د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

په کابل کې پښتو ښوونځي پيليږي

Ajab
25.03.2007

مصطفى سالک
له کابله



د پوهنې وزارت وايي په کابل ښار کې گڼ شمېر پښتانه اوسيږي چې ماشومان يې بايد د اساسي قانون له مخه په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت پريکړه کړې ده چې په دغه هيواد کې د نوي ښوونيز کال له پيل سره د کابل ولايت په ښوونځيو کې داسې ټولگي پيل کړي چې ټول مضمونونه به په پښتو ژبه لولي.
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په اوس مهال کې به شاو خوا ٢٠٠٠٠ پښتو ژبې زده کونکي د مورنۍ ژبې له دغه پروگرامه گټه پورته کړي.

د کابل مېشتو پښتنو ځينو استازو د پښتو ښوونځيو د پيل کولو په موخه له څو تېرو کلونو راهيسې هلې ځلې کولې.اوس پريکړه شوې ده چې بشپړ ښوونځي نه خو په ځينو ښوونځيو کې به پښتو ټولگي جوړ شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په کابل ښار کې گڼ پښتانه اوسيږي چې ماشومان يې بايد د اساسي قانون له مخه په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.

د ياد شوي وزارت سلاکار صديق ويرا وايي چې د پښتو ښوونځيو د پيل کېدو په اړه يې ددغه هيواد له ملي شورا عامو وگړو، مديرانو او ښوونيزو کارپوهانو سره خبرې وکړې او دې پايلې ته رسيدلې چې په اوس مهال کې بايد د کابل په هغو ښوونځيو کې په پښتو ژبه د ښوونې او روزنې لړۍ پيل کړي چې د پښتنو زده کونکو شمېره پکې لوړه ده.

ښاغلي ويرا بي بي سي ته وويل چې سږ کال به شاوخوا شل زره زده کونکي له دغې نوې لړۍ څخه گټه پورته کړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ٤٣مې مادې له مخه دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پروگرام وضعه او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي.

د کابل مېشتو پښتنو ځوانانو او روڼاندو جرگگۍ چې د هېندارې کلتوري ټولنې په اډاڼه کې يې له څو کلونو راهيسې په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق غوښتنه کوله وايي چې په کابل کې گڼې پښتون مېشته سيمې شتون لري.

د کابل گڼ ښار پښتو ژبي زده کونکي د پوهنې وزارت دغې پريکړې ته هرکلى وايي او استدلال کوي چې د پښتو ټولگيو له پيل سره به دوى په دې وتوانيږي چې په سمه توگه خپلې زده کړې پر مخ بوزي،دا مهال به د همداسې زده کونکو څخه د څو تنو څرگندونو ته غوږ شو

دا چې په کابل کې پښتو ټولگي پيل کيږي نو دې ته هم اړتيا ليدل کيږي چې ددغو زده کونکو لپاره ښوونکي هم په پام کې ونيول شي، ځکه چې په کابل کې ډېرو مېشتو پښتنو ښوونکو هم تر دې مهاله په دري ژبه تدريس کړى دى او ښايي چې د پښتو مضمونونو د ښوولو په برخه کې ستونزې ولري.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې دا ستونزه يې هم نه ده هېره کړې د ياد شوي وزارت سلاکار صديق ويرا وايي چې ددې موخې د پوره کولو لپاره به نوي ښوونکي په دندو وگماري.

د پوهنې وزارت وايي چې په اوس مهال کې يې د ځانگړو پښتو ټولگيو د جوړولو پريکړه کړې ده خود اوږده مهال لپاره په پام کې لري چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په دواړو رسمي ژبو يانې دري او پښتو زده کړې پيل کړي.

او هغه په دې توگه چې ابتدايي زده کړې به د ماشومانو په مورنۍ ژبه وي وروسته به ورسره ځينې مضمونونه په دويمه ژبه پيليږي،چارواکي استدلال کوي چې په داسې کولو سره به د افغانستان ټول زده کونکي په پښتو او درې ژبو لاسبرې پيداکړي.

سربيره پر دې به په اساسي قانون کې راغلې نورې سيميزې ژبې هم د يوۀ مضمون په توگه په خپلو سيمو کې ښوول کيږي.

بي بي سي پښتو پاڼه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more