د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

شکر خدايه چي پښتنه ښځه نه يمه

اشفاق
05.08.2006

تاسي ټولو ته وايم ښه چاري
په دا وړمه ورځ يو سړي چي د خپل تلويزون لپاره يي سروي مروي کوله له ماڅخه وپوښتل که ته ښځه واي نو څنګه به واي؟ هغه ته مي هيڅ ونه ويل په دي چي و دي پوښتني ته مي هيڅ ځواب نه و سنجولي لاکن چي کور ته ولاړم په يو سوچ اخته شوم که خداي ښځه پيدا کړي واي نو څه به واي؟؟؟
فکر مي وکړ چي که په اروپا يا لويديځه ټولنه کي يي شځه پيدا کړي وم نو بيا خو خير خبره وه دا ځکه چي په لويديځه ټولنه کي شځه لکه د سړي خپلواکه او په ټولنه کي د نر برابر حيثيت و برخه درلودونکي ده اما که په اسلامي او خاصا که په افغاني يا پشتنه ټولنه کي يي شځه پيدا کړي وم نو بيا خو کار ډير خراب په دي و چي ما هر څومره چورت وواهه په دي خبره وپوهيدم چي زموژ د پشتنو شځو ژوندون له څاروو لا بدتر دي
دا چي ولي د پشتني ټولني د شځو ژوندون يي له څاروو ډير بدتر دي تاسي پر پوهيژئ چي لامل يي ناپوهي، بيسوادي، تنګ نظري، ناسم او ناروا غيرت او رواجونه او داسي نور بي ځايه شيان دي چي د پشتنو ژوند يي خورا مشکل کړي او د پښتني ښځي ژوندون يي له څارويو هم ټيټ کړي دي. نو مي پر ځاي شکر وايست چي خدايه شه ده چي پشتنه شځه دي نه يم پيدا کړي
په خداي به قسم درته وخورم چي ما د نوري نړئ شځي وليدلي او د پشتنو شځي مي ليدلي نو د نورو په پرتله پشتنه شځه هيڅ انساني ژوندون نلري
اي پشتنو خويندو تاسي ولي د دي لپاره يوه چټکه مبارزه نه کوي؟


Re: شکر خداي چي پشتنه شځه نه يمه

pattang
07.08.2006

پلاره دا څه وايې !
پلاره ولې مې تحقيره وې ?
نو که په غربي نړۍ کې ته د ښځې په دود پيدا شوی وي ، نو زه به دچا زوی وم ???. زماپلارخوبه هيڅ مالوم نوو ٠??
دلته دښځې انساني کرامت دومره کم دی ، چې هيڅ دويلو وړ ندی يانې د پيسو دګټلو يوه اله ده، چې په ډير ارزانه او ټيټه بيه خرڅيږي حتی په دومره سويه چې دسړي زړه نه ورته کيږي ٠ وړمه ورځ يو افغان داسانوسره دا کارکړی وو ، په محکمه کې يې قاضي ته وېلې چې ده ته اس ،حيوان خوند ورکوي اونه غربي ښځه .
( يوه يار مې د سترګو ليدلی حال راته وويل )

شکر باسه پلاره چې په پښتني کلتور کې پيدا شوی يې پلار او نيکه دې مالوم دي ،غيرت لرې،پښتولري، ميلمه لري، يار پېژنې ،مشر پيژنې ، کشر پيژنې ،نمک حرامه نه يې او د جګو غرو پښتون يې.... ، .
قربان دپښتنې له تور ټيکري شم ، په ټيکري کې يې هم شرم او حيا ، غيرت ، انسانيت ، اسلام ، وفاداري ،٠٠٠٠ شته ٠
پاتې شوې دعلم خبرې نو پلاره ز مونږ نارينه هم ولاکه دومره علم لري اوبس نو داخو
زمونږ د ټولنې او زمونږ دحکومتي واکدارانو ګناه وه چې ټول تياره پاته يو٠
پلاره دا دلګان امريکايان او دا نور دناتو دوؤسان درغلي دي، ددي لپاره چې زمونږ ځای هم داسې مردار کړي لکه غرب او پام کوه بيدار اوسه ٠
علم ا و پوهه ،هو ولي نه په هر انسان فرض دي خو تر پښتني او اسلامي کلتور لاندې.

دپښتونوالي په مينه پتنګ.

[quote:b2a23aa077="پلار"]تاسي ټولو ته وايم شچاري
په دا وړمه ورځ يو سړي چي د خپل تلويزون لپاره يي سروي مروي کوله لماڅخه وپوښتل که ته شځه واي نو څنګه به واي؟ هغه ته مي هيڅ ونه ويل په دي چي و دي پوشتني ته مي هيڅ ځواب نه و سنجولي لاکن چي کور ته ولاړم په يو سوچ اخته شوم که خداي شځه پيدا کړي واي نو څه به واي؟؟؟
فکر مي وکړ چي که په اروپا يا لويديځه ټولنه کي يي شځه پيدا کړي وم نو بيا خو خير خبره وه دا ځکه چي په لويديځه ټولنه کي شځه لکه د سړي خپلواکه او په ټولنه کي د نر برابر حيثيت و برخه درلودونکي ده اما که په اسلامي او خاصا که په افغاني يا پشتنه ټولنه کي يي شځه پيدا کړي وم نو بيا خو کار ډير خراب په دي و چي ما هر څومره چورت وواهه په دي خبره وپوهيدم چي زموژ د پشتنو شځو ژوندون له څاروو لا بدتر دي
دا چي ولي د پشتني ټولني د شځو ژوندون يي له څاروو ډير بدتر دي تاسي پر پوهيژئ چي لامل يي ناپوهي، بيسوادي، تنګ نظري، ناسم او ناروا غيرت او رواجونه او داسي نور بي ځايه شيان دي چي د پشتنو ژوند يي خورا مشکل کړي او د پشتني شځي ژوندون يي له څارويو هم ټيټ کړي دي. نو مي پر ځاي شکر وايست چي خدايه شه ده چي پشتنه شځه دي نه يم پيدا کړي
په خداي به قسم درته وخورم چي ما د نوري نړئ شځي وليدلي او د پشتنو شځي مي ليدلي نو د نورو په پرتله پشتنه شځه هيڅ انساني ژوندون نلري
اي پشتنو خويندو تاسي ولي د دي لپاره يوه چټکه مبارزه نه کوي؟[/quote:b2a23aa077]


