د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ايا هغه پروګرامونه چې له انترنيت نه يې ښكته كوو په سي ډي كې اخستلاي شو

Rahmat spesalai
03.09.2006

محترمووروڼوسلامونه!
اياددۍ امكان شته دى هغه پروګرامونه چې مونږ يې له انترنيت نه ښتكه كولاي شو په سي ډي كې واخلواو بيايې په داسې كمپيوټر كې نصب كړوچې له انټرنيټ سره اړيكه ونلري.
په لاندې پيوند كې فدا صاحب او نورو وروڼوښكلي ښكلي پروګرامونه ځاي پر ځاي كړي دي چې ما خپل كمپيوټر ته ښكته كړل او ډېر مې خوښ شول اوس غواړم چې داپروګرامونه په سي ډي كې واخلم نو دا امكان لري..او كه امكان لري لاره چاره يې ځه ده

http://www.kitabtoon.com/vb/forumdisplay.php?f=3

مننه
رحمت پيتاوال


خیریوسی
04.09.2006

محترم رحمت پيتا وال صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره زه هم ډیر معلومات نه لرم لاکن زما دتجریبی څخه داسی پوهیږم چی دانتر نت څخه دیوه پروګرا م راکښته کول موږ ودانلود ته دموږک و کیڼ بټن ته زور ورکو و روسته تر دی کمبیوتر هر فایل اتوماتیک پهC ( دمکتب پر مخ ) خوندی کوی لاکن اول زموږ کمبیوتر سوال کوی تاسو دا فایل چیری ساتی پهC D , , E, بلوبی دسک ، او یا usb کی ستا دخوښی مطابق کولای شی په موقت ډول وساتی او بیایی ستاسو دخوښی مطابق دUsb په واسطه او یا CD په واسطه دځان سره خوندی کړی یایې وبل کمبیوتر ته نقل کړی(( پر سی دی یې هغه وخت اخستلای شو چی په کمبیوتر کی سی ډی رایتر جهاز نصب شوی وی او دهغه اړوند پروګرام نیرو ولری )) چی بیا هغه پروګرام ته دموږک پر ښې ټنې دوه واره زور ورکړی نو وکمبیوتر ته کښته کیږی کله چی پروګرام وکمبیوتر ته کښته سو څه لږ پرو ګرامونه دیوی دوسیی په شکل په C کی ځای پر ځای کیږی او بل ډول پروګرامونه توزیع کیږی هغه پروګرامونه چی توزیع کیږی دهغه د نقلولو امکان نه وی ولی چی فایلونه یی توزیع سوی وی
لیکنه څه کډه وډه ده امید لرم چی تاسو خپل مفهوم درک کړی وی
خوشحاله او بریالی اوسۍ

مینه


smakhkash
04.09.2006

ډیره ښاغلیه پیتا واله،
هیله ده روغ او جوړ به یا ست. ددي لپاره چې دویب پا ڼو څخه ښکته کړي پوستکالي او نور توکي دي په کوم ډیسک کې ځا ی پر ځای کړي وي نو ته لاندي توکیو ته اړتیا لرې:
۱) ته باید د CD-ROM پر ځای CD-RW یا CD-RW BURNERولرې.
۲) ته باید د neroBurner په نوم پوستکالی په خپل کمپیوتر کې ولری.ددغه پوستکالي له لاري تا سو کولای شۍ انځورونه ،پوستکالي فلمونه او نور راز، راز توکې په سی ډی ګا نو کې ځا ی پر ځای او کار تري واخلۍ.د یادونې وړده چې د کوم کار په هکله چې تا پوښتلي داکارشونی ده.
هیله ده ستا ستونزه حل شي.
مننه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ.


ايا هغه پروګرامو چې .........

