د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګرانو هيواد والو ! نېکمرغه کمکی اختر مو مبارک شه ( ! )

کټوازی
21.10.2006

ګرانو هيواد والو ډېره هيله مې لرله چې ټولو هغو وروڼو ته چې د ټول افغان پۀ وياړلې پاڼې کې مو مو ورسره پېژندلي ، اوبېلابېل ،سياسي ، علمي ، ټولنيز او اکېډميک موضوعات مو ورسره وخت پر وخت Discuss کړي او پۀ دې تړاو يې د ډېرو د رهنمايي وياړ هم را پۀ برخه دی د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکې ورځې پۀ اجتماعي او ديني مناسبت د مبارکي تاودۀ مراتب هريوۀ ته پۀ شخصي پېغامونو کې تقديم کړم ، خو پۀ خواشينۍ سره ، د يو څۀ بوختيا له کبله مې دا کار ونه کړای شو ، چې له همدې امله به مو عذر ومنئ او د دې ليکنې له لارې غواړم چې ټولو هيواد والو ته چې دځينو مې نومونه هم پۀ ياد ي د دې مبارکې ورځې مبارکي ووايم ( ! )
____________________
د ټول افغان د وياړلې ملي اسلامي پاڼې مسؤل مدير ښاغلی شېرزاد کامه وال صاحب ، محترم مولوي صاحب طالب جان ، محترم مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ، پياوړی ليکوال او د بحث فورم مشر ښاغلی وطنمل صاحب ، تکړه او صميمي ليکوال ښاغلی ځواکمن صاحب ، دروند مشر ښاغلی نقاد صاحب ،ليکوال او ژورناليست ښاغلی لاروی صاحب ،ګران ورور ښاغلی غروال صاحب ، قدرمن وروڼه هر يو ښاغلی حامد صاحب ،ښاغلی پتنګ صاحب، ښاغلی غفار صاحب ،ښاغلی کوشان صاحب ،او پۀ پای کې[color=white:92244d08e2] هغه زموږ د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ مجلس روح روان [/color:92244d08e2] ګران ورور نصير احمد هوتک ، ښاغلی مازديګر ،ښاغلی هيواد شېرزاد،ښاغلی عصمت الله او نورو ټولو هغو ګرانو هيواد والو چې دمګړۍ مې يي نومونه پۀ زړۀ نۀ دي ..........
د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکې ورځې پۀ مناسبت مبارکي درته وايم ، او دلوی څښتن د رحمت پۀ بارګاه کې مو ټول بدني او مالي عبادات قبول اومقبول غواړم ، پالونکی څښتن مو زموږ پۀ ګډون د روژې مبارکې پۀ مياشت کې د خپل خالق جلجلالۀ پۀ درګاه کې هرډول بدني او مالي عبادت ،رياضت او تعظيم پۀ لوړو مرتبو قبول اومقبول وګرځوي ! امين ثم امين !
پۀ دې هيله چې د نېکمرغه کمکي اختر مبارکې او له خوښۍ ډکې ورځې به له خپلو درنو کورنيو او اولادونو سره پۀ خوشالۍ اوخندا تېرې کړئ !
والسلام ورور مو صميم


رښتینی
22.10.2006

[img:70101d5eff]http://www.swahl.com/up/m31/swahlcom_210a.gif[/img:70101d5eff]

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

په وار سره زه هم ټولو يارانو ته دكوچنى اختر مباركى وايم
او محترم صميم صيب تاته دخداى اجرونه دركړى چى دا دخير باب دى پرانست سوكاله او خوشاله اوسى او په ورځنيو چاروكى بريالى اوسي

ياره صميم صيب دازمونږ مباركى له يوه داسى ديس نه درليږم
چى زما له خوار او سپيره ديس نه ډير ليرى پروت دى او زه دسفر
شپى ورځى په كى ګوډوم

