د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا يي لا کوم ډول شريعت دي

Anonymous
22.04.2007

طالب او القاعده ترهګرو چي کله افغانستان يرغمل کړي و نو خلګ يي په عکسونو وهل ټکول خو اوس پخپله ويډيوګان راباسي او په هغو کي په ماشومانو خلک ذبحي کوي چي د انسانيت څخه ډيره ليري او ناروا کړنه ده
دې ته کوم ډول شريعت وايي؟
طالبانو د يوۀ سړي چې دوى يې امريکايي ځواکونو ته په جاسوسۍ تورنوي سر پر يوۀ کشر هلک پرېکړى.
يوه ويديويي پيته چې ځينې برخې يې د العربيه تلوېزيونه لخوا ښودل شوې ښيي چې يو سړى چې سترگې يې تړل شوې پر ځمکه راغورځول کېږي. يو ماشوم، چې عمر يې د ١٢ کلونو شاوخواکې ښکاري او برگ جاکټ يې اغوستى او غټه چاړه يې په لاس کې ده، هغه سړى د جاسوس په توگه معرفي کوي او غاړه يې غوڅوي.

طالبان ادعا کوي چې وژل شوي سړي، غلام نبي، د دوى د مشر قومندان ملا اختر عثماني د ځاى ځايگي په اړه امريکايي ځواکونو ته معلومات ورکړي و چې په پايله کې يې ښاغلى عثماني په تېر مرغومې کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شو.

خو د غلام نبي پلار چې په پاکستان کې اوسي ويلي چې زوى يې د طالبانو يو وفادار غړى و.

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/04/070421_yb-taleban-beheading.shtml


Anonymous
22.04.2007

بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي دي چې په ډراماتيک ډول وروستيو١٥مياشتو کې په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله زياته شوې ده .
په امريکا کې ميشت دغه سازمان په دې اړه په خپل يوه تازه رپوټ کې وسله وال طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې تورنې کړي دي چې د جگړې قانون يې ترپښو لاندې کړي او په لوى لاس يې ولسي وگړي په نخښه کړي دي .

په رپوټ کې نړيوال او حکومتي ځواکونه هم گرم بلل شوي چې په يو شمير پيښو کې د جگړې د قانون له غوښتنې يې سرغړونه کړې ده .

په افغانستان کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو په اړه د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان دغه ١٦٦ مخيز رپوټ ، د بريدونو د لسگونو قربانيانو او د هغوى دکورنۍ له غړو سره د مرکو او نورو اړينو شواهدو او سندونو پر بنسټ جوړ شوى دى .

په رپوټ کې تير ٢٠٠٦ ميلادي کال په افغانستان کې تر ټولو خونړى بلل شوى چې يوازې د وسله والو طالبانو او اسلامي گوند پورې د تړلو ډلو په بريدونو کې شاوخوا ٧٠٠ ولسي وگړي وژل شوي دي .

د بشري حقونو د څارنړيوال سازمان يوه چارواکې جوني مرينر دغه ډلې تورنوي چې د جگړې د قانون په تر پښو لاندې کولو سره په لوى لاس ولسي خلک په نخښه کوي .

اغلې مرينر دا هم وايي چې د حکومت وسله مخاليفن پر افغان او نړيوالو ځواکونو په خپلو بريدونو کې هم ددې خيال نه ساتي چې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله پيښه نه شي .

په رپوټ کې د خيرښيگڼو د موسسو د يو شمير هغو کارکونکو ، ډاکترانو ، ديني علماوو او ملکي حکومتي کارکونکو څخه يادونه شوې چې له حکومت سره د کار کولو او حکومت ته د جاسوسي په تور د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي .

په رپوټ کې دا او په ځانگړې توگه د طالبانو له خوا د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د هغه د چلونکي سيد آغا وژنه ، د طالبانو له خوا د جگړې دقانون د ترپښو لاندې کولو يو غوره بيلگه بلل شوې ده .

