د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اوس تاسی قضاوت وکړۍ

پښتون زلمی
25.04.2007

ټولو ورونو ته د زړه له خلاصه سلامونه وړاندی کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
محترمو و رونو!! تاسی به معلومه وي او یا نه، چی ما د اسلام په فوروم کي د اختطاف، یا یر غملنی باره کی بحث روان کړی وو، دا دوه ورځی کیږي چی ځما یوه لیکنه چه د مخکینیو لیکنو په امتداد وه، ړنګه شوی ده.
محترمو ورونو! تاسی دا قضاوت وکړۍ ، او ووایۍ چی دی لیکنه کوم شی خلاف ادب او مروءت دی، چی دا لیکنه د ړنګولو وړ وګرځوي، حلیمی صاحب خو د ځینو خلکو چی نه غواړم نومونه یی واخلم ، تاسی یی ښه پیژنۍ، د هغوي هغه ملنډو چی اسلام پوری یی وهي، سینه يي ورته ښه پراخه ده، او ښه په ورین تندی یی استقبالوي، خو ما چی یو څو کرښی د ښکیلاګرو باره کی ولیکلی، او د اسلام په رڼا کی می د هغوي حکم بیان کړ، نو هغه په ډیری عجلی سره ړنګه شوه،

محترمو ورونو: که تکلیف نه کیږي، نو تاسی یو وار ته ځما دا لاندینۍ لیکنه وګورۍ او بیا فیصله وکړۍ، او د ړنګیدو هغه ځانګړی یی را په ګوته کړې:

ډیرو محترمو او خوږو ورونو ، تاسی ټولو ښه راغلاست وایم، او بیا وایم چی اوس تاسی قضاوت وکړۍ،
[color=red:8e10acaf99]ما له حلیمی صاحب څخه پوښتلی وو:
پوښتنه: هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هیله کوم، چی جواب دقرآن او سنت باندی مدلل وي, او همدارنګه د حنفی مذهب دمعتمدو کتابو نو((((الکتب المعتمده فی المذهب مثل فتح القدیر ، والهدایة، والمبسوط، وکتب الامام محمد بن الحسن الشیباني، ومسند الامام ابی حنیفة رحمهم الله اجمعین))) څخه په کی نقل وکړی، او دنقل شویو مضامینو توثیق په حوالو وکړي، دا به مو يو لوي احسان وي،[/color:8e10acaf99]
[color=brown:8e10acaf99]نو دهغه جواب دا وو:
ډيره ښکلې پوښتنه ده ! او دوه جوابه تاسوته لرم
اول - هيڅ ديني وجيبه نه لري !
دوهم - هو ! سياسي جهد وجيبه پر ملت واجب کيږي
٠ [/color:8e10acaf99]خو څنګه چی هغه ونه شو کولاي، له قرآن او سنت ، او دحنفي فقهی کتابونو څخه یو جواب تر لاسه کړي، نو لاړ او دهغه کتاب څخه یی نقل راوړ، چی معاصر او اوسنی کتاب دی، له دی سره سره دغه نقل ځما له سوال سره هیڅ تړاو نلري، دغه نقل به هله ځما دسوال جواب واي، چی ما داسی سوال کړی واي چه:
کوم جنګ ته جهاد ویل کیږي، او کوم جنګ ته ، واضحه خبره ده، چی هغه جنګ چی د اعلاء کلمة الله لپاره وي، هماغه جنګ جهاد او بس.
خیر، ځه به تاسی دغه دخپل سوال جواب وړاندی کړم، او دغه جواب به په قرآن او سنت، او حنفی فقهی پر معتمدو علماوو باندی ولاړ وي، او زه خپل جواب په لاندی ټکو کی لیکم:
لومړۍ: جهاد پر دوه قسمه دی، یو جهاد د طلب دی، او هغه داسی چی دمسلمانانو امیر خلکو ته اعلان وکړي، او دښمن پسی له خپل ځای څخه بهر وځي، دغه قسم جهاد خپل شروط لري، او یو له دغو شرطونو، د مسلمان پاچا یا امیر موجوديت، او دا قسم ځمونږ مورد بحث نه دی، دی کی ډیر تفصیلات دي،
دوهم قسم جهاد، جهاد الدفع یا ددفاع جهاد دی، چی مونږ او تاسی افغانان، او په عراق کی عراقیان، او فلسطین کی فلسطینیان په کی واقع دی، دغه رنګ جهاد له مخکینی سره په احکامو کی فرق لري ، دغه قسم جهاد ددغه دولت چی کافرو پری یرغل کړی وي، د ټولو علماوو په اجماع او اتفاق ددغه دولت په وګړو باندی فرض عین دی، او که دغو خلک ونشو کولاي چی جنګ وکړي، نو بیا په شاوخوا نورو مسلمانانو هم د فرضیت لمن پراخیږي.
او په اتفاق د علماوو دغه قسم جهاد کی نه بیرغ شرط دی، او نه امیر یا مشر، او دغه قسم جهاد ته دفع الصائل هم ویل کیږي، نو په هره مشروعه وسیله باید دغه ښکیلاګر دفعه شي، او په شا وتمبول شي، او دغه جګړه کی چی هر مسلمان مړ شي، هغه شهید دی، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: هر څوک چی دخپل مال، ځان، دین، په دفاع کی مړ هغه شهید دی، او ځمونږ دا اوسنی حالت د نبی کریم صلی الله دهغه حدیث مصداق دی، چی په کی فرمایی: هر کله چی تاسی جهاد پریښود او له دنیا سره مو محبت ډیر شو، او په کښت مو رضایت ښکاره کړ، او د غواګانو لکیو پسی ورپسی شوۍ، نو تاسی باندی به الله داسی یو دښمن مسلطوي، چی بیا به له تاسی نه لری کیږي، مګر هغه وخت چی تاسی خپل دین ته رجوع وکړۍ،
نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ضمنا دلته جهاد ته دین ویلد دد، او په بل حدیث کی یی د اوښ پورتنۍ حصی سره مشابه کړی چی عربی کی ورته سنام وايي، نو جهاد ددین سنام دی، هغه لوړه درجه ده.
بل د جهاد الدفع باره کی دقرآن ښکاره آیت چی فرمایی: " وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين"

