د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لوي اختر: قرباني او مسايل يي


طالب جان
20.01.2004

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العلمين وبعد:
لوي خداي جل جلاله چي كله حضرت ابراهيم عليه السلام ته دحضرت اسماعيل عليه السلام دذبح كولو حكم وركړ نوحضرت ابراهيم عليه السلام دالله تعالى دغه حكم په خورا ورين تندي سره قبول كړ او دخپل خواږه او زړه ته ورتير زوي حضرت اسماعيل عليه السلام حلالولو ته يي ملا وتړله . دحضرت ابراهيم عليه السلام داخلاص پايله داشوه چي الله تعالى دفرښتو په لاس له جنت نه يو مږ ورته راوليږه او پدي ډول يي هغه دحضرت ابراهيم عليه السلام ترچاړي لاندي وغورزاوه . حضرت ابراهيم عليه السلام چي كله دخپل زوي په غاړه چاړه راښكله نو لوي خداي هغه دپسه په غاړه برابره كړه او پدي ترتيب حضرت اسماعيل عليه السلام هم له ذبح نه خلاص شو او پلار يي حضرت ابراهيم عليه السلام هم له الهي امتحان او ازمويني نه سرخرويه راووت .
لوي خداي دحضرت ابراهيم ددغي قربانۍ دياد ساتلو له امله هغه په محمدي امت كي هم ژوندي وساتله ځكه نو لوي خداي جلت عظمته خپل نازولي رسول حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل :فصل لربك وانحر. سورة الكوثر ايت لمبر:3
ژباړه: لمونځ وكړه دخپل پالونكي رب لپاره او قرباني وكړه.
په بدني او روحاني عباداتو كي ترټولو ستر عبادت لمونځ دي اوپه مالي عباداتو كي بيا قرباني يو لوړحيثيت لري ځكه چي دقربان حقيقت دخپل ځان ځارول دي . مگر لوي خداي دخپل بي ساري حكمت او دامت دمصلحت پربناء دانساني نفس په ځاي دڅاروي قرباني دود وگرزوله .
دقراّنكريم دهمدي وينا په بنسټ علماوو قرباني په هر ازاد مسلمان،مقيم (چي مسافر نه وي) باندي (له خپله لوري نه دبچيانو له لوري كه هغه بالغ وي كه نابالغ ,بډايان وي يا مسكينان) واجبه كړيده .
((تجب على حر مسلم مقيم عن نفسه لا عن طفله : كنزالدقايق 2 توك 422 مخ .
[color=blue:7a1da0b36a]تكبير تشريق [/color:7a1da0b36a]: الله اكبر, الله اكبر,لااله الاالله والله اكبر ,الله اكبر ولله الحمد. دذي الحجې له نهمي نيټې دسهار مهال نه ديوولسمي نيټې دمازديګر تر مهاله له هر لمانځه وروسته په لوړ غږ سره لږ ترلږه يو ځل پورتنى تكبير ويل واجب دي , له مفتى به قول سره سم دا حكم دنر او ښځودواړو لپاره دى كه هغه په جماعت لمونځ اداكوي او كه يي تنها ادا كوي په هر ډول باندي دپورتني تكبير ويل پرې واجب دي او پريښودل يي ګناه بلل كيږي .البته ښځينه دي په لوړ غږ سره نه وايي ,ځكه چي دښځو غږ هم په ستر كي ګډدى . شامي
[color=blue:7a1da0b36a]لوي اختر ته ولي عيد الاضحى ويل كيږي[/color:7a1da0b36a]: ددي پوښتني په ځواب كي ملاعلي قاري رحمه الله په مرقات كي داسي فرمايلي: ((وسمي الضحى لان الاضحية تفعل في الضحى)) مرقاة 3توك 302 مخ
ژباړه: لوي اختر ته ځكه عيدالضحى ويل كيږي چي پدي ورځ قرباني دسهار(ضحى) په وخت كي ترسره كيږي.
ضحى په عربي كي سهار يا څاښت ته ويل كيږي. له همدي امله دغه اختر ته يي هم دانوم وركړل شوى دى .
[color=darkblue:7a1da0b36a]په محمدي امت باندي قرباني كله واجبه شوه؟[/color:7a1da0b36a]: ددي پوښتني په ځواب كي علامه علاءالدين الحصفكي رحمه الله په درالمختار كي فرمايي چي قرباني دهجرة په لومړنيو وختونو كي واجبه شويده: درالمختار 1 توك 611 مخ.
[color=blue:7a1da0b36a]په قرباني كي كوم ډول څاروي حلالول پكار دي؟ [/color:7a1da0b36a]غوا ،غويي، ميښه،مږ، اوزه او دارنگه نورحلال څاروي ذبح كولاي شي البته نر او ماده يي هيڅ فرق نلري يوازي بايد چي په شرعي اصولو برابر وي . او كه چيري دنر او مادي بيه سره يوه وه نو بيا بايد چي دقرباني لپاره ماده غوره كړايشي: شامي مع درالمختار 1ټوك 322 مخ. البته په پورته دواړو كتابونو كي ميښه دغوا له جنس نه بلل شويده.
[color=darkblue:7a1da0b36a]دڅاروي عمر بايد دقرباني په وخت كي څومره وي؟ [/color:7a1da0b36a]
اوښ بايد كم تركمه پنځه كلن وي. غوا يا هم ميښه بايد دغه مهال كم تركمه دوه كلنه وي ,وزه يوكلنه او دپسه لپاره كم تركمه عمر شپږ مياشتي متعين شويدي مگر هغه بايد دروغتيا له پلوه دومره څورب او تيار وي چي څوك يي له يوه كلن نه دكوچني گومان ورته ونكړي: تنوير الابصار مع الدر 6 توك 322مخ
دپورتنيو څارويو په قرباني كي څه فرق دي؟: فرق دادي چي پسه ديوه كس دقرباني لپاره كارول كيږي پداسي حال چي په غوا يا ميښه كي اوه كسان سره شريكان كيداي شي . پورتنى ماخذ315 مخ.او مختصر القدوري 2ټوك 279 مخ.
دقرباني وخت : دقرباني وخت دذي الحجي له لسمي نيټي نه پيل كيږي او ددولسمي نيټي له لمر لويدو سره سم پاي ته رسيږي. دغو دريو ورځو ته ايام النحر ويل كيږي .
دښارونو او كليو ترمنځ فرق:
په ښارونو او كليو كي دقرباني كولو يو څه فرق شته او هغه داچي ښاريان داختر دلمانځه له ادا كولو نه مخكي قرباني نشي كولاي خو دكليو ميشت خلك بيا دسهار له پيل نه سمدستي وروسته او داختر دلمانځه له اداكولو نه مخكي هم قرباني ترسره كولاي شي.كذافي مختصر الدوري جلد2 278مخ
پاتي لري



