د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ټول افغان طرحي مشاعره . . . .


هيواد شېرزاد
08.04.2006

سلامونه !
طرحي مشاعره مو دلته رانقل کړه . هيله ده چې دا لړۍ هدلته جاري وساتو، او د بيت بازۍ مشاعره هلته (تر خپل عنوان لاندې).

[color=blue:000ccb8392]عابد ليکلي :[/color:000ccb8392]
صميم جانه وروره ښې چارې:
دا چې تاسې ما ته د طرحې د ايښودو اجازه راکړې ده نو راځئ چې بسم الله کړو.
او نور دوستان دې هم په کې برخه واخلي. موږ به خوښ شو کيدای شي چې طنز و مزاح شعرونه په کې هم وويل شي غم به نه کوئ.
طرحه:
[color=darkblue:000ccb8392]ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه [/color:000ccb8392]
بس ورونو پرې رادانګئ. زموږ دوه ورځې رخصتي د يکشنبې يا اتوار په ورځ به راپيدا کيږم خدای دې وکړي چې ښه په درز کې شعرونه پرې وويل شي.
ستاسې ورور عابد
--------------------------------

[color=blue:000ccb8392]سهار ليکلي:[/color:000ccb8392]
ټولو دوستانو ته د زړه له کومې سلامونه او ژورې پيرزوينې .
عابد صيب ته خاص سلامونه او درناوی د شعرونو سره مو مينه او اشنايي لرو
که څه هم پخپله شاعر نه يم خو تاسو وړاندې کړی بيت مې دومره خوښ شو چې زه يې وهڅولم چې تاسوبدرګه کړم په دې هيله چې نيمګړتيا به مو تاسو پوره کوئ .

[color=darkblue:000ccb8392]ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه [/color:000ccb8392] ...... ب. م. عابد
[color=blue:000ccb8392]پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه[/color:000ccb8392] ...... سهار

په مينه او درنښت ستاسو سهار

-------------------------------

[color=blue:000ccb8392]هيواد شېرزاد ليکلي :[/color:000ccb8392]

د عابد صاحب په طرحه شعر هم خورا ګران کار دی ، خو ډېر دروند به نه وي . زه به هم يو شعر پکې وليکم ، خدای دې وکړي چې ډير کمزوری نه وي (اګر چې وي به هم ).

[color=darkblue:000ccb8392]ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه [/color:000ccb8392] ...... ب. م. عابد
[color=blue:000ccb8392]پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه[/color:000ccb8392] ...... سهار
[color=darkblue:000ccb8392]هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه[/color:000ccb8392] ..... هيواد شېرزاد


Abid
09.04.2006

قدرمنو ورونو هر يو شيرزاد صاحب او سهار صاحب مينه او بيا هم مينه چې زما طرحه مو استقبال کړې ده. له نورو يارانو هم هيله لرم چې په دې ښکلي يون کې له موږ سره مله شي او تر کومه ځايه چې يې غزولی شي، نو مزه به وکړي. سهاره وروره تاسې خو شاعر ياست دا خبره ځکه کوم چې تاسې تر ما هم ښه بيت ليکلی دی.همدا رنګه زما د جانان هيواد شيرزاد بيت هم ډېر ښکلی دی بس را شيوه شئ پرې يارانو دا لاندينۍ بيت هم په ډالۍ کې واخلئ:

چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟

ياران دې په ړومبي سر کې له لږ دقت نه کار واخلي چې استعمال شوې قافيه باندې بيت جوړ نه کړي. خو څرنګه چې دا قافيه محدوده ده، نو کيدای شي چې د قافيې د خلاصون په وخت کې تکراري قافيې ته تم شوو او مشاعره مخته بوځو.
ستاسې د ښکليو بيتونو د لوستو په هيله ستاسې ورور عابد


Abid
09.04.2006

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد


پاچاخوستي
09.04.2006

ښې چارې  ګرانووروڼو طرحي مشاعره په رانقل کيدوډيرخوشحال شوم 
زه خودومره لوړ شاعرنه يمه خوددې مشاعرې ډيرخوندراکړنويوبيت مې
وليکله امکان لري ښه وي 

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير.
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه٠٠٠٠٠ پاچاخوستی


بيدار
09.04.2006

ګرانوورونوښه صيحت
دپاچاخبرې دتکرارنه وي زه خپله نوي راغلی يم اودومره ښه شاعرهم نه يم خومشاعره ډيره په زړه پورې ده يوبيت ليکم