ترجمه: او جنګ وکړۍ دالله جل جلاله په لار کی دهغه چا سره چی له تاسی سره جنګ کوي، او زیاتۍ مه کوي، بیشکه الله جل جلاله نه خوښوي زیاتي کوونکو لره.

بل آیت کی الله جل جلاله فرمایی: : " فمن اعتدى عليكم فاعتدوا عليه بمثل ما اعتدى عليكم واتقوا الله"،

ترجمه : هغه چا چی په تاسی تیری وکړ، نو تاسی پری هم همغسی تیری وکړۍ، او له الله څخه وویریږۍ.

محترمو ورونو: مونږ خو اوس دومره توان نلرو چی په امریکا باندی هغسی تیری وکړو، لکه څنګه چی هغی په مونږ کړی دی ، خو دومره خو باید وکړو چی دقربانۍ په وسیله یی له خپل وطنه وباسو،
دومره خو باید وکړو، چی چیغی او نعری ووهو، چی مونږ مظلومانو یو او دوي په ظلم سره دلته راغلی دي،
که دا ټول نشو کولاي، نو دا بی غیرتي خو ونکړو چی د الله ددین سپاهیانو پسی د امریکا په ګټه قلم راوخلو، دا خو ونکړو چی دامریکایانو دڅو ډالرو په مقابل کی د هغوي جاسوسي، ترجمانی، او نور هر اړخیزه کومک وکړو،
دا خو ونکړو چی د افغانو پیغلو او انجونو د عزت په لوټ کیدو باندی سترګی پټی کړو،
دا هغه دولت چی د بشري حقوقو نعری وهي، د حضارت او تقدم لاپی وهي، تاسو ټولو ته پته ده، چی زمونږ له سپين ګرو سره یی هم لواطتونه وکړو، داسی نه چی هغوي دغو سپین ګرو ته شهوانی ضرورت درلود، نه بلکه ددی لپاره چی مونږ داسی ذلیل کړي، چی بیا دهر چا د پیغور شو، اوس هم په انترنت کی دډیرو افغانو انجونو عکسونه او ویدیویی ټوټی شته چی دغه کرغیړنو د هغوي سره د وحشي جنسیتوب وخت کی ډکی کړی، او دغه کار د خپل حکومت او لوړو پوړو چارواکو په امر کړی، ماسره ددی په اړه ځیني وثایق هم شته، او که نه نو یوه عسکري نظام داسی کارونه په داسی پرتله نا ممکن دي.
آخر به دا ځمونږ غیرت څه شۍ راولاړوي، ګوره که نن ځه او ته په امن کی یو، خو داسی ورځ لری نه ده چی مونږ او تاسی ته هم راورسیږي، هر کله چی مونږ بی غیرتي وکړو، هغه عربی کی یو متل دی، زه په هغه ورځ خوړل شوی یم، په کومه ورځ چی سپین غوايي وخوړل شو.
راځو خپل دمقصد ټکی ته، چی هغه جهاد الدفع دی، چی فی الحال مونږ او تاسی په کی واقع یو،

د جهاد الدفع باره کی دحنفی فقهی تصریحات :

الاختيار لتعليل المختار ابن مودود الموصلي - (ج 1 / ص 46)
الجهاد فرض عين عند النفير العام وكفاية عند عدمه، وقتال الكفار واجب على كل رجل عاقل صحيح حر قادر، وإذا هجم العدو وجب على جميع الناس الدفع تخرج المرأة والعبد بغير إذن الزوج والسيد، .

ترجمه: دحنفی مذهب دفقهی معتمد کتاب د الاختیار مصنف وایی:
جهاد فرض عین دی په هغه وخت کی چی امام یا امیر غږ وکړی ټولو خلکو ته چی راوځۍ، او دغی حالت څخه په نور وخت کی فرض کفایی دی، یعنی که ځینی خلک یی وکړی له نورو ساقطیږي،
او د کفارو سره جنګ په هر عاقل، جوړ، آزاد، او قادر سړي واجب دی، او هر کله چی دښمن حمله وکړي، نو په ټولو خلکو باندی جهاد الدفع واجبیږی ، حتی چی ښځه به د خپل میړه له اجازی پرته دجهاد لپاره وځی ، همدارنګه به غلام د خپل بادار له اجازته پرته وځي،

حاشية رد المحتار على الدر المختار ابن عابدين م - (ج 4 / ص 299)
وفرض عين إن هجموا على ثغر من ثغور الاسلام، فيصير فرض عين على من قرب منهم، وهم يقدرون على الجهاد.