داود فايز
07.08.2006

پتنګه وروره سلامونه
ما غوښتل چي د پلار د پاره يو څه وليكم خو كله مي چي ستا ځواب وليدو
نو دا ستا به ليكنه مي بسنه وكړه
دپلار دپاره دومره كافي دي
والسلام عليكم


اشفاق
16.08.2006

پتنګه زويه شه چاري
پتنګه زويه دا فکر مه کوه چي دلته د اروپا ټولي شځي بي موره او بي پلاره دي او يا هم ټول خلک يو شان دي شه او بد خلک هر ځاي کي شته يوه ټولنه هم نه ټوله شه ده او نه بده همدا ډول يي دا کارونه درواخله خو چي ته کله د پشتنو شځو ژوند وګوري نو د هغو پر نسبت د نړئ د نور هر هيواد د شځو ژوند يو څه شه دي. پشتنه شځه د ميړه وينځه ده بلکي څنګه چي په کور کي يوه وزه ژوند تيروي دغسي د هغه کور شځه هم ده. تر هر څه لومړي خبره دا چي په پشتنه کورنئ کي د جلکئ پيدا کيدل يوه د غم خبره ګڼل کيژي بيا چي جلکئ وزيژيدله هغه خپل هيڅ ژوند او حق نلري هغه په وړکوالي کي د زده کړي حق نلري ورور سره د يو برابر کيناستو حق نلري چي لږه غټکئ شوه د پلار-وروڼو- کاکاګانو-ماماګانو او ټول کلي د عزت د ساتلو دنده ور په سر کيژي. پلار به يي ټوله ورځ په پردو شځو پسي ګرځي، ورونه به يي د جهان لوپران او زنک بازان وي، ترونه به يي هلکان غئي، ماماګان به يي همدا کار کوي هيڅ خبره به نه وي نه ګناه، نه بي عزتي، نه سپکاوي، نه بي غيرتي او نه بل څه شته خو که دي جلکئ د خپل ورور سره هم په لوړ غږ يا خنده خبره وکړه نو يو به ورته وايي زما پټکي دي خاوري کړ، بل به ورته وايي زه دي بي ناموسه کړم او دغسي پسي دا نوري خبري درواخله. واده کول د دي په خپله خوښه ندي. که يي په خپله خوښه د واده خبره وکړه هماغه يي د مرګ ورځ ده. او چي کله د يو ناپيژندلي سړي کور ته په ډولئ کي ورشي نو هغه سړي وايي چي دا زما ملکيت دي زه چي څنګه ورسره کوم دا زما حق دي او شځه د ګيلي يا فرياد کولو حق هم نلري
دا نو بالا ژوند دي؟ اوس ته ووايه او په انصاف يي ووايه او بله دا چي په احساساتو او جذباتو او هوايي عقيدتونو باندي يي مه وايه هغه خبره وکړه چي کوم حقيقت دي


ګلامخان
16.08.2006

وروڼوسلامونه !
کم عقله پلاره زوي چې دڅه رته ویلې بس هم هغه صحې دی نورددابیځایه خبری ستاپه کم عقلې اودزوي په هوښیارتیادلالت کوی بس که نور :twisted:
شکر باسه پلاره چې په پښتني کلتور کې پيدا شوی يې پلار او نيکه دې مالوم دي ،غيرت لرې،پښتولري، ميلمه لري، يار پېژنې ،مشر پيژنې ، کشر پيژنې ،نمک حرامه نه يې او د جګو غرو پښتون يې.... ، .
قربان دپښتنې له تور ټيکري شم ، په ټيکري کې يې هم شرم او حيا ، غيرت ، انسانيت ، اسلام ، وفاداري ،٠٠٠٠ شته ٠
پاتې شوې دعلم خبرې نو پلاره ز مونږ نارينه هم ولاکه دومره علم لري اوبس نو داخو
زمونږ د ټولنې او زمونږ دحکومتي واکدارانو ګناه وه چې ټول تياره پاته يو٠
پلاره دا دلګان امريکايان او دا نور دناتو دوؤسان درغلي دي، ددي لپاره چې زمونږ ځای هم داسې مردار کړي لکه غرب او پام کوه بيدار اوسه ٠
علم ا و پوهه ،هو ولي نه په هر انسان فرض دي خو تر پښتني او اسلامي کلتور لاندې. [/quote]


