tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

سپين زړه او تور مخ

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2647
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   فروري   16, 2004 3:19 am    عنوان   : سپين زړه او تور مخ Reply with quote

:::::::::::::::
::::::::::::::::::::::::::::::::::: سپين زړه او تور مخ
........................ د مرحوم مرحوم صالح محمد کندهاری دا خوږ ادبی او فکری اثر
دا د ژری يو قصده ............. مثنوی کی نوشته ده
يو چاوکړه داپښتنه ............. ای د لوی ږری ځښتنه
ته ئی مشرکه ستا ږره ........... جواب راکه ئی زوړ پيره
ويل زه مشر يمه وروره .........دامعلومه ده هر ګوره
زه کوچنی م ږره نه وه ........... زه هلکی وم ږيره نه وه
لغړ زنی وم څوکاله ................ ږيره نه وه زما ﻻ له
پس له څوکلونو بيا ............. شوه پر مخ ږيره پيدا
وم تور ږيری بيا سپين ږيری ....اوس نو سوم دايم سپين ږيری
زه يم مشر ږيره کشره ................. ستا مطلب څه دی ای مشره
ول مطلب می دادی پلاره .......... يوپلا وګوره هندره
مخ دی تور ږيره سپينه ............. ته لاکړی د دنيا مينه
زړه خيرن ږيره دی پاکه ............ ږيره سپينه ته بی باکه
ږيره پاکه ته نا پاکه ............. لدی ږيری دی حيا که
دا وه توره ځان يی سپين کئ .... ته وی سپين ځان دی چړکين کئ
که زه وکړم تاته سپينه .......... زړه دی تور زيره دی سپينه
ته هلک يی ناروا کړی؟ ............چی په سپينه ږيره غلا کړی

ږيره مشره ته يی کشر ................ دا ده مغز ته يی قشر
دی ځان سپين کئ ته ﻻتوريی ....... نسوی پاک برګ يی تور يی
ستامخ تور ددی دا سپين دی ...... ږيره سپينه زړه دی شين دی
نو دا لو ده ته کچنی يی ............. مشره دا ده ته کمکئ يی
ږيره سپينه مخ پر ګور ................. زه مين دی پر ﻻهور
ږيره سينه غاښ کنډول ............ زړه اتڼ غوړی هم ډول
داعجبه رسوايی سوه ........... څومره لويه بدنختی سوه
دا سودا به وی تر کومه .............. دا هوا به وی ترکومه
سپينه ږيره ډول تر څنګ ................ غاښ وتلی و هم چنګ
نه دی شرم نه حيأ ................ کړی په سپينه ورځ ﻻ غلا
نو د خدايه و بيريږه .................. لدی ږيری و شرميږه
دا تور مخ او زړه دی سپين که ............... مرګ او حشر دی يقين که
چی په سپين مخ خدای ته ورسی .......... او سرخ رويه په محشر سی

دوعا کوم خدای ته ٠ چی مولوی غرق رحمت کئ يا الله ما ليدلی وو ښه مسلمان سړی وو تاسو هم دوعا ورته وکړی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.