د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

De rangini galay siyasat.

N
18.01.2004

دبهرنيوسرچينوڅخه.
ژباړه, غورچاڼ اولنډېز دنيلوفرسنګين_دتخنيکي علومو ماسټره, ډيپلوم انجينره.
پښتانه دستري لوبې قرباني.
درنګينې غالئ(قاليني) سياست.
دغرنيو پښتنو سره دسوله ايزګډژوند بنسټ اېښوونکئ ښاغلۍ لوردکيرزون ووچې
وروسته ېې دروس امپراطورئ سره ډغري ووهلې.
قبايلي سيمه دافغان-انګليس ددروجګړو ترخه پايله ده . انګريزانوغوښتل چې دمنځنئ
اسيا اوقفقاز وسيموته ﻻره ومومي اوهم يي داپه نظرکي لرل چې دليږدولورالېږدولو يوه
ليکه دبرطانوي هند(دتيري١٩ پيړئ په پاي کښي داسيمه له اوسني هند, پاکستان, برما
او بنګلديش څخه جوړه وه)څخه دافغانستان خاوري له ﻻري ولويديز ته وغځوي.
ددي موخي دترﻻسه کولو لپاره انګريز په ٨٣٨ ١ ميلادي کښي ﻻس په کارسو اوپه پايله
کښي يي کندهار او کابل ﻻندي کړل.أفغانانو په بدل کښي په چرېکي جګړه پيل وکړچي د
هغي له امله د١٨٤١ م کال دنومبر په مياشت کښي دکابل خلکو ويوه اولسي پاڅون ته
ﻻس واچوئ. دأفغان-انګريز دلومړئ جګړي په نتيجه کښي , برطانيا دأفغانستان سره د
ختيځې ډيپلوماسئ درسم اورواج سره سم , داسې موافقه ﻻسليک کړه چي**په خپلوکي
به دوستان, ديوه بل ددوستانوسره به دوستان اوله دوښمنانو سره به دوښمنان وي.**خو د
دي ډول دوستانو ترمنځ اړيکي بيا هم ترينګلي اوخړي پړي پاته سوي.
په ١٨٦٠ م کلو کښي روسي دمنځنئ اسيا په ﻻندي کولو پيل وکړاودأفغانستان وپولو
ته رانژدي سوه.انګريز اوروس دخپل کنترول ﻻندي سيمو دپراخولو لپاره دأفغانستان په
هکله په خپل منځ کښې يوه ستره لوبه پيل کړه.
نوربيا.


N
25.01.2004

په تيرپسي
انګريزانوکوښښ وکړ چې دپوځي ستراتيژئ له پلوه مهمه دخيبردرهونيسي. دادره چي
دهندوکش لړئ (دسپين غرڅوکه) کښي برطانوي هنددأفغانستان اومنځنۍ اسيا څخه
جلا کوي, دتيريدو راتيريدو ترټولو اسانه او لنډه ﻻره وه.
غرنيوپښتنو چي دهيچا واکمنۍ ته يي سرنه ټيټاوه , به تل پرانګريزانو باندي بريدونه
کول.
په ١٨٦٢ م کال کښي دبرطانوي هند مرستيال پاچا لورد **کانينګ** دپښتنو په وړاندي
ېوداسي ځپونکئ او وحشي چال چلند غوره کړ چي دهغه ترمخي بايد پرپښتنوباندي ډېر
سخت بريدونه سوي واي اوهرڅومره چي شوني واي , ډيرپښتانه ترتيغ تيرسوي واي.
داډول چالچلند د**قصابۍ سياست**په نامه وبلل سو.\
په ١٨٧٢ م کال کښي بريتانيا خپل بريدونه سخت کړه اوداستعماري لښکرو يوه برخه و
افغانستان ته ننوتله اوپدي ډول دافغان-انګريزدوهمه جګړه پيل سوه.
په ١٨٨٠ م کال کښي افغانانو دکندهارپه سيمه کي دانګريز پوځي ټولګۍ تارومارکړه
اوپه همدي وخت کښي غرنيو پښتنو هم پرانګريزانويرغل وکړ.په کابل کښي دانګريزګار-
نيزون ګوښئ اوکلابندسوچي په پايله کښي انګريزان وپه شا تګ ته اړسول.
په ١٨٩٣ م کال کښي دبرطانوي هند اداري منشي **مورتي يو ډيورنډ**دافغانستان له أمير
عبدالرحمن خان سره په خبرو پيل وکړ.بريتانيا داسي وښودله , که چيري يوشميرسيمي او
هم دافغانستان دبهرنۍ تګلاري څارنه , انګريزته وسپارل سي نو بريتانيا په بدل کښي
چمتوده چي دأفغانستان دنيولوڅخه تيره سي.اميردنوي جګړي دپيل له ويري دډيورنډ خبرو
منلوته غاړه کښيښوده اوپدي توګه د**ډيورنډ**کرښه وکښل سوه.
ديادوني وړده چي دأفغانستان ټولو وروستنيو حکومتونوهغه دپولي په ډول هيڅ کله په
رسميت ونه پيژندله . دهمدي کرښي له امله ځني پښتني سيمي له برطانوي هند سره وتړل
سوي. هغه دپښتنو خبره دپښتانه دتني څخه ﻻسونه اوپښي پري سوي.
نوربيا.
..