اشفاق
19.08.2006

زامنو شچاري پلار مو درجار شه
يحي خيله زويه رښتيا هم ځه ډير کم عقل يم چي د پشتنو سره په دي خبرو بحث کوم که مي په اروپا کي دا ډول خبري وکړي نو هغو مي هوشيار بولي خو پشتانه لا د انسانيت هغي درجي ته ندي رسيدلي چي شه او بد وپيژني نو ځکه تاسي ته زه کم عقل شکارم. په هر ډول موخه مي د خبري دا ده چي يو جذباتي او احساساتي خبري کول وي او يو حقيقتونه پيژندل وي زموژ ټولي خبري تشي جذباتي او احساساتي ناري دي نور هيڅ نشته . که ته بيا هم په دا خپله خبره ټينګ يي چي په اسلامي او په ځانګړي ډول په پښتنه ټولنه کي د شځي مقام بهتر دي نو که همدا اوس تاته څوک ووايي چه که ته شځه شي نو ستا به څه عکس العمل وي؟ يو ځل ځان شځه وبوله او بيا له همدغه لوري فکر وکړه چه ټولنه کي ته څه مقام لري بيا به پوه شي


ګلامخان
20.08.2006

سلامونه !
زویه په نامه سره خوڅوک پلارکیداي نشې اونه به شی زه که لیکم په حقیقت کې دپلاریم
راغله خبره دښځوګوره زویه شکریی خومسلمان نوبیاته دغه دښځوحق داسلام له نظره غواړی اوکه دې خپل شخصې نظرده ؟
که دخپل نظروی نوداخوڅوک نه درسره منې اوکه داسلام له نظره وی نوپه دنن سبادښارپه ښځوکې ته څه داسلام وینې ؟
که داسلام پکې هیڅ نه وې نوبیایی دحق غوښتنه ولې کوی اوولې نوروپښتنوته داواي چې ښځوته حق ورکړی
دستااصلې پلاریحی خیل


زمريال
25.08.2006

د دې فورم مسولو خويندو او تريندو ته ،
سلامونه او له درانه خوبه د راوښېدلو هيلې !
پۀ تاسف سره يي بايد ووايم چې د ې فورم چلوونکې خويندې ( نيلوفر او ليلوما ) له ډېرې مودې راهيسې ويدې دي او د خپل مسؤليت له باره يې ځانونه ناجاڼه _ناخبره اچولي چې له همدې امله هيڅوک هم نه غواړي پۀ افغاني ټولنه او پۀ ځانګړي ډول پۀ نوې منظرنامه کې يي مسايل Discuss ا  و څیړي _________
خير دا خو بېخي بېل بحث دی چې زۀ يي پرځای پرېږدم او خپلې اصلې خبرې او هيلې ته راګرځم .
پۀ لومړي سر کې خو بايد له خپلو خويندو ( نيلوفر او ليلوما ) څخه پۀ ډېر درنښت هيله وکړم چې فورم ته راشي او د خپلې برخې ليکنې ، موضوګانې کنټرول او پرې نه ږدي چې څوک پۀ يو او بل نامۀ له ښځينه قشر سره د خوخواږۍ تر نامۀ لاندې د افغاني ټولنې پۀ تېره بيا پخپله د پښتو خويندو ميندو د پاکيزه کردار کردارکشي وکړي ، لکه پۀ همدې پاڼه کې پۀ يوه بې پلاره ټولنه کې د روزل شوي بدمرغه پلار پۀ نامۀ يوچا هغه څۀ د پښتني پتمن او وياړمن کليوال چاپېريال پۀ تړاو ليکلي چې تصور يې يوازې د دۀ پۀ بې پلاره ، بې پدره او پنج پدره معاشره کې شونی دی بل ځای نه !!!
پۀ دويم ګام کې د فورم له مشر تابه پلاوي ښاغلي وطنمل صاحب او نورو څخه هيله لرم چې دټولو فورمونو لپاره دې هغه څوک انتخاب شي چې د فورم حاضر او موجود غړي وي او څوک چې ناسوب او غيرحاضر دي نومونه يي بايد د مسؤل پلاوي له ډلې وايستل شي !
پۀ همدې هيله


Durkhanai
27.08.2006

@“Plaar“,

Dagha Che Staasso Sara Dagha Ehsaas Shta, Che De Yawe Afghane Kheze De Zhwand Pe Haalato Rokhaani Waachawee, Ddera Loya Khaber Da. Dagha Che Taasso Pe Petto Stergo Aw De Be-Zaaya Dalaayelo Pe Bannsett Har Hagha Naajaayeza Pakhtaneez Amal Jaayez ne Bolay Che Jaayez Ne Wee, Yawa Ster Permekhtag Da. Khdai Mo Tel De Zalaand Feker Khaawand Lara.

@Ttol,

Ne Watan Pe Tesho Khabero Aw Ehsaasaato Jorregee, Aw Ne Ham Pakhto Aw Pakhtunwaali Pe GHatto GHatto Khabero Stera Kegee. Zemung Ttolo Har Yaw Harakt De AFG Anzoor Khkaara Kawee. Aw Reekhtyaa Kho Daa Da, Che Sara Le Har Haghe Afghanay Meene, Khoddaaray, Akhlaaq Aw Nezakatoono Afghanistan Ke De Khezo Pe Hoqooqo Teray Kegee. De Daghe Mawzo Tarha Kawel Gonaah Na Da,… Jorom Ne Da. Jorum Aw Gonaah Ba Hagha Wakht Wee, Che Pe Daghe Be-Adaalatay Aw Terekht Sterge Pette Krroo. Ka Mung Pe Reekhtyaa Sara De AFG Sara Meena Laroo, No Baayad Har Hagha Be-Adaalatyaane Aw KHaamyaane Pe Naama Sara Yaad Krro, Che Watan Ye Raa Tabaah Kerr. Yadawena Ye Yawaazeenai Hal Dai… Pettawel Aw Yaa „KHE“ Bolel Ye Ne Tanhaa De Yaw Baa-Massolyata Shakhs Pe Hais Yaw Dder Be-Tafaawota Aksolamal Pe Yawa Ttolena Ke Dai, Balke Pe Islam ke Ham Gonah Da.

