د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

عنوان

Rahmat spesalai
04.09.2006

يوځل بيا دمينې سلامونه!
محترم ابومحمود اوډاكټر صاحب ثواب الدين مخكښ!
ستاسو له جوابي ليكنو نه ډېره مننه كوم الله دې تاسوته دخپلو ليكنو ثوابونه دركړي
رښتيا تاسو راته په سي ډي كې دپروګرامونه اونور.........داخستلو طريقه ښودلې وه خو له نيكه مرغه په هغه باندې زورور يم .
ستاسو دهغه پروګرامونو په اړه چې له انترنيت نه ښكته كيږي ليكلي دي چې دا امكان لري چې دا پروګرامونه په سي دي يا فلش...... كې واخستل شي خود ډون لوډ په وخت كې لومړى بايد په كمپيوتركې Saveشي اوبيا په سي ډي كې واخستل شي خو كه د ډون لوډ په وخت كې پروګرام انسټال شي په دې صورت كې بيا دا پروګرام په سي ډي كې نشو اخستلاي.
خو اوس ددې لپاره چې موضوع نوره هم روښانه شي دانستاليشن په اړه يو ځه ويل غواړم:
اول : كله چې مونږ له سي دي نه يو پروګرام په كمپيوټر كې انسټال كوو نو دهغه پروګرام يو Setup فايل وي او نور ډېر فايلونه هم لري چې دانسټاليشن وخت كې په Setup فايل كليك كيږي او انسټاليشن شروع كيږي او هغه نور فايلونه خپله كمپيوتر ته ښكته كيږي .
اوهم: خو كله چې له انټرنيټ نه پروګرام ښكته كوو دهغه يو Setup فايل وي اونور فايلونه ورسره نه وي او كه وي هم هغه مونږ نشو ليدلاي .اوس سوال دا دي كه دغه پروګرام تنها دSeput فايل په شكل جوړ شوي وي نوبيا داخبره سمه ده چي مونږ داپروګرام كه لومړى په خپل كمپيوټر كې Save كړو بيايي په سي ډي كې اخستلاي شو. خو كه دغه پروګرام چې له انترنيت نه يي ښكته كوو بې دSetup له فايل نه نور فايلونه هم ولري اومونږ Setup فايل په سي ډي كې بل كمپيوټر ته يوسو فكر نه كوم چې په بل كمپيوټر كې دې دا پروګرام نصب شي . خو زما په نظر چې دا پروګرامونه چې له انترنيټ نه يې ښكته كيږي يواځي به دSetup فايل په شكل جوړ شوي وي
نور نوستاسو دلازياتومعلوماتو په هيله

په كليواله پښتنه مينه رحمت پيتاوال
پېتاوُنه


بښنه غواړم

Rahmat spesalai
04.09.2006

بښنه غواړم دا ليكنه ما دبلې ليكنې لپاره جوابي ليكنه كړې وه كه دړنګيدو امكان لري هيله ده چې له فورم نه يي ړنګه كړۍ


smakhkash
05.09.2006

ګرانه وروره،
هغه پروګرامونه چې له ویب پاڼو څخه کمپیوټر ته ښکته کیږي په دوو بڼو وې اول داچه پروګرامر به یواځې د Setup په فایلونو بسنه کړې وي او هغه به یي ستا سو د چوپړ لپاره ځای په ځای کړی وې.او یا هم داچې که پروګرام نور اړین فایلونه په ځان کې ولري نو بیا چې کله تاسو پروګرام یا کوم پوستکالی خپل کمپیوټر ته ښکته کړی نو دopen folder تڼۍ که کلیک کړۍ نو د هماغه پروګرام فولډر به درته واز شې په کوم کې چې ددغه پروګرام zip فایلونه هم ځا ی لري.
د پا یلې په توګه که کوم پوستکالی یا پروګرام د Setup د فایل سره سره نور فایلونه هم په ځان کې ولري نو کیدای شي zip به وې. یا نې کیدای شي له هر راز فایلونو سره ښکته شي.
په سپېڅلې کلیواله مینه
ورور مو ډاکټر ثواب الدین مخکښ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more