Rahmat spesalai
04.09.2006

يوځل بيا دمينې سلامونه!
محترم ابومحمود اوډاكټر صاحب ثواب الدين مخكښ!
ستاسو له جوابي ليكنو نه ډېره مننه كوم الله دې تاسوته دخپلو ليكنو ثوابونه دركړي
رښتيا تاسو راته په سي ډي كې دپروګرامونه اونور.........داخستلو طريقه ښودلې وه خو له نيكه مرغه په هغه باندې زورور يم .
ستاسو دهغه پروګرامونو په اړه چې له انترنيت نه ښكته كيږي ليكلي دي چې دا امكان لري چې دا پروګرامونه په سي دي يا فلش...... كې واخستل شي خود ډون لوډ په وخت كې لومړى بايد په كمپيوتركې Saveشي اوبيا په سي ډي كې واخستل شي خو كه د ډون لوډ په وخت كې پروګرام انسټال شي په دې صورت كې بيا دا پروګرام په سي ډي كې نشو اخستلاي.
خو اوس ددې لپاره چې موضوع نوره هم روښانه شي دانستاليشن په اړه يو ځه ويل غواړم:
اول : كله چې مونږ له سي دي نه يو پروګرام په كمپيوټر كې انسټال كوو نو دهغه پروګرام يو Setup فايل وي او نور ډېر فايلونه هم لري چې دانسټاليشن وخت كې په Setup فايل كليك كيږي او انسټاليشن شروع كيږي او هغه نور فايلونه خپله كمپيوتر ته ښكته كيږي .
اوهم: خو كله چې له انټرنيټ نه پروګرام ښكته كوو دهغه يو Setup فايل وي اونور فايلونه ورسره نه وي او كه وي هم هغه مونږ نشو ليدلاي .اوس سوال دا دي كه دغه پروګرام تنها دSeput فايل په شكل جوړ شوي وي نوبيا داخبره سمه ده چي مونږ داپروګرام كه لومړى په خپل كمپيوټر كې Save كړو بيايي په سي ډي كې اخستلاي شو. خو كه دغه پروګرام چې له انترنيت نه يي ښكته كوو بې دSetup له فايل نه نور فايلونه هم ولري اومونږ Setup فايل په سي ډي كې بل كمپيوټر ته يوسو فكر نه كوم چې په بل كمپيوټر كې دې دا پروګرام نصب شي . خو زما په نظر چې دا پروګرامونه چې له انترنيټ نه يې ښكته كيږي يواځي به دSetup فايل په شكل جوړ شوي وي
نور نوستاسو دلازياتومعلوماتو په هيله

په كليواله پښتنه مينه رحمت پيتاوال


Rahmat spesalai
13.10.2006

[color=cyan:f175dc8c1a]دپاسنۍ لیکنی لپاره دډاکټرثواب الدین جوابی لیکنه رانقل شوی ده[/color:f175dc8c1a]

ګرانه وروره،
هغه پروګرامونه چې له ویب پاڼو څخه کمپیوټر ته ښکته کیږي په دوو بڼو وې اول داچه پروګرامر به یواځې د Setup په فایلونو بسنه کړې وي او هغه به یي ستا سو د چوپړ لپاره ځای په ځای کړی وې.او یا هم داچې که پروګرام نور اړین فایلونه په ځان کې ولري نو بیا چې کله تاسو پروګرام یا کوم پوستکالی خپل کمپیوټر ته ښکته کړی نو دopen folder تڼۍ که کلیک کړۍ نو د هماغه پروګرام فولډر به درته واز شې په کوم کې چې ددغه پروګرام zip فایلونه هم ځا ی لري.
د پا یلې په توګه که کوم پوستکالی یا پروګرام د Setup د فایل سره سره نور فایلونه هم په ځان کې ولري نو کیدای شي zip به وې. یا نې کیدای شي له هر راز فایلونو سره ښکته شي.
په سپېڅلې کلیواله مینه
ورور مو ډاکټر ثواب الدین مخکښ

[color=blue:f175dc8c1a]له لاندې پیوند نه په پښتو اودری ژبه زراعتی معلومات ترلاسه کولای شی
www.rahmatpetawal.blogfa.com[/color:f175dc8c1a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more