د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

{{{ ډير آزار لري }}}


محمد اسحق شيوانی
07.02.2004

دمظلوم زورول ډير آزار لري*****_______*****ګل ته مه وُروړه لاس څنګه ته خار لري

زاغ ياري کواي نه سي دګل سره .......... نه سيالي حريفي دبلبل سره
بلبل زړه پيمانه داشعار لري (تکرار)
زاغه درومه زړو کنډوالولره ......... بيارانه سي دګُلوباغچولره
ګل سرتيره بلبل خريدار لري (تکرار)
ته په قدر دګل څه پوهيږي ......... ډډ آواز ټيټ صورت نه شرميږي
تيره غشی دي تل انتظار لري (تکرار)
صبحدم بلبلان هوسيږي ......... دکومري تراني مي خوښيږي
ياکريم ياکريم ښه ګفتار لري (تکرار)
زما(((مينوش))) جيلاني شعر ګوهردی ......... ګوهرشناس يې په قدر خبردی
دفريادي ناري هر وخت بيمار لري (تکرار)

.................................................................. ٧\اکټوبر\٢٠٠١ فراه باغ پُل
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::شاعر:--- غلام جيلاني (مينوش)

په پښتنه مينه
ستاسوکشری ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more