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار


Ajab
10.04.2006

[quote="بيدار"]ګرانوورونوښه صيحت
دپاچاخبرې دتکرارنه وي زه خپله نوي راغلی يم اودومره ښه شاعرهم نه يم خومشاعره ډيره په زړه پورې ده يوبيت ليکم

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى


کټوازی
10.04.2006

وا ه ، واه خدای مو ژوندي او ګړندي لره ، عابدجان او هيواد شېرزاد د ډېرې مننې وړ دي ، چې يوۀ د طرحي مشاعرې طرحه کېښووله او بل دلته رانقل کړه ، زۀ به هم يو ګوډ مات بيت وليکم ، خو دا وړانديز به مې بېځايه نۀ وي ، چې د مشاعرې لپاره دې وخت پۀ وخت طرحه بدله شي ، او دا وار که يي طرحه ګران هيواد شېرزاد کېږدي ،ښه به وي

_________________
[color=blue:76a07d3d5a]دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه[/color:76a07d3d5a]


بيدار
10.04.2006

سلام اوښه ژوندون
دصميم کټوازی خبرې په تکرارطرحه بدلون هم ښه دي خوبیایومت ګوډبیت لیکم
خدی دوکړي جې ښه وي

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار


کټوازی
11.04.2006

يارانو ، چېرې ورک سواست ؟
بيدار صيب يو ګوډ مات بيت به بل هم وليکم ، څومو د عابدجان له ګيلې ځان خلاص کړی وي ، خو پۀ تکراري قافيو کې به مشاعره ،خوند ونۀ کړي ، ځکه يي يوارې بيا يادونه کوم چې ، طرحه دې يي وخت پر وخت بدله کړای شي ، ګورم چې هيواد جان يې له کومې خوا راکچي :oops: :lol:
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار
[color=blue:7a3eea8e73]
دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه[/color:7a3eea8e73] .................... صميم کټوازی


وقار
11.04.2006

ګرانو دوستانو سلامونه و منئ.
ډېره په زړه پورې طرحي مشاعره مو پېل کړې ده.
هيله ده چې دا زما مات ګډ په کنډه نيم شعر په پوره و ګڼئ
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار

دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی

[color=blue:3e689d281e]د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه[/color:3e689d281e] ........... وقار

په مينه

-----
وقار


Ajab
15.04.2006

څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه

عجب خان کنړى


Abid
16.04.2006

يارانو سلامونه او ښې چارې. والله مزه يې وکړه چې ډېرو يارانو په طرحي مشاعره کې برخه واخيسته. زه پوره يوه اونۍ پس فورم ته ورننوتم. صميم جان ډير ښه وړانديز کړی دی چې طرحه دې بدله شي چې تکراري قافيه په کې را نه شي ځکه چې بيا د شعر خوند،خوند نه پاتې کيږي. او لکه څنګه چې صميم جان په هيواد شيرزاد غږ کړی چې طرحه به ټاکي نو هيله ده چې طرحه ژر تر ژره وټاکي چې ياران به نوې قافيې ته تنده لري. په زړې طرحه يو بيت بل هم در شړم.
جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه
په ټوله مينه او درنښت
ستاسې ورور عابد


پاچاخوستي
16.04.2006

سلام ګرانوورونونوې طرحه شوروکړې دغه دې په هم دځاي باس وي

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار

دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی

د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار

څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه٠٠٠٠٠٠٠ جب خان کنړى

جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه ٠٠٠٠عابد


Abid
17.04.2006

ګرانو دوستانو مننه کوم چې زما طرحه مو استقبال کړه او دومره پاخه خيالونه مې په شعر کې راونغاړل. که څه هم دوه درې بيتونه په کې داسې هم وو چې يو نيم ځای به په کې وزن مات وو. خو د سمون وړ وو. د پاچا خوستي له غوښتنې سره سمه له ښاغلي هيواد شيرزاد نه هيله کوم چې ژر تر ژره طرحه وټاکي چې ياران به د شعر ويلو تنده لري. خو راځئ چې دا ځل په کې نقد ته هم ځای ورکړو. مطلب مې دا دی دپه طرحه د شعر ليکلو نه مخکې دې په ويل شوي بيتونو کره کتنه وکړي او خپل نظر دې پرې څرګند کړي. د شرزاد صاحب د طرحې د ټاکلو په هيله
ستاسې ورور عابد