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/04/070416_hrw-report.shtml


Ajab
01.05.2007

طالبانو! داهر څه ستاسو د ناځوانۍ له شامته دي

نږدې درې مياشتې وړاندې امريکايي بې رحمه سرتېرو په ختيځ ولايت ننګرهار کې د بې دفاع او عامو وګړو سينې په رڼا ورځ غلبيل – غلبيل کړې ، خو چا هيڅ ځوابي غبرګون ونه ښود .
دوه ورځې وړاندې يې بيا همدغه وحشت تکرار کړ خو داځل له هغه نه هم سخت .
امريکايي سرتېرو ددوه مېرمنو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي ځاى پرځاى ووژل او د يوه ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون يې تنه له ځانه سره يوړل .
بياهم خلکو هغوى ته ځواب ورنه کړ .
ننګرهار ، د جهاد په کلونو کې د سرو پوځيانو په هديره بدل شوى و ، دغلته به له سپين غره سپين بازان د سره پوځ په لښکر را غوټه شول ، د ځمکې تل ته به يې ورسول او بېرته به خپلو ځالو ته ستانه شول .
د جلال آباد – تورخم لاره د دغو شهامتونو ښه بېلګه وه ، پر دغه لاره تر ١٣٧١ کال پورې سوزېدلو ټانګونو پوځي موټرو د دغه شهامتونو ژوندې بېلګې وې ، چې د جهادي سوداګرو په لاس کباړ شوې .
خو اوس که څه هم سپين غر هماغه شان سپين او هسک ولاړ دى خو د بازانو ځالي خالي دي .
اوس ددغو ظالمانو پروړاندې غبرګون نه ښودل کېږي ، هغوى ډاډه زړونه کورونو ته ننوځي او د شهيدانو په کورنيو هغه څه کوي ، چې زړونه يې غواړي او داځکه چې زموږ د خلکو غرور وژل شوى دى .
دانسان غرور له منځه وړل ، په حقيقت کې له هغه نه د روح قبضول دي .
زموږ ولس که څه هم ووژل شو ، و ځپل شو خو تر ١٣٧٥ کال پورې ورسره د غرور په نوم يو څه و او همدغه غرور کله ناکله روا او ناروا بغاوت ته هڅاوه .
خو له دغه کاله وروسته په هېواد يوه بله بلا نازله شوه او هغه د طالبانو راتګ و ، طالبانو په خپله دوره کې د پاکستان  په دستور لکه څنګه چې د بودا مجسمې ماتې کړې ، دغه شان يې د دغه ياغي قوم چې ياغيتوب يې دغچ اخيستلو روحيه وه ، مړ کړ .
طالبانو د ځوانانو بريتونه چې د ميړانې نښۀ ګڼل کېږي وخريل ، مست سرونه يې په خيرنو لنګوټيو کې پرې پټ کړل .
د ځوانانو سرونه يې د هغوى د ناوې ګانو په مخ کې تراش کړل ، ناوې ګانې يې د ميړونو په مخ کې د مخ لوڅۍ په جرم په کمچينو ووهلې او د دغه شان بې شمېره نورو وحشتونو په مقابل کې يې خلکو نه د بغاوت حس واخيست .
هغوى که څه هم دغه کارونه د شريعت ترنوم لاندې کول خو موخه يې داوه چې د خلکو په زړونو او دماغونو کې د غچ اخيستلو جذبه مړه کړي او هغه ددې لپاره چې څوک ددوى پروړاندې راپورته نه شي او په ارامه خپله واکمني روانه وساتي .
خو دغو وحشتونو يو داسې اوږد اغيز تر شاه پرېښود ، که پس له دې ١٠٠٠ کاله شپه ورځ طالبان د افغانانو خدمت وکړي ، نو دغه ناوړه اغيز به جبيره نه کړي .
ددغه اغيز له امله له ياغى افغان ولس څخه دغرور جوهر واخيستل شو او بې جوهره شول .
هغه افغانان چې د وطن څخه د دفاع په خاطر به پر روان ټانګ خالي لاسونه پورته کېدل ، اوس يې امريکايان ميرمنې تالاشي کوي ، ځانونو سره يې وړي خو هغوى د څه غبرګون همت نه لري .
او داځکه چې دوى د طالبانو له خوا دومره ځپل شوي دي چې مغزونو کې يې د بغاوت او غچ اخيستلو په نوم څه نه لري .
اوس دوى خوځنده مړي دي او امريکايي سرتېرو دغه واقعيت درک کړى دى او په ډاډه زړه هغه څه کوي چې زړونه يې غواړي .
طالب جنګياليو !
تاسو که څومره اوس ځانونه مسلمانان وبولئ ، خو تاسو نه يواځې داچې د سرونو قاتلان هستۍ د غرور او بغاوت قاتلان هم يى او ددغه جرم له کبله به مو تر اخره ملت ونه بښي .
که هر څه رانه وژنې خيال او فکرمې مه وژنه
په دې کې مې ملت ته لوى تاوان ليدلى دى

