د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

انټرنټ او ماشومان

أبوخليل
26.07.2006

د وخت په تېرېدلو سره په هر څه کي بدلون راغلی او هر څه د نوښت په حالت کي دي نن که له یوې خوا د عصري تکنالوژي په مټه د فساد اډانې پراخي شویدي خو تر څنګ یې د مصلحینو لپاره هم زیات د چوپړ چانسونه له ځان سره راوړي دي له دې اډانو ځخه یوهم نړیوال جال (Internet) ده چي له بشپړي نړۍ ځخه یې یو وړوکی کور جوړ کړی او هر څوک کولای شي په ډېر لنډ وخت کي خپل غږ او یا پیغام د نړۍ له یوه ګوټ ځخه هغه بل ګوټ ته ورسوي له دې جال ځخه هر څوک د خپل استعداد سره سم چي څرنګه وغواړي کار اخېستلای شي ، دې جال که له یوې خوا د انساني ټولني لپاره زیاتي وړیا آسانتیاوي له ځان سره راوړي دي خو په عین وخت کي د خیر اوشر او دحق او باطل د پلویانو لپاره د کشتي یوه تخته ګرزېدلي ده چي دواړو خواوو یو دبل دراپرزلو لپاره مټي رانغښتي دي او بډي وهي او وروستی بری انشاء الله تعالی د حق دپلویانو دی وماذلک علی الله بعزیز .
پدې کي څه شک نشته چي نړیوال معلوماتي جال (Internet) یو له هغو مهمو عصري اختراعاتو ځخه دی چي د ماشومانو او ځوانانو معلوماتو ته وده ورکوي او ذهني پانګه یې زیاتوي خو په څنګ کي ځیني داسي پلید او زهرجن مواد هم لري چي د پلرونو په حیث په مونږ لازمه ده چي خپلو اولادونو ته له هغه ځخه د ځان دساتني درک او احساس ورکړو او هم په خپله ددې خطرونو د مخنیوي لپاره ضروري احتیاطي تدبیرونه په کار واچوو .
دا ویل به بې ځایه نه وي چي ماشومان او د نن ځوان نسل کېدای شي له دې جال ځخه ډېر هغه څه لاس ته راوړي چي هغه هغوی ته په ګټه تمام شي او په ورځني او راتلونکي ژوند کي هغوی ته په درد وخوري او دا هم کېدای شي چي ددې جال له لاري هغوی د جرائمو اوناوړي استفادې هدف وګرزي د نن نسل څرنګه چي په یوه بېله نړۍ کي ژوند کوي هڅي کوي چي په دې نړۍ کي چي کوم نوي شیان دي هغه ځانته معلوم کړي.

دا کار په ډیره آساني سره مراقبت او بشپړي نګراني ته اړ تیا لري ترڅو ددې ژمني باور پیدا شي چي د تکنالوژي په ډګر کي د ځوان نسل پوهني او آزمویني سالمي ، ګټوري او ثمربښونکي دي.