Ajab
17.04.2006

يارانو تاسې خو دا مشاعره ډېره ژر پاى ته ورسوله. او وتښتېدئ زما په فکر لا خو دوام ورکول پکار دي تر څو زيات بېتونه پرې وويل شي. دغومره بېتونه خو پرې ما په اوله ورځ ويلاى شول. ماته خو دا عابد پوخ شاعر ښکارېدۀ خو ډېر ژر يې قافيې له لاسه ورکړې چې دا دده په "ماشوموالي" دلالت کوي.
يو بېت پکې بل درواخلئ

که په دليل يم نو "کوشان" يمه زه
که بې دليله شوم "پتنګ" به شمه

(يادګيرنه] کوشان او پتنګ د دې فورم دوه ليکوالان دي. کوشان تل په دليل او منطق پوره ليکنه کوي او پتنګ تل بې دليله او د ځانګړيو ښکنځلو ډکې ليکنې کوي)

ستاسې
عجب خان کنړى


وقار
18.04.2006

سلامونه ښاغلو.
عابد صېب سمه خبره کړې ده. وړاندې تر دې چې بله طرحي مشاعره پېل کړو نو په دا تېرو بېتونو به کره کتنه و کړو تر څو زما غوندې کمزوري شاعران خپلې تېروتنې ته متوجه شي.
د کره کتنې لپاره به شېرزاد صېب او هادي جان شعر غوره کړې.

په درنښت

وقار


Abid
18.04.2006

يارانو ښې چارې
بايد وقار صاحب ته وويل شي چې دنوموړې طرحې قافيه محدوده ده ځکه موږ د بلې طرحې غوښتنه کړې ده او که څوک يې ستا په څير غځول غواړي نو تکړه دې شي او ستا په څير دې د پتنګ په قافيه د دوو پر ځاې درې بيتونه وليکي.


کټوازی
18.04.2006

ګرانو وروڼو سلامونه مو ومنئ !
عابدجانه ! ډېره تلېوار دې وکړه ، لږ به لا نور هم ناوخته سوی وې :oops: :oops:
خو پۀ هرصورت ، شروع يي له ما ،پۀ ليکل شوو بيتونوپۀ لنډ ډول خپل نظر وړاندې کوم ،
لمړی :
عابد ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360] ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه[/color:e0bedd0360]
له سينې سره د لونګ غوندې پۀ جنګ کېدل ، خدايزده چې شاعر کوم مجبوريت لارۀ چې پر دومره زاړۀ سبک يې تکيه کړې ؟ سره له دې چې ښۀ شاعر هم دی او کولای يې سوای چې خپل رنګين خيال او فکر ډېر پۀ زړۀ پورې ډول حتا پۀ همدغه زاړۀ فورم کې واچوي ، خو دلته که له يوې خوا شاعر د خپل شعر لپاره ډېر کلاسيک فورم خپلوي ، نو له بلې خوا يي مضمون هم روايتي او تکراري دی !
ښاغلي سهار ليکلي :
[color=cyan:e0bedd0360]پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه [/color:e0bedd0360]
دلته به يوازې دومره ووايم ، د [color=yellow:e0bedd0360]درته [/color:e0bedd0360] پر ځای که ورته ګلونه رنګ پۀ رنګ به شمه شوی وای هغه د پېښوريانو پۀ اصطلاح ،کم ازکم له پاټلۍ څخه خو به نۀ وو لوېدلی ، دا بېله خبره ده چې ورته رنګ پۀ رنګ کېږي ، دلته که مو دلږ وخت لپاره هم هغه د ټوکو پاڼې ته راسره بوځم خدای خبر چې رنګ پۀ رنګ کېدل به څۀ ماناورکړي :oops: :oops: :oops:
هيواد ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360]هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
ډېر پۀ زړۀ پورې بيت دی خو ړنګېدل يې تر يوۀ ځايه ړنګوي :oops: :oops:

پاچا خوستي ليکلي :
[color=cyan:e0bedd0360]که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه [/color:e0bedd0360]
پۀ لومړي بند کې له پاټلۍ بېخي لوېدلی او پۀ دويم بيت کې " لفظ " [color=blue:e0bedd0360]يو[/color:e0bedd0360] يې خوند پيکه کوي !
عابد جان ليکلي :
[color=cyan:e0bedd0360]چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ [/color:e0bedd0360]
لومړی بنديې ډېر پۀ زړۀ پورې اوجالب دی ، خو پۀ دويم بيت کې يا خوپر بله لار روان دی او يا زما سر نه پرې خلاصېږي ، له عابدجان څخ هيله لرم چې تشريح يي کړي !

