د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دېرش پېغمبري احادېث، ېوه خبردارى، د ملا عمر او اسامه بن لادن ېاغېتوب!

عمر احمدزئى
20.10.2006

سلامونه،
شروع کوم په نوم د لوئ خداى پاک:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالأَخْسَرِينَ
الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعا

شوروېانو د ماتې نه ورسته افغانانو خپلا خوشحالى او جشن شروع کړى هم نه وه چه د خوارجو ېاغېتوب شروع شولو. د ډېر فساد او خانه جنګئ نه ورسته، ملا عمر د مجاهدېنو تفرقى نه ګټه واخېستله او اعلان ې وکړو چه ده زمونږ خوږ پېغمبر په خوب کى ولېدلو، او د مسلمانانو د امېر ېا د مشر په حېث ې وټاکلو چه افغانستان او ټولى نړئ ته امن او عدل راولى.

ملا عمر ناپوه او بى خبره خطا اېستل، او په زرګونو طالبان د پاکستان د مدرسو نه افغانستان ته خوشى شول. دې طالبانو خپل درسونه هم سر ته ونه رسول او خپلى مدرسى ې خوشى کړه لې.
په دې وجه ملا عمر ته نوره هم اسانه شوله چه دا ناپوه طالبان نور هم خطاباسى او بې لارى ې کړى.

په شروع کى طالبانو قران پاک د خپلو سېنو سره ټېنګ ونېوه او د هر چا نه ې وسله راغونډه کړه. زمونږ افغانان خو د مخکى نه ډېر دېنداره او د تقوه خلک و، نو هر کله چه افغان قوم طالبان ولېدل، نو دېن اسلام په وجه ې مخى سره د طالبانو همکارى وکړه.

ملا عمر خپلا ټګمارى او د قوم غولول جارى وساتل. ېو مثال ې دا دى، چه ملا عمر زمونږ د خوږ پېغمبر پټو د قندهار په ښار کى درباندى راوېستل او د اولس پر مښکى ې زان راچاپېره کړو. د افغانستان په تارېخ کى داسى هېچا هم نه و کړى. په دى حرکت ملا عمر اولس نور هم وغولولو او لار خطا ې کړه. ده خپل زان د پېغمبر علېه السلام سره د سمولو کوشش وکړ او په دې طرېقه ې د اولس نه بېعت واخېستلو.

To be Continued...


عمر احمدزئى
02.11.2006

سلامونه او نېکى هېلى،

په دى مقاله کى، زمونږ د خوږ او ګران پېغمبر علېه السلام د احادېثو او پېشنګوېى په رنړه کى به زما کوشش وى چه د خوارجو (اسامه، زواهېرى، ملا عمر) رېښتونئ فطرت خپلو مسلمانانو ورونړو او خوېندو ته را څرګنده کړو. زه غوښتل کومه د پاک الله نه چه ټول مسلمانان او په ځانګړى توګه افغانانو ته له دى دېنى او دنېاوى ګټه ور ورسېګى.

په مذهب کى لېوالتېا ېا زېاتوالۍ: دا د مذهب نه ده بى لارى کېدلو لوړمبي دروازه ده.

د عبدالله بن مسعود، رضى الله عنه، په صلاحېت دا رواېت دى، چه پېغمبر علېه السلام فرمائي: لېوال تباه کى، لېوال تباه کى، لېوال تباه کى، درى زلي دا و فرمائيل. (صحېح مسلم شرېف)

په مذهب کى لېوالتېا ېا زېاتوالۍ کول د مسلمان امت خلاف لوړمبئ شېطانى دروازه ده. په دى وجه، زمونږ پېغمبر علېه السلام مونږ په تکرار سره خبرداره کړه لو. په مذهب کى زېاتوالۍ کونکى خپل زانونه په مذهب کى دومره ډوب کى چه فتنه را پېدا کى. د پېغمبر علېه السلام د خولى مبارکى ټکى ېوه علامه ده چه په په مذهب کى زور او زېاتوالى هم مذهب فسد پېدا کئ، او هم په دى نړئ کى.

to be continued...


