د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دGmail يا ګوګل ميل وړیا آی ډي غواړۍ؟

ROHULLAH
08.09.2006

په مېنه او سلامونو سره درته هرکلی وایم.
د جي ميل یا ګوګل مېل د برېښنالیک پته هر څوک نه لري يوځانګړی سیسټم يې ورته جوړ کړی دی چي که څوک غواړي د جي ميل برېښناليک پته ولري نو باید د يو چا له خوا د برېښناليک له لاری بلنه ورکړل شی چي هغه کس بايد د جي ميل د برېښنالیک درلودونکی وي. جي ميل له سهولته ډک يو سیسټم دی چي ډېر په آسانۍ سره کارېدلی شی او تر دوو ميګابايټه ډېر خالي ځای د هر برېښناليک لپاره په پام کي نيول شوی دی. او بل داچي کله چي مو په جي ميل کي برېښناليک جوړ کړ تاسو هم کولی شی چي خپلو ملګرو ته بلنه ورکړۍ او هغوی هم د دغه برېښناليک له امکاناتو څخه برخمن شي. لومړی ما د جي ميل يو برېښناليک د خپل بهرني ملګري په مرسته جوړ کړ چي زه کولی شم سلو کسو ته بلنه ورکړم. خو کله چي زه تاسو ته بلنه درکړم تاسو يواځي کولی شۍ ۱۵ کسو ته بلنه ورکړی او همداسی د بلنو شمېره کمېږي. نو زما موخه له دغه کار نه داده چي زموږ پښتانه وروڼه د ګوګل له سهولتونو څخه برخمن شي او داچی زموږ ځیني وروڼه نه غواړي چي هر څوک داسي پته ولري يواځي غواړي خپله يې ولري او بس د هغو وروڼو لپاره يو پيغام د دې وې چي له خپل زړه نه بخيلي وباسو، پرېږدو چي زموږ ټول وروڼه د هر علم او پوهي له برکت څخه ګټه واخلي.

نو که د ګوګل وړيا آی ډي ID )د برېښناليک پته ( مو په کار وي نوزما د برېښناليک په پته د خپل ايمیل سمه پته را واستوی د يوې ورځی په ترڅ کي به زه تاسو ته بلنه درکړم چي په جي ميل کي خپل برېښنالیک پرانېزۍ.
زما د برېښنالیک پته ده:
ro.elham@gmail.com او همدارنګه pashto.com@gmail.com .
راځۍ چي ټوله يو د بل له تجربو څخه ګټه واخلو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more