د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د اينټرنيټ له لارې د عکسونو د چاپولو فرمايش

شمشاد شينواری
10.01.2007

د انځورونو د چاپ او د بريښناليک له لارې و هغوي د استولو بر سيره، کولی شئ د اينټرنيټ له لارې د فتو شاپ په ښه والي (کيفيت) د انځورونو د چاپ فرمايش ورکړئ.

اکس پی وينډوز د داسې ويزارد درلودونکې ده چې تاسي ته پړاو په پړاو د عکسونو د چاپ د فرمايش په بهير کې د Kodak Online په شان د چاپ د خدماتو، عمومي مرکز ته لارښودنه کوي. د فرمايش ورکولو پر مهال کولی شئ د بيې په باب معلومات تر لاسه کړئ. يو څه پيسې هم بايد د هغي لخوا تاسې ته د رسولو لپاره تحويل کړئ. د هغوي د بيې د ادا کولو لپاره، بايد د خپل بانکې کارت شميره ( که لرئ يي) او هم تاسو ته د عکسونو در رسولو اړوند معلومات وړاندي کړئ. معمولي انځورونه په څو ورځو کې مقصد ته رسيږی. د اينټرنيټ له لارې، د عکسونو د چاپولو، فرمايش ورکولو لپاره، بايد د اينټرنيټ سره تړلي واوسئ. که د اينټرنيټ سره تړلي نه اوسئ تاسې څخه غوښتل کيږی چې دا کار تر سره کړئ. که د اينټرنيټ سره تړلي ياست، د عکسونو د چاپ د فرمايش لپاره په لاندي ډول چلند وکړئ:١. د هغو انځورونو درلودونکې فولډر، چې غواړئ چاپ يې کړې پرانيږې.٢. پر Order Prints Online کليک وکړئ.٣. د چاپي نسخو د فرمايش ورکولو لپاره ويزارد پراړوونه بشپړ کړئ او بل پړاو ته د تلو لپاره پر Next کليک وکړئ. د کار پړاونه به د هغه خدمتونو سره په تړاو چې انتخابوې يي، سره توپير ولري خو څنګه چې طمع کيږی بايد هغه انځورونه چې غواړي فرمايش يې ورکړئ، انتخاب کړئ ( چې دچاپ لپاره د انځورونو انتخاب ته ډير ورته دي.) همدا ډول بايد انځورونو اندازه ( بيي د چاپ د اندازو پر بنسټ ليست کيږي) او د رسولو او بيې د ادا کولو په باب معلومات هم انتخاب کړئ. د ويزارد په وروستني پړړاو کې، په Finish کليک وکړئ تر څو ستاسي سپارښت واستول شي.
يادونه: که چېرته ستاسې ډيجيتل کمره د حافظې دکارت درلودونکې ده، کولی شئ هغه کارت د چاپ خدمتونو سيمه ايز مرکز ته يوسئ او د کارت له مخې د چاپ فرمايش ورکړئ. د خپلي خوښې چاپ مرکزونو څخه يوه ته مراجعه وکړئ او وګورئ چې د ډيجيټل کمرو لپاره څه چوپړتياوې وړاندي کوي.

[img:aa6ba281ec]http://www.pohandost.com/topic/windows/Print%20Online.PNG[/img:aa6ba281ec]

د نورو معلوماتو لپاره په لاندي پيوند کليک وکړي.....
[url]www.pohandost.com[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more