tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

ګرانو هيواد والو ! نېکمرغه کمکی اختر مو مبارک شه ( ! )

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اکتوبر   21, 2006 5:31 am    عنوان   : ګرانو هيواد والو ! نېکمرغه کمکی اختر مو مبارک شه ( ! ) Reply with quote

ګرانو هيواد والو ډېره هيله مې لرله چې ټولو هغو وروڼو ته چې د ټول افغان پۀ وياړلې پاڼې کې مو مو ورسره پېژندلي ، اوبېلابېل ،سياسي ، علمي ، ټولنيز او اکېډميک موضوعات مو ورسره وخت پر وخت Discuss کړي او پۀ دې تړاو يې د ډېرو د رهنمايي وياړ هم را پۀ برخه دی د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکې ورځې پۀ اجتماعي او ديني مناسبت د مبارکي تاودۀ مراتب هريوۀ ته پۀ شخصي پېغامونو کې تقديم کړم ، خو پۀ خواشينۍ سره ، د يو څۀ بوختيا له کبله مې دا کار ونه کړای شو ، چې له همدې امله به مو عذر ومنئ او د دې ليکنې له لارې غواړم چې ټولو هيواد والو ته چې دځينو مې نومونه هم پۀ ياد ي د دې مبارکې ورځې مبارکي ووايم ( ! )
____________________
د ټول افغان د وياړلې ملي اسلامي پاڼې مسؤل مدير ښاغلی شېرزاد کامه وال صاحب ، محترم مولوي صاحب طالب جان ، محترم مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ، پياوړی ليکوال او د بحث فورم مشر ښاغلی وطنمل صاحب ، تکړه او صميمي ليکوال ښاغلی ځواکمن صاحب ، دروند مشر ښاغلی نقاد صاحب ،ليکوال او ژورناليست ښاغلی لاروی صاحب ،ګران ورور ښاغلی غروال صاحب ، قدرمن وروڼه هر يو ښاغلی حامد صاحب ،ښاغلی پتنګ صاحب، ښاغلی غفار صاحب ،ښاغلی کوشان صاحب ،او پۀ پای کې هغه زموږ د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ مجلس روح روان ګران ورور نصير احمد هوتک ، ښاغلی مازديګر ،ښاغلی هيواد شېرزاد،ښاغلی عصمت الله او نورو ټولو هغو ګرانو هيواد والو چې دمګړۍ مې يي نومونه پۀ زړۀ نۀ دي ..........
د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکې ورځې پۀ مناسبت مبارکي درته وايم ، او دلوی څښتن د رحمت پۀ بارګاه کې مو ټول بدني او مالي عبادات قبول اومقبول غواړم ، پالونکی څښتن مو زموږ پۀ ګډون د روژې مبارکې پۀ مياشت کې د خپل خالق جلجلالۀ پۀ درګاه کې هرډول بدني او مالي عبادت ،رياضت او تعظيم پۀ لوړو مرتبو قبول اومقبول وګرځوي ! امين ثم امين !
پۀ دې هيله چې د نېکمرغه کمکي اختر مبارکې او له خوښۍ ډکې ورځې به له خپلو درنو کورنيو او اولادونو سره پۀ خوشالۍ اوخندا تېرې کړئ !
والسلام ورور مو صميم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   22, 2006 1:24 am    عنوان   : Reply with quote






السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

په وار سره زه هم ټولو يارانو ته دكوچنى اختر مباركى وايم
او محترم صميم صيب تاته دخداى اجرونه دركړى چى دا دخير باب دى پرانست سوكاله او خوشاله اوسى او په ورځنيو چاروكى بريالى اوسي


ياره صميم صيب دازمونږ مباركى له يوه داسى ديس نه درليږم
چى زما له خوار او سپيره ديس نه ډير ليرى پروت دى او زه دسفر
شپى ورځى په كى ګوډوم

