د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

{{{ شاعره }}}


محمد اسحق شيوانی
19.02.2004

[color=blue:63ce33ef0c]٭٭٭٭٭[/color:63ce33ef0c]...شاعره... [color=red:63ce33ef0c]٭٭٭٭٭[/color:63ce33ef0c]

پريږده دخيال او دخوندونوصفت
دتورو سترګو دسرو شنډو لاره
دا د ازغيو دپټيو مزل
د سپينو نجونو دبربنډو لاره
په بي وفا ماڼۍ کي مه اُو سېږه
دا دغمونو کړاؤنو کوردي
دلته څوکاله سحر نه ښکاريږي
دتورماښام دفريادونو کور دي
دې کې مجنون وينم ناکامه تللی
خيرکه ليلا به پر ځنګون ويداوه
ګوره فرهاد چه ورته غرونه پريکړه
خو معشوقو يې ورنه ځان پټاوه
لږوران وطن ته فکر واړه وه ته
چه په لمبو سوری سوری يې بدن
لږيې درمل ته خلګ وهڅوه
چه وينه ورکړي په رګوکې دتن
نور (حميدي) درته ويلاي نه شم
زما دخواست کورکي زاری ورکه شوه
نه شم ليکلاي دسو چونو کرښي
ځکه قلم کي مي سياهې وچه شوه

..................................................کالOctober 2001
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::شاعر:- محمد نسيم حميدي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more