كاشكى شه خړپولى سپينږيرى واى څو مى دا ارزو ګانى او تمناوى يو
څه زمول واى او په يوه شنه نسوار مى دهغوى ډير بوج كمولى شوى
او چى بيا مى دى شنه كافر ته تر ژبى لاندى هم ځاى وركولى نو بيا خو
به يي زما ډيرى انديښنى را سپكولى
خو له ښه مرغه به يي وبولم چى نه کړوپ سپين ږيرى يم او نه په دى بل
ميرات مړى روږدى يم اوله خپله كوره هم ليرى يم نو په دى حالاتو كى خو به هغه يو شعر درته وليكم او شاعر خو يي ولا كه پيژنم خو خداى دوكړى چى شعر سم وليكم

[color=green:70101d5eff]نن مى چى ډير په ياد اوريږى داختر مخه ده
زړه ته د تيرو خاطرا تو د لښكر مخه ده [/color:70101d5eff]

او بس نو مونږ به داختر په ورځ دا شعر زمزمه كوو
او له اوښكونه به مرسته غواړو چى دزړه د مړو دردونو
په سپكولو كى مرسته راسره وكړى

ستاسو دسوكالى او نيكمرغى په هيله


صافی
22.10.2006

درنو اومحترمو ورنو اوخویند و! السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:

زه هم په خپل وار دټول افغان محترمو چلونکو، درنو کارونکو، او ټولو محترمو لستونکو ته دنیکمرغه کوچنې اختر مبارکی وړاندی کوم ،او دروژو او عبادتو قبلیدل او خوشحالی مو دلو څیښتن تعالی ددرباره غواړم .
حامد جان ورور! ځوانی دخدای نعمت اد دکورنی نه لیروالی دحلالې روزۍ دکټلو په نیت هم عبادت دی .
وروره! په مسافرت کې ګمان کوم یوازی نیاست اوټول ښایې درسره شریک یوی ، نوخدای دې مونږ اوتاسو ټولو ته روغ صحت او دژوند د بی پایانه ستونځو او
ازما یښتونو په مقا بل کې لوړ همت نصیب کړی . امین


رښتینی
22.10.2006

صافى صيب سلام

محترم صافى صيب ستا له ډاډينى مننه كوم او خداى مو دى
په خپل هيواد كى چارى را برابرى كړى او لوى څښتن دى
دازمونږ په حال رحم وكړى
محترمه دامى هسى دزړه خواله در سره په نيت كى و او خداى
مو دى دا خبرى په شكايت كى نه را حسابوى

او بل محترم صافى صيب ما يو كشر ورور او كه موشفقت نور هم
راباندى ولوروى يونازولى ورور وبولئ ځكه زما ليكنى كله كله يو
څه بي ډنګه وى نو بښنه به راته كوى

په مينه



هيواد شېرزاد
22.10.2006

زه هم په خپل وار ټولو دوستانو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وايم . سوکاله اوسئ .

[img:61f222942e]http://i3.photobucket.com/albums/y82/hewad/akhtar06_.jpg[/img:61f222942e]


کوچنی اختر مو نېکمرغه !!


ع کريم حليمي
23.10.2006

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

زما ګرانو او قدرمنو  د ټول افغان د پاڼي دوستانو ! زه هم په خپل وار 
تاسو ټولو ته د کوچني اختر د راتلو لامله خپلي ښې هيلي او مبارکۍ وړاندي 
کوم ، او د الله تعالی له درباره لانور ښه د قدر ،خير او شرف ژوند ستاسي او 
ستاسو و پتمني کورنۍ ټولو غړو ته غواړم  
....................په احترام
..................حليمي  


رښتینی
23.10.2006

[img:9bf010ac7e]http://www.arabiccards.com/cards/3id_fetr/3id_fetr_25_L.gif[/img:9bf010ac7e]

يارانو خوشالى مو زما هيله ده
او لوى څښتن دى زمونږ ويرژلى هيواد او خپه ولس ته
زياته دخوښيو ورځى ورپه برخه كړى او دا لوى څښتن ته
اسانه ده