عجب خان کنړي ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360]د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
دلته خود فن او ټکنيک له کړکۍ که ترسترګو کېږي نو يوازې لفظ[color=white:e0bedd0360] بايلل[/color:e0bedd0360] د سړي تنده ور ماتوي ! او بس
راقم (کټوازي) ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360]دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه [/color:e0bedd0360]
محبوبې يي لا ډېر پخوا د سترګو پۀ سمندر کې خودکشي کړې ، ځکه خو ورته پۀ ناز ، ناز ګوري ، څو يي توجو د ځان پرخوا کړي ، خو دی دله خان لا خبر نه دی او هغه دپاکستانيانو خبره ، د همکي ورکوي چې پام پۀ ناز ،ناز ډېر مه راګوره ، هسې نه چې تردې ګړنګ ولوېږې ( دلته ګړنګ د سترګو د ژورتيا پۀ مانا راوړل شوی ) خو که برسېره پردې لوی ټکر هم ، د شعر لومړی بند داسې شي چې : [color=cyan:e0bedd0360]سترګې دې دومره پۀ ناز مه را اړوه ، [/color:e0bedd0360] ښايي تريوه ځايه يي Okey کړو ، ستاسې نظر څۀ شی دی ؟
ښاغلي بيدار ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360]که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
د لته خو زۀ ولاکه څۀ ويلای شم ، عابدجان او نور وروڼه دې يي وګوري !

کټوازي ( بيا هم راقم ) ليکلي :
[color=cyan:e0bedd0360]دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
لمړی بيت يې پۀ لوستلو ارزي ، خو پۀ دويم بيت کې يي پرې ور تلېوار سوې ده ، او د ټکنيک لمن يې نه ده نيولې !
و قارجان ليکلي :
[color=blue:e0bedd0360]د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
دا به پرېږدو چې د لومړي او دويم بيت ترمنځ Co_Ordination څومره دی خو داخبره هغه د اردونو پۀ اصطلاح طی ده چې پتنګ هر وخت د وصال پۀ حالت کې پتنګ وي ياني پر ډېوه ځان سوځي ، خو ددې برعکس شاعر دهجر پۀ شپو کې پتنګ کېږي ، او بياد ځان لپاره لفظ پتنګ هم استعاره کوي ، خدای خبر چې ددې ماشوړې سر دې پيدا سي :oops: :oops: و قار جان دې خوا نه بدوي !
عجب کنړی بي ليکي :
[color=cyan:e0bedd0360]څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه [/color:e0bedd0360]
پۀ لومړي بيت کې يي لفظ ([color=blue:e0bedd0360] ده [/color:e0bedd0360]) بحر ماتوي ، او پۀ دويم بيت کې نه پوهېږم چې لفظ بادرنګ د انسان پۀ فطري خواصو کې د سړې سينې پۀ مانا را وړل سوی او که څۀ شی ؟
عابدجان بيا ليکلي :
[color=cyan:e0bedd0360]جانانه نوم دې په هوا خوروم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه[/color:e0bedd0360]
پۀ لومړي بيت کې د جانان نوم پۀ هوا خورول يې ، ښايي پرځای و نه برېښي ، البته که وايي چې پرجهان يې خوروم ، ښايي له منطقي پلوه يي تاييد وسي ،
او پۀ دويم بيت کې ، که له تکنيکي پلوه له يوې خوا تکراراً د ( [color=blue:e0bedd0360]به شمه [/color:e0bedd0360]) کلمه راوړل د شعر خوند پۀ اوبو وړي ، نو لفظ ګړنګ هم خدایزده چې د څۀ شي پۀ مانا راوړل کېږي ، بيا هم له عابد څخه يي د تشريح هيله لرم !
تر بيا پورې ، ورور مو صميم

