د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دکروړو پاڼی دشرۍ درمل دی

خیریوسی
21.09.2006

کروړی BLACKBERRY

دکروړو علمی نوم Rubus fiuticosus دی او په عربی کی ( العلیق) نومول کیږی
دکروړو پاڼی ، نارونه، ګل او انګور ئې استعمالیږی
1- دکروړو پاڼی قبض کونکی خاصیت لری
2- دکروړو پاڼی اسهال ختموی
3- دکروړو پاڼی دویښتانو دتورولو دپاره استعمالیږی
4- دکروړو پاڼی اورۍ ټینګوی
5- د دکروړو پاڼی دشرۍ دناوروغې دپاره ډیر ښه درمل دی
6- دکروړو پاڼی که غرغړه شی دستونی التهاب ختموی
7- دکروړو پاڼی که زخم په پریولل شی زخمونه جوړوی
8ـ دکروړو پاڼیاو نارونه که وایشول شی او ویښتان په په پیولل شی ویښتان توروی
9- دکروړو نارونه که وایشول شی او وچیښل شی په پښتورګی کی ډبری متوی
10 -دکروړو انګور که وخوړل شی دخولی زخمونه ختموی او معدې ته ډیره فایده رسوی
11ـ بواسیرو ته ډیره فایده رسوی
12ـ دکروړو دانګورو څخه شربت جوړیږی چی دنورو بیخونده درملونو دخوند ښه کولو دپاره کار ځنی اخستل کیږی
13 ـ په اروپا کی دکروړو ګل په سپینه سرکه کی اچوی چی وهغی سرکې ته( فرمبوزا ) سرکه وایې
14ـ دکروړو څخه یوډول چای جوړوی چی وهغو ته( فرمبوزا ) وایې
15 ـ دکروړو پا نی دامیدواریو میرمنو قې او دسرګرځیدل ختموی
دخوړولو طریقه : دوی کاچوغې دکروړو میده پاڼې په یوه ګیلاس ایشول سوو ابو کی واچوی 10 دقیقی وروسته یې صاف کړی او اوبه یې وچیښئ
16 دکروړو پاڼی دمثانې دالتهاب ښه درمل دی
دکروړو دپاڼو چای :
50 ګرامه دکروړو پاڼی په یوه لیټر اوبو کی واچوی او پر اور ئې کښیږدی چی راوایشیږی پسله درو دقیقو ایشولو ئې بیا لس دقیقې کښیږدی وروسته یې وچیښئ
دپام وړ : ډیر چیښل ئې پرسر درد کوی

دشرئ نارغ ته د کروړو پاڼی په لاندی ډول استعمالیږی :
یوه کاچوغه میده دکروړو پاڼې په یوه ګیلاس ایشول سوو اوبو کی واچوی او 5- 10 دقیقو وروسته یې صافی کړی او دغذا خوړولو سره ئې په ماشوم وچښي

دشرۍ نیولی ماشوم مور باید لاندی شیان په پام ولری :

*باید دماشوم بدن په لږ یخو اوبو سره دورځی څو واره پریولل شی چی د تبی دتودوخی درجه کمه شی نو به ماشوم تنفس په ښه دول وکړی او اعصاب به یې ارام شی
• وماشوم ته باید اوبه ډیری ورکول شی ولی چی دماشوم د بدن اوبه دتبی دتودوخی په سبب کمیږی
• بدن یې باید پاک وساتل شی چی دانی ئې التهاب ونه کړی
• که ماشوم پریولئ باید کړکی بندی کړل شی او کالی ځنی لری کړی ژر یې په اټوال کی وپیچئ اوپه یوه ټوټه ټوکر یا مالوچ په اوبو لنده کړی او لږ یې ونښتېزئ او بدن یې په پاک کړئ اوبه باید معتدلی وی نه ګرمی او نه یخی وروسته تر پاکولو بدن یې وچ کړی او پاک کالې په واغوندئ
• باید په پام کی ولری چی دشرئ په وخت کی وماشوم ته شهت ورنه کړی ولی چی آمل (اسهال ) ورته پیښوی او دا آمل وماشوم ته تر شرۍ ډیر تکلیف پیښوی
• باید شرۍ نیونکی ماشوم ته نرمه غذا ورکول شی هغه غذا چی ژر هضمیږی لکه دترکاې ښوروا ، ایشول سوی ترکاری ، ایشول سوی پټاټې ، شیربرنج ، دلیبو شربت ، دمالټو اوبه ، دکب غوښی ، او یخنی غوښی
• دماشوم سترګی او غوږونه باید دورځی څو واره ور پریولل شی په یوډول درمل سره چی نوم ( بوریک ) یعنی لږ څه مالوچ په بوریک ولړی سترګی او غوږونه یې په پاک کړی
• دماشوم پزه او خوله او ورۍ په ګسرین او دلیمبو به اوبو ورپاکه کړی چی التهاب ونه کړی
• یوه کوچنی کاچوغه داکسجن محلول په 1/4 ګیلاس اوبو کی واچوی او خوله به ورپریولی چی التهاب وسږی ته ونه رسیږی
• که چیری ماشوم قبض شی باید په هر دوو ورځو کی یوار اماله ورکول شی

وماته په فارم کی دانځور لګولو طریقه نه راځی که نه نوبه ما وتاسوته دهغو بوټو اړوند انځورهم رانقل کړی وای

مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more