د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ثور اوومه بيا را ورسېده


Kliwal
16.04.2007

[color=red:bb03fd732c][size=24:bb03fd732c]دثور اوومه بيا راورسيد[/size:bb03fd732c][/color:bb03fd732c]
د 1357 دثور پر 7 مه كودتا چيان زمونږ پر ولس افغان ولس هغوى زمونږ پرتاريخي، ديني، فرهنګي، اوملي اصالتونو يرغل وكړ، دافغانانو لوړشهامت، ديانت، او ارزښتونه يې ترپښو لاندې كړل .
كمونستانو په خپل نوبت دخلق اوپرچم ترعنوانو لاندې د روسي استعمار په بدرګه دافغانانو دوژلو او نابودۍ په خاطر د فيوډيالانو او امپرياليزم په نومونو دپوهانو ، علماوو ، استادانو ، شتمنو اومسلك پوهانو په نيولو او وژلو لاس پوري كړ او په لكونو افغانان يې په همدغو پلمو په وحشي زندانونو كې شكنجه او له منځه يووړل، په بل اړخ كې يې دمنځنۍ طبقې دفقيرو اوناداره خلكو دپام اړونې په خاطر دكور كالي ډوډۍ شعارونه وړاندې كړل او د " لينين كبير" او شوروي اتحاد انقلاب او تګلارې اوهورادخورولو هڅې يې پيل كړې .
نورمحمد تركى او حفيظ الله امين به په خپلو خبرو او غونډو كې خپل فوځيان اوملګري دېته هڅول، چې دخپلې نظريې نه منونكي افغانان ټول له منځه يوسي اوداخبره به يې په زغرده كوله چې د 17 ميليوني نفوس نه يو ميليون هغه نفوس غواړو، چې كمونستي انقلاب ته وفادار وي ، نوكه شپارلس ميليونه افغانان ټول له منځه ځي هم بايد ولاړ شي .
غلام ببرك كارمل دكريملين په كنګره كې دشوروي دپارلمان غونډې ته په داسي حال كې چې دانسانيت او افغانيت ضمير يې بايللي ؤ اودستيج ترشاپه ټوپو وويل : "ملت نجيب ودلير افغانستان، دوستي پرفتوح وارزشها ى پرمرحمت اتحاد شوروي كبير را مرجع ارتقا و سعادت خود مېدانند وما هر چه زودتر خواهان فرستادن عساكر وقشله هاى جوانان اتحاد شوروي هستيم تادرمقابل ارتجاع سياه او امپرياليزم جنايتكار مقابله نماييم ....."
ډاكټر نجيب چې كله مسكوته ولاړ خپله ككره يې دلينين مجسمې ته ښكته او پرهغه يې درود ووايه " العياذباالله "كمونستانو د" كې ، جې ، بي " ترلارښونې د " اكساد" استخباراتي ادارې دافغانانودمحوې او ربړولو په خاطرپه كارو ګمارله او داسدالله سروري په مشرۍ دهېواد په لراوبركې په قتل عام لاس پوري كړ، دافغانانو په زرګونو ديني او باديانته پوهان يې ونيول اودمعلوماتو له مخې مسكو اوياهم دوخت دشوروي كوم جمهوريت زندان ته يې واستول چې شميره يې له پنځلس زرو تنو ور اوړي . دكابل دپل چرخي، صدارت، شش درك، بالاحصارو ده مزنګ، دريم رياست اوداسي نورې سيمې اوپه ولايتونوكې بيلابيل وژنځايونه او دربړونې مراكز وو، چې په ډيره بې رحمۍ به پكې بې وسه افغانان شهيدېدل ، او راز راز شكنجې به يې تېرولې ، كمونستانو دهيواد تعليمي برخې او نسل دزده كړې اوتحصيل پرځاى دماركسيزم ناولې كړنلارې خپلولو ته رابلل ، ددين او دافغاني مقدساتو اومفاخرودلوست پرځاى يې دملعون لينن اودثورد كودتا چيانو دمخكښانو سوانح ځاى پرځاى كړي ؟ او وروسته يې دسره استعمار يرغل ته لار هواره كړه اوپه لكونو روسي فوځيان يې ګران هېواد را دننه كړل، روسانو او اجيرانو يې دافغان ولس پر وژلو، ځورولو، او مهاجرولو پيل وكړ او دوه ميليونه سپېڅلې ككرۍ يې دخپلو ناترسو موخو په خاطر شهيدې كړي اوپه لكونو بې وزله افغانان بيلابيلو هيوادوته كډه اومهاجرې كړې .
خو افغانانو د خپلې بېوزلۍ، بېوسۍ او كمزورۍ سره سره د غيرت او شهامټ مټې را بډوهلې او په نره يې له خپلې خاورې، ننګ او غيرت څخه دفاع وكړه او په پايله كې يې نه يوازې افغانستان بلكي پنځلس هېوادونه هم د شوروي له ظلم او ستم څخه خلاص او روسان يې له خپلو نابودو نظريو او مفاهيمو سره وشړل.
پس د څو كلونو پرله پسې مبارزې وروسته د همدغې مياشتې په اتمه ورځ افغان ولس وتوانېد، چې د آزادۍ او اسلامي بيرغ پورته كړي، يانې د ثور اوومه كه كمونستانو وه نو د ثور اتمه بيا بېرته افغان غيور ملت وګټله.
دثور اتمه زمونږ دمجاهد ولس ته دستربري ياد اولمانځنو ورځ ده ، پردغه ورځ كرغېړن كمونستان ، اودافغانستان دخاورې اوملي نواميسو دښمنان رانسكور او له تورمخي برخليك سره مخ شول، د 1371 دثور اتمه 8 دمجاهد ولس دجهادي ثمراتو غښتلي اسلامي نظام دټينګښت ورځ ده، دكونډو رنډو يتيمانواوبې اسرې ولس دخواخوږۍ اونازولو ورځ ده اوپه نړۍ كې دباتورو افغانانو دهسك توغ درپولواوځلولو ورځ ده .
[color=red:bb03fd732c]خو ؟!!؟! [/color:bb03fd732c]
ديوشمير جهادشرمونكو خودخواهو له امله زمونږ ولس ډير ژر دخپل بري او وياړ څلي په رژېدو او نړيدو وليدل، يوځل بيادهماغو مرددو كمونستانو په ملګرتيا په ائتلافونو لاس پورې شو اوپه خپل منځ كې دهيواد په لر اوبر كې دورور وژنې، دملي شتمنيودچور، دملي اقتصاد دنسكورولواودافغان اسلامي برخليك خوښۍ له خاوروسره خاورې شوه . په پاى كې د خبرو لمن پدې جمله رانغاړو، چې نابود دې وي ظلم او ستم او سرلوړي دې وي افغان باغيرته او شهامته مسلمان ولس.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more