ترجمه: دحنفی فقهی دغه لوی ستر او معتمد عالم وایی: او دغه جهاد فرض عین دی، هرکله چی دښمن د اسلامي سنګرونو څخه په یوه سنګر حمله وکړي، نو جهاد فرض عین ګرځي، په هغه چا چی هغوي ته نږدی وي، او دجهاد قدرت ولري.

بیا وایی:
(إن هجم العدو) أي دخل بلدة بغتة، وهذه الحالة تسمى النفير العام.
قال في الاختيار: والنفير العام أن يحتاج إلى جميع المسلمين.
قوله: (فيخرج الكل) أي كل من ذكر من المرأة والعبد والمديون وغيرهم.
که دښمن حمله وکړی، یعنی یوه وطن ته ورننوځي، نو دی حالت ته نفیر عام وايي،
په الاختیار کی یی ویلي دي: چی نفیر عام ټولو مسلمانانو ته حاجت لري،
نو ټول خلک هر یو سړی، او ښځه او مرایي، او قرضدار او نور، ټول به ووځي،
امام سرخسي رحمه الله چی د حنفی فقهی یو برجسته امام دی، وايي: حتی هغه هلکان به ووځي جنګ ته چی د جنګ وسعه ولري، ولو که بالغ نه وي، اګر که مور او پلار یی نا رضا وي،

الدر المختار الحصفكي م - (ج 4 / ص 302)
(وفرض عين إن هجم العدو فيخرج الكل ولو بلا إذن) ويأثم الزوج ونحوه بالمنع.
ذخيرة (ولا بد) لفرضيته (من) قيد آخر وهو (الاستطاعة) فلا يخرج المريض الدنف، أما من يقدر على الخروج، دون الدفع ينبغي أن يخرج لتكثير السواد إرهابا.
فتح.
ترجمه: او دحنفی فقهی د معتمد کتاب الدر المختار مؤلف وایی: او دغه جهاد فرض عین دی، کله چی دښمن حمله وکړي، نو ټول خلک به وځي، اګر بی له اجازي وي، او میړه د ښځی په منع کولو ګناهګاریږي،
او له دی حکم څخه هغه کس مستثنی دی، چی ډیر سملاستی مریض وي، مګر هغه مریض چی وتلاي هغه به هم وځي، ددی لپاره چی د مسلمانانو سواد او یاصف ګڼ وښايي، چی په دی سره ددښمن ویره پیدا کیږي،

اللباب في شرح الكتاب - (ج 4 / ص 18)
وإن هجم العدو على بلد وجب على جميع المسلمين الدفع : تخرج المرأة بغير إذن زوجها والعبد بغير إذن المولى
ترجمه: د اللباب کتاب مصنف وايي: که چیری دښمن په یوه اسلامی دولت باندی حمله وکړي، نو په ټولو مسلمانانو دفاع واجب ده، ښځه د خپل میړه له اجازته پرته وځي، او مرایي د خپل بادار له اجازته پرته وځي،

تحفة الملوك - (ج 1 / ص 179)
ولا جهاد على عبد وامرأة وأعمى ومقعد وأقطع اليد إلا إذا هجم العدو
ترجمه : دتحفة الملوک کتاب مصنف فرمايي: او نشته دی جهاد په مرایي ، ښځی، ړوند، له پښو غورځیدلی، او لاس پریکړ شوي باندی، مګر هغه پری جهاد واجبیږي، کله چی دښمن حمله وکړي،

المغني ابن قدامة م دار الفكر/10 - (ج 10 / ص 383)
مسألة : إذا جاء العدو وجب على الناس أن ينفروا المقل والمكثر
مسألة : قال : وواجب على الناس إذا جاء العدو أن ينفروا المقل منهم والمكثر ولا يخرجوا إلى العدو إلا باذن الأمير إلا أن يفجأهم عدو غالب يخافون كلبه فلا يمكنهم أن يستأذنوه
ترجمه: دحنابله وو دمذهب دمعتمد کتاب مؤلف وایی: هر کله چی دښمن راشي نو په ټولو خلکو جهاد واجب، په هغه خلکو چی کم لري، او په هغه خلکو چی ډیر لري، او نه به ووځی دښمن ته (چی دا جهاد طلب دی)) مګر د امیر په اجازه،

الشرح الكبير ابن قدامة م - (ج 10 / ص 460)
) إذا جاء العدو لزم جميع الناس ممن هو من اهل القتال الخروج إليهم إذا احتيج إليهم ولا يجوز لاحد التخلف إلا من يحتاج إلى التخلف لحفظ المكان والاهل والمال ومن يمنعه الامير الخروج ومن لا قدرة له على الخروج

ترجمه: دحنابله وو دفقهی د یوبل مشهور او معتمد کتاب مصنف ابن قدامه وایی: او هر کله چی دښمن راشي نو ټولو خلکو باندی دجنګ لپاره وتل واجب شي، او هیچا ته جایز نه دي، چی وروسته پاتی مګر هغه کس چی دمکان، اهل او مال دساتنی لپاره پاتی کیږي، او همدارنګه هغه کس چی امیر یی له وتلو منعه کړي،

نو اوس تاسی قضاوت وکړۍ، او ځما یوه خبره په ذهن کی ولرۍ، ازادي اخیستل کیږي ورکول کیږي نه.