رښتینی
02.11.2006

محترم احمدزى صيب سوكاله او خوشاله اوسى
ياره دا ليكنه دى يو څه ګونګه راته بريښى كه نهربانى وكړى
او يو څه يي روشانه كړى بده به نه وى او خداوراستى كه به زه خو داد حديث شريف په مطلب سم پيدلى يم

په درنښت


عمر احمدزئى
03.11.2006

حامد جانه سلامونه، حدېث شرېف خو درته ما تشرېح کړۍ و، خو خېر په ډېری خوشحالی سره بي  درته بېا تشرېح کړم٠

حدېث شرېف می د انګلسی ژبی يو کمپېوتری پروګرام نه په نقل کړۍ وه٠ د پښتو قاموس کی د Zealot معنه لېوال ده٠ بل ټکۍ Perish دى، په پښتو کی معنه تباه کېدل ده٠  طالبان،القاعده، او د سلفېانو ډله په مذهب کی زېاتوالۍ کوی او په اولس مذهب پر زور سره راولۍ٠


صافی
04.11.2006

ښاغلی عمر احمدزی ! دسلام او نیکو پیرزوینو نه روسته:
کله چې په قاموس کې دکومې کلمې معنی لټوۍ، او دډیرو معناو سره مخامخ شۍ
کوشش وکړۍ چې هغه کلمه ترې اختیار کړۍ چې تاسویې په معنی پوهیږۍ .
ستاسو خبره سمه ده چې ((zealot)) د(( افراطی ))،او(( متعصب )) تر څنګه د((لیوال )) په معنی هم دی . ولې ستاسو مطلب ښایی افراطی او متعصب اویا تعصب او افراط وي ؟
په درناوي


hotak
06.11.2006

انډیوالانو سلام
زه سپکه ژبه نه کاروم خو دا وايم چي عمراحمدزی افغان ندی بلکي ګومان کوم چي دغه سړی به هماغه دکرمي شيعه وي انورشاهين خانخيل او داڅه به يی یوازي ددې لپاره ليکلي وي چي له ايران نه اخستي پيسې پرې حلالي کړي.
خو دايواځي زماګومان دی خدای دي وکړي چي انورشاهين نه وي کوم بل لوده وي.



06.11.2006

[quote:7bae5d7d2c]
[color=white:7bae5d7d2c]دېرش پېغمبري احادېث[/color:7bae5d7d2c]، ېوه خبردارى، د ملا عمر او اسامه بن لادن ېاغېتوب![/quote:7bae5d7d2c]
وروره عمر احمد زی صيب تاسو د ديرشو حديثونو ژمنه اواعلام کړی، خو تر اوسه مو يو حديث ،هغه هم له ژباړې پرته ليکلی دی. هيله ده وعده مو نور ژر پوره کړئ او که نه له وطنمل صيب نه هيله ده چې دروغجنې ليکنې که دهرچا وي ړنګې کړي ، ځکه دغسې بي عمله ژمنې د ټول افغان د بي اعتباره کولو او د لوستونکو د مايوسۍ سبب ګرځي . په درنښت او سلامونو!


عمر احمدزئى
07.11.2006

ابن عباس رضى الله عنه فرمائى: د العقبه د تېږو د وېشتلو په سحر، پېغمبر علېه اسلام په غونډۍ ناست او لما څخه ېوه موټۍ شګه وغوختله، ژر مى ېو موټې شګه راغونډه کړه او په لاس مبارک کى مى ورکېښودله، پېغمبر علېه اسلام وفرمائېل: په مذهب کى د ډېروالى نه باخبره وسى، ځکه چه، له دې سببه له تاسې مخکې قومونه وېجاړ شو. (النسائى، ابن حبان، الحکېم)

دا حدېث شرېف د حج په وخت کى وېل شوى وه. له دى حدېث شرېف نه ثابېتېګى چه زمونږ نه وړاندى قومونه په مذهب کى د زور، ورېا او ډېروالى له سببه الله پاک تباه کړل. زمونږ ډېر ګران او خوږ پېغمبر علېه اسلام سره دا ډار او غم وه چه د په اسلام کى د افراطى سړو، او ډېروالى له سببه کېدلئ شى چه د هغه امت ته هم ضرر ورسېګى. په نورو ډېرو احادېثو کى پېغمبر علېه اسلام د دى ناروغئ پېشنګوېى هم کړى ده.

