د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسې په خدمت کښې

pashtonyar
21.02.2004

ګرانو او محترمو هيواد والو زمونږ نيکې هيلي او تاوده سلامونه ومنۍ

ګرانو هيوادوالو دا دی درښتني افغانانوټولنه ستاسي په خدمت کښي دا پاڼه وړاندي کوي.
[url]www.realafghan.com[/url] او که تاسې دا پاڼه په پښتو ژبه لوستل غواړۍ نو دا پاڼه وګورۍ
[url]http://www.realafghan.com/pashto[/url] په دي پاڼه کښي به تاسي ډير زيات په زړه پوري مطالب
تر لاسه کړۍ . همدارنګه تاسي کولاي شۍ چي خپلي مضوعګاني په پښتو او انګليسسي ژبه وليکۍ، د پښتو
ليکنو لپاره دا پاڼه وګورۍ [url]www.realafghan.com/pashto/forum[/url] او که تاسي په انګليسي ژبه
بحث کول غواړۍ نو دي پاڼي ته ولاړ شۍ [url]www.realafghan.com/forum[/url] . زه اوس مهال
په يوه بله پاڼه کار کوم او هغه دي [color=red:1e12388845]پښتو په انګليسي[/color:1e12388845] [color=green:1e12388845]انګليسي په پښتو[/color:1e12388845] [color=blue:1e12388845]پښتو په فارسي [/color:1e12388845]او [color=red:1e12388845]فارسي په پښتو[/color:1e12388845]
انلاين قاموس چي ډير ژر به يي ستاسي په خدمت کښي وړاندي کړم
که څوک په دي برخه کښي زما سره مرسته کول غواړي نو مهرباني وکړي زما سره په دي
بريښناليک تماس ونيسۍ info@realafghan.com .

ستاسي د ليکنو په تمه ستاسي مسافر ورور پښتونيار

په درناوي


N
22.02.2004

ډېرښاغلي پښتونيارصيب!
لومړئ زماسلامونه اونيکي هيلي ومنئ.
ستاسو دهيلي سره سم د**رښتيني افغان**پاڼي ته دکتلو لپاره ورغلم.دميلمنوکتونټوک
مي پرانيست اوغوښتل مي چي څه ناڅه وليکم. دځان سره مي وويل چي**رښتيني افغان**
يا ني څوک؟ ايا داپدي موخه ټاکل شوي چي د**دروغوافغانان **هم شته؟ اوڅوک به دا
وڅيړي چي دا سړئ يا ښځه رښتيني اويا هم په درواغو افغان يا افغانه ده.
ستاسو په اند دادافغانانو ويشلوته ﻻره نه اواره وي؟ افغانان بيله دي هم ټوک, ټوک دي. هر
ځاي ته چي وﻻړشي نوخيل-خيل اوزئ-زئ دژوندڅخه دسړي زړه توروي.لوي کندهار وايي
چي زه پوره من يم , ترماغښتلئ اوباتوره نشته, ننګرهار وايي چي له ما څخه څوک مخکي
ندئ, که دئ نوهغه زه يم, پکتياوال وايي چي دغرو زمرئ زه يم.
نولدي امله ستاسوڅخه هيله کوم چي پدي هکله يوڅه څرګندوني وکړئ ترڅو زما انديښنه
ليري شي.
په درنا وي.


Ghairat
22.02.2004

پښتونياره وروره د نوې پښتو ويبپاڼې مبارکي دته وايم، خوله سلام نه وروسته زه هم د نيلو خور پوښتنې ته ستاسو د ځواب انتظار باسم ، خو د خوشحال او احمد شاه لمسوته به له احساسه څخه دومره ووايم چې:

[color=blue:dbb3ec338a]په ملي سياست ټول افغان راټول شئ .....دوښمن ﻻس راغځولی له هر خوا دی [/color:dbb3ec338a].