په مينه


ښکلا
23.10.2006

ګرانو وروڼو او خويندو ،
زۀ هم پر خپل وار د ټول افغان پاڼې درنو چلوونکو ، کتونکو او ليکونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=17042#17042] مبارکي [/url] وايم
اختر مو مبارک شه !
پۀ درنښت : کمکۍ خور مو ښکلا


منلی
23.10.2006

اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
ټــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولو افغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانانـــــــــــوته دي كـــــــــــوچــــــــــــــــــني اخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــترمبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــارك وي .
هيله كوم چي په خوشحالي يي تير كړي


ghafar
23.10.2006

زه هم پخپل وار د ټول افغان د پاڼې ګرانو چلوونکو او نورو ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم . پاک الله دې مونږ ټولو ته یو پتمن ژوند را پر برخه کړي .
والسلام


momtaz
23.10.2006

ګرانو هېوادوالو اختر مو مبارک شه !


عصمت الله
23.10.2006

زه هم ټولو هیوادوالو ته او دټول افغان دبحث فورم لیکوالانو ته او لوستنکو ته دې کوچنی اختر مبارکی وایم.
په تیره بیا صمیم کټوازی ته او هیواد شیرزاد ته


کټوازی
23.10.2006

ګرانو وروڼو او هيوادوالو ،
د يو هيوادوال پۀ توګه مو پر خپل وارد نېکمرغه کمکي اخترد مبارکي له تودو ولولو او مراتبو څخه مننه کوم او پۀ څنګ کې يي يوو ارې بيا ګرانو لوستونکو او کتونکو ته د کوچتي اختر د نېکمرغه ورځې پۀ مناسبت مبارکي وايم !
رښتيا هم چې پۀ اتفاق او ا جتماعيت کې برکت وي ! پۀ دې مانا چې پۀ دې ډول ډېر هغه وروڼه چې له يوې اوږدې مودې راهيسې مو ورسره دګپ شپ پرفضا چوپتيا واکمنه وه يو وارې بيا پرميدان راښکاره شول ( ښاغلی هيواد شېرزاد او ګران عصمت لله يادوم ) او هم ورسره نوي ملګري راپيداشول غم دې يي نۀ وي ژوندي او ګړندي يې لرې !
_____________
اود ګران حامد جان ته د پردېسي او له خپل کور کلي څخه يي دليروالي پۀ هکله بايد ورته ووايم چې :
زما زړۀ ته رانږدې حامد جانه !
خدای دې وکړي چې له هغه دېس څخه ټول افغان ته راځئ ،چې زۀ فکر کوم !
له کور او کلي څخه پۀ ليروالی کې رښتيا هم چې انسان د بې وطني او بېګانګي احساس ډېر ځوروي پۀ تېره بياد غم ( غم خو دې نۀ وي ) خوښۍ او خوشالۍ پۀ مهالونو کې د تنهايي او محرومي احساس يې هره ګړۍ سترګې اوښلنې ساتي ، خو څۀ ووايم که فکر وکړو نو ټول عمر موپۀ پردېسۍ او بېوطنۍ کې تېر کړ ، بې وطني او پردېسي خو يي لا څۀ کوې چې پۀ خپل دېس کې مو د پيدايښت او لويښت شېبې مو هم نۀ دي لرلې او د سيمې جيوپولتيک حالات يې راښيي چې پۀ زړښت کې به يي هم و نه لرو !
باور به مو رانۀ شي که نن د زړۀ خبره ،د ښاغلي مکرم خان پۀ لاندې شعر کې درسره شريکه کړم چې د کراچۍ او پېښور پرځای به يي خپلې سيمې يادې کړم

