د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دحوالوڼی

مازدیګر
23.09.2006

دارحمت چه دخالق په ځمکه اوری
دا په دا چه د حوا لوڼه پری شوری

ټولی یو دی په وفا او محبت کی
که عربی که عجمی دی که نوری

غنم رنګه شین خالی دپښتونخواه دی
که هندۍدهندوستان دی تکی توری

کله وګټی میوند په یوه چیغه
کله چپ شی غریو نیولی پورته ګوری

لکه زیړه زرغونه اوه یی رنګه
پلوشو یی رڼا کړی په هر لوری

چه یی ځان له بغدادی کوترو بیل کړ
هغه ګرزی په پیرس کی سپکی سپوری

(نور)لاسونه لپه کړی دی خاوند ته
خدایه مه کړی پښتنی داسی سرتوری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more