N
31.01.2004

په تير پسي.
دبريتانيا راتلونکي دبهرنيوچارووزير لورد**کيرزون** دهغوپښتنو په هکله چي دبريتا-
نياپرضدوه, هغه دقصابۍ چال چلندته دپاي ټکئ کښيښود. نوموړي دقبايلومشرانو سره
اړيکو ټينګولوته پراختيا ورکړه.
په ١٩٠١ م کال کښي دپښتنو سيمي دپنجاب ايالت څخه راجلا اودهغوڅخه يونوئ ايالت
**دشمال لويديزسرحدي ايالت**په نامه جوړسو. يوشمير غرنيو سيمو خپله کورني خپل
مختاري وساتله خودهغو اداره کونکئ به دبريتانيا له خواټاکل کيده او نيغ په نيغ به دهند
مرستيال پاچا وحکومت ته مسئول وو. دغو ګمارل سوو چارواکو دقبايلو هغو ملکانو ته
چي دبريتانيا پلوي به يي کوله, په بډوورکولوپيل وکړ چي په پايله کي دناراضېانو سر-
حدي پښتنو شميره لږه سوه . ډېرداډول بډي خوړونکي ملکان دبريتانيا په خورا ټينګوپلو-
يانوواوښتل.
دهري سيمي لپاره ديوي جلا کړنلاري پرمخ بيول دلندن استعماري سياست يوه مهمه بر-
خه وګرځيده.برطانوي چارواکو به هند د**ختيځي رنګيني غالۍ** سره پرتله کاوه .ختيځه
رنګه غالي که څه هم دډول ډول رنګا رنګ تاروڅخه جوړه ده, خو ډيره ټينګه , محکمه او
دلوړ کيفيت درلودونکي ده.
د١٩١٩ م کال دمئ په مياشت کښي کله چي دأفغانستان أمير أعليحضرت امانالله خان د
خپلواک سياست په کا راچولوپيل وکړنو دأفغان-انګريز دريمه جګړه هم پيل سوه. انګريز
وکوﻻي سوه چي دخيبر ټوله دره ترخپل واک ﻻندي راولي خوتردي زيات يي هم څه پلاس
را نه وړل ځکه چي په قبايلي سيمو کښي پاڅون راپورته سو.لندن ددي خبري څخه چي هغه
نيول سوي سيمي به يي له ﻻسه ووزي, وبېريدئ نوځکه يي د ١٩١٩ م کال داګست په ميا-
شت کښي دکابل سره نوي موافقه ﻻسليک کړه.تردي را وروسته نور, بريتانيا دأفغانستان
پرلوري هيڅکله بيا ونه خوځيدله.
نوربيا.


م ن غروال
01.02.2004

پتمنې خورې نيلې سلام
څومره ښه معلومات چه د ګران هېواد افغانستان دمهمو او اوسنيو مسئلو پورې اړه پيدا کوي تاسو ليکلي دي٠
زه پوهيږم چه دپښتونستان په هکله هم ښه مطالعه لرئ نو پدې لحاظ غواړم پوښتنه وکړم چه ايا غربي نړۍ به له افغان اولس سره د پښتونستان د ازادۍ لپاره مرسته وکړي او که نه؟ يعني کيدائ شي د ډيورنډ پوله منحله شي؟
هيلمن يم خپل اند او معلومات ونسپموئ٠
دپښتو په پاکه مينه