اسمعيل خيل
کابل ، د غويي ١١مه


Ajab
01.05.2007

طالبانو [color=white:d591e98b10]دافغانانو دارزانه سرونو دغوڅولو [/color:d591e98b10]په لړ کې ديوه بل ځوان څخه سر غوڅ کړی. طالبانو ويلي چې دغه کس يې دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وژلی. دطالبانو يوتن وياند قاري محمديوسف وايي وژل شوی کس عبدالرحيم نومېږي چې دده په وينا امريکايانو ته يې جاسوسي کوله.
بلخوا ځايي دولتي چارواکيو ويلي چې عبدالرحيم په سيمه کې دپوليس په توګه دنده ترسره کوله.


pattang
01.05.2007

سر غځونه او بيله محکمې جرم تړل خو وحشي کار ده خو جاسوسي دښمن ته لدې هم
بد تر کار دی ٠ هغه دښمن ته چې اولين وار په افغانستان کې ښځې تلا شي کوي او په شپه کې در وازې متوې اوبي ګناه د شمالي ټلوالو د شيطاني په اساس پښتانه وزني او بيعزته کوي يې ٠ ستاسې امريکايې ملګرو په ننګرهار کې ډېر څله بيګناه
خلک داسې بې مسئوليته وژلي لکه چير ګان دا ولي ?
مرګ په کر زي او دهغه په لا سپوڅيو چې يواځې دالر پيژني ، نه پښتني او اسلامي ننګ او نا موس ٠

[quote:01252dcdc2="Ajab"]طالبانو [color=white:01252dcdc2]دافغانانو دارزانه سرونو دغوڅولو [/color:01252dcdc2]په لړ کې ديوه بل ځوان څخه سر غوڅ کړی. طالبانو ويلي چې دغه کس يې دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وژلی. دطالبانو يوتن وياند قاري محمديوسف وايي وژل شوی کس عبدالرحيم نومېږي چې دده په وينا امريکايانو ته يې جاسوسي کوله.
بلخوا ځايي دولتي چارواکيو ويلي چې عبدالرحيم په سيمه کې دپوليس په توګه دنده ترسره کوله.[/quote:01252dcdc2]


جواب

پښتون زلمی
07.05.2007

پتنګ صاحب لیکي:

[quote="pattang"]سر غځونه او بيله محکمې جرم تړل خو وحشي کار ده خو جاسوسي دښمن ته لدې هم
بد تر کار دی ٠

محترم وروره : ډیره ښه خبر دی کړي، خو له دغو جاسوسانو څخه چی سر پری کیږي، نو دوي ضرور محاکمه کیږي، او یو فرد هم دا حق نلري چی هغه په خپل سر قتل کړي، خو څنګه محاکمه کیږي؟؟؟، د طالبانو په محکمه کی ، اسلامی شرعي محکمه کی، خو مونږ یی له تفصیلاتو ولی نه خبریږو؟؟؟، ځکه چی نړیوال توریریزم امریکا هغوي د هر قسم بیان دازادۍ مخه نیولی،
نو آیا د غه دامریکا غلامان داغواړي، چی طالب دی جاسوس ونیسي، او بیا دی په امریکایی محکمه کی محاکمه کړي، دا خو ډیر ښه منطق دی.