Ze Feker Ne Kawam Che “Plaar” de Gharbi Hewaadoono De Hare Aazadee Khepalwel De Khezo Hoqooq Bolee… Balke De Kheze Hagha Hoqooq Yadawee Che Islam Werta Halaal Kerre, Kho Afghani Ttolene Pe KHpelo Be-Zaaya Aw Be-Ddawla Dodoono Aw Dastooroono Werta “Haraam” Kerree.

De AFG Dagha Haalat, Ke De Khezeena Dai, Aw Ka De Naareena… Ke De Kesher Dai Ka De Mesher… Hara Be-Adaalati, Har Hagha Naa-Insaani Amal Che Raa Pe Barkha Kegee, De Naapohay Nateeja Da. Ze De Maktab Aw De Pohantoon Poha Ne Kheyam… Ze De Insaanyat Aw Bashar-Dostai Poha KHeyam. Aw Dagha Poha Hataa Pe Ddero „Pohaandaano“ Aw „Pohanwaalo“ Ke Neshta.

Khdai Mo Lara… Passegay Zatee!!!

Yaadawena: Bakhena GHwarram... De Pakhto Leek Program Ne Laram. Keday Shi Che Koom Ssok Zema Leek Pe Pakhto We leekee????


رښتینی
30.08.2006

محترمو وروڼو اوخويندو سلام او نيكى هيلى مى ومنئ

شاغلى پلار نا مى ګډونكوونكى وروره ستا د ليكنى له نيما يي بر خى سره بيخى
موافق يم او تائيدوم يي چى هغه دپښتنو ميرمنو په اړه ستا خبرى دى

په دى كى هيڅ شك نشته چى پښتنى درنى ميرمنى په پښتنه ټولنه كى هيڅ ارزشت نه لرى
ارزشت خو دى توره بلا و خورى ولى بيخى د انسانيت له پوړ نه يي را غور ځولى دى او لكه
تاچى ويلى دى دمال په سترګه ورته ګورى او زه به لا يوګام بل هم مخته كړم ولا داسى خلك
مى ليدلى چى له څارويو نه هم په بده سترګه ورته ګورى او دا هسى هوايي خبره مه بو لى ما
ليدلى هو كى ! ما ليدلى

يو ځاى يو هلك او جينى نه وو سره شه او څه ناسمى اړيكى يي سره لرلى خبره شكاره شوه
او خلك پرى خبر شول پښتانه مشران پرى كينا ستل او دخبرى له پاره يي د حل او خلا صون
لارى سنجولى اخير يي يوه داسى نا دره پريكړه وكړه چى ددى جينى ورور دى ددى ديار خور
ته لاس ور وا چوى او هماغه و چى دا له موضوع وتلى هلك را ولاړ شو او دهغه اړيكى لرونكى
هلك خور ته يي لا س ور واچاوى چى هغه خپله هم له موضو ع وتلى او پاكه سوتره نجلى وه

دا مى دپښتنو دهغو مركو نه يوه مركه را واخيستله چى دميرمنو په اړه يي صادروى
او تاسو يي دموټى لكه خروار(مشت نمونه يي خروار ) په حساب ونيسى

نو ګورئ يارانو د افغانى ميرمنو د ستو نزو دحل له پاره په خپله په افغانى اندود او
له افغانى روا جونو او اسلامى فكر سره سم لارى چارى ولټوئ او بل دا كار بايد په
خپله نارى تر سره كړى او په ميرمنو دى غږ نه كوى چى هله را پورته شئئ او خپل حق
تر لاسه كړئ

او دا فكر هم ناسم ښكارى چى بايد افغانى ميرمنى دى د لويديځوالى ميرمنو په پلونو
پل كيږدى ځكه مونږ ولى بايد په هر شى كى تقليد ته اړ وه اوسو ايا خپل تهذيب نه لرو ؟
او بل دخپلى ټولنى او لويديځوالى ټولنى تر منځ پراته اوږده واټن ته ولى نه ځير كيږو ؟

او بل ايا دا محكومى ميرمنى كولى شى د خپل حق غو شتنه وكړى ؟؟؟
دلته له ټولو دبد مرغى خبره داده چى داسلام وركړيو حقوقو له برخى نه داسى حقوق
شته چى كه كوم يو سړى داسلامى نظر له مخى خپلو اړوند مير منو ته هغه حقوق وركړى
نو پښتانه يي دووس او بيغيرته بو لى لكه د يوه سړى او ميرمنى او لاد نه كيږى او كومه
ناروغى هم ونه لرى نو كه دا ميرمن او ميړه يي په سره راضى شى چى راځه سره طلا ق شو
تا ته به خداى له بل سړى نه اولاد در كړى او ماته به يي خداى له بلى ميرمنى نه راړى

دايو سم او معقول كار دى او اسلام هم په دى اړه كوم ممانعت نه لرى ولى اكثر پښتانه دى معقول
كار ته ځكه زړونه نه شه كوى چى طلاق خو دووسى ده او بيا خلك ورپورى خاندى داسى نورى دومره
ستونزى مونږ لرو چى بيخى له شماره دباندى دى خو لوى مشكل يي په دى كى ده چى د مناسب حل
له پاره يي هيڅوك په فكر كى هم نه دى او كه كوم څوك يي په فكر كى شى هغوى بيا د لويديځوالو
په څير ازادى ورته غواړى او له هغى ازادى خو يي دا روانه وضعه هم له ناچارى نه ښه ده