N
07.02.2004

په تيرپسي
په ١٩٤٧ م کال کي برتانوي هند خپلواکي ترﻻسه کړه اوپه هنداوپاکستان باندي
وويشل شو.خپلواک پاکستان داستعماري مودي رنګه غالۍ ډيري ځانګړتياوي په
ميراث يوړي.داهيوادپر٤ ايالتو لکه سيند, پنجاب, بلوچستان او شمال- لويديز سر-
حدي (صوبه سرحد) , وويشل شو خو قبايلي سيموهغه خپل ځانګړئ حقوقي موقف
وساتئ .
پښتانه , ازادي قبايلي سيمي دازادپښتونستان اوهغه نوري بيا دمحکوم پښتونستان
په نامه يادوي.دپښتونستان وتلي ايالتونه (سيمي ) دادي: بونير, صوات, ډير, ډيرۀ
اسمعيل خان, باجوړکوټه, قلات, پښين, ږوب, چمن, مهمند, تيرا, ورکزي, وزيرستان,
بلوچستان اوداسي نور.
پاکستان درنګيني غالۍ سياست ته نوره هم پراختيا ورکړه اوهغه ئي داوار دمذهب په
جامه کي ونغښتئ چي پدي ډول ئي دپښتنو دهرډول جلاوالي اوخپلواکۍ مخه دتل لپاره
ونيوله.پښتوژبه ئې دانګليسي اواردو تر سيوري ﻻندي راوسته اوهم ئي دمذهب ترپردي
ﻻندي دپښتنو دمغزو په پرېولو پيل وکړ. دافغانستان بيرته پاته والئ به ئې دپاکستان
موقف دستايلو په ﻻره کي ديوي داسي پلمي په ډول چي دپښتنو روحيات به ئي کمزوري
کول, دليل وړاندي کاوه چي بايد په پا کستان باندي ټولو اوسيدونکو وياړ کړئ واي.
دملنګانو, ملايانو, پيرانو, مريدانو او قبايلي پښتنو په منځ کي به ئي خپل څارګران وافغا-
نستان ته دڅارګري معلوماتو راټولولپاره ليږل اوداسي نور.ددي ټولو هلوځلو موخه داوه
چي افغانستان هرڅومره چي شوني وي بي ټيکاوه کړي او دپښتونستان دﻻنجي څخه ځان
بي غمه کړي.هغه طالبان چي دديني زده کړو لپاره به وپاکستان ته تلل , دخپلو مذهبي څار-
ګرو په مرسته به ئي دمذهب ترنامه ﻻندي دپاکستان وملاتړ کولوته رابلل.لنډه داچي دافغا-
نستان دډيروبدمرغيو سرچينه پاکستان دئ.
دافغان چارواکو ان دارواښاد داؤدخان دوخت ناراضيان ئي سره راغونډ کړه چي ديوه سن -
جول سوي پلان له مخي ئې دسړي جګړي تر سيوري ﻻندي دافغان ميړني اولس پاڅون ته
چي دروسي تيري کونکو په وړاندي دلويديز اوعربي نړۍ په زرواووسلو په ډيري اتلولۍ
پرمخ بيول کيدئ ملي نه بلکي مذهبي جامه ورواغوسته, دغه هيوادئي په کنډواله بدل کړ
اويووخت ئې هم وغوښتل چي هغه خپل پنځم ايالت وويني.
اما پښتونستان ......
نوربيا


N
13.02.2004

په تيرپسي
پښتونستان--ددي سيمي په هکله چي څه ډول دافغانستان څخه بيله شوه, ډيري ليکني
شويدي,خو ډيره په زړه پوري داده چي داسيمه به څه ډول, دچالخوا اوکله بيرته دافغا-
نستان سره يوځاي شي ډيرلږڅه ليکل شويدي. ولي؟ زما په اند هرڅوک غواړي دخپله
پښتنو څخه يوڅه واوري, دلراو برپښتنوڅخه چي دوي خپله څه فکرکوي؟زه به هم ددوي
څخه څوپوښتني ولرم:
-د**ازاد و**قبايلوسيمه په رښتياسره هم دپښتنو غوښتنه ده اوکه دهغوي دغولولولپاره؟
-ايا پښتونستانيان په رښتيا سره غواړي چي دافغانستان سره يوځاي شي؟
-ايا دافغانستان خلک به پښتونستان جذب کړي اوکه به دنورو قومو دبيلتون لړۍ پيل شي؟
داهغه پوښتني دي چي ځوابونه ئي يوازي دپښتنوسره دي.
هغه څه چي زه ئي ويل غواړم دادي چي پښتانه ديوي ستري لوبي سره مخامخ دي. زه ودي
سرلوړي قوم ته يووالئ, پوهه, رښتياته په خلاصوسترګوکتل اوودي ستري لوبي ته تيارئ
غواړم.
په درناوي
ميرمن ي.پ دسهيلي اسيا دچارو کارپوهه, ازاده خبرياله
پاي..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more