د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو د نړۍ په څومره ملکونو کښې ويلی کيږی

Farhad zaheer
23.02.2004

..........................................پښتو د نړۍ په څومره ملکونو کښې ويلی کيږی ؟؟؟
هر کله چې د يو ملک څه شميره نه کيږی نو هلته اکثريتی ژبې په نظر کښې نيول کيږی او کومې ژبې جې مطلق اقليت کښې دې داسې ژبې دوئ په شمار کې نه را ولی . پکار ده چې د دې له پاره يوه پيمانه وی چې کوم خلک د يو مليون نه کم وی نو هلته به دوی نه شميرل کيږی . ماسره د پښتونخوا صوبی د ١٨٩١ ء او ١٩٠١ ريکارډونه شته او دلته چې څومره کمو خلقو انګريزی يانورې يورپی ژبې ويلې نو تعداد به يې د سلونه هم کم و خو په رکارډ کښې به يې راوستلې . ددې وجه داده چې که يوه ژبه دلته بيخې کمه وی نو کيدی شی چې د ملک په نورو برخو کښې اکثريت کښې وی . مثلا پښتونخوا او قبايلی علاقو کښې سندې ژبې ويونکو تعداد ٦٩٠٥ دی چې په ټوله ابادۍ کښې پرانستی حساب دی . ولې بيا په سند کښې داد مطلق اکثريت ژبه ده . دغه شان مثال د ملکونو هم کيدی شی که يو ملک کښې د يو ژبې ويونکې يو لک وی او بل ملک کښې يې کافی اکثريت وی نو د دې په وجه دا ژبه کم نه کم بين القوامی حيثيت اختياروی. تر اوسه پورې چې زمونږه مختلفو عالمانو په نورو هيوادونو کښې د پښتنو شميره ور کړې ده نو د اصرف په نوم پښتانه دی ، ژبه يې له لاسه ور کړې ده او په نورو ژبو خبرې کوی . خو بيا داسې هم شته چې د ژبې غريبې ټينګه نيولې ده او په دې بړه ګړه کوی . بې شکه چې هندوستان او پنجاب کښې نسلې پښتانه ډير دی خو چې په ژبه وينګ کوی نو ددوي تعداد ډير کم دی . د پاکستان مردم شمارۍ په سر شميرنه کښې داخبره ډيره مثبته ده چې د نسل تپوس نه کوی بلکې داوا يې چې تاسو کور کښې په کومه ژبه خبرې کوی ؟ دې سره د ژبې ويونکو اصلې تعداد لاس ته راځی . تر اوسه پورې داسې ګڼلی کيدله چې پښتو افغانستا ن او پاکستان کښې ويلی شی ، خو اوس دا خبره وړاندې لاړه او پښتو نه يوازې په دلته بلکې د نړۍ په نورو هيوادونو کښې هم ويل کيږی چې تفصيل يې څه داسې دی :
الف _ بهارت : دلته حيدراباد، بنګلو، کشمير او نورو صوبو کښې ډير داسې خلک شته چې هغوی تر اوسه پورې په پښتو کښې خبرې اترې کوی
ب _ برونائی: دلته د بونير د علاقی پښتانه اباد دی ، خپلو کښې مورنۍ ژبه وائی
ج _ تايلينډ: دلته ګوراک Golakنومی ښار کښې، د هزارې سيمې ډير پښتانه اباد دی
د _ انډونيشيا: په ملک کښې د پښتنو واړه واړه ځايونه دی چې خپلو کښې په پښتو خبرې کوی
ذ _ ملائيشيا: دلته درې صوبو کښې پښتانه اباد دی چې تفصيل يې داسې دی.
١ _ سباصوبه: دلته د مانسهرې د علاقی پښتانه اباد دی او خپلوکښې دا ژبه وايې
٢ _ کوالالمپور: لته در ستم او بو نير پښتانه دی . درستم خلک بو نير والو نه زيات دی
٣ _ امپانګ : دلته هم درستم او بونير پښتانه دی اوهم لکه د کولالمپور خلک زيات دی
و _ ايران : دلته سيستان کښې بار کزی اوسر ګل زيی پښتانه اباد دی ، البته دا خبره به زياته کړو چې د هندوستان نه علاوه چې د نفوسو شمير يې لاس ته رانغلو نور وځايونو کښې داټول پښتانه لس لکونه به بره نه دی.
