د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ښځو حقوق د قانون تر سيوري لاندي


ليلماـ الفت
19.01.2004

سلامونه ګرانو خوندو سلامونه
زه مسافره دوې مياشتي خپل پلرني ټاټوبي ( کندهار )ته تللئ ومه نو چه راغلمه په ټول افغان کي مي پر نوي بدلونو ستر ګي ولګيدې خودايږو ډيره خوشحاله سومه دا هر چاچه دا غوښتنه او ابتکار کړئ دئ نو خدائ دي اجر ورته ور کي ـ
درنو خوندو دا موضوع مي ځکه را مابين ته کړله چه موږ ښځي بايد خپل حقوق په هر اړ خيزه توګه دلته ( دقانون تر سيوري لاندي )په پراخه توګه سره وه څيړو :اود خپل رواۀ حقوقو کوم چه د اسلام مقدس دين راکړي دي په وړاندي مباريزه وکړو :
1 : په اساسي قانون کي راغلي دي چه ( د افغانستان اتباع نر او ښځه د قانون په وړاندي مساوي حقوق لري )
خو ستري محکمه بيا خپل اساسي فرمان صادر کئ چه ښځه په افغانستان کي د موټر چلولو حق نه لري
او ستره محکمه دا هم وائې چه ښځه دي د تلويزون پر پرده نه راځي
او ستره محکمه دا هم نه خوښوي چه ښځه دي اولس مشرئ ته کانديده سي
نو موږ ښځي دقانون پر سوُرنا غوږ ونيسو او که د ستري محکمې ؟
نور بيا............................


N
19.01.2004

ليلما ألفت په خيرراغلي, ستړي مشې.
ګرانې خورډېره خوښه سوم چي په خير سره بيرته راغلي. زه بخښنه غواړم چې
اوږده ليکنه ځکه نه سمه کوﻻي چې زه کارکوم اوهم زما وينډوز٩٨ ده اوټولي
لېکني دتوروپه کليک سره ترسره کوم هغه هم په شنبه ېا يکشنبه.
زما هيله ستاسو څخه داده چې خپل په سترګو ليدلۍ حال اوهم دعيني شاهدانو
کيسي به خامخا وګرانو لوستونکو ته وړاندي کوي.
په درناوي.


انځورګر
25.01.2004

درنو خوندو او دفورم چلونکو مسؤلينو
سلامونه او پېرزويني
ګرانو خوندو ډېره ښه موضوع ده خو نه پوهيږمه چه ولي دا خلګ دلچسپي نه ور سره لري خو دونه ويلائ سمه چه
ښځه د ټولني بنسټ دئ ـ
اود ښځه رول په ټولنه کي تر نارينه وو ډير زيات دئ ـ ځکه دغه ښځه ده
چه کله پېغله سي نارينوو ته مينه ،محبت او حماسې ور ښوي
خو کله مور سي نارينوو ته سالمه تر بيه ور کوي
خو کله مائېنه سي نو دنارينوو بندګي ته غاړه ايږدي
خو کله نيا سي نو د ټول کور مشر توب ته مټي رانغاړي
دغه ښځه ده چه د نارينه د ژوند ٧٥ ٪ حصه تکميله وي او دغه ښځه ده چه د ژوند شروع څه نيولې تر ژوند د ورستۍ شېبې پوري ( ټول ژوند) د نارينو و په خدمت او چوپړ کي تيروي
په پوره پښتونولي
ستاسي کشر مسافر ورور


خاټول
27.01.2004

[color=indigo:6e3d909a4c]خوركۍ جاني ليلما الفت ستړي مشي په خيرراغلي!
خداي دي وكړي چي په ګران هيوادكي به دي په خوښې شپي تيري کړي وي
خورجاني دخپلو حقه حقوقو دپاره مبارزه رښتيا هم دافغاني ښځو دپاره دوخت اهم ضرورت دي او له كه تاچي روښانه كړي چي دا مبارزه بايد داسلام دمقدس دين داساساتوسره هم أهنګ وي ، او كومو ټكو ته چي تاسي دانتقاد ګوته نيولي چي ګواكي قانون دهغوي په اړه اجازه وركوي اما ستره محكمه بيا واي چي نه! ښځه نه په ټاكنو كي ګډون كولاي سء اونه هم دتلويزون په پرده راتلاي سي اونه هم موټرچلولاي شي،نو خور جاني وديسي چي اسلام دي په رښتيا هم دنوموړو مسئلو په اړه اجازه نوي وركړي نو بيا خو ستا دليكني په رڼا كي ستره محكمه پر حق او قانون(كه يي تشريح واقعا هم داسي وي لكه تاسي چي كړي)به داسلامي اساساتو مخالف وي اومونږ به هم بيانو هرو مرو داسلام متابعت كوو او په اساسي قانون كي به دتعديل غوښتنه كوو، او كه اسلام په دي اړه اجازه وركوي اماستره محكمه بيا له ځانه لګيا وي نوراځي چي اول خو داسي مواد راپيدا كړو چي خپله مدعا وربندي بنا كړو اوبيا نو دخپلو حقوقو دلاس ته راوړلو دپاره مټي راونغاړو٠
اوګراني خورجاني پيل يي له تانه خوښه دي ده؟٠ [/color:6e3d909a4c]


نقاد
28.01.2004

ليلما خور ته سلامونه او نېکې هيلې !
تاسو ليکلي چې نوی اساسي قانون د ښځو په هکله يو څه وايي او ستره محکمه بل څه،...
((نو موږ ښځي دقانون پر سوُرنا غوږ ونيسو او که د ستري محکمې ؟))

خو زه وايم که دواړه سرنا وهي ، نو يو ته هم غوږ مه ږدئ !، خو که يو ددوی څخه سرنا نه وهي ، نو هغه به ستره محکمه وي ـ ځکه، چې د اساسي قانون سره مخالفت ښيي نو ضرور به غښتلي ديني او شرعي دﻻيل لري ، دکومو له مخې حکم او فيصلې ته چې تاسو هم د سرنا نسبت کول نه غواړئ . نو ښايي د سترې محکمې پر ځای ددې خبرې شرعي دﻻيل زمونږ محترم ورونه منلی طالب خان او ښاغلی حليمي صاحب مونږ ته روښانه کړي .