pashtonyar
23.02.2004

ډيرې محترمې او پتمنې خور نيلي جانې او ښاغلي غيرت صيب زما نيکې هيلي
او سلامونه ومنئ ?
خداي دې وکړي چې جوړ او روغ وي او ستاسې روغتيا دلوي او مهربانه خداي له دربار
څخه غواړم !!!
وروسته له سلامه زه به ستاسي په ځواب كښې دومره وليكم چي دريښتني افغانانو دا مطلب نه دي
چي خداي نا خواست مونږ دي دافغانو تر مينځ بي اتفاقي پيدا كړو او يا ديو قوم صفت او د بل قوم
غيبت وكړو ..او يا دا چي ددوي تر مينځ فرق پيدا كړو چي ته افغان يي او ته افغان نه يي ... يا ته په
رښتيا د افغانستان يي او بل ته ووايو چي ته په درواغو افغان يي....
د ريښتني افغانانو څخه دلته زمونږ مطلب د هغو افغانو څخه دي كوم چي غواړي په رښتيا افغانستان
ته خدمت وكړي او هغه خلک دې چي هميشه دملت په درد دردمن او ددوي سره په غم او بده ورځ كښي
شريك او ددوي د درد نه ځان خبر او ددوي د درد دوا وگرځې.
او دلته زمونږ يواځنئ مقصد دافغانستان د ټوټه ټوټه قومونو يوالي ته بلنه ده ...تر څو خپل مينځني قومي اختلافونه اودوښمنئ له مينځه وباسي....او دغفلت په خوب ويده افغانان له خوبه را پاڅوي او د يوالي او
او ترقۍ په لور روان شي....نو خداي مكه تاسي هر گز په دې فكر نه شي چي دا د افغانانو د ټوټه کيدو او يا
يا په دوي کښي د رښتيا او يا درواغو افغانان پيدا كول دي ... افغانان ټول يو قوم دي او خداي دې
هميشه سر لوړي او اباد لري .
نو خداي دې وکړی چه ستاسي په زړونو کښي کومه انديښنه نه وي پاتې شوي.

نور نو مو په لوي او مهربانه خداي سپارم
هميشه خوشحاله بريالي او ودان اوسۍ
په پښتنه مينه ستاسي مسافر ورور پښتونيار


pashtonyar
07.07.2004

ګرانو او محترمو هيواد والو زمونږ نيکې هيلي او تاوده سلامونه ومنۍ
خداي دي وکړي چي جوړ او روغ وۍ او ستاسي جوړتيا او سلامتيا دي لو خداي
له دربار څخه غواړم.

دادي وروسته له ډيري مودي د [url]http://www.realafghan.com[/url] پاڼه د
ګڼ شمير بدلونونو سره ستاسي په خدمت کښي وړاندي کوم نو اوس ستاسي زړه
چي څه پکښي کوۍ هغه کوۍ :lol: :lol: :D .

پښتو پاڼه
[url]http://www.realafghan.com/pashto[/url]
پښتو بحث فورم
[url]http://www.realafghan.com/pashto/forum[/url]

په درناوي


م ن غروال
11.07.2004

ښاغلئ پښتونيار صاحب سلامونه عرض کوم٠
که دپورتنې پښتو ويب پاڼه ستاسو د لاس مزد وي يا هم د بل چا، غوره او نيک او ښه کار يي بولم او پر زحمت يي آفرين٠ ما نن وکتله چه هلته مې د ځان او د نورو ليکوالو لېکنې چه په ټول افغان کي ليکنې کوي يا يي هم کړې دي، تر سترګو شوې٠ د ليکنو څخه نومونه حذف شوي دي او ليکنې د پښتونيار په نوم هلته راوړل شوي دي چه که چيرته مصلحت داسي وي چه د ټول افغان ليکنې دې هلته هم وي ړومبۍ خو دا دومره ګټور کار ځکه ندي چه لوستونکي هلته بايد نوې او نورې ليکنې ولولي نه د ټول افغان پاڼې ليکنې، او تکراري به فکر کوم خسته کنې وي !!!
او بل بايد د ټول افغان پاڼې مدير په اجازه دا کار شوئ وي او که داسې هم نه وي شوي نو د بل چه په ليکنې د بل چا نوم ورکولو ته سړۍ کولای شي قلمي غلا ووايي٠ هيلمن يم پدې هکله خپله پاملرنه هېره نکړئ٠
په درناوې


