د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

{{{ دښامار لاسونه }}}


محمد اسحق شيوانی
29.01.2004

..............................................................{{[[[[[[ [[size=24:60ab04738b][color=green:60ab04738b]دښامار لاسونه [/color:60ab04738b][/size:60ab04738b]]]]]]]]}}

کله به غــــــــــــاړي ته پــــــــــــريږدمه داغــــــــــــيار لاسونه
هر څوچـــــــــه پورته په ســــــلام کاندي هـــــــــزار لاسونه
زه درقـــــــــــيب تشو وعــــــــدو باندي پــــــــــــــرواه نه لرم
ماته پــــــــه لاره کښي نيـــــولي دِ ي خپـــــــل يار لاسونه
هيڅ دپــــــــښتون پښتون ولـــــۍ ددعوو حــــــــق نه لري
چاچه کــــــــړل مچ دانګريزانو په بـــــــــــــــــار بار لاسونه
ددين خــــــــدمت خودِ هم هســـي په منشور کښي نسته
دخداي (ج) لــــــپاره وپښتـــــوته کـــــــــــــړه دکار لاسونه
بم يې کلــــــــــسټر ډيزي کـــــــــټر دخسو بادبــــــــــــولم زه
زما پــــــــــر سر باندي پــــــــــراتـــــــــه دي دستار لاسونه
ورنه پـــــــــــټ نه يم ورته پـــــــــټ يمه پــــــــــــه ډاګه وايم
پوه بــــــــه پـــــــــري هلته سي چه وروړم دګــــزار لاسونه
هابه خــــــــــبري دنامـــــــــوس او دغيـــــــــــــــرت څه کوي
چه افــــــــــغان پت ته يې پريښود دښـــــــــــــامار لاسونه
زماپـــــــه حريم باندي تيری دنـــــامردانـــــــــــــــــو ګوری
له هــــــــــــري لوري را اُوږده شـــــــــوله قطــــــــار لاسونه
ديتــــــــــــيم سردي په ډبــــــــره دهغــــــــــــــــــه مات شوی
چاچـــــــــه نيولی پټ تــــــــر شاه دي دمـــــــــکار لاسونه
نوربــــــــه زاغـــــــــان تويوي وينـــــــــــــــــې دګلانو دلته
بي رحــــــمه غــــــــوڅ کړل له دي باغه دماليار لاسونه
نور (((حمــــــيدي))) دلته نسيم دوينو څاڅکي راوړي
دګل پـــــــرپاڼوباندي جـــــــــګ چه شول دخار لاسونه
:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:**:*::*:**::*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:**:*:*:* شاعر: - محمد نسيم (حميدي)

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more