کوشان لیکي: دا اسلامي شريعت دی . په اسلام کې جاسوسانو ، مرتدو او کفارو ته د سر پرېکوول ، د ښي لاس او کينې پښې او يا بر عکس يې قطع کوول ، لاس پرېکوول ، په دار زړول ، په قمچين وهل او داسې نورې جزاګانې ټاکل شوي دي . دغه جزا ګانو ته ، د غير انساني او يا ناروا جزاګانو ويل په خپله کفر دی .

کوشانه : دلړم په شانته مه بی سترګو کیږه، ځګه چی ستا دغه خبره غلطه ده، ستا دغه عموم بالکل صحیح نه دی.
هو اسلام کی د جاسوس وژل روا دی، هغه دامیر په اجازه او دشرعي محکمی په فیصلی، او امیر کولاي شي چی معاف یی کړی.
خو لیکن اسلام کی د کفارو وژل نشته، مګر هغه کافر چی محارب وي، او دمسلمان ګریوان او عزت ته لاس اچوي، او داسلامي دعوت مخکی ته خنډیږي، نو دغه وخت کی دفاعا عن النفس او دفاعا عن المال، مسلمان ته جایز دي چی په زوره خپل حق واخلي، ولو که د ددغه کافر جاني په قتل تمام شي.
همدارنګه مرتد په اسلام پداسی عموم نه وژل کیږي، لکه څنګه یی چه ته وايي، بلکه مرتد ته مهلت ورکول کیږي، که توبه وباسي، نو بیا هم ځمونږ ورور دی.

بالمقابل، تا چه کومی سزا ګانی او کارونه ذکر کړي، هغه ټول ددیموکراسۍ د مور په لاس تر سره شوي دي،
د بیلګی په توګه ، دبګرام زندان، دګوانتنامو زندان، د آبو غریب زندان، دغو زندانو کی دوي داسی کارونه وکړل، چی قلم یی په لیکلو ژړیږي، او شرمیږي هم.
خو څنګه چی ستا اصل کیداي شي مسلمان وي، او که دغسی خلکو باندی ورپيښ شوی، نو بیا به یی درمعلومه کړي، چی له سیر نه څو پخیږي، بیا دی نه اصل ګوري، او نه دی فصل، بیا به درته دټول افغان دغه غرضي لیکنی هم د خلاصی لار پیدا نکړي.
خو که تا رښتیا یو انساني زړه لرلاي، او انسانیت ته دی خدمت کولاي، لکه څنګه چی دعوی لري، نو پکار دا چی تا خپل قلم نړیوال ظالمانو، او په لویه کچه مستبدانو پسی راخیستۍ وايي، لکه څرنګه چی ډیر امریکايي انصاف لرونکی لیکونکي دي، اګر که په اسلام مشرف نه دي.

هیله ده چی له خپلو ګمراهیو څخه لاس واخلي،

په درنښت : ستاسی ورور افغان پښتون


monir
07.05.2007

د بحث ګډونکوونکو ته سلامونه ،
افغان پښتون لیکي:
[quote:e60906fe74]هو اسلام کی د جاسوس وژل روا دی، هغه دامیر په اجازه او دشرعي محکمی په فیصلی، او امیر کولاي شي چی معاف یی کړ[/quote:e60906fe74]
نو ددغه تورن د وژنې په هکله یو څو پوښتنې :
۱- آیا دغه سړﺉ دشرعي محکمی په فیصلی وژل ښوﺉ دﺉ ؟
۲- که ځواب هو وي، نو دا کومه محکمه ده او له کوم ځایه یې خپل مشروعیت ترلاسه کړﺉ دﺉ ؟ آیا هره ډله کولای شی ځانته دا ډول محکمې جوړې کړي؟
۳- د کوم امیر په اجازه دا وژنه عملي شوې ده او د هغه پېژندل شوﺉ امارت کوم ځای دﺉ؟ او څوک کولای شي ځانته امیر ووایي ؟

په درنښت


رښتینی
07.05.2007

ياره داد جاسوس په وژلو او نه وژلو کي خو څه نه وايم
خو په دا مطلق وژنه او دوژني په ډول او څرنګوالي کي
يي داپوښتنه لرم چي :