كاشكى شه خړپولى سپينږيرى واى څو مى دا ارزو ګانى او تمناوى يو
څه زمول واى او په يوه شنه نسوار مى دهغوى ډير بوج كمولى شوى
او چى بيا مى دى شنه كافر ته تر ژبى لاندى هم ځاى وركولى نو بيا خو
به يي زما ډيرى انديښنى را سپكولى
خو له ښه مرغه به يي وبولم چى نه کړوپ سپين ږيرى يم او نه په دى بل
ميرات مړى روږدى يم اوله خپله كوره هم ليرى يم نو په دى حالاتو كى خو به هغه يو شعر درته وليكم او شاعر خو يي ولا كه پيژنم خو خداى دوكړى چى شعر سم وليكم

نن مى چى ډير په ياد اوريږى داختر مخه ده
زړه ته د تيرو خاطرا تو د لښكر مخه ده


او بس نو مونږ به داختر په ورځ دا شعر زمزمه كوو
او له اوښكونه به مرسته غواړو چى دزړه د مړو دردونو
په سپكولو كى مرسته راسره وكړى

ستاسو دسوكالى او نيكمرغى په هيله


وروستی ځل بدلون  رښتینی   په  ١   شنبه اکتوبر   22, 2006 4:12 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
صافی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 12 جون   2006
ليکنې: 194
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   22, 2006 3:57 am    عنوان   : Reply with quote

درنو اومحترمو ورنو اوخویند و! السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:

زه هم په خپل وار دټول افغان محترمو چلونکو، درنو کارونکو، او ټولو محترمو لستونکو ته دنیکمرغه کوچنې اختر مبارکی وړاندی کوم ،او دروژو او عبادتو قبلیدل او خوشحالی مو دلو څیښتن تعالی ددرباره غواړم .
حامد جان ورور! ځوانی دخدای نعمت اد دکورنی نه لیروالی دحلالې روزۍ دکټلو په نیت هم عبادت دی .
وروره! په مسافرت کې ګمان کوم یوازی نیاست اوټول ښایې درسره شریک یوی ، نوخدای دې مونږ اوتاسو ټولو ته روغ صحت او دژوند د بی پایانه ستونځو او
ازما یښتونو په مقا بل کې لوړ همت نصیب کړی . امین
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   22, 2006 3:49 pm    عنوان   : Reply with quote

صافى صيب سلام

محترم صافى صيب ستا له ډاډينى مننه كوم او خداى مو دى
په خپل هيواد كى چارى را برابرى كړى او لوى څښتن دى
دازمونږ په حال رحم وكړى
محترمه دامى هسى دزړه خواله در سره په نيت كى و او خداى
مو دى دا خبرى په شكايت كى نه را حسابوى

او بل محترم صافى صيب ما يو كشر ورور او كه موشفقت نور هم
راباندى ولوروى يونازولى ورور وبولئ ځكه زما ليكنى كله كله يو
څه بي ډنګه وى نو بښنه به راته كوى

په مينه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هيواد شېرزاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست   2002
ليکنې: 214
ځای: سويډن

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   22, 2006 7:55 pm    عنوان   : Reply with quote

زه هم په خپل وار ټولو دوستانو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وايم . سوکاله اوسئ .

بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2692
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 3:13 am    عنوان   : کوچنی اختر مو نېکمرغه !! Reply with quote

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

زما ګرانو او قدرمنو  د ټول افغان د پاڼي دوستانو ! زه هم په خپل وار 
تاسو ټولو ته د کوچني اختر د راتلو لامله خپلي ښې هيلي او مبارکۍ وړاندي 
کوم ، او د الله تعالی له درباره لانور ښه د قدر ،خير او شرف ژوند ستاسي او 
ستاسو و پتمني کورنۍ ټولو غړو ته غواړم  
....................په احترام
..................حليمي  
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 5:11 am    عنوان   : Reply with quote



يارانو خوشالى مو زما هيله ده
او لوى څښتن دى زمونږ ويرژلى هيواد او خپه ولس ته
زياته دخوښيو ورځى ورپه برخه كړى او دا لوى څښتن ته
اسانه ده


