د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د يتيم آرزو ( د اختر خاطره )

ښکلا
23.10.2006

د يتيم آرزو ( د اختر خاطره )

ژړل يې ....................

مګر نه ددې لپاره چې د اختر پۀ ورځ يې ګلالي کالي نۀ وو اغوستي يايي د کاسکيت خولۍ زړه وه ............

دايي يو هم نه درلودل ،

نو ولې يي ژړل ؟ څۀ آرزو يي وه؟

د اختر ورځ وه ، لوی او واړۀ هوسېدل پۀ تېره بيا د دۀ همزولي پۀ خندا خندا نڅېدل او ټوپونه يي وهل ، مګر دۀ چې له سهاره يي پر ژړا پيل کړی وو لا يي ژړل ، او هره ګړۍ چې به يي يو پلار او زوی پۀ خندا سره وليدل د دۀ تاثير به ډېرېدۀ ............ !

دا ځکه چې دۀ پۀ دې ټوله دنيا کې يوه کلمه ، يوه خبره غوښته چې څوک يې ورته وکړي ، خوله بده مرغه له هيچا څخه يي هم هغه کلمه نه اورېدله ......... !

دا کومه کلمه وه؟

هغه داچې يو سړی راشي ، د دۀ پر سر لاس تېر کړي او ورته ووايي : ؛ زويه !؛

ځکه چې دۀ پلار نه درلود او نورو دۀ ته د زوی پۀ سترګه نه کاتۀ ،همداسې تېرېدل ...

نو اې د ښۀ زوی څښتنه! د خپل نازولي زوی سترګو ته وګوره ، خدای دې ستا ګلالی زوی له داسې ورځې څخه ليرې ليرې ساتي .....

راشه- مخکې له دې چې ستا زوی همدې يوې کلمې ته اړشي ، پردې بې پلاره او بې وزلې يتيم رحم وکړه او د خپل زوی پۀ څېر يې غېږې ته درنږدې کړه او ورته ووايه : ؛ زويه!؛


رښتینی
23.10.2006

محترمو وروڼو او درنى خورى ښكلا سلام

كه ديتيم په اړه ډير درسره وګړيږم څو ك به مى رياكار وبولى
څوك به مى وزګار وبولى او څوك به مى بيا غميار وګڼى خو چى
هرڅه دى دا يو حقيقت راسره ومنئ چى زمونږ هيواد خو يوه
ډكه يتيمخانه ده او لا يي دروازى ته هره ورځ ديتيمانو كتارونه ولاړوى
او دا زمونږ سره مخى ميلمانه او بيرحمه ليوان ددى بدمرغه شميرى
په لا زياتولو بو خت دى او د ټوپكونو نلى يي لا زمونږ دځيګر په غوښو نه دى سړى شوى

دښكلا خور په څير ټوټه خو نشم ليكلى خو يوڅو انځورونه درته را اخلم
چى كه څه هم له دى ورځى سره نه ښايي خو بياهم زمونږ پرسرونو دروان ظلم او زمونږ دځيګر دغوښو د ريبلو څو بيلګى يي وبولى

[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/22d8aeb60a.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/09aa582ae0.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/f171db5ad7.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/b89dc78b2e.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/6e50c25867.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/bafdb01f2d.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/a225833b13.jpg[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/c110418ebb.gif[/img:b0bea97afd]
[img:b0bea97afd]http://www.7yati.net/up/uploads/0cae25f76a.jpg[/img:b0bea97afd]

ډيره بښنه غواړم چى ستاسو دخوښيو په دا نيكمرغو ورځو كى
مو دا ډول دردوونكى انځورونه مخته ژدم خو زمونږ ټولنه له داسى
ډيرو ستونزو سره مخ ده نو ددى هيرول هم يو نه بښونكى جرم او
ستره ګناه ده او ما وبښئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more