داحلالولو ته يي څه اړتيا ده ولي که دا مردک دهغه په سينه کي سړه کړل شي
نو د وژونکي يا قا تل په سينه کي زړه نه پري سړيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او بيا داد سيډي ګانو ډکول او دهغو توزيع کولو ته نو څه ضرورت ده ايا په دي توګه سره
طالبان دښمن ته دهغوي د دي ادعا ثبوت چي دوي ترهګردي په خپله په لاس نه ورکوي ؟؟

او که د پند او عبرت خبره څوک کوي هغه هم بيځايه ده ځکه دلته له چا سره دپند اخيستلو له پاره
فکر شته ؟؟ او دلته چيرته هم چا عبرت اخيستونکي ليدلي دي ؟؟ دلته خو هغه دغوايانو کيسه
ريښتوني ده چي وايي يو يي په شوتله کي ټنډ پروت واو دبل سڼهار خوت شوتله يي نغاړله !!!!!!!

په مينه


پښتون زلمی
08.05.2007

[quote:7deba7d776="حامد"]ياره داد جاسوس په وژلو او نه وژلو کي خو څه نه وايم
خو په دا مطلق وژنه او دوژني په ډول او څرنګوالي کي
يي داپوښتنه لرم چي :

داحلالولو ته يي څه اړتيا ده ولي که دا مردک دهغه په سينه کي سړه کړل شي
نو د وژونکي يا قا تل په سينه کي زړه نه پري سړيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او بيا داد سيډي ګانو ډکول او دهغو توزيع کولو ته نو څه ضرورت ده ايا په دي توګه سره
طالبان دښمن ته دهغوي د دي ادعا ثبوت چي دوي ترهګردي په خپله په لاس نه ورکوي ؟؟

او که د پند او عبرت خبره څوک کوي هغه هم بيځايه ده ځکه دلته له چا سره دپند اخيستلو له پاره
فکر شته ؟؟ او دلته چيرته هم چا عبرت اخيستونکي ليدلي دي ؟؟ دلته خو هغه دغوايانو کيسه
ريښتوني ده چي وايي يو يي په شوتله کي ټنډ پروت واو دبل سڼهار خوت شوتله يي نغاړله !!!!!!!

په مينه[/quote:7deba7d776]

محترم ورور ته:
ستا څنګه خوښه ده، چی څنګه محکمه وي، او مشروعیت له کوم ځاي څخه حاصل کړي، ؟؟
آیا له هغه ځاي څخه ، چی همیشه یی ظلم ته د عدل لباس ورآغوستلاي، مقصد می ملل متحد او نړیوال د امن مجلس دي، کیداي چی ددغی کمیټی باره کی په پوره معلومات لري، او د ویتو حق باره کی به درته هم څه معلوم وي، ....
آیا دا غواړي چی د امریکا له خوا رسمي وي،
اوس وروره اضطراراي حالت دی، هغه دښمن چی زما په کور یی حمله کړي، زه څنګه خپلی اړوندی فیصلی بیرته په هغه وکړم، هغه ملل ظلم چی ځما د زرګونو مسلمانانو ورونو په وژنه یی امضاء کړی، زه څنګه هغه ته د تحکیم سر ټیټ کړم،
او پاتی شوه، د حامد ورور صاحب خبره، نو هغه ته وایم:
ځنی کارونه رښتیا هم په وحشت سره ترسره کیږي، او باید مونږ هغوي دی غلطۍ ته متوجه کړو، خو مقاومت من حیث الاصل د هغوي حق دی، هغوي چی دغه کارونه کوي، د هغي څو څو چنده له هغوي سره کیږي، نو دوي بیا هم انسانان دي، خو پکار ده چی دغو خطا ګانو ته یی منتبه کړو، او دالله څخه ورته د توفیق دعا وغواړو، چی الله یی نور هم ښه کړي،