په مينه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ښکلا



دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2005
ليکنې: 22
ځای: فطرت

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 5:48 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو وروڼو او خويندو ،
زۀ هم پر خپل وار د ټول افغان پاڼې درنو چلوونکو ، کتونکو او ليکونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم
اختر مو مبارک شه !
پۀ درنښت : کمکۍ خور مو ښکلا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger
منلی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 29 اګست   2005
ليکنې: 254

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 6:02 am    عنوان   : Reply with quote

اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
ټــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولو افغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانانـــــــــــوته دي كـــــــــــوچــــــــــــــــــني اخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــترمبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــارك وي .
هيله كوم چي په خوشحالي يي تير كړي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ghafar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 اکتوبر   2005
ليکنې: 613
ځای: germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 6:11 am    عنوان   : Reply with quote

زه هم پخپل وار د ټول افغان د پاڼې ګرانو چلوونکو او نورو ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم . پاک الله دې مونږ ټولو ته یو پتمن ژوند را پر برخه کړي .
والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
momtaz
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جولاي   2006
ليکنې: 254

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 6:25 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانو هېوادوالو اختر مو مبارک شه !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عصمت الله
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 12 مارچ   2006
ليکنې: 140

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 6:33 am    عنوان   : Reply with quote

زه هم ټولو هیوادوالو ته او دټول افغان دبحث فورم لیکوالانو ته او لوستنکو ته دې کوچنی اختر مبارکی وایم.
په تیره بیا صمیم کټوازی ته او هیواد شیرزاد ته
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 2:22 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانو وروڼو او هيوادوالو ،
د يو هيوادوال پۀ توګه مو پر خپل وارد نېکمرغه کمکي اخترد مبارکي له تودو ولولو او مراتبو څخه مننه کوم او پۀ څنګ کې يي يوو ارې بيا ګرانو لوستونکو او کتونکو ته د کوچتي اختر د نېکمرغه ورځې پۀ مناسبت مبارکي وايم !
رښتيا هم چې پۀ اتفاق او ا جتماعيت کې برکت وي ! پۀ دې مانا چې پۀ دې ډول ډېر هغه وروڼه چې له يوې اوږدې مودې راهيسې مو ورسره دګپ شپ پرفضا چوپتيا واکمنه وه يو وارې بيا پرميدان راښکاره شول ( ښاغلی هيواد شېرزاد او ګران عصمت لله يادوم ) او هم ورسره نوي ملګري راپيداشول غم دې يي نۀ وي ژوندي او ګړندي يې لرې !
_____________
اود ګران حامد جان ته د پردېسي او له خپل کور کلي څخه يي دليروالي پۀ هکله بايد ورته ووايم چې :
زما زړۀ ته رانږدې حامد جانه !
خدای دې وکړي چې له هغه دېس څخه ټول افغان ته راځئ ،چې زۀ فکر کوم !
له کور او کلي څخه پۀ ليروالی کې رښتيا هم چې انسان د بې وطني او بېګانګي احساس ډېر ځوروي پۀ تېره بياد غم ( غم خو دې نۀ وي ) خوښۍ او خوشالۍ پۀ مهالونو کې د تنهايي او محرومي احساس يې هره ګړۍ سترګې اوښلنې ساتي ، خو څۀ ووايم که فکر وکړو نو ټول عمر موپۀ پردېسۍ او بېوطنۍ کې تېر کړ ، بې وطني او پردېسي خو يي لا څۀ کوې چې پۀ خپل دېس کې مو د پيدايښت او لويښت شېبې مو هم نۀ دي لرلې او د سيمې جيوپولتيک حالات يې راښيي چې پۀ زړښت کې به يي هم و نه لرو !
باور به مو رانۀ شي که نن د زړۀ خبره ،د ښاغلي مکرم خان پۀ لاندې شعر کې درسره شريکه کړم چې د کراچۍ او پېښور پرځای به يي خپلې سيمې يادې کړم