ز _ په افغانستان: کې صرف باميان صوبه کښې پښتانه نشته ، باقی ټولو ٢٨ صوبو کښې شته . دافغانستا په ټوله ابادی کښې چې ( ٩١٨ ،٤٥٤،١٧ ) ده پښتانه يې ( ٨٥٥ ، ٩ ،١٥٠ ) تنه دی چې د افغانستان د ابادۍ ٥٥ فيصده جوړيږی
ج _ پاکستان: دلته يې صوبه وارتفصيل داسې دی.
(١) پنجاب : دلته٧٥٠، ٨٥٣ پښتانه دی او د پنجاب د ابادۍ ١،١٦ فيصده دی.
(٢) سندهـ : دلته ٤٤٥، ٢٧٦پښتانه دی او د سندۀـ دابادۍ ٤،١٩ فيصد دی .
(٣) بلوچستان : دلته،٨٧٨،٩٤٥ پښتانه دی او د بلوچستان د ابادۍ ٢٩،٦٤ فيصد دی.
(٤) پښتونخوا: دلته ٤١٦،١٣،١٠٥ د ابادۍ ٧٣،٩٠ فيصد دی.
(٥) قبائيلي علاقه جات: دلته ( ٦١٦،١٤٧،١٣ ) پښتانه دی چې ددغې سيمې د ابادۍ ١٠،٩٩ فيصد دی
چونکه چې الف نه ته وپورې د ابادۍ هيڅ تفصيل نشته، او تخمينی طور سره يی تعداد لس لکوته رسې ، پدې وجه دغه به په شمير کښې نه راولو . د ز، اوح تفصيل چې جمع کړونو دا تعداد( ١٨٤،٣٠،٢٥٥ ) جوړيږی . پدې توګه د نړی په مخ درې کروړونه برابر پښتانه په اتو ملکونو کښې ژوند تير و ی . کله چې پښتانه دوه کروړه وو، انو هغه وخت دوئ د نړۍ په قومونو کښې ( ٤٤ ) نمبر کښې راتله اوس چې پښتانه درې کروړه دې نوکه چيرې د نورو ژبو ابادی هم په دغه تناسب سره زياته شوی وي، نو بيا خو حساب هم دغه دی او که چيرې د نورو ژبو ابادی په همدغه تناسب سره زياته نه وي تللي نو کيدای شی چې دا شميره نوره هم وړاندې لاړه شی . دې وخت کښې پښتو ژبې باندې د خدای تعالی لو ي فضل دی او هغه دا چې پښتو د نړۍ په غټو بختورو ژبو کښې ده ، کومو ته چې مونږه خلايی ژبې ويلی شو لکه انګريزی ، روسي، عربی وغيره ځکه چې ٢٩ اګست ١٩٨٨ ء کښې د افغانستان پائلټ کپتان عبدالاحد مومند، سويوز .ټی . ايم ٤ خلايی جهاز کښې خلا ته لاړو او هلته نه يې د افغانستان پخوانی صدر ډاکټر نجيب او خپلې مور سره د خلانه خبرې وکړې . پدې توګه پښتو د خلائی ژبو په قطار کښې هم راغله او چيرته چې د خلابازی د تاريخ ذکر کيږی نو د دې ژبې نوم به هم اخستی شی ، هم ددغې اکثريت او خلائی اهميت په وجه پښتو ژبه د نړۍ د شلونه زيات ريډيو سټيشنونو نه خپريږی چې تفصيل يې دادی :
پاکستان : پيښور ، کوئټه ، ډيره اسماعيل خان .
افغانستان : کابل، جلااباد، قندهار، مزارشريف او هرات .
ايران: مشهد، تهران او زاهدان
هند: نوی ډهلی، چين : بيجنګ ، روس: ماسکو، ازبکستان : تاشکند ، برطانيه : بی بی سی، امريکه : وائس اف امريکه، جرمنی : وائس اف جرمنی، مصر : قاهره، بنګله ديش او سرينګر هم پروګرامونه شروع کړی دی . د ازادۍ ريډيو هم په پښتو کښې خبرونه او تبصری خپروی . اوس صرف دې ته اړتيا ده چې چيرته يو پرائيويټ ټی وی چنيل هم خپل کار پيل کړی . دې سره به پښتو ويډيو ميډيا ته لار پيدا کړی او تر يو حده به اقتصادی هم شی . نواميد کيدی شی چې دا ژبه به نورو ګوټو نو کښې ويده پښتانه راويښ کړی او دداسې ملکونو شميره به نوره هم زياته شی چې خپلو کښې به سره په پښتو کښې بړه ګړه کوی .
.........................................ليکنه : ډاکټر ميا سهيل انشاْ_ پيښور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more