محترمو او خوږو وروڼو:
مخکی باید ووایم چی ځما راتلونکی خبره، البته دخپل ځان لپاره او ټولو ورونو ته عامه ده، او چاته په مشخصه توګه خطاب نه دی،
محترمو: تاسی ولیدل، او ومو لوستل، چی الله جل جلاله څه ویلي دي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم څه ويلي دي، او ځمونږ د مذهب علماوو او امامانو د جهاد الدفع باره که څه ویلي دي،
که خپله له دی عاجز یو چی جهاد ته لاړ شو، او یا قربانی ورکړو، ، او یا دسړیو میدان ته ورودانګو، یا مو غیرت دومره کم شوی وي، چی دوطن په خاوره مو کافر ګرځي، عزتونه مو لوټوي، خو مونږ کی هیڅ هم حرکت نه کوي، یا مو ددنیا محبت دومره په زړه رانوتلی وي، چی اخرت یی ګرسره له مونږه هیر کړی وي، او په دی یوه ژوند مو ایمان راوړی وي،
نو دا خو ونکړو چی د اسلام احکامو ته د خپلو خواهشاتو لپاره تغییر ورکړو، ددنیا دفانی ژوند لپاره او یو څو اسوده ورځو لپاره ابدي ژوند خراب کړ، په دغه حالت کی ځمونږ لپاره دا ښه ده، چی چپ کښینو، فکر کوم څوک به درنه پوښتنه ونه کړي، چی ته کومی خوا ته مایل یي، او که درنه ویی کړه، نو ووایه چی یو سره هم نه یم، او یا په دی مسایلو زه نه پوهیږم، علی الاقل دومره به دی کړي وي، چی داسلام دمفاهیمو د تغییرولو څخه به دی ځان ژغورلي وي.
او که ووایۍ: چی دغه ځما عقیده ده، نو وایم: چی امریکان ځمونږ پر دین له مونږه ښه پوهیږي، ځکه چی هغوي په خپلو ټولو نړیوالو څیړنو کی دا ثابتوي چی ددي یوا ځینۍ دښمن اسلام دی، قرآن دی، کعبه ده، او دا خبره ځانته دعامو مسیحیانو نه ده، بلکه دغه خبره د امریکایی پارلمان غړي، او دسنا مجلس غړي وخت په وخت زمزمه کوي، بلکه بوش خپله څو کرته په دغه کار تصریح کړي، کله چی يي په افغانستان جنګ شروع کاوه، نو ويي ویل: دا جنګ یو طویل المدت صلیبي جنګ دی، کله چی مسلمانانو په دی خبره یو څو غبرګون وښود، نو دهغه ځینو یارانو داسی تفسیر وکړ، چی ګواکی بوش په انګلیسی ژبه دومره واک نه لري ، ځکه چی مورنۍ ژبه یی انګلیسي نه ده.
همدارنګه کله چی سړه جګړه پای ته ورسیدله، دروسيي او امریکی ولسمشرانو يو له بل سره کښیناستل، او روغه یی وکړه، او دامریکی ولسمشر ورته وویل: مونږ او تاسی دیوه حضارت پيداوار او ځیګنده یو، ځمونږ حقیقي دښمن اسلام دی.
او که مونږ په امریکا باور وکړو، چی هغه به مونږ متحد کړي، نو دا یو بیعقله سوچ دی، ځکه که هغی دا غوښتل نو دا یوه لسیزه به یی افغانان خپلو کی نه جنګول، مونږ فقط په دی یو کیداي شو، چی قرآن او سنت راټول شو، او خپلی منګولی پری ټینګي کړو، دغه کار ځمونږ د اتحاد ضمانت کوي، ځمونږ د اتحاد ضمانت امریکا نشي کولاي، روس یی نشي کولاي، قومی تعصب يي نشي کولاي........
فقط یو حل دي، او هغه اسلام.
په آخر کی وایم:
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه، و ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه.

د آزاد، پرمختللي، سوکاله، او خوشحاله افغانستان په هیله ......


momtaz
25.04.2007

ګران ورور افغان پښتون او د بحث نورو ګډون کوونکو ته سلامونه!
[quote:64bb88d05b]محترمو ورونو: مونږ خو اوس دومره توان نلرو چی په امریکا باندی هغسی تیری وکړو، لکه څنګه چی هغی په مونږ کړی دی ، خو دومره خو باید وکړو چی دقربانۍ په وسیله یی له خپل وطنه وباسو، [/quote:64bb88d05b]
ګرانه افغان پښتونه وروره، تاسو ډېر زحمتونه پر ځان ګاللي او هڅه مو کړې ده، چې په افغانستان کې دشاو خوا ۳۵ هېوادونو موجودو ځواکونو په وړاندې خپل مخالفت د آیتونو او حدیثونو په مرسته توجیه کړﺉ، تاسې هغه ته تېرﺉ وایﺉ ،خو که مو خوښه ده که نه باید هېر نکړوو چې دا ځواکونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو له مخې افغانستان ته راغلي دي. اوس که زه او ته له افغانستان څخه په زوره د دوی د اېستلو په فکر کې شوو، نو باید دا هم هېر نکړوو چې په دې هېواد کې مونږ یواځې نه یو او نور وګړي هم ژوند کوي، نو دا پوښتنه هم له ځانه څخه وکړوو، چې آیا د افغانستان د وګړو اکٍثریت هم په زوره د بهرنیو ځواکونو د ایستلو غوښتنه کوي ؟ که ځواب مثبت وی نو دا کار باید چې د خلکو د استازو یعنې د شورا له لارې وشي . مونږ باید له دې څخه ډډه وکړوو، چې دخلکو پاکو عقیدو څخه ناوړه ګټه پورته کړوو او د څو آیتونو او حدیثونو په را نقلولو سره خلک جهاد ته وبولوو. معقوله لاره یې دا ده، چې ورور وژنه جګړه بسه او لاسونه سره یو کړوو او خپل هېواد آباد او امنیت ټینګ کړوو. کله چې په هېواد کې امنیت ټینګ شي، نو هله به د بهرنیو ځواکونو ته هم ضرورت نه وي او موضوع پخپله حل کېږي.