ډېر بېلتانۀ پر ايبټ آباد داسې مئين کړم چې اوس
لکه پردي وطن ته ځم چې کټواز ته ځمه

او څۀ چې وايم رښتيا وايم ! درواغ مې لا سم نۀ دي زده کړي Embarassed Laughing Embarassed
بس د خدای جلجلالۀ به شکر پرځای کړم چې زما پۀ فطرت کې يي رجائيت اخښلی او د نامېندۍ ترسيوری لاندې نه راځم ، غواړم ستاسې له دې شعر سره چې
نن مې چې ډېر په ياد اورېږي داختر مخه ده
زړۀ ته د تېرو خاطرا تو د لښكر مخه ده

سره د ښاغلي صابرشاه داشعر هم مل کړم :
ليرې له تا نه اې زما د زړۀ دکور ملوکې
پۀ خپلو اوښکو ماښامی او پېشمنی کومه

حامد جانه ! غواړم ډېرې خبرې درسره وکړم ( ياني د موضوع سرليک يې اجازه راکوي چې څرنګه مې خوښه وي ،وږغېږم ) خو ښکلا خور د يوې داسې صحنې رښتينې انځورګري کړې چې د هر کرښې پۀ لوستو مې يي لپې لپې اوښکې تويي کړې ،نه يوازې ما بلکې هرلوستونکی چې د نن ورځې پۀ مناسبت يې ولولي نو يو خاص عاطفي او وجداني کيفيت به يي له سترګو اوښکې روانې کړي !
ګنئ ډېره هيله مې لرله چې نن خو د زړۀ غوټې ښې درته پرانېزم !
پۀ بې کچه مينه او ادب
ورورمو صميم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   23, 2006 2:36 pm    عنوان   : Reply with quote

د ټول افغان د ملي اسلامي او دېموکرات سنګرد معنوي مبارزې ټولو ملګرو، خويندو ورونو،
ته د زړه له کومي د کمي اختر مبارکي وايم او د ګران وطن په خدمت کې يې اند تاند او قلم
څپاند غواړم ، په تيره بيا کمکۍ خور ښکلا ته چې په زړه پورې ادبي ټوټه يې وړاندې کړې ده
اوغواړم د خوږ ژبي ليکوال صميم کټوازي په تاييد زه هم په يوې څلوريزې سره ددغې با احساسې
خورکۍ د نازک خيال ازښتونه وکړم :

................................. کمکۍ خور ښکلا ته

تاچې کومه ادبي ټوټه ليکلې
........................................... لکه هار دې په کې مينه را پېيلې

په قلم ګوتو او مټو دې رحمت شه
........................اند دې ښکلی، پند دې ښکلی، ته يې ښکلې

.
.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اکتوبر   24, 2006 1:43 am    عنوان   : Reply with quote

محترمو وروڼو مشرانو او كشرانو او شاغلى صميم صيب

سلامون او نيكى هيلى مى ومنئ !

يارانو باوربه موراشى كه نه چى زه د اختر په ورځ يوه ليونى احساس په مخه كړى يم نن مى خداي شته چى دملاصيب په خطبه كى هم ښه زړه تش كړ
كيدى ځينى خلك ژړا دكمزورى او لږځواكى نښه وبولى خو زما يي له دى
زورورو سل وارى توبه دا له تورو كاڼو جوړ تورزړونه دى دوى په خپلو
بيرحمه سينو كى ښوروى او دوى ته دى مبارك وى

زه مى په دا خپل ښځونوكى زړه خوشاله يم او په همداسى زړونه پسى به
ګرځم او لوى څښتن خو دى نور هم زيات كړى څو دانسانيت توخم بر او
ميوه په كى ونيسى او له انسانيت سره دمينى له پاره چمتو شو

ترڅو به ددى تورزړو رحم او كرم ته پراته يو ؟؟؟

اخر هغه ورځ به كله راځى چى دانسان كرامت مو پيژندلى وى
او انسان ته دانسان په سترګو وګورو ؟؟؟

او محترم صميم صيب ستا له خوږو خبر مو مه بي برخى كوه
او دنتليو زړونو دسپكولو ښه لاره خو همدا ده چى يوه بل ته
يي سره تش كړو او كه نه په ولا به مو ترك زرى وچوى
الله مو دله زره چاودون نه وساتى

په مينه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.