نو رمو الله مل شه


دغربیانوخواخوږي

اسماء بی بی
02.07.2010

سلامونه اونیکي هیلي
خدایه شکرچي پښتنه یم ، اوپه پښتون قام کي بیادي په افغانستان کي لویه کړي اوپیداکړي یم ، زه دي ددي احسان شکریه په ټول عمرکي نه شم اداکولی،

دلته یوورور ته دغربیانو اواروپامیرمني ډيري ښي معلوميږي ،اوهغوۍ چې کوم حقوق ورکړي دي په هغي ډير خوشحال دي ، زه نه پوهیږم چې هغوي چې ښځي له سړوسره برابري کړي دي دایي حق ورکړي اوکه یي ظلم ورباندي کړی ،
زه خویي ظلم بولم ،
ځکه چې یوخو داخوارکئ دمیړه خدمت کوي دهغه داولاد خدمت کوي ،په دفترکي به دپردیو خدمت کوي ، ټوله ورځ به یي لکه دملانصرالدین غواخوله وازه نیولي وي ، کنه نو بیاخوټو ل تري خفه کیږي ،
ښځه په اسلام کي اوبیا الحمدلله په افغاني ټولنه کي دیوه عفیف انسان نوم دی ،

بیاهم زه نورنه شم لیکلای دلته بیاهم دیوه ورور په زړه پوري لیکنه نښلوم

دعرفان الهام لیکنه
دکورملِکه که دتمدن بي پته
دانسان دژوندانه لړۍ که دفطرت دحسین قانون په چوکاټ کي شتون ولري نوشیبې به یې هم حسینې اوپه زړه پوري وي ، ددي ستړي لاري لاروي به ددي لاري په سختوامتحاني کږلیچونوکي هلته بریمن وي چې دهمدغه فطري قانون په نقشه روان اوله همدي مشاله رڼاو اخلي ،
داسپیڅلی قانون چې دجهالت په تروږمۍ کې یې دسبادسترګي په څیردتورتم هراړخیزه مقابله وکړه ،موږته یې له ځانه سره دعدالت ،بشردوستي،په وړانګوروښانه سحرراوړ،اوله حقوقي پلوه یې دابن آدم (نارینه ،ښځینه ) ټول مصالح اوښګڼي تضمین کړي،داپه داسي حال کي چې دهمدي قانون یعني داسلام د راتلوڅخه وړاندي دښځوژوندپیغورګڼل کیده ،اودهغوئ ژوندۍ خښول ستره اتلولي ګڼل کیده ،لوی خدای جل جلاله دهغوئ ددي شوم عمل په اړه فرمایې:
وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ (9) (سورة التکویر)
ژباړه : اوچې کله له ژوندۍ خښې کړای شوي نجوني وپوښتل شي ،چې په کومه ګناه قتل کړای شوي وي ،
په تفسیرجمل کې لیکي : چې دجهالت په دورکي به چې دیوچالوروزیږیده که به یې هغه ژوندۍ پریښودله نوبه یې یوه دوړیوچپنه ورواغوستله اوپه صحراکي به یې اوښان ورباندي څرول ،اوکه به یې وژله نوله شپږکلنۍ وروسته به یې په بیابان کي یوڅاه ورته وکندله .په داسي حال کي چې دي ماشومي به له خپل پلارسره دوړکتوب دمیني لوبي کولې ناترسه پلاربه یې هغه په سلګوسلګوکي ژوندۍ ترخاورولاندي کړه ،
داسلام دمبارک دین له مخه که څه هم ټول بشردجهالت له سخت ناورین سره مخ ؤ،خوپه ځانګړي ډول دي ناپوهه انسانانودښځوټول حقوق ترپښولاندي کړي وو،هلته که په ناپوهي کي انسان له څارویوسره یوشان ؤ، په نکاح اوطلاق کي هم ترحیوانانولوړنه ؤ،نه تنهاداچې دیوي ښځې به لس خاوندان ؤ،بلکه مور،خوراولوربه هم په نکاح کیده،
بشري نړۍ همداسي لالهانده وه چې دخدای جل جلاله اراده وشوه څوخپل وروستنی استازی راوواستوي ،دعدالت دي لمرپه لنډه موده کي دظلم اوستم توره تپه نړۍ دجهالت له منګولووژغورله ،اودوحدانیت ترشعارلاندي یې انسان دډبرواوهرلایعقل له عبادت څخه منع کړل ،دنارینه ؤ په څیریې میرمنوهم خپل ځان دبشریت په نړۍ کي دخیل احساس کړ،دي مبارک قانون هرانسان دمورپه احترام امرکړاودجهالت هغه دود چې دخوندو اومیندونکاح به یې جائزبلله قطعي حرام وګرزول ،لوی خدای جل جلاله په دي اړه فرمایې :
حرمت علیکم امهاتکم وبناتکم واخواتکم الایة یعني په تاسوستاسومیندي اولوڼي اوخویندي حرامي کړای شوي دي،
له دي معنوي اوله حکمة ډک احترامي امرنه وروسته یې اولاددمورظاهري احترام اودرناوي ته راوبلل ،اودهغوئ سره ښه چلندیې ددنیوي اواخروي سعادت سبب وګرزول ،
هو:اسلام دی چې میرمنې یې په قماراونورومعاملوکي له ورکړي ازادي کړي ،اوهغوئ ته یې حقیقي ازادي اوحریت ورکړ،
اسلام دی :چې میرمني یې دحیاپه ګرانقدره زیورسینګاراوهغوئ ته یې دیوه باکمال اوحسین خاوندته دخپل مینې ښکلااوحسن نذرانه کولوتربیه ورکړه،
اسلام دی :چې ښځوته یې دپردي په محترم حکم سره ټول اخلاقي ،اوټولنیزفسادونه له مینځه یووړل .
اسلام دی :چې خاوندیې دهغه دبدني ځواک اوقوت مطابق دکورپه خارجې معاملاتو اوشاقه اموروکې خپل اولاداومیرمني ته دحلالي اوپاکیزه نفقي په ګټلوپابندکړ. ،اومیرمن ته یې دهغې دنازک تخلیق اونرم طبعیت موافق دکورنیوچارو دسمبالولو،داولاددتربیې اوروزلو چانس په لاس ورکړی،
اسلام دی : چې دکورمشر یې ګمارلی ترڅودانجلۍ دلویښت سره سم دهغې په خوښه دیوداسي خاوندسره چې ددي په هرلحاظ کفووي یعني په ازداوجې حیثیت سمون ورسره خوري نکاح وکړي ،پیغمبرصلی الله علیه وسلم ددي لارښونه داسې کوي