والسلام


pattang
29.04.2007

[quote:a9ae595a5b]
[color=brown:a9ae595a5b]ګرانه افغان پښتونه وروره، تاسو ډېر زحمتونه پر ځان ګاللي او
هڅه مو کړې ده، چې په افغانستان کې دشاو خوا ۳۵ هېوادونو موجودو ځواکونو په
وړاندې خپل مخالفت د آیتونو او حدیثونو په مرسته توجیه کړﺉ، تاسې هغه ته تېرﺉ وایﺉ ،خو که مو خوښه ده که نه باید هېر نکړوو چې دا ځواکونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو له مخې افغانستان ته راغلي دي. اوس که زه او ته له
افغانستان څخه په زوره د دوی د اېستلو په فکر کې شوو، نو باید دا هم هېر نکړوو
چې په دې هېواد کې مونږ یواځې نه یو او نور وګړي هم ژوند کوي، نو دا پوښتنه هم له ځانه څخه وکړوو،[/color:a9ae595a5b][/quote:a9ae595a5b]

دغه د ی دوهم هېوادغل چې په شمال کې د 20000 تنو پښتنو وږنه بې بنياده بولي.
- لمړۍ .
ملګري ملتونه د خپلې ارادې او ديمو کرات صلا حيت خاوندان ندي هغوی تر
امريکې پورې تړلي نو که ملګري ملتونه دومره دانسان زامن وي ولي دامريکا
مرګ او وژنې او د انساني کرامت له منځه وړلو ته په عراق کې پټه خوله ناست ،
سترګې يې پټې او غوږونه يې کاڼه نيولي دي ٠ نه ملګري ملتونه د يهودو او cia
يوه پټه ځاله ده ٠ په عراق کې کله اتومي اصلحه وه چې امريکا بريد پرې وکړ او اخر
يې د اسرائيلو مخالفه او يو ناڅونالسته انسان شهيد صدم حسين په دار کړ او ورسره يې نور له مخه په زرګونو سړي ، ښځې ، ماشومان بيګناه له خاورو لاندې
کړل ٠ هغه نور جنايتونه د ابو غريب د بنديخانې او دنابالغه جنيانو سره تېری او بيا دهغوی وږنې له ټولو کورنيو سره يې په چنګېزي تاريخ کې هم ساری نلري ٠
که څوک انساني اخلاق ولري، په څلورې نوي روان او سياسي غل نوي ، دملت ويني په سيا سي شعار نخوري نو بايد دا حقيقت وپېژني چې :

ملل متحد په خپلواک ندي او نه يوه ديموکراته خپلواکه ټولنه ده ،د عراق په
مسله کې يې د(نيو کانسرواتيو) بوش ، ديهودو دستر رابي، ډيک چيني او ولفووېځ پلان شوي جنايت او ډله ئيزې وژنې ته زېړې سترګې نيولې دي ٠

اوس به را شم افغانستان ته :
دملل متحد خيانتونه او د cia اجنټان :
- دبن په غڼډه کې ملل متحد يوازې جنګي جنايتکاره، هغه پښتان چې د cia
په ويروس ککړ شوي او يا د امريکې لا سپوڅي ووسره راغڼډ کړل.
- د کابل ښار ته بايد شمالي ټلوال نظر ددوی د بن دتړون په اساس نوی داخل شوي
خو د دې جنګي جنايتکارانو ټول لښکرې کابل ته داخلې شوې، خپلې چوکی يې
سره تقسيم کړې او ملل متحد پټې سترګې ورته نيولې وې ٠
دا ولې ? دا څکه چې امريکا داسې غوښتل ٠
- هيڅوک نه ملل متحد نه بلڅوک حق لري چې د يوه مملک په داخلي کارو کې
مداخله وکړي ٠ طالب چېرې بين الملي ترور کړی دی څوک سبوت پرې لري مهرباني
دوکړي هغه دې راپه ګوته کړي٠ که د طالب حکومت د ازادي او خپلواکي په ضد وي
نو هغه د افغانستان دخلکو کار دی چې په پاڅون شروع وکړي ،نه دملل متحد او cia کار. که ملل متحد دومره د انسان زوی وی نو ولې يې په جنوبي افريقاکې د اپارتايد رژيم زغامه؟؟ او همداسي نورډېر ديکتاتوران او دازادۍ خپه کونکي
خلک ٠
- اوس خو غربيان او امريکا خپل اجڼټان او جنګي جنايتکاران ساتي او طالب
وژني داولې ? کوم طالب د غر بيانو در وازه ور ټکولې او په ترور ګير شوی دی٠ ?
نه ! دغربيانو هدف اقصادي ګټې او داسلا م ضعيفه ول دي چې له کابله يې فاحشه
خانه چوړه کړې او د غاښونو ايستل او کښېنول يې اسمان ته خېځولي دي
ايا داسې کارونه په اسلامي او پښتني ملک کې بي تفاوته پاته شي ??
که طالب , ملا او نور په دين او عنعناتو مين هېوادوال غلي کښيني نو د کرزي اواونورو اجنتانو په ډول به په تاريخ محکوم شي ٠