monir
08.05.2007

د بحث ګډونکوونکو ته سلامونه ،
افغان پښتون لیکي:
[quote:bde080f168]ستا څنګه خوښه ده، چی څنګه محکمه وي، او مشروعیت له کوم ځاي څخه حاصل کړي، ؟؟ [/quote:bde080f168]
ګرانه وروره، زما هیڅ ډول محکمه نه خوښېږي! زما هیله دا ده چې زمونږ د ټولنې ستونزې داسې حل شوې وي، چې هېڅ ډول محکمې ته اړتیا نه وي. خو تاسو پخپله د ښاغلي کوشان ورور په ځواب کې د شرعی محکمې موضوع مطرح کړې وه . زه به ستاسو لیکنه یو ځل بیا اقتباس کړم هیله ده چې تاسې یا کوم بل لوستونکی لاندې پوښتنو ته ځواب ووایي.
[quote:bde080f168]هو اسلام کی د جاسوس وژل روا دی، هغه دامیر په اجازه او دشرعي محکمی په فیصلی، او امیر کولاي شي چی معاف یی کړی[/quote:bde080f168]
۱- آیا دغه سړﺉ دشرعي محکمی په فیصلی وژل ښوﺉ دﺉ ؟
۲- که ځواب هو وي، نو دا کومه محکمه ده او له کوم ځایه یې خپل مشروعیت ترلاسه کړﺉ دﺉ ؟ آیا هره ډله کولای شی ځانته دا ډول محکمې جوړې کړي؟
۳- د کوم امیر په اجازه دا وژنه عملي شوې ده او د هغه پېژندل شوﺉ امارت کوم ځای دﺉ؟ او څوک کولای شي ځانته امیر ووایي ؟
[quote:bde080f168]اوس وروره اضطراراي حالت دی، هغه دښمن چی زما په کور یی حمله کړي، زه څنګه خپلی اړوندی فیصلی بیرته په هغه وکړم، هغه ملل ظلم چی ځما د زرګونو مسلمانانو ورونو په وژنه یی امضاء کړی، زه څنګه هغه ته د تحکیم سر ټیټ کړم، [/quote:bde080f168]
ګرانه وروره، داسې مو لیکلي دي، چې ګواکې تاسو دغه فیصلې کړې وي .
بل دا چې اضطراري حالت هم د یوه دولت له خوا اعلامېږي ! کیدای نشی، چې هر څوک ځانته اضطراری حالت اعلام کړي او هر څه چې غواړي تر سره کړي !
هیله ده پرته له احساساتو بحث ته دوام ورکړوو !
په درنښت


Anonymous
20.05.2007

دهغه ځانمرگي بريد له امله چي نن له غرمي مخكي دلسو بجو په شاوخوا كي دپكتيا ولايت په مركز ګرديز ښاركي ترسره شو څه ناڅه څلويښت تنه شهيدان اوټپيان شوي دي .دكورنيو چارو وزارت ويندوي زمري بشري وويل:ځانمرگي يرغلگر چي ښايي بهرني تبعه وي ځان يي دملكي خلكو په منځ كي وچاوه .چاودنه دگرديز ښار دكابل په اډه كي وشوه.دخبرحزئيات وروسته خپريږي .
http://www.bakhtarnews.com.af/?Lang=P&ContID=1390


Anonymous
20.05.2007

کابل :پژواک

ولسمشر حامد کرزي د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د غويي په ٣٠مه، شوى ځانمرګى بريد وغنده .

نن سهار دلسو بجوپه شاوخوا کې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې يو تن، چې ځان پورې يې چاودېدونکي تړلي و، مخکې له دې، چې د ايتلاف او ملي اردو کاروان سيمې ته ورسيږي چاودنه وکړه .

په دغه پېښه کې شاوخوا ١٠ تنه عام وګړي ووژل شول او له ٣٠ څخه زيات ټپيان شول ، چې دډېرو ټپيانو روغتيايي وضعه داندېښنې وړ ښودل شوې ده .

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې حامدکرزي دغه ترهګر عمل د اسلام او انسانيت ضد کار بللى او زياته کړې يې ده ، چې دهېواد دښمنان قصداً غواړي په ښارونو او د عامو وګړو دګڼې ګوڼې په سيمو کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي .

حامد کرزي د دا ډول کارونو ترشاه د پرديو لاس بللى او ويلي يې دي ، چې ناپوهه اجنبيان له افغانانو سره دښمني لري . هغه په خبر پاڼه کې زياته کړې چې د هېواد او هېوادوالو دښمنان د دا ډول کرغېړنوکارونو د ترسره کولو لپاره خپلې موخې نه شي ترلاسه کولى او ډېر ژر به د خپلو شومو کارونو انجام ته ورسيږي .

ولسمشر حامد کرزي د ګردېز د ځانمرګي بريد له زيانمنو شويو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ټپيانو ته يې د ژر رغېدو دعا کړې ده .


Anonymous
24.05.2007

دمجيب الرحمان انګار ماما په ځانمرګي بريدکې وژل شوی

دخپلواک خبريال او دټول افغان دهمکار مجيب الرحمان انګار ماما نن په کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
انګارپه دې اړه ټول افغان ته وويل (هغه نه کوم پوځي و او نه د دولت مامور بلکې يوغريب سړی او دخپل کور يوازنۍ سرپرست و چې دکار او غريبۍ لپاره دکابل ښار پر لور روان و چې دلارې په اوږدو کې يوتن په داسې حال کې چې هيڅ بهرنی پوځي هلته شتون نه درلود په لويه لار کې له خپل ځان پورې تړلي توکي وچول چې په پایله کې يې خپل يو بې وزله او غريب هيواد وال وواژه او څو تنه نور يې ټپيان کړل.)
ديادونې وړده چې نن سهار مهال دکابل ښار په یکه توت سيمه کې يوتن چې له ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي ول چاودنه وکړه .
بلخوا طالبانو ددغې پېښې مسووليت منلی او ادعا يې کړې چې په دغه بريدکې پينځه تنه افغان او اوه تنه بهرني پوځيان وژل شوي.


زرغونه امېل

بېرته شاته


Anonymous
27.05.2007

غزني کي چاودني ګلالي ماشومان په وينو سره کړل
د سرک په غاړه يو تازه ايښودل شوي ماين پنځه ماشومان شهيدان او دوه ټپيان کړل
امنيه قوماندان = د ملت او هيواد دښمنان دومره وحشيان شول چي د ماشومانو په الوځولو هم صرفه نه کوي
http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=36866


Anonymous
01.06.2007

بي بي سي =

په جگړو کې د بې گناه کسانو د ملاتړ يوې واشنگټن مېشتي ټولنې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر هغو تاکتيکونو نيوکه کړې ده چې د دوى په وينا په لوى لاس ملکي کسان له خطر سره مخامخوي .
د سيويک په نامۀ مشهورې دغې موسسې په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ويلي چې وسله والو طالبانو له ځايي خلکو د ډال کار اخيستى دى او په جگړه کې يې د جنگي کسانو او ملکي خلکو ترمنځ توپير نه دى کړى .

دغې ټولنې د طالب غورځنگ د مشر ملا محمد عمر له خولې په يوې وېبپاڼې کې خپره شوې غوښتنه ځانته يو ډول او نورو ته بل ډول دريځ بللې ده .

د ملا عمر له خولې ويل شوي چې په افغانستان کې دې د ملکي کسانو د وژنې په برخه کې خپلواکه پلټنه وشي .

واشنگټن مېشتي سيويک ټولنې پخوا په افغانستان او عراق کې د متحدو ايالاو پر سرتيرو هم نيوکه کړې وه چې په عملياتو کې يې ملکي کسان وژل شوي يا ټپي شوي دي .

دغې ټولنې له ناټو څخه هم پخوا غوښتي و چې په افغانستان کې دې زيانمنو شويو ملکي کسانو ته مالي تاوان ورکړل شي .

په افغانستان کې د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې د وژل شويو شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو يوه غوښنه برخه د ملکي کسانو گڼل شوې وه .

په روان کال کې هم په ځانمرگو بريدونو ، چاودنو او يا هم په پوځي عملياتو کې د گڼ شمير ملکي کسانو د وژنې خبرونه خپارۀ شوي دي .