نور سالم عقل دا حکم کوي چې جمهوري رياست ته اوس تر ډيره وخته پورې د ښځې د کانديد کيدلو شرايط او اړتيا دواړه نشته، او تر هغه راښکته ټولو نورو مقاماتو ته خو کانديد کيدای شي ، نو لومړی دې نور مقامات وګټي ، بيابه ددې پر ضرورت هم خبرې کول سم وي. نور که نارينه د تلويزيون پر مخ خبرې کوي او که سندرې وايي آو که ښځه، دواړه بايد يو شي او مساوي وګڼل شي . والسلام



ليلماـ الفت
03.02.2004

ګرانو وړونو او پتمنو خوندو سلامونه او نيکي هيلي
[color=yellow:85e7ae98d3]ښځه او په افغانستان کي موټر چلول ، لېسنس او د ښځي په نوم د موټر فليټ اخستل مطلق منعه دي :[/color:85e7ae98d3]
ښاغلئ پاڅونوال وروره ! ستري محکمې داپورته جمله په وارو وارو صرف او صرف د دا يوه دليل سره وړاندي کړېده : چه ددې څخه په تولنه کي فساد خپريږي :
نو زما په دا کمزوره اند :
اسلام يوازي او يوازي په افغانستان کي د 18 ميلونو زيات او کم انسانان دين نه دئ ـ په نړۍ کي د يو بيليون څه زيات مسلمانان ژوند کوي چه د څلور سوه ميليونه په شاوخوا کي ئې مسلماناني ښځي دي
چه ددې مسلمانانو ښځود جملې څخه ئې ٧٥٪ فيصده په نړۍ کي موټر چلوي ـ
نو پوښتنه پيدا کيږي چه ايا هغه ښځي مسلماناني نه دي او که هغه مسلمه ټولني نه دي؟
د نړۍ په هر ګوټ کي سختي ستر مني مومنانو ښځي سته او د خپل سخت حجاب سره سره هم موټر چلوي چه ښکاره مثال ئې په اندونيزيا کي دئ چه هم اسلامي ټولنه ده او هم ډيري سختي سترمني ښځي پکښي موټر چلوي
ـ
ماته خو يوه خبره په زړه کي ډيره را ګرځي هغه دا چه :
زما په اند د ستر محکمې قاضيان چه هر يوه ئې څلور/ څلور ښځي ځان ته کښېنولي دي ـ دغه د ښځو د موټر نه چلولو فتوا _ په ټولنه کي د فساد د خپرولو د غمه نه بلکې د خپل شخصي او اقتصادي مشکلاتو په خاطر لازمي او ضروري ګڼي ځکه د هر يوه څخه څلور/څلور موټر يوازي ښځي غواړي هغه هم لنډکروزر ـ يا ـ کروزين موټران :lol: :lol: :lol: والله العالم
نور بيا ..............
په کليواله پښتنه مينه _____-- ستاسي خور ليلما



ع کريم حليمي
19.02.2004

راته ګرانو خوندو او وړونو سلام ٠
زما داسی پياديږی چه سګريټو تاريخ ټوله 400 کاله دی ٠
يعنی ورسته تر محمد صلی الله عليه وعلی اله وصحبه و سلم خلګو په سګريټو شروع کړی ده ٠ او په هر مسجد په حجره کی چيلم او سرخانه ما ليدلی دی ٠ او نسوار هم اؤس چه د امريکا حکومت وويل چه نکټين دی داسی او داسی ٠ نن داسی پيښه سوه چه بعضو ملايانو هم حرام وبلل په داسی حال کی چه دليل نلری٠
او ما پخپل دغه کتابونه ٠(موطا،بخاری ، مسلم ، ابوداود ، ترمذی ، نسائی چه مقبول کتابونه دی ٠ په ﻻس کی ئی لرم چه د دود(دخان) ټباکو هيڅ نوم نسته او په ټوله قرأن کی دوه ځايه د دخان (دود)لغت ياد سوی دی په
سورت فصلت 11 ايه او سورت الدخان ايه 10 او ايشاره ئی و اسمان ته ده چه د دوده می چوړ کړی ٠
اؤس راځم د موټر ﻻيسنس ته انسان يو ماشين چوړ کړی چه د راحيلی کار ځنی واخلی او پخوا اس وو
په احاديثو کی داسی راغلی چه که څوک اس ولری ذکات باندی نسته ٠
اؤس ټول علما په دی موافيق دی چه پر موټر ذکات نسته ٠
په هغه وخت کی ټولو خلګو راحيله خر او اس وو او ښځو د راحيلی په ډول کار ځنی اخستی ٠
نو ولی به اؤس د موټر څه د رحيلی کار نه اخلی ٠ عينی د اس د ذکات قياس دی ٠
داچه سعود لايسنس نه ورکوی نو سګريټو پر قسم نقل دی
غواړم د وکيل مدافع چم وکړم نور څه نه ليکم ٠ چه ستاسو ملګرڅه څه واورم
ليلما،پاڅونوال محترمو داګړی موخدای سپارم ٠ سترګی می درته پور لار
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more