نقاد
11.07.2004

دروند او قدرمنه وروره پښتونيار صيب سلامونه !
د غروال صيب د اندکوت (نظر) په تاييد او تاکيد ستاسو پام هغې خبرتيا ته هم راګرځوم چې ښاغلي وطنمل صيب په دې اړه په ټولګړي بحث کې دغسې نشر ته سپارلې ده:
[color=yellow:3a1948d4bc]
له درنو لوستونکو څخه هيله کيږي چې د مطبوعاتو د اصولو سره سم په کلکه ددې مخنيوی وکړي چې د ټول افغان ليکنې د ليکوال او سرچينې له ورکولو پرته نورو رسنيو ته وليږدوي او يا يې څوک په خپل نامه سره نشر ته وسپاري . له بده مرغه په ورستيو وختو کې دغسې پېښې په لره او بره پښتونخوا او دغه راز له هيواد څخه بهر هم ځينو وېب سايتونو او مطبوعاتي رسنيو تر سره کړي ، او په دې توګه يې د اړونده ليکوال حق له يوې خوا او د ټول افغان مطبوعاتي حقوق له بلې خوا تر پښو ﻻندې کړي دي. هيلمن يم په راتليزه کې يې د تکرار مخه ونيسي.[/color:3a1948d4bc]


معذرت غوارم پښتونيار صيب!

حيات الله
13.07.2004

قدرمنه پښتونياره وروره!
زما په نامه باندي دښاغلي انګار صيب پيغام سهوا ثبت شوي دي....زما دامطلب نه وو...بلكي ستاسي نه مي مننه كوله او كوروداني مي درته ويل....اميد دي معذور مې وګني.
دالله نه درته نور هم په نيكو كارونه كي توفيق غوارم.
ښاد اوبريالٰي اوسي.
وروردې: حيات الله له اسلام ابادنه


pashtonyar
13.07.2004

محترمو، قدرمنو ، منليو او د سترګو تورو هر يو غروال صيب، پاڅونوال (نقاد) صيب ، محترم
مجيب الرحمن انګار صيب او په پاي کښې زمونږ نوي او خوږ ورور حيات الله جان چې خداي
د نور هم په حيات برکت کړي زما د زړه له کومي سلامونه او نيکې هيلې و منۍ.
د نړۍ په هره برخه کښې چې ياست د خداي څخه درته د ژوندانه خوشحالي او برۍ غواړم.

غروال ليکلي
[quote:3675ad8e98]ما نن وکتله چه هلته مې د ځان او د نورو ليکوالو لېکنې چه په ټول افغان کي ليکنې کوي يا يي هم کړې دي، تر سترګو شوې٠ د ليکنو څخه نومونه حذف شوي دي او ليکنې د پښتونيار په نوم هلته راوړل شوي دي چه که چيرته مصلحت داسي وي چه د ټول افغان ليکنې دې هلته هم وي ړومبۍ خو دا دومره ګټور کار ځکه ندي چه لوستونکي هلته بايد نوې او نورې ليکنې ولولي نه د ټول افغان پاڼې ليکنې، او تکراري به فکر کوم خسته کنې وي !!!
او بل بايد د ټول افغان پاڼې مدير په اجازه دا کار شوئ وي او که داسې هم نه وي شوي نو د بل چه په ليکنې د بل چا نوم ورکولو ته سړۍ کولای شي قلمي غلا ووايي٠ هيلمن يم پدې هکله خپله پاملرنه هېره نکړئ٠ [/quote:3675ad8e98]
قدرمنه او منليه غروال صيب اول خو ستاسې د ليدنې څخه مننه کوم او بيا به ستاسې د ليکنې په اړه دومره
ووايم چې د کوم پښتونيار په اړه تاسې خبرې کوۍ هغه زه نه يم ، هغه زما د ويب پاڼې غړۍ دي او د هغې له لوري
څخه که تاسې د هغې په دې کار خواشوني شوي ياست چې ګويا ستاسې ليکنې يي په خپل نامه کړي نو بخښنه
غواړم . اول خو تاسې بايد په دي کار خوشحاله شوي وۍ ځکه چي هغوي ستاسې ليکنې ته دومره اهميت ورکړ
چې په بل ځاي کښي يي هم وليکي تر څو نور ورنه ګټه واخلي او بل دا چي دا ليکنې کومې رسمې ليکنې نه دي
چي د غلا نوم پرې کيښودل شي، فورم خو جوړ شوي د خلکو د نظر څرګندونې لپاره او هغوي هم شايد ستاسې
د ليکنې په اړه بحث کول غښتل.
خير په هر حال دا دي ما بې د هغوي له اجازه څخه د ټول افغان څخه نقل شوې ټولې ليکنې ړنګي کړې تر څو ستاسې
د خواشنۍ سبب و نه ګرځي.

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more