له دغو رپوټونو وروسته ولسمشر بوش د ناټو له سرمنشي سره د ليدو پر وخت ويلي و چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د مړينې له امله اندېښمن دى او له قربانيانو سره يې په وير کې ځان شريک ويني .

د ناټو دريځ دا و چې گواکې وسله وال طالبان له ملکي کسانو د ډال کار اخلي .


Anonymous
15.06.2007

دافغانستان په اوروزګان ولايت كې نن يوه ځانمرګي بريد ولسي وګړو اوناټو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله ور واړول .

ددغه ولايت دجنايي جرمونو سره دمبارزې مدير سمنوال ګلاب وويل چې بريدكونكي خپل دچونكو توكوډك ګاډي په مركز ترينكوټ كې هغه مهال والوازواه چې دناټو ځواكونو يو كاروان ورورسيد.

[color=white:2c36ee043f]دښاغلي ګلاب په وينا دبريد په پايله كې شپږ كوچنيان ووژل شول او څلور نورټپيان شول .[/color:2c36ee043f]
كه څه هم چارواكي په دغه بريد كې دناټو ځواكونو ديوه ګاډي دويجاړيدو اوپكي دسپرو سرتيرو دزيان خبره كوي .

خو ناټو ځواكونه دمګړى ددې پيښي په اړه جزئيات نه وركوي .


٦ کلن ماشوم : دا واسکټ مې ولې اغوستى دى؟

Anonymous
27.06.2007

ناټو وايي د افغانستان د غزني په ولايت کې وسله والو طالبانو يوۀ شپږ کلن ماشوم ته د چاودېدونکو توکو واسکټ وراغوستى و او ترې غوښتي يې و چې افغان پوليسو ته ورشي او تکمه يې کېکاږي .
د جمعه گل او داد گل په نامۀ دغه شپږ کلن ماشومان په خبره نه و پوى شوي او له سرتيرو يې پوښتلي و چې دغه واسکټ يې ولې اغوستى دى ؟

د ايساف سرتيري مايکل کارمير وايي : (( دوى ( وسله والو طالبانو )) يوۀ شپږ کلن ماشوم ته چاودېدونکي توکي ورکړي ، ورته ويلي يې دي چې افغان پوليسو يا پوځيانو ته ورشي او تکمه يې کېکاږي . خو له ښه مرغه ماشوم په دې خبره سم نه دى پوى شوى او پر گزمه بوخت افسر څخه يې پوښتلي دي چې دۀ ولې دغه واسکټ اغوستى دى . ))

ناټو په يوه خبر پاڼه کې وايي چې دا پېښه د دې څرگندويه ده چې وسله وال طالبان ان له ماشومانو څخه د ځانمرگو بريد کوونکو کار اخلي .

زبيح الله مجاهد چې له رسنيو سره د وسله والو طالبانو په استازيتوب خبرې کوي له بي بي سي سره له يوۀ نامعلومه ځايه په تيلې فوني تماس کې دا خبره رد کړه او ويې ويل چې دوى د ځانمرگو بريدونو لپاره د دۀ په وينا نور ډير کسان لري .

افغان چارواکي وايي د ځانمرگو بريد کوونکو ډيره برخه د تنکيو ځوانانو وي . خو دا لومړى ځل دى چې له يوۀ شپږ کلن ماشوم څخه هم ظاهرآ د ځانمرگي بريد کوونکي په توگه د کار اخيستلو هڅه شوې ده .

په تيرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ځانمرگي بريدونه ډير شوي دي . د ځينو شميرو تر مخه د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې شاوخوا ١٥٠ ځانمرگي بريدونه شوي دي چې ډير کله يې ملکي کسان وژلي دي .

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/06/070626_taliban-recruited-suicide-young.shtml


Anonymous
10.07.2007

ارزگان د پوليسو مشر محمد قاسم بي بي سي ته وويل يوۀ سړي د دهراوت ولسوالۍ په بازار کې د خلکو په منځ کې ځان چوولى او نژدې ٢٠ ولسي خلک يې وژلي. دۀ وويل گڼ شمېر نور خلک د نن (سه شنبه) ماسپښين په بريد کې ټپيان شوي هم دي.

BBC


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more