همداسې، صحابه کرامو هم دى امت ته خبردارى ورکړى ده. عبدالله بن مسعود فرمائى:

علم (پوهه) حاصله کئ له دى نه مخکې چه علم له تاسې قبضه کړئ شى، د علم قبضه کېدل دا دى چه علماء کرام به ختم ېا ورک شى. د علم تعقېب وکى، ولى چه په تاسې کى حېڅ څوک هم دا خبر نه دى چه دا موقع مو به کله د لاسه وزى. داسى خلک به هم را پېدا شى چه تقاضا بې د الله پاک کتاب او دېن ته رابلنه وى خو پخپله بې د الله پاک کتاب ته شا ګرزولى وى (قرآن). دغسې، علم او پوهنه پسى وګرزه، د ابداع (بدعه) نه خبردار وسى، د افراطى سړو نه ډډه وکه، او روېت تعقېب کړى. (رواېت الدرېمې)

څه چه عبدالله بن مسعود رضى الله عنه فرمائېلى دى هغه نن په مونږ رېښتېا شوى دى. په امت کى داسى ډلى راپورته شوى دى چه په ظاهره ډول امت د الله کتاب ته دعوتئ خو خپل ځانې د الله کتاب ته شاګانى ګرزولى دى او بې ګناه بې بې خطا پاک معصومه مسلمانان (خصوصاً په افغانستان کى) وژنى او وېنه بهوى.


عمر احمدزئى
08.11.2006

سلامونه،

ګرانه وروره Mohammadi صېب، ډېری سپکی خبری دی وکړی خو زه درنه هېڅ شکاېت نه لرم٠ لوی خدای پاک نه غوښتنه کوم چه درته هداېت وکی.

هوتک وروره، خودای راستی که په ځوند کی می انور شاهېن نوم هم اورېدلی وی، زه شېعه نه ېم، لوړمبۍ پښتون (افغان) بېا سنی مسلمان ېم٠

ځواکمن وروره، د صبر نه کار واخله ولی چه د صبر مېوه ډېره خوګه وی٠ 



15.11.2006

احمد ځيه وروره سلام !
[quote:1d6e4a6884]ځواکمن وروره، د صبر نه کار واخله ولی چه د صبر مېوه ډېره خوګه وی٠[/quote:1d6e4a6884]
وروره له بي صبرۍنه خو ،چې ميوه يې يقينأ ترخه ده، تاسوکار واخيست او ډير لوستونکي موپرځان شکمن کړل ، چې دديرشو حديثونو اعلام مو وکړ اوتراوسه مو ٢ هم ونشول ښودﻻی .
عجيبه ﻻ داچې املا او ژباړه موهم د معنی له مخې ډيرې تيروتنې اونيمګړتياوې لري ، نو لو ستونکي ته شک ورپريوځي چې کيدای شي دقلم ددغه نوی پهلوان سوادهم د شک له ګواښ سره مخامخ وي او دغه مطلب يې هم له کو بل ځايه سم نه وي راکاپي کړې . نو ددې شک د رفع او ترديد له پاره پکار دي چې خپله ادعا کړې مذهبي پوهه خو اخر ثابته کړئ ! که څنګه ؟
په درنښت


رښتینی
16.11.2006

ياره احمد زي صيب قلم دى تاند اوسه
ګومان كوم ددى كسانو دياغيتوب دزباتولو له پاره يو حديث
هم بس او كفايت كوى ځكه په يوه حديث سره به حكم ثابت شى
او دانور نه ويشت خو به د تاييد له پاره وى خو تا دويم حديث هم
بياموند او دايي تاييد نورو اته ويشتو ته اړتيا نشته ځكه يو خو لكه
چى ومى ويل فقط يو حديث هم بس دى او تا خو لا دتاييد له پاره بل
هم را وړ او بل ګومان كوم چى ته دا ديرش حديث پوره كوى دلوستونكو
به سترګى درته سپينى شى ځكه داد كمپيوټرى پروګرامونو اړول را اړول
او پلټنى به دى ډير ستومانه كړى او ستونزه به دى په ځاى
بشپړه درته پرته وى ځكه ددى حديثو تطبيق به څوك درسره وه نه منى
_________
او نوربيا ګرانه

په مينه


ښکلا
16.11.2006

عمراحمدزی وروره ،

سلامونه او نېکې هيلې !
د دې لپاره چې خپله ادعا رښتيا کړئ بايد هغه څۀ چې پۀ دې تړاو يې لرئ بې له کومې وېرې يي د لوستونکو پۀ حضور کې کېږدئ !
پۀ همدې هيله کمکۍ خور مو ښکلا


زمريال
16.11.2006

ګرانو وروڼو،
سلامونه او نېکې هيلې !
احمدزی ؟ صاحب ،
د ځواکمن صيب پۀ تاييد به دومره نور هم ورزيات کړم چې له ژبې هم مالومېږئ چې پۀ قوم احمدزی نه ياست او د هوتک ورور خبره بالکل پرځای مالومېږي چې تاسو انور شاهين خانخېل ياست ځکه چې ما د نوموړي ډېرې ليکنې لوستلې چې املا او محتوا يي کټ مټ ستاسې پۀ څېر له مرضه او غرضه ډکه وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more