[quote:a9ae595a5b]
[color=darkred:a9ae595a5b]چې آیا د افغانستان د وګړو اکٍثریت هم په زوره د بهرنیو ځواکونو د ایستلو غوښتنه کوي ؟[/color:a9ae595a5b][/quote:a9ae595a5b]
هو اکثريت دملت اشغالګر نغواړي ، يواځې هغوی يې غواړې چې جيبونه په دالرو
ډکوي٠
[quote:a9ae595a5b]
[color=brown:a9ae595a5b]که ځواب مثبت وی نو دا کار باید چې د خلکو د استازو یعنې د
شورا له لارې وشي .[/color:a9ae595a5b] [/quote:a9ae595a5b]
کوم استازي ? د پرون ورځې قاتلان او نن ا ستازي ? په دالرو اخستل شوي
استازي? د cia اجڼټان ? واوا مبارک د شه

[quote:a9ae595a5b][color=darkred:a9ae595a5b]مونږ باید له دې څخه ډډه وکړوو، چې دخلکو پاکو
عقیدو څخه ناوړه ګټه پورته کړوو او د څو آیتونو او حدیثونو په را نقلولو سره خلک
جهاد ته وبولوو. معقوله لاره یې دا ده، چې ورور وژنه جګړه بسه او لاسونه سره یو کړوو او خپل هېواد آباد او امنیت ټینګ کړوو[/color:a9ae595a5b][/quote:a9ae595a5b].

واوا دغه دی دی مېسيا ? خو دغه مېسيا يو غلط پيغامبر دی ، ديهود و ګټې
ساتي جنګي جنايتکارانوته عفوه کوي او جنايت يې پټه وي ،قانوني شکل ور کوي
دومره سپينسترګتوب هم څوک کوي ?

[color=darkred:a9ae595a5b]
[quote:a9ae595a5b]کله چې په هېواد کې امنیت ټینګ شي، نو هله به د بهرنیو ځواکونو ته هم ضرورت نه وي او موضوع پخپله حل کېږي.[/quote:a9ae595a5b]
[/color:a9ae595a5b]
[color=brown:a9ae595a5b]موضع به په خپله حل کيږي :[/color:a9ae595a5b]
سيستم خو نشته په سيستم جوړولو خوڅوک نه پوهيږي ټول د دهقان زامن غله سره را غوڼډدي ، بودجه به له کومه کوي ? دوی خو اوس مفتخوره اموخته شوي دي دکار اخلاق به له کومه کوي ?، صداقت به له کومه کوي ? او کله چې بهرني ووځې خو موسه يې خيرات خور دولت به هم مري . او که نه دا سې نده ?

مرګ د وي په اجنټ او لا سپوڅي دولت .


pattang
30.04.2007

وطنمل صيب سلا مونه او نېکې هيلې !
زما په ليک کښې کو چنۍ غلطيګانې شته يانې ځنې حروف را ځخه پاته شوي دي ٠
هره ليکنه بايد د اصلاح حق ولري او غلطي يې اصلا ح شي او په هر ځای کې هم دا قانون دی٠ نو که په راتلونکي کښې پر دې بر خه کې فکر وکړۍ بده به نوي ٠
په درناوي
پتنګ


جواب

پښتون زلمی
05.05.2007

ټولو مسلمانانو ورونو لوستونکو ته سلامونه تقدیموم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
پتنګ صاحب ، الله جل جلاله مو همیشه تر او تازه لره، الله مو په قلم او وخت برکت کړه، ستاسی لیکنی چی لولم نو د بدن ټوله ستوماني می له منځه لاړه شي، الله جل جلاله څخه درته نور مزید توفیق غواړم،
او بیا محترم حلیمي صاحب څخه ددی خبری معافی غواړم، چی ما ګمان کړي وو، چی هغه ځما لیکنه ړنګه کړيده، ځکه چی ما خپله لیکنه په هغه محال پیدا نکړه ، خو ځما هغه لیکنه نه ده ړنګه شوي، او اوس هم شته دی،
او نور بیا.......
د آزاد اسلامي افغانستان په هیله، او د غلامانو او کرغیړنو ګوډاګیانو د لا شرمیدو په هیله.

ستا په بل باند بمبارد بشر دوستي ده
ځما د ځان ځنی دفاع دهشتګردي ده
داقانون دی له کوم ځاي ځنی راوړی
چی بمونه ورول دی همکاري ده.