[color=white:53065bdc12] ډېر بېلتانۀ پر ايبټ آباد داسې مئين کړم چې اوس
لکه پردي وطن ته ځم چې کټواز ته ځمه [/color:53065bdc12]
او څۀ چې وايم رښتيا وايم ! درواغ مې لا سم نۀ دي زده کړي :oops: :lol: :oops:
بس د خدای جلجلالۀ به شکر پرځای کړم چې زما پۀ فطرت کې يي رجائيت اخښلی او د نامېندۍ ترسيوری لاندې نه راځم ، غواړم ستاسې له دې شعر سره چې
[color=blue:53065bdc12]نن مې چې ډېر په ياد اورېږي داختر مخه ده
زړۀ ته د تېرو خاطرا تو د لښكر مخه ده [/color:53065bdc12]
سره د ښاغلي صابرشاه داشعر هم مل کړم :
[color=white:53065bdc12]ليرې له تا نه اې زما د زړۀ دکور ملوکې
پۀ خپلو اوښکو ماښامی او پېشمنی کومه [/color:53065bdc12]
حامد جانه ! غواړم ډېرې خبرې درسره وکړم ( ياني د موضوع سرليک يې اجازه راکوي چې څرنګه مې خوښه وي ،وږغېږم ) خو [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=17042#17042] ښکلا [/url] خور د يوې داسې صحنې رښتينې انځورګري کړې چې د هر کرښې پۀ لوستو مې يي لپې لپې اوښکې تويي کړې ،نه يوازې ما بلکې هرلوستونکی چې د نن ورځې پۀ مناسبت يې ولولي نو يو خاص عاطفي او وجداني کيفيت به يي له سترګو اوښکې روانې کړي !
ګنئ ډېره هيله مې لرله چې نن خو د زړۀ غوټې ښې درته پرانېزم !
پۀ بې کچه مينه او ادب
ورورمو صميم


نقاد
23.10.2006

د ټول افغان د ملي اسلامي او دېموکرات سنګرد معنوي مبارزې ټولو ملګرو، خويندو ورونو،
ته د زړه له کومي د کمي اختر مبارکي وايم او د ګران وطن په خدمت کې يې اند تاند او قلم
څپاند غواړم ، په تيره بيا کمکۍ خور ښکلا ته چې په زړه پورې ادبي ټوټه يې وړاندې کړې ده
اوغواړم د خوږ ژبي ليکوال صميم کټوازي په تاييد زه هم په يوې څلوريزې سره ددغې با احساسې
خورکۍ د نازک خيال ازښتونه وکړم :

................................. [color=yellow:7385a322be]کمکۍ خور ښکلا ته[/color:7385a322be]

[color=white:7385a322be]تاچې کومه ادبي ټوټه ليکلې
........................................... لکه هار دې په کې مينه را پېيلې

په قلم ګوتو او مټو دې رحمت شه
........................اند دې ښکلی، پند دې ښکلی، ته يې ښکلې [/color:7385a322be]
.
.


رښتینی
24.10.2006

محترمو وروڼو مشرانو او كشرانو او شاغلى صميم صيب

سلامون او نيكى هيلى مى ومنئ !

يارانو باوربه موراشى كه نه چى زه د اختر په ورځ يوه ليونى احساس په مخه كړى يم نن مى خداي شته چى دملاصيب په خطبه كى هم ښه زړه تش كړ
كيدى ځينى خلك ژړا دكمزورى او لږځواكى نښه وبولى خو زما يي له دى
زورورو سل وارى توبه دا له تورو كاڼو جوړ تورزړونه دى دوى په خپلو
بيرحمه سينو كى ښوروى او دوى ته دى مبارك وى

زه مى په دا خپل ښځونوكى زړه خوشاله يم او په همداسى زړونه پسى به
ګرځم او لوى څښتن خو دى نور هم زيات كړى څو دانسانيت توخم بر او
ميوه په كى ونيسى او له انسانيت سره دمينى له پاره چمتو شو

ترڅو به ددى تورزړو رحم او كرم ته پراته يو ؟؟؟

اخر هغه ورځ به كله راځى چى دانسان كرامت مو پيژندلى وى
او انسان ته دانسان په سترګو وګورو ؟؟؟

او محترم صميم صيب ستا له خوږو خبر مو مه بي برخى كوه
او دنتليو زړونو دسپكولو ښه لاره خو همدا ده چى يوه بل ته
يي سره تش كړو او كه نه په ولا به مو ترك زرى وچوى
الله مو دله زره چاودون نه وساتى

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more