،


Abid
19.04.2006

يارانو سلامونه او مينه
تر هر څه د مخه د صميم جان تنقيدي زهانت ته د زړه له کومې داد ورکوم خوښ شوم چې د صميم جان د ګتورو نيوکو نه برخمن شوم. نو شاعران به خپل خپل ځوابونه ورکوي خو زه دومره وايم چې زه خپله يو موټی لونګ يم يعنې دا چې رنګ مې هم لونګو ته ورته دی او که درته ووايم چې د محبوبې په سپينه سينه تور لونګ ډېر خوند کوي نو راسره به يې ومني. دا چې خيال اوفورم کلاسيک دی نو مجبوري ده چې کلاسيک ارزښتونه په پام کې ونيسو. په دوهم بيت کې زما مطلب دا دی چې د چا په څير د چا په منګ شم چې ښکلي راته وګوري.زه فکر کوم ساده او روان بيت بيت دی او په سواليه انداز ويل شوی دی.
په دريم بيت کې د جانان نوم په هوا خورول نه مې مطلب دا دی چې کله څوک د غره په لمنه کې د چاد نوم په لوړ اواز واخلي نو څو څو وارې يې بيرته ازانګه کوي نو زه فکر کوم چې په دې وخت کې يوازې د جانان نوم په هوا خوريږي نه په جهان او ګړنګ هم د غرونو په منځ کې هغه ژورې ته وايي چې دا اواز بيرته ازانګه کوي.
مننه ستاسې وورو عابد


sahar
19.04.2006

خوږو شاعرانو هر يو عابد ،هيواد،پاچاصيب،خان کنړی،بيدار اووقار جان مې دې سلامونه او مينې په داسې
وخت کې قبول کړي چې خولې يې د خوښۍ د خندا نه ډکې وي .

اوس به په خپل ډير روان ، ساده د معنا ډک بيت باندې ددې لپاره لږه رڼا واچوم چې ځينې ورونه پې ندي
پوه شوي .
پښتنې ځای که په اوربل راکوې ؟
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه
په پورتني بيت کې ښکاره معلوميږي چې پښتنه پيغله مخاطبه ده نو ځکه (((درته))) په کې راوړل
شويدی خوکه دنقادموخه داوربل څخه وي نو اوربل خو هم دپښتنې پيغلې ياد شويدی او د رنګ په رنګ ګلونو نه موخه يوازې او يوازې ګلونه دي چې په پښتني کلتورکې [color=blue:cef1afd3ba](ادبي[/color:cef1afd3ba]) دمينې او محبت اظهار تل په ګلونو کيږي دا چې مونږ په يوه ادبي
بحث کې روان يو اوداچې پښتنو پيغلو ته په لوړ درناوي قايل يو نو بيت مو هم د بلې هرې بې ادبه
معنا نه پاک او په خواشينۍ سره د په اصطلاح ادبي ټوکو ټکالو د بحث د پاره نه دی .

انشاالله چې ځواب مو د تسکين وړ وي
په درنښت ورورمو سهار



هيواد شېرزاد
19.04.2006

سلامونه !
زما خو انټرنټ دا څو ورځې خراب و ، نو هر څه رانه ګډوډ او نيمګړي پاتې دي .
د صميم جان نقد ډېر په زړه پورې دی .
که رښتيا راباندې واياست نو ما دا ۷ - ۸ مياشتې کرښه نه ده راکش کړې، کله چې عابد صاحب طرحي مشاعره پيل کړه نو زه ډېر خوښ شوم، چې ګوندې که بيا کومه کرښه وليکم . فعلآ ځان ددې جوګه نه بولم چې مشاعره دې زه پيل کړم.
د عابد صاحب څخه زما غوښتنه او هيله دا ده چې دوه درې نورې طرحي مشاعرې پيل کړي، ګوندې زمونږ هم په رګونو کې وينه وچليږي او څه وشي .
د نوي طرحي مشاعرې په هيله ....