عن ابی هریرة رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاخطب الیکم من ترضون دینه وخلقه فزوجوه ان لاتفعلواتکن فتنة فی الارض وفسادعریض ،رواه الترمذي
ژباړه : له حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې تاسوته مرکه راشي اوتاسي یې خوښوئ دهغه دینداري اواخلاق ،نوورسره دوستي وکړئ که موورسره ونه کړه دابه یوه فتنه شي په ځمکه کي ،اویوسترفساد،
لمعات یې داډول تشریح کړی : که داسي ونه شي نوډيري ښځې به بې خاونده پاته شي ،اوسړي به بې له میرمنوپاته شي،نوزنابه ډيره اوفتنه به واقع شي،
اسلام دی :چې دمیراث ستونزمنه مسئله یې څیړلي اودنارینه ؤترڅنګ یې دمیرمنودمیراث برخي هم تعین کړي دي ،
دااوداسي نورډيرحقونه شته چې اسلام ښځوته ورکړي ،اسلامي فقهې په تفصیل سره بحث ورباندي کړی .، چي داڅوکرښې یې دظرفیت جوګه نه دي ،
لیکن غربیان بیادجهالت ددوري په څیریوحالت غواړي اوپه خپلوشیطاني تکتیکونوسره ددیموکراسي ترچترلاندي کله دښځودحقوقو اوکله دبشري حقوقوپه نامه فساداوفحاشي خپروي ،اوخلق تیرباسي چې ښځې هم دنارینه ؤ په شان حقوق لري ،په دي نامه سره غواړي چې دښځوعفت له مینځه یوسي ،ځکه غربیانودښځوپه حجاب بندیزاعلان کړ،اودخدای جل جلاله دي مبارک حکم ته یې په ډیرتوهین وکتل ،اوهغه ښځې چې پرده کوي هغه یې مجرمي اومحکومي وګرزولي ،هلته که په پردي کولوبندیزدي خوپه هغه حیواني ډوله دودهیڅ بندیزنشته چې دیوي ښځې څومیړونه وي ،صرف ښځه دیوچاپه نامه شي نورنوهیڅ مکلفیت نه لري ،هغه دچاخبره چې چیرته ښه هم هلته شپه ،
دنوموړي میرمنې اولاددهغې همغه تش په نامه خاوندته منسوبیږي ،داددوئ نسبي سلسله ده ،اوددوئ قرابت خپلوي هم په همدي ډول وي ،
غربیان نه یواځي داچي په دي کړونه شرمیږي ،بلکه په هغوکړنویې هم دحیاسترګي ړندي دي چې څاروي یې لاهم دخپل شعورخلاف بولي ، چې هغه له نارینه ؤ سره ازدواج ده، دادښځوپه حقوقویوبل سترتیری دی، له همدي کبله په امریکاکي تربل هریوه هیوادداخلاقي فساداونارواتیریوپیښي ډیري کیږي،
غرب دی چې دازادۍ په نامه داسلام احکام له مینځه وړل غواړي ،اودمیرمنوحیاپلوري ،ځکه یې زموږپه هیوادکي هم دخپلواجیرانوپه توسط دزیبائ اندام نندارتونونه پرانستي ،
تاسوقضاوت وکړئ آیارښتیاهم دښځودبشري حقوقوڅخه د زیبائ اندام سیالي ده ؟
آیاپه رښتیاهم دیوه هیواد ازادي اوامنیت میرمنوته دکراټي دزده کړي اودزیبائ اندام په نندارتونونوراځې ،؟
ښکاره ده چې ددي ځواب به دهرسلیم عقل په نزدمنفي وي .
دایوه ښکاره خبره ده چې غربیان دتعلیم اوزده کړي له نامه څخه په استفادي سره دمسلمانانوپاکي اوعفیفي خویندي اولوڼي له کورونه څخه راباسي ،
دلیږڅه وضاحت لپاره دبي حجابي دهغه ضررونو یودوه بیلګي رااخلوچې امریکا اوغربي نړۍ ورسره مخ ده ،
قاضي بن لنډي چې دامریکادنورپه ښارکي دځوانانودجنایاتودڅارلورئیس دی په خپل کتاب چې ((دځوان نسل تمرد ))په نامه دی لیکي:
ماشومان په امریکاکي په یوداسي حالت کي دي چې تروخت له مخه بلوغ ته رسیږي اوپه وړکتوب کي جنسي هیجان یاخوځښت په دوئ کي ژوندی کیږي ،،
دبالتیموردښآرمربوزډاکټروایې : په بالتیمورکي دزروپه شاوخواکي شکایات موجوددي چې ټول یې له وړوانجونوسره دزنادارتکاب په اړونددي ،
داخلاقي فسادخپریدل
بي حجابي په انسانیت باندي یوه شهواني کودتاه ده ، دنفساني شهواتو غلبه دانسان تباه کیدل دي ،دښځواونارینه ؤترمینځ دحیااوعفت له مینځ تلل د جامعي هوسایی اواسایش وړنه دي ،
کنډي دامریکایوپخوانی جمهوررئیس په یوه اعتراف کي چې په ۱۹۶۲ م کي ډيروورځپاڼوخپورکړوایې: په امریکاکي ځوانان پوچ اوخام دي ،اواخلاق یې دشهواتوقرباني شوي ،په هرو۷ کي ۶ کسان یې داخلاقي فساد له کبله لیاقت اووړتیادسربازي نه لري ،دی وایې : دیوامریکایې مسئول په صفت موخبروم چې دامریکاآینده له خطرسره مخ ده ،
دوحشت ناکوناروغیوخپریدل
مسري ناروغۍ،عصبي اورواني اختلالات ،لیونتوب ،جسمي اورواني نیمګړتیاوي،هرکال په زرهاؤقربانیان لري ،
ایډز ،هغه ناروغي ده چې په نږدي کلونوکي کشف شوي ده ،داناروغي چې دبدن ددفاعي ځواک سستم له منځه وړي ،اودمکروبونواومعمولي ناروغیومقابله له لاسه ورکوي ،عامه شوي ده ،لکه چې په رسنیوکي ددامریکایانودصحت داداري په حواله دداسي ناروغانواحصائیه خپره شوي ،چې شمیریې میلینونوته رسیږي ،
دلته بایدداسلام دعظمت اودرسول الله صلی الله علیه وسلم هغه معجزانه وینانقل کړوچې داسلام دحقانیت اودګران پیغمبرصلی الله علیه وسلم درښتونولي یوبله بیلګه ده،پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایې:
دهرقوم په مینځ کي چې فساداوفحشاعامه شي اوهغه قوم ګناه په ډیره بي شرمي سره کوي ،نوطاعون اوهغه ډول ناروغۍ چې په تیروخلګوکي یې وجودنه درلودپه دي خلګو کي به پیدا شي ،
ودَوالوتکفرون کماکفروا،الآیة یعني داکافران خوښوي چې تاسوهم ددوئ په شان کافران شي،
له دي ټولوعقلي ،منطقي اوشرعي دلائلواونصوصوڅخه ثابتیږي چې اسلام هغه دین دی چې ښځوته یې بشپړبشري حقوق ورکړي ،اومیرمني یې دکورملِکي جوړي کړي دي له دي سره جوخت یې ټولي بشري نړۍ ته هغه مقررات ایښي چې بل هیڅ قانون اومذهب یې مقابله نه شي کولای ،بس همدافطري قانون دی چې په عملي کولوسره یې ټولنه له فساد،وحشت ،اوبربریت څخه ژغورلای شي ، همدافطري قانون دی چې دټولني هرفردته دامن اوسوکالي متقابل احترام انساني مینې اویوجالب الفت اوپاکیزه تهذیب سپارښتنه کوي .