طالب جان
31.12.2004

په تيره پسي :
[color=blue:173d2f852d]كوم څاروي دحلالولو وړدي؟ [/color:173d2f852d]دړانده څاروي ذبح كول ندي روا.همداراز هغه څاروي چي ځير يي كمزورى وي دهغه قرباني هم نده روا البته كه چيري ځير يي تر نيمايي كم له منځه تللي وي نو دهغه قرباني جايزه ده او كه نيمايي وي يا له هغه نه زياته وي بيا يي حلالول او قرباني كول روا دي . دڅاروي دځيردمعلومولو لپاره طريقه داده چي هغه دي لومړي ددريو ورځو لپاره وږي وساتل شي او وروسته دي دهغه كمزوري سترگه وتړل شي او دهغه مخي ته دي واښه ونيول شي څاروي چي له هره ځايه واښه وويني نو هغه ځاي دي په نښه كړل شي , بيا دي دهغه روغه سترگه وروتړل شي او عين عمل دي ورسره وكړاي شي , بيا دي وروسته ددواړو سترگو دمسافت يا واټن اندازه په گوته كړل شي, كه تناسب يي نيمايي يا له هغه نه زيات وو نو قرباني يي نده درسته او كه له نيمايي نه كم وو نو بيا يي قرباني رواده همداراز دليوني څاروي قرباني هم نه كيږي او نه دناروغه دا روا گڼل كيږي . البته داپه هغه صورت كي چي مرض يي معلوم وي. همدراز دگوډ څاروي قرباني هم نده جايزه البته دشريعت له مخي گوډ ځناور هغه ته ويل كيږي چي دقرباني تر مقامه ځان نشي رسولاي پدي اړه علماءكرامو ويلي دي چي كه دغه گوډڅاروي يواځي په دريو پښو روان وي نو دهه قرباني هم نده