په پیل کي پلرونو ته په کار ده چي د ماشومانو لپاره ځیني مقررات وټاکي او یوداسي تقسیم الاوقات جوړ کړي چي د هغې له مخي زمونږ اولادونه دا نړیوال جال وګوري د هغوي کمپیوتر باید په یوه داسي ځای کي ایښی وي چي د کورنۍ وګړي ګرځي او را ګرځي همدا راز مور او پلار باید د کمپیوتر او نړیوال معلوماتي جال په هکله بشپړ معلومات ولري تر څو ددې جال پلټونکی (Explorer) په داسي شکل تیار (Setup) کړي چي د هغو بربنډو عکسونو او فاسدو موادو مخنیوی وکړي چي کېدای شي د اعلانونو په بڼه او یا په بل شکل ددې جال له لاري د کمپیوتر په هېنداره ښکاره شي.
سربېره په دې له ځینو هغو پروګرامونو ځخه چي لاندي به په ګوته شي کار واخلي چي هغه کتنځایونه (Sites) پټ وساتي کوم چي ناوړه مواد خپروي .
په نړیوال جال کي کوم احتمالي خطرونه شته دي ؟
زمونږ د هغو زامنو او لوڼو لپاره چي د بلوغ او لویښت په مرحله کي دي د نړیوال جال د کتلو په وخت کي ځیني خطرونه دي چي هغه به په لاندي ډول خلاصه کړو :
۱-لومړی خطر له هغو موادو سره په غېږه ورتلل او یا د هغو شیانو لیدل دی چي هغه د مثال په توګه یا خو د هغوی د عمر مناسب نه وي او یا په اخلاقي توګه د لیدلو وړ نه وي لکه بربنډ عکسونه او جنسي ناولونه او محاورې یا تشدد امیزه او ډاروونکي مواد.
2- بل خطر نا پېژندلو کسانو ته د خپل ځان یا کورنۍ او د کورنۍ د افرادو په هکله معلومات ورکول دي چي کېدای شي د ځینو پلیدو عناصرو او ضعیف النفس انسانانو له خوا ترې ناوړه استفاده وشي .
3- بل خطر د برېښنا لیکونو له لاري له داسي معلوماتو سره لاس او ګرېوان کېدل دی چي هغه خو یا اخلاقاً ناوړه مواد وړاندي کوي او یاپه ډار اچونه او تشدد باندي بناوي او یا داسي تبعیضونو ته بلنه کوي چي د یوې عقیدې یا مذهب او یا یوه خاص قوم یا ټولني په ضد وي .
له دې خطرونو ځخه ځان څرنګه وساتو ؟
زیات تره هغه څوک چي د دې جال خدمت (Service) عام ولس ته وړاندي کوي له هغوی سره داسي امکانات او وسائل وي چي مور او پلار ته ددې ځواک وربښی چي د خپلو اولادونو لپاره په نړیوال جال هغه کتنځایونه بېل او وټاکي کوم چي د هغوی اولادونه ورته رسېدلای شي او ځیني هغه کتنځایونه بند کړي چي هغه څه ګټه نلري او سرچپه ناوړي اغېزې کېدای شي ولري لکه شیطان ټوپسکي (Chatrooms)
علاوه پر دې ځیني داسي پروګرامونه هم په مارکېټ کي لاس ته راوړل کیدی شي چي د هغوی جوړښت یوازي ددې لپاره شوي وي چي له مور او پلار سره په دې کي مرسته وکړي چي د هغوی اولادونه په نړیوال معلوماتي جال هغو کتنځایونو ته له رسېدلو ځخه راوګرزوي او یا یې بند کړي کوم چي هلته ناوړه مواد وجود لري.
اولادونو ته څه کول په کار ده ؟
ګرانو ماشومانو: د دې نړیوال معلوماتي جال له استعمال ځخه هدف او مقصد د هغه څه لاس ته راوړل او یا په هغه څه ځان خبرول دی چي هغه تاسو ته ګټه رسوي او یا ستاسو په معلوماتو کي زیات توب راولي تاسو باید لاندي ټکي په جدي توګه په پام کي ونیسي:
۱- کله چي له ځینو داسي معلوماتو او یا عکسونو سره مخامخ شۍ چي هغه اخلاقا ځوروونکي وي سمدلاسه باید خپل مور اوپلار ته خبر ورکړۍ تر څو هغوی مو روغه رهنمایې وکړي.
2- دا ضروري ده چي تاسو ددې جال د کارولو په مهال د ځان یا مور او پلار او یا کورنۍ په هکله معلومات لکه د تلیفون لمبر...... یو چاته هم ورنکړۍ ، مخکي له دې چي له مور اوپلار ځخه مو اجازت نه وي ترلاسه کړي کله هم له یوچا سره په ګپ شپ او خبرو مه لګیا کېږۍ او چي کله له یوچا سره خبري کول وغواړۍ حتماً خپل پلاراو یا مور له ځان سره کېنوۍ تر څو هغوی دا خبري وڅاري ، دا ځکه چي دا جال په داسي بدخویو انسانانو ډکه ده چي له هغوی ځخه د ځان ساتل او ورسره نه مخامخ کېدل په تاسو لازم او فرض دی .
3- تر څو چي ستاسو مور او پلار اجازت نه وي درکړی کله هم د ځان او یا د کورنۍ د افرادو انځورونه او یا عکسونه په نړیوال معلوماتي جال چاته مه لېږۍ .
4- کله چي هم په خپلو برېښنا لیکونو نا پیژانده او یا داسي ناوړه لیکونه تاسو ته راشي چي ستاسو پاک او سالم فطرت یې ناوړه او ناولي وبولي مه یې پرانیزۍ او ځواب یې مه ورکوۍ ، دا ستاسو ګناه نه ده چي ناوړه لیکونه درته راځي بلکه دا دهغه لېږونکي ګناه ده چاچي تاسوته رالېږلي دي ، غوره چلند هم داده چي دداسي لیکونو کله هم ځواب مه ورکوۍ او که لېږونکی اشنا شخص وي سمدلاسه خپل مور او پلار ورباندي خبرکړۍ او که ناپېژانده شخص وي او مور او پلار مو حاضر نه وي نو تر پرانستلو مخکي یې سمدلاسه ورک (Delete) کړۍ دا هم کېدای شي چي نا پېژانده لیکونه وایرس (Virus) ولري او په پرانستلو سره یې ستاسو د کمپیوتر ټول سیستم وران شي.