09.08.2010

..................................[color=blue:766186386e]پتمنو خويندو او ورونو اسلام عليکم و رحمة الله ![/color:766186386e]

زما په اند د شځو د حقونو فورم مسول بايد پخپله د ټول افغان يوه ښځينه غړې وي چې متاسفانه په ټول افغان کې نشته ! داچې بي بي اسما
خور دلته له څه وخت راهيسې سر راښکاره کوي استثنا ده، که شمير يې لږ څه ګڼ شي له منځه به يې يوه خور انشا الله دغه دنده په غاړه واخلي .
پاتې شوې د شځو د حق خبره :
که د ښځو پښتنې حقونه وي، که افغاني حقونه وي، که اسلامي حقونه وي او که
لوېديځوال حقونه وي ټول د ښځو په انساني حقونو راڅرخي .
که په انساني حقونو يې بحث وشي خبره په له کړکېچ څخه ووځي او په اصلي موخه او هدف او اصلي سکالو کې به خوځښت او پرمختګ
رامنځته شي ، ځکه اساسي مسايل به مطرح شي . د ساري په ډول :
١ _ ليک لوست ، ښونځی تعليم او مسلکي زدکړه د هر انسان تلسټيز حق دی او پښتانه هم د ښځې لا انسانې بولي نو د پښتنې ښځينه و
له پاره به دغه حق مني که نه ؟؟؟؟؟ که يې مني نو سمدلاسه به د هغې په پرځای کولو پسې مټې رانغاړي(!) ، ولې سمدلاسه (؟) ، ځکه چې په پيړيو پيړيو
يې د ښځو دغه حق خوړلی ، غصب کړی ، خېټه يې پرې اچولې او نېشه پرې خر خر ويده شوی دی ! نو سمد لاسه دې لاس په کار شي
که نه وايې وره او منه يې مه چې بيا به يې هغه خوړلی حق بيرته استفراقوي !!!