Re: اوس تاسی قضاوت وکړۍ

Anonymous
09.05.2007

[quote:e01dd2da88="افغان پښتون"][color=red]ما له حلیمی صاحب څخه پوښتلی وو:
پوښتنه: هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[/quote:e01dd2da88]
کاکوجانه دا خو نو سمه او شکاره خبره ده چي کوم حکومت په خپل هيواد کي لس کيلو ميتره سرک نشي جوړولاي او په امريکا کي سل چتيزه ودانۍ ورانولي شي - او د کوم حکومت قانون چي يوازي د خپلو وګړو د ګيرو او خوليو لپاره جوړ وي د هغه انجام همداسي وي لکه دا چي ودي ليده او کوم حکومت چي بهرني ورانکاري او ترهګري له ځانه سره ساتي او خپلوئ ورسره جوړوي د هغو د اسلام سره هيڅ کار نوي ځکه چي اسلام د ورانئ او ورانکارئ دين نه دي. کچيري اسلام د ورانئ دين واي نو دا عرب هيوادونه به هم ټول اوس داسي وران ويجاړ وي لکه افغانستان.
ورانکاري او وراني کول او په ځانګړي ډول د افغانستان ورانول د اي ايس اي مستقيمه پروژه ده او څوک چي په افغانستان کي وراني کوي هغه د افغانستان او د اسلام سرتاسري دښمنان دي
نو زما په نظر د اي ايس اي د ايجنټانو او پنجابي دله ګانو نه شه دا ده چي په افغانستان کي امريکايان وي که امريکايان همدا نن له افغانستانه ووتل نو جهادي سړي خواره چي اي اس اي د انساني غوشو په خوړولو روږدي کړي دي به دا نور خلک داسي وخوري لکه سپي چي مرداره خوري. دا ګردۍ نړئ ته څرګنده ده
او که ته واي چي نا امريکايان له اي ايس اي څخه شه دي نو بيا دي له ملا ضعيفه پوشتنه وکړه هغه به درس درکي او پر حقايقو به دي پوه کړي
ستا د سمي لارښودني په هيله


Re: اوس تاسی قضاوت وکړۍ

پښتون زلمی
09.05.2007

[quote:6943e4a975="khan jan"][quote:6943e4a975="افغان پښتون"][color=red]ما له حلیمی صاحب څخه پوښتلی وو:
پوښتنه: هر کله چی یوه کافره حکمرانۍ، کافر دولت، په یوه اسلامي دولت باندی عسکري یرغل وکړي، او دغه اسلامي حکومت ښکیلاګ کړي، نو دی وخت ددغه اسلامي دولت دوګړو وجیبه څه وي، ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[/quote:6943e4a975]
کاکوجانه دا خو نو سمه او شکاره خبره ده چي کوم حکومت په خپل هيواد کي لس کيلو ميتره سرک نشي جوړولاي او په امريکا کي سل چتيزه ودانۍ ورانولي شي - او د کوم حکومت قانون چي يوازي د خپلو وګړو د ګيرو او خوليو لپاره جوړ وي د هغه انجام همداسي وي لکه دا چي ودي ليده او کوم حکومت چي بهرني ورانکاري او ترهګري له ځانه سره ساتي او خپلوئ ورسره جوړوي د هغو د اسلام سره هيڅ کار نوي ځکه چي اسلام د ورانئ او ورانکارئ دين نه دي. کچيري اسلام د ورانئ دين واي نو دا عرب هيوادونه به هم ټول اوس داسي وران ويجاړ وي لکه افغانستان.
ورانکاري او وراني کول او په ځانګړي ډول د افغانستان ورانول د اي ايس اي مستقيمه پروژه ده او څوک چي په افغانستان کي وراني کوي هغه د افغانستان او د اسلام سرتاسري دښمنان دي
نو زما په نظر د اي ايس اي د ايجنټانو او پنجابي دله ګانو نه شه دا ده چي په افغانستان کي امريکايان وي که امريکايان همدا نن له افغانستانه ووتل نو جهادي سړي خواره چي اي اس اي د انساني غوشو په خوړولو روږدي کړي دي به دا نور خلک داسي وخوري لکه سپي چي مرداره خوري. دا ګردۍ نړئ ته څرګنده ده
او که ته واي چي نا امريکايان له اي ايس اي څخه شه دي نو بيا دي له ملا ضعيفه پوشتنه وکړه هغه به درس درکي او پر حقايقو به دي پوه کړي
ستا د سمي لارښودني په هيله[/quote:6943e4a975]
دامریکایی ودانیو په هکله درته وایم: چی دا کار نه طالبانو کړی او نه مسلمانانو، اوکه څوک دغه کار مسلمانانو ته منسوبوي ، او یایی په ځان راړوي هغه لوي احمق دی، ډیر داسی یقینی دلایل په دی موجود دي چی دغه کار د سی آی ای استخباراتی شبکي چی د یهودو په کی پوره واک دی د اسراییلی یهودو سره په شریکه وکړ، او دا ډیر لوي بحث دی، که وخت وو ددی باره کی به څه لیکنه وکړم، که بن لادن وایی : دا کار ما کړی ، هغه دهغه حماقت دی، دهغه لیږل شوي کسان مخکی له مخکی تصفیه شوي وو، او هغوي هیڅ نه دي کړي، بلکه کار د ریمورکنټرول پواسطه شوی، او په اسلام کی ددغسی کار کول قطعی حرام دي، دا یو بی غیرته کار دی، اسلام کی داسی د جګړی په ښکار اعلان وي، په اسلام کی له شاته وهل نشته.
او که تاسی ددغی پيښی په وخت تبصری او تحلیلونه متابعه کړی وي، تو تاسی ته به دغه مطلب ښه ښکاره شوی وي، تر هغی وروسته دغه تبصری حکومت بندی کړی، دغو کسانو چی امریکا ګمان کوي چی په ودانیویی حمله کړی، دهغوي نومونو بیخي ددغو جهازونو په سپریدونکو کی نه وه، او نه په هغه لست کي ووو، خیر خبری په دی کی ډیری دی،
او طالبانو بیچاره ګانو خو تر اخیره منډی ووهلی چی امریکی سره علاقات ښه کړي، او ملل متحد یی په رسمیت وپيژنی خو هغو ي ظالمانو دا کار ونکړ.
پاتی شوه دوهمه خبره دی، هغه صحی ده،سی آی ایه او آی اس آی دواړ ه مونږ ته یو دي، دواړو په ګډه ډیر پروتوکولونه د افغانستان د نه آمن کیدو لپاره په لاس اچولي دي، همدا اوس چی پاکستان د امریکا په اصطلاح دترهګرو اصلی اډه ده، ولی نه خرابوي، هغه ولی نه ختموي، آي اس آي د سی آي ای لپاره ډیر خدمتونه کړي، او کوي يي، او خپلی داستحقاق جایزی تر لاسه کوي، ځکه خو تاته وایم : چی دواړه شبکی ځمونږ دښمنی دي، نو تاسی باید دامریکایی شبکی د صفت څخه لاس واخلۍ، او دهغی ظلمونو چی پر مونږ یی کوي دانصاف قلم راواخلی، او دی موضوع کی یو نوۍ کتاب له چاپه راوتلۍ کیداي له هغی مستفیدشي ، دکتاب نوم دۍ دنوی سیاست الجبره، زه هم کوښښ کوم چی دغه کتاب لاس ته راوړم.


