د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مونږ كه موږ

larghonay1
29.10.2006

مونږ كه موږ ؟
((مونږ )) چې د ((زه)) جمعه ده او د الفت صيب په كتاب كې چې ((ليكوالي)) نومېږي لومړۍ پرېكړه كې يوازې ((مونږ)) منل شوى او په دويمه كې بيا (( مونږ او موږ )) دواړه منل شوي خو اوس ځينې ليكوالان يوازې ((موږ)) ته ترجيح وركوي او ليكي يې حتى د الفت صيب په غوره نثرونه، لوړ خيالونه او ژور فكرونه او غوره اشعارو كې مې هم وليدل چې د الفت صيب دمعياري (( مونږ)) پر ځاى (( موږ )) ليكل شوى چې راته يو ډول لاسوهنه وبرېښيده .
په هر حال ځينې ښاغلي بيا ((موږ)) سم بولي او مونږ ناسم .
حال دا چې ((مونږ )) زما په نظر تر ((موږ)) اهنګين او خوږ دى.
د بېلګې په توګه كه تاسو د ملي شاعر ارواښاد ملنګ جان ترانه (( دا زمونږ زيباوطن..)) په دا زموږ زيبا وطن واړوئ نو خداى شته چې د هيچا په غوږ به هغومره خوږه ونه لګېږي لكه د (( دا زمونږ زيباوطن ..)).
كه دوستان يې له ژبني اړخه وڅېړي ښه به وي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


نقاد
29.10.2006

[color=yellow:0b3dd815d9]دغه آهنګ د يوه بل آهنګ يا تلفظ پورې اړه نيسي چې ( ږ ) د تش ګ په توګه تلفظ کوو لکه په (مونږ، لږ او ږيره ) کې، ا وکه (ږ) د (ژ) پرآهنګ تلظ کوو لکه موژ ، نو په لومړی صورت کې مونـژ سم نه دی او په دوهم صورت کې بايد د موږ او موژ تر منځ پريکړه وشي . زما پر اند (موږ ) تر( موژ) ښه او مونږ پر خپل حا ل ساتل غوره دي.
خودايوه بيله پوښتنه ده چې (ژ) شته ، نو بياولې (ږ) هم د (ژ) په ډول تلفظ شي ؟
که ( ژ )او (ږ ) دواړه يو شانته (ژ) تلفظ کړو نو د ډيرو په څېر به د ( ژبې) پر ځای هم (ږبه ) ليکو ؟ که څنګه ؟
څوک چې له دې عادت څخه نشي اؤښتلی او (ږ) تل ( ژ)تلفظ کوي ، نو بايد دې بيا دې ليکي هم (ژ) او نۀ (ږ) !
څوک چې (ژ) وايي خو ليکي (ږ) ، دابه همدومره تيروتنه يا دپيښورو خبره بي وقوفي وي، لکه څوک چې ( ژ ) پر (ږ) تلفظ کوي لکه ژبه او ژرنده چې څوک ږبه او ږرنده وبولي (! ) نور نو د اواښاد بينوا خبره په دې ليکدود بيخي سمه ده چې :

......................... [/color:0b3dd815d9].[color=blue:0b3dd815d9]موږ که مونږه وي که موژ
............................................................................ ښه پښتو ده دا زموژ[/color:0b3dd815d9]


کټوازی
13.02.2007

تېروتنه


کټوازی
14.02.2007

درنو چلوونکو او کتونکو
دا پاس ليکنه ما د غلط فهمي او ناوړه پو هاوي پر اساس کړې وه ،ځکه چې نوموړې موضوع پرخپل ځای باندې خوندي ده خو داچې هورې هم زموږ بحث ټول پۀ ټوله پرهمدې سرليک دوام موندلی وو ځکه يي ترمنځ پر توپير و نه توانېدم چې زۀ د فورم له محترمو چلوونکو څخه پۀ بيا بيا بښنه غواړم هيله من يم چې ښاغلي لوستونکي به يي تصحيح و کړي
[url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2634] دلته يي کتلای شئ [url]
پۀ همې هيله صميم
[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more