پلرونو او مېندو ته څه کول په کار دی ؟
۱- پلرونو او مېندو ته زمونږ دا وړاندیز دی چي هغوی له خپلو اولادونو سره نژدې واوسي ، تل ور سره خبري وکړي هغوی ته غوږ ونیسي تر څو یې ستونځي واوري د نړیوال معلوماتي جال د استعمال لپاره ځیني مقررات او اصول وټاکي خپل اولادونه په دې ټینګ وپوهوي چي په دې جال کي په هیچا هم باور ونکړي او ځاني معلومات لکه د کور آدرس د مکتب او یا مدرسې نوم یا د تلیفون شمېره خپل حقېقي نومونه او یا د مور او پلار او خپلوانو نومونه او ادرسونه هیچا ته هم ورنکړي ځکه چي پایلي به یې ښې نه وي .
2- غوره خوداده چي زمونږ اولادونه شیطان ټوپسکي (Chatroom) ونه کاروي ځکه چي دا څه ګټه نلري او د وخت ضایع کول دی خو که یې بیا هم کله کاروي نو پلاراومور ته په کار ده چي هغوی په دې عادت کړي چي په برېښنالیک او د شیطان ټوپسکي (Chatroom) په خبرو اترو کي له مستعار ( بدل ) نومونو ځخه کار واخلي.
۳- پلار او مور باید هغه کاروني ځان ته معلومي کړي کوم چي یې اولادونه ددې جال د پرانستلو پر مهال کاروي او که مور او پلار له دې جال سره نااشنا وي پرې دږدي چي اولادونه یې د هغو خدمتونو په کارولو خبر او پوه کړي کوم چي هغوی یې لاس ته راوړي
4-هغوی باید د هغو کتنځایونو په هکله بشپړ معلومات ولري کوم چي یې اولادونه پرانیزي تر څو یې له هغو ځایونو ځخه وژغوري کوم چي ناوړه او غیر اخلاقي مواد لري.
5- د والدینو تعقیب باید تل او همېشنی وي تر څو چي اولادونو یې په دې پوه شي چي نړیوال جال د علمي استفادې لپاره ده نه د ساتېري او د وخت د ضایع کولو لپاره.
6- هغوی ( والدین ) باید په دې هم پوه وي چي هغه څه چي په دې جال کي دي ټول هم واقعي او رېښتیني نه دي.
7- د نړیوال جال د عکاسي کامرې باید د کور دننه ته پرې نه ږدۍ په همدې شکل خپل اولادونه له دې ځخه منع کړۍ چي ستاسو له اجازت ځخه پرته په دې جال له یوچا سره مخامخ خبرو ته کېني.
۸- خپل اولادونه په سپینو خبرو او رېښتیا ویلو عادت کړۍاو ددې جال په هکله د هغوی تجارب او معلوماتو ته غوږ ونیسۍ او د هغوی ګټورو هڅو او ښو کړووړو ته شاباش ووایاست تر څو هغوی نور هم لا زیات تشویق کړل شي د هغوی برېښنا لیکونو ته د رالېږل شویو لیکونو په هکله تل هغوی وپوهوۍ او د هغوی برېښنا لیکونو ته د راغلو لیکونو د محتویاتو لوستل او معلومول خپل همېشنی عادت وګرزوۍ او د خپل کلتور اواسلامي لارښوونو په رڼا کي د هغوی راهنمایي وکړۍ.
۹- د خپل اولاد تعقیب کله هم مه پرېږدۍ ، هغه وختونه په ډېر دقت سره وټاکۍ کوم چي په هغې کي ستاسي اولادونه د کمپیوتر هېندارو ته کېني تر څو د هغوی د مکتب د لیک او لوست کورني کارونه ځیني اغېزمن نشي.
10- والدینو ته په کار ده چي د ځان اواولادونو په مېنځ کي د اعتماد یوه ښکلي فضا جوړه کړي په دې شکل به وکولای شي چي د نړیوال جال په ډوبوونکي بې ساحله سمندر کي د لامبو وهلو په مهال د هغوي غوره مرستیالان جوړ شي.
کوم پروګرامونه زمونږ مرسته کولای شي ؟
Cyber Patrol یو غوره پروګرام دی چي ناوړو کتنځایونو ته ماشومان نه پرېږدي د هغوی د عمرونو سره سم د هغه ځیني نسخې کارولی شي .
http://www.microsys.com د دې پاڼي آدرس دی
یو بل پروګرامCYBERsitter دی چي هغه هم ماشومان ناوړو ځایونوته له رسېدلو ځخه راګرزوي او ناوړه مواد د کمپیوتر په هېنداره له وړاندي کولو ځخه بندوي.
د دې پاڼي آدرس دیhttp://www.solidoak.com
Surfwatchهغه پروګرام دی چي والدین د هغه په واسطه کولای شي هغه کتنځایونه تعقیب کړي کوم چي د هغوی اولادونو کتلي وي همداراز تقریباً سل زره ( ۱۰۰۰۰۰) داسي کتنځایونه بندوي چي ناوړه مواد خپروي
د دې پاڼي آدرس دی http://www1.surfwatch.com
په اخېر کي لوی الله جل جلاله ته لاس په دعایو چي هغه مونږ او زمونږ اولادونه ددې نوي نړۍ له ښکاره او پټو فتنو او آزموینو ځخه د خپل بې څنډي رحمت په سیوري کي وساتي او هغه څوک چي زمونږ او زمونږ د ځوان نسل د راښکېلولو لپاره دا جال کاروي او په دې جال کي نوري ړندې د فسادځالي جوړوي پخپله د الله تعالی په بېساري قدرت او زمونږ د قلم د څښتنانو په مټه په همدغه جال کي راګېرشي یوازي هغه ددې توان لري او په هغه مو خپل اولادونه او ځانونه او هرڅه سپارلي دي (انه سمیع مجیب).


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more