Re: اوس تاسی قضاوت وکړۍ

Anonymous
09.05.2007

[quote:2b419c14bd="افغان پښتون"] که بن لادن وایی : دا کار ما کړی ، هغه دهغه حماقت دی،.[/quote:2b419c14bd]
ولا نو دا دي ډيره شه خبره وکړه چي افغانستان مو پر وران کړ، کندي او غار غار مو پر کړ نو اوس وايه چي دا احمق دي. تراوسه م ورسره خپلوئ کولي او په افغانستان کي مو ميلمانه کړي وو اوس يو ځلي احمقان شوه
[quote:2b419c14bd="افغان پښتون"] او په اسلام کی ددغسی کار کول قطعی حرام دي، دا یو بی غیرته کار دی، اسلام کی داسی د جګړی په ښکار اعلان وي، په اسلام کی له شاته وهل نشته.
[/quote:2b419c14bd]
پخوا به مو له مشرانو اوريدل چي د راتلونکي زماني مسلمانان به وايي يو څه او کئ بل څه. خلک د څټ له لوري او په ماشومانو چا حلال کړي؟ په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کي د بې ګناه افغانانو د وينو سيلابونه چاروان کړي؟ چي بي غيرتي ده نو بيا مو ورته بډي ولي راکش کړي؟
[quote:2b419c14bd="افغان پښتون"]دکتاب نوم دۍ دنوی سیاست الجبره، زه هم کوښښ کوم چی دغه کتاب لاس ته راوړم.[/quote:2b419c14bd]
ناپوهي همدي ته وايي چي کوم کتاب دي پخپله نه دي کتلي او نورو ته يي د کتلو وايي


Re: اوس تاسی قضاوت وکړۍ

پښتون زلمی
09.05.2007

[quote:38e8300caf="khan jan"][quote:38e8300caf="افغان پښتون"] که بن لادن وایی : دا کار ما کړی ، هغه دهغه حماقت دی،.[/quote:38e8300caf]
ولا نو دا دي ډيره شه خبره وکړه چي افغانستان مو پر وران کړ، کندي او غار غار مو پر کړ نو اوس وايه چي دا احمق دي. تراوسه م ورسره خپلوئ کولي او په افغانستان کي مو ميلمانه کړي وو اوس يو ځلي احمقان شوه
[quote:38e8300caf="افغان پښتون"] او په اسلام کی ددغسی کار کول قطعی حرام دي، دا یو بی غیرته کار دی، اسلام کی داسی د جګړی په ښکار اعلان وي، په اسلام کی له شاته وهل نشته.
[/quote:38e8300caf]
پخوا به مو له مشرانو اوريدل چي د راتلونکي زماني مسلمانان به وايي يو څه او کئ بل څه. خلک د څټ له لوري او په ماشومانو چا حلال کړي؟ په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کي د بې ګناه افغانانو د وينو سيلابونه چاروان کړي؟ چي بي غيرتي ده نو بيا مو ورته بډي ولي راکش کړي؟
[quote:38e8300caf="افغان پښتون"]دکتاب نوم دۍ دنوی سیاست الجبره، زه هم کوښښ کوم چی دغه کتاب لاس ته راوړم.[/quote:38e8300caf]
ناپوهي همدي ته وايي چي کوم کتاب دي پخپله نه دي کتلي او نورو ته يي د کتلو وايي[/quote:38e8300caf]

خانجانه وروره!!
زه بحث كوم, جنګ نه درسره کوم، او که غواړی چی خپل زور وازمویی ، نو ویب د زور ازمویولی ځاي نه دی، دزور ځاي معلوم وي، مهربانی وکړۍ او هغه ځاي وپیژنۍ، او ورته لاړ شۍ چی زړه مو لږ سپک شي.
ستا دهدایت په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more