د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ټول افغان خندنۍ هائيکو

هادي حيران
03.12.2005

راځئ يوه يوه د خندا هائيکو وليکو:
لومړى به زۀ د ظفرخان ظفر ( چې مونږ ورته اوس هائيکو خان هائيکو وايو) يوه زړه اؤ يوه نوې هائيکو وليکم:

زړه هائيکو ( د ظفر د کتاب "د ناوې لور" څخه )

په بام ناسته وه هلال کمېټي
مونږ ئې په طمعه وو چې مياشت به ګوري
هغوئ دوربين کې جينکو ته کتل

نوې هائيکو:

زما بچو زما نه ښځه اخستې
زۀ به د دوئ نه د دوئ مور واخلم
دا وادۀ ولې ما دوئ له کړى؟


کټوازی
03.12.2005

ګران ورور عبدالهادي حيران ته، د زړۀ له تله سلامونه او قلبي احترامات !

راته ګرانه هادي جانه !
خدای سته چې ډېره ښه موضوع مو پرانيستله ، پۀ منډه ، منډه کې يوه هاييکو درته ليکم ، نورې به که خدای کول بيا سره بولو :oops:

[color=cyan:472daefbe5]....... [/color:472daefbe5][color=cyan:472daefbe5]دا[/color:472daefbe5] [color=white:472daefbe5]تېرې نام [/color:472daefbe5][color=cyan:472daefbe5]څڼې يي څاړی وواهه ،
............................... خلک هم ټول سولو خبر راباندې ،
.......................................... خو هغه نجلۍ پرځای هلک و ختۀ [/color:472daefbe5]:!: :oops: :oops: :lol: :lol: :lol: :oops: :lol:


hotak
04.12.2005

يارانومينه اوسلام!
ياره زه خووايم چي داهايکولکه څنگه چي اوس نوي نوي پښتوته راغلي ده نوددې لپاره چي په يوه ښه ځاي کي يی وکاروو سرله اوسه بايدچي غورورباندي وکړو.
زماپه آنددجدي اوسنجيده موضوعاتولپاره دهايکوکارول ځکه خوندنکوي چي يوخويی لمن لنډه تنگه ده اودمطلب افاده پکي گرانه ده.بله داچي جاپانۍ پيت پزي ته بايدچي پخپل کورکي دومره واک هم ورنکړو چي خپله لنډۍ دادا رانه په منډه کړي.ظفرخان ظفر دټوکوپه ځاي کي دهايکوپه کارولوسره دنيک کارتيږه ايښي.
گران هادي بياخدای شته په ټول افغان کي ددی موضوع په رامنځته کولوسره نورهم ښه کاروکړ.هسي خوهلکان دټوکوټکالوپه بنډارکي لگياوو يوه نيمه هايکوبه يی ويشتله خواوس يی ډيرخوندوکړ. اوداهم زمايوه هايکو:
دوه پيغلوټي په گودر وې ناستي
يوه ورته وايی دجب خوله دي چيري؟
هابله وايي دجدخوله دي شل واري غيم :lol: :D :lol:


هادي حيران
09.12.2005

د ازادۍ راديو ته غوږ غوندې وم
يوې انا لمسو ته نکل کاوه
چې ورته ځير شوم آ داود وفا و

(عصمت قانع)


هادي حيران
15.12.2005

په انټرنېټ يې ويل د شپاړسو يم
جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه
بيا مې د ځان په ځاى نيکۀ له وکړه

(ظفر)


کټوازی
15.12.2005

...د ټول افغان د خندنۍ هائيکو ،د مشاعرې ټولو ګډونکوونکو،
...........سلامونه ، مې درواخلئ ، درانۀ لکه غرونه ، خواږۀ لکه قندونه ، پاستۀ لکه ګلونه او تېز لکه برقونه ...!که څنګه ؟
:oops: :lol: :oops: :lol: ................. يوۀ خبر يال مو له کانديد و پوښتۀ ،
.......................................... صايبه ځان مو نومولی څۀ ته ؟
............................................................ دۀ وېل ملي [color=white:c453c47609] اپارتمان [/color:c453c47609]ته کنه ........!!؟؟ :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :oops: :lol:
پرون وزير صيب ، پۀ پوهنتون کې ووېل ،
..................................نن ډېر خوشاله يم ، چې تاسو باندې ،
.................................................... د[color=cyan:c453c47609] کلورا [/color:c453c47609]بري ليکونه وېشم .............!!! :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oop