٢ - صحت او ژوند ساتنه د هر انسان اساسي حق دی، نو ښځې د ځان او کوچني اولاد دصحت له پاره د درمل حق لري ، ددې له پاره هم
بايد ښځينه ډاکترانې موجودې وي ، نو ښځې بايد هم معالجه شي او هم معالجې ډاکترانې اوسي ! د لومړۍ ګڼې په شمول هم دطب او هم ښونې روزنې
په څانګو کې تخصص تر لاسه کړي او د ټولنې نيمه (ښځينه ) برخه په پښو ودروي !
٣ - نو داچې کم ترکمه نيمع ټولنه له شځو څخه جوړه ده په سياست کې هم د ښځو
نقش ددوی اساسي انساني حق دی او بايدغه رسالت ته چمتو کړل شي !
٥ - په کور او اولاد په تربيه کې هم کې هم د ښځو مسوليت تر نارينه و زيات دی
له دې کبله هم د ښځو تعليمات او تخصيلات تر نارينه و
زيات رول لري څو روزلي انسانان ټولنې ته وړاندې کړي ! د پسوداده ښځې ځوی او لور هم پيسواده يا کم سواده پاتې کيږي او د ټولنې د اوږو بار ګرځي !

اوس تاسو راته وواياست چې اسلام او پښتونولي د انسانيت په دې اساسي حقوقو کې کوم يو نه مني ؟؟؟؟؟ او کوم يو د اسلام يا پښتونولۍ خلاف حق دی ؟؟؟؟؟؟
نو په انساني حقونو کې نه اسلام ، نه پښتونولي، نه زه او ته او نه
بشري ټولنه مخالت لري، نو بيا دا دومره نارې سورې، مخالتونه او سرغړونې په څه کې دي ؟؟؟؟؟؟
ښکاره ده چې مخالفت په هغه شرايطو او کارتوګو کې ده چې بايد توافق پرې وشي !
زما په شخصي اندکتنه بايد ښځې د اسلامي حجاب په ساتنه مکلفې شي او نامحرم نارينه په قانوني اجبار له ښځو سره له تماس نه
په ډډه او پرهيز کولو مجبور او مکلف شي !
نو په ټولنه کې به هېڅ ډول بد اخلاقي ، فساد او فتنه د ښځو اوونارينه و د مساوي حقونو له پلي کولو څخه رامنځته نشي او ټولنيز پرمختګ لاره
به پرانيپستل شي، که نه ټولنه به د خمود او جمود ، محکوميت او حجريت په زولنو کې ښکېل پاتې شي او د ناورينونو لړۍ به وغځيږي !

هيله ده تاسو ددې پورته متن په اړه خبل نظر له مونږ سره شريک کړئ !
په درنښت او سلامونو !


حذيفه
19.11.2010

دي انډيوال ته خپل غربي فکرهوښياري ښکاره کيږي په اروپاکي خوښځې صرف دنفسي خواهشاتولپاره استعماليږي .که دکوم وحشي انساني غريزه هرځاي په حرکت کي سوه هملته کومه ښځه ورته ښکاره سوه بس ترهغې لاس نه اړوي هرڅه که يي ورسره وکړل هغه ورسره کوي اودپوښتنې څوک يي نسته .دبازارګرمولولپاره هم ښځه يوښه وسيله ده اوغربيان له دي څخه هم استفاده کوي .زه له دي انډيوال څخه پوښتم چي ستاله خپلې خور،مور،خاله،عمه او...سره داخوښه ده چي کوم پردی کس دي ورسره ناست وي اوته دي پرې خبرهم نه يې؟يادي هغه ورسره په زوره بدکاري کوي اوستاڅخه ددفاع هيڅوک هم نوي؟ستاله خپلوانې څخه ناوړه کټه اخيستله کيږي اوته يي مخ نيوی نسې کولای؟لازمړي ده چي کوم مسلمان اوبياافغان دانسي خوښولای .خوکه ته دغربي ديموکراسۍ لپاره داسلام اوافغان نوم له ځانه لرې کوې نوبياچي دي پرخوله درځي هغه به وايې ځکه کوم مانع نلرې .په هرحال اسلام معتدل دين دي اوالله تعالی هرمخلوق ته خپل استحقا ق ورکړی دی داچي ستاناقص عقل يي نسي درک کولای دابېله خبره ده .بس نورنه ليکم هسي مي وخت راضائع کوې الله ته به دعاءکووچي له موږسره دنيکوهدايت درته وکړي .امين!


وصيل پېروز
19.11.2010

سلامونه
په پښتني ټولنه کي ښځينه حقونه په بشپړډول ترپښولاندي شوي دي اوپه رښتياهم ښځې ته دهيڅ په نظرکتل کېږي . ددې حالت په ليدلوځيني هغه کسان چي له خپل دين څخه معلومات نه لري داسي فکرکوي چي همدااسلامي حقوق دي چي دااوس ښځوته ورکول شوي دي ، نودی دې ته اړکېږي چي په غرب کي دښځې هغه حقوق چي له دې یې يوه دلوبونانځکه جوړه کړې ده تردې غوره وبولي، خوزه دې خلکوته صرف داوايم چي په پښتني ټولنه کي چي ښځه کوم حقوق لري هغه اسلامي حقوق نه بلکي دخلکوخپل شخصي راج دی چي پرښځويې چلوي ، که داخلک دقرآن اوحديث پرمستقيمه لاره روان شي نوان شاء الله په ټولنه کي زېږېدلي هرډول مشکلات هغه که دښځوپه برخه کي وي يايې بله کومه برخه لړلې وي له منځه ولاړشي اسلام دهرډول ناروغيودرمل دی .
داسي وروڼه کي په دې حقيقت پوهېدل غواړي نوددوئ دپوهولولپاره دعرفان الهام ليکنه چي اسماء خوررااقتباس کړې ده ګټوره تمامېدای شي .
ديوې خالصې اسلامي ټولنې په تمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more