وقار
20.04.2006

درنو ورونو سلامونه او نېکې چارې و منئ.
دصميم صېب نه يو جهان مننه چې په شعرونو يې کره کتنه وکړه.
زه به د خپل شعر دفاع وکړم.
په دې شعر کې زما موخه داده چې. دصنم نه په فراق او لرې والي ډېر تنګ شوی يم او د وصلت او يوځای والي په طمعه يم خو هېڅ وصلت حاصل نه شواخر د ډېرې نا امېدۍ نه مې دا سې وويل.
لکه څنګه چې پتنګ په رڼاشېدا دی او د رڼا سره د وصلت د حاصلولوپه موخه ځان پرې سېزي، نو زه هم دخپل صنم يا معشوقې سره دوصلت دحاصلوو لپاره ځان پرې قربانوم ترڅو وصلت حاصل کړم ځکه چې د پتنګ نه په تقليد سره ددغه کار دکولو نه پرته د وصلت حاصلولو بله چاره نه نشته

په درنښت
_____________
عابد جانه سلامونه مې ومنه.
ګرانه په تېره ليکنه کې زما مطلب دانه وو چې طرحه دې نه بدلېږي بلکې مطلب مې د تېرو شعرونو سمون او په هغو کره کتنه وه ځکه لمړۍ با يد په دې پوه شو چې په تېره طرحي مشاعره کې مو څومره تېروتنې کړي ترڅو په بله طرحي مشاعره او دنوروشعرونوپه ليکلوکې ورته توجه وکړو او راڅخه تکرار نشې .
.
شېرزاد جانه سلام.
والله که رېښتيا راباندې وايې نو هغه تېر خوند دې نشته.
مصروف يې که زړه دې د ليکنو نه موړ شو.
فورم ته مياشت وروسته راځې او بيا په بل چا سپارښتنه کوې عابد جان خو خپل وار تېرکړو اوس وار ستاسو دی.
ګوره اشنا چې يوازې مو پرې نږدې ځکه چې تاسونه ډېرې طمعې لرو.
ګوره چې خوا راڅخه بده نکړې.
___________
هادي جانه سلام .وروره هېڅ درک دې نشته.


کټوازی
20.04.2006

يارانو سلامونه مو منئ !
له ټولو ملګرو څخه پۀ بيا ،بيا مننه چې زموږ ګوډ مات نقد يې دخپل دروند خوی له مخې ادبي او پۀ زړۀ پورې وبالۀ او هم يې د خپلو شعرونو پر مطلب موږ ورساوۀ ، خو يوې خبرې ته به بيا هم پام لرو ، چې شعر يوازې دمطلب ځايولو ته نه وايي او نه هم مقصديت د شعريت ځای نيسي ، که يوازې مطلب مراد وي ، نو مطلب خو پۀ نثر کې لاښۀ بيانېدای سي ، بلکې شعر د فن او تکنيک نوم دی ، چې شاعر خپل خيال او مشاهده د فن او تکنيک پۀ ژبه کې تر نورو رسوي ، نو ورته شعر ويل کېږي !
خو پۀ هرصورت ، سهار صاحب ته يي بايد ورپۀ ياد کړم چې د ټوکو ټکالو پاڼې ته مو ځکه راسره بيولاست ، چې ټوکه به مو هم ترمنځ ازاده وي ، ځکه نو خواشيني کېږئ مه !
او څرنګه چې تاسو انګېرله ،خدايسته چې داسې مو نه ويل !
او س نو هيوادجان خو هم جواب راکړ ، له عابدجان څخ ه هيله لرو چې د شعر داسمان پر لور خپل وزر ورپوي !
پۀ همدې هيله !


داود فايز
22.04.2006

وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله
ما چي ستاسو شعرونه وليدل نو له ځانه سره مي ووي چي راشه ته هم يو شعر وليكه كه خوښ يي نه شو نو درته لږ خو به مو وخندوم
كوښښ به وكړمه چي شعر وليكم
كه مي شعر وليك شاعرانو سره سيال به شمه
تر چا كم نه يم خو زه شعر نه ليكم
كه مي شعر وليك بيا به پير دلوي (كاروان) زه شمه


Abid
23.04.2006

خوږو يارانو سلامونه مې ومنئ.
که څه هم ما د خپلې طرحې د ايښودو وار تير کړی خو چې دا پيټی بيا زما په اوږو ګران شيرزاد بار کړی او ګران صميم جان يې تاييد کړی دی نو زه د دوی دواړو د مينې پر وړاندې د انکار له وسلې نه کار نه شم اخيستی او ستاسې د ټولو پر وړاندې يوه طرحه وړاندې کوم هيله ده چې ستاسې خوښه شي او انځوريز شعرونه پرې وليکئ.

هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي __ عابد

ګرانو ورونو که څه هم مطلع مې د زړه په زور ليکلې ده خو کيدای شي تاسې پرې ډېر ښه افاقي شعرونه وواياست
ستاسې ورور عابد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more