هيواد شېرزاد
22.01.2006

د عزت الله ځواب يوه هايکو چې د جلال اباد د نارنج ګل په مشاعره کې يې هم ويلې وه:
نجلۍ په وره کې اشاره وکړله
زه ورنږدې شوم ما ويل څه وی قربان
وېل دا ټوکرۍ لږه ډېران ته وېسه :D
...............
دا بله يې يوه ټوکي څلوريزه:
خلک مې ټول پرېښودل ياره دا ستا لور ته راغلم
زه څه خبر ، ومه چې بيا هم دې سور اور ته راغلم
درته ولاړ، ولاړ، ولاړ وم مازديګر شو اخر
چې کار ، ونشو مړه ايسته درنه کور ته راغلم :D


هادي حيران
23.01.2006

نجلۍ په وره کې اشاره وکړله
زه ورنږدې شوم ما ويل څه وی قربان
وېل دا ټوکرۍ لږه ډېران ته وېسه

هلکه هېواد شېرزاده! ملګريه دا هائيکو د عزت الله ځواب نۀ بلکې د ظفرخان ظفر ده. کۀ ځواب په کومه مشاعره کې ويلي وي نو د دې مطلب دا نۀ شو چې هائيکو د هغۀ شوه.
مننه



هيواد شېرزاد
24.01.2006

سلامونه!
بخښنه غواړم. زه نه يم خبر چې دا هايکو د چا ده.
که داسې وي نو ، بيا خو بايد په ګډه ځواب ته ښېرا وکړو چې خلک غلطوي. :D
بايد د شاعر نوم يې اخيستی وای.


Muhammad Hafeez
19.03.2006

جېني راته لاندي باندي ډير و کتل
ما ويل ګني خوښ ئي شومه
دي راته وويل پاڅه پر توغاښ دي ښکاري


larghonay1
20.06.2006

:D


larghonay1
20.06.2006

سلامونه !
لومړى خو هوتك صيب ته وايم چې وروره بېخي بېغمه اوسه . هايكو هيڅ وخت د لنډۍ ځاى نه شي نيولى او نه چا ورسره پرتله كړې ده.
وروره دا ځينې خلك ولې داسې دي چې د هايكو، دوه بيتيو او يا نورو هاى هاى نوم واخيستل شي نو سمدستي يې ذهن ته لنډۍ راځي.
لنډۍ ځانته جوړښت، خولږلنښت، درنښت او پايښت لري او نور هغه ځانته.
او ته بېخي بېغمه اوسه ، تراوسه چې غزل په خپل قوت سره د لنډۍ ځاى نه دى نيولى نو هايكو خو دجاپانيانو يو مذهبي شعر دى هغه خو يې هيڅكله نه شي نيولى.

خو دغه د هايكو په نامه په پښتو كې شعر ګوټى خورا خوږ دى بايد ويې نازوو.
د ديدن لږې بهانې خو نه دي
زه به په ځان باندې پيريان راولم
بيا به د پير بابازيارت ته لاړ شو.
د اظهار الله اظهار


وقار
21.06.2006

درنو ورونو نېکې هيلې ومنئ,
زه به هم په خپل وار سره يوه هايکو وليکم هيله ده چې په زړه پورې وي.

داغزل غزل اوبه اوبه ځواني
ستاپکې دکاڼي په شان کلک زړګی
ياره،ولاحوله ولاقوۀ

په مينه


رښتینی
21.06.2006

زماله خوا هم په پلنډو پلنډو سلامونه ومنئ !
ولا دى هائكوګانو خو ماته هم خوندراكړپه
تيره بيا دقانع ؛ ظفر ؛هوتك او دانورو ټولو
اوزما دا هم واورئ !

[color=green:c8eb5bbd03]خواښى او خوسر مى ميلمانه وودواړه
لور يي خوشاله وه وي څه تيار كړم ؟
ما وى تازه ناتار او غوړه شكنه [/color:c8eb5bbd03]

په مينه


hai ko

الهام
21.02.2007

سلام

خوله کې يې ونيسه غاښ مه زور کوه
ترماميتر مې راته مات نه کړې
غريب ډاکټر يم بل له کومه کړمه


په مينه

الهام
13.03.2007

اوف څه په ناز يې اشاره وکړله
ژبه يې تېره کړه دشونډو په سر
په بيګاني فلم کې ښکلې نجلۍ

الهام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more