مجاهدين د ښځو د حقوقو هيڅ پروانه لري دادی تاسو عملا وليدل چې زمونږ مجاهدينو څومره دروند له حيانه ډک چلند له تاسره وکړی او بالاخره يي ته په ډير درنښت سره له هيڅ امتيازپرته خوشي کړي . [/quote:3448d0cf5e]
دا تور ذهنیتونه په داسو مداریګریو نه پاک کېږي ! هغه ظلمونه، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په ځانګړیتوګه پر ښځو باندې کړي دي، نړیوال یې داسې ژر نه هېروي. که پتنګ خان پر ښځو باندې د طالبانو د ظلمونوکارنامې هېرې کړې وي ، نو دا لاندې تصویرونه به د هغه حافظې سره مرسته وکړي:
[img][URL=http://img222.imageshack.us/my.php?image=beatingov9.jpg][img:3448d0cf5e]http://img222.imageshack.us/img222/2407/beatingov9.th.jpg[/img:3448d0cf5e][/URL]
[/img]

[img][URL=http://img222.imageshack.us/my.php?image=talibanexecutionzo6.jpg][img:3448d0cf5e]http://img222.imageshack.us/img222/5731/talibanexecutionzo6.th.jpg[/img:3448d0cf5e][/URL]
[/img]
[quote:3448d0cf5e]خو اوس ښځې په کابل جان کې څه کوي زه خبر شوی يم چې د فحشا

مرکز ګرزيدلی دی ٠ [/quote:3448d0cf5e]
لویه خدایه ! زمونږ ورور پتنک سره مرسته وکړه، ځکه هغه نه پوهېږي، چې څه لیکي !

په درنښت


Ajab
02.05.2007

پتنګه ستا انډيوالي خداي خبر چا سره ده. د کونړ خلک هماغسې غيرتيان دي لکه چې وو. نه يې پنجابيانو له لنګونه وينځلي دي او نه بيا د خپلو تورو مخونو د پټولو لپاره المان ته تښتېدلي دي
ومنه


Ajab
02.05.2007

پتنګه
دغه پورته عکسونه هم وګوره او خپل تور شريعت هم پکې وګوره
ددې اندازه تاته هله کېداى شوه چې ته پخپله ښځه واى او په المان کې نه بلکې کندهار کې واى او يو جاهل خردجال ګوډ شېطان ( په دغو عکسونو کې ښکاري) په کوڅه کې راښکلى
وايي: سوځي هغه زمکه چې اور پرې بلېږي


pattang
03.05.2007

[quote:c03ec0ee61="Ajab"]پتنګه
دغه پورته عکسونه هم وګوره او خپل تور شريعت هم پکې وګوره
ددې اندازه تاته هله کېداى شوه چې ته پخپله ښځه واى او په المان کې نه بلکې کندهار کې واى او يو جاهل خردجال ګوډ شېطان ( په دغو عکسونو کې ښکاري) په کوڅه کې راښکلى
وايي: سوځي هغه زمکه چې اور پرې بلېږي[/quote:c03ec0ee61]

زه خپله له ځنې کارو څخه چې طالبانو کړي دي فاصله نيسم او له تکرارولو يې
نفرت لرم خو داهم وګوره ستا سو خو داسې او نور شيان خو ښېږي ??.

http://www.youtube.com/watch?v=uhC00kA4avY


موضوع

پښتون زلمی
06.05.2007

عجبيه:
دکونړ خلک مخکی هم نر وو، او اوس هم نر خلک دي، مسلمانان دي، دمحلدینو په ضد جګړه د لومړیو مجاهدینو څخه وو، له خپل وطن او اسلام څخه قربانیږي، او تر اوسه پوری په امریکایانو باندی داسمانی تندر غوندی غورځیږي،
زه د کونړ یم، او چی ډیر نږدی ووایم، کنړ کی د څوکۍ یم، هلته حالت زه له نږدی څارم، ته که دکونړ یی نو د کونړ په خلکو دخیل يي، دخپل پلار او د نیکه عقیدی پوری مسخری کوي، ځکه چی ته دمسکو او واشنطن په جالو کی تربیه شوی یی، یوه پښه دی په کابل او بله دی په اوکراين وي.
خپل دا ګنده نظریات هیڅکله د کونړ په خلکو نشی منلی، او نه په کونړ ستا غوندی خلکو ته ځاي شته، خو چی یو وار ته هلته وپيژندل شی.
دحق آواز اوچت شو د کونړ د سردرو نه
په هسکو هسکو دنورستان کی په ګونډو شو
ګونډو شو په ګونډو شو ټول جهان کی په ګونډو شو
د ګرمو اوبو پوری طرحه پلان کی په ګنډو شو

د الله جل شانه څخه امید لرم، چی تا په سپیڅلی اسلام مشرف شي، چی نور له دغو ګندګیو څخه لاس واخلي، او که وایی چی زه د کونړ یم، نو ګوره هیڅکله د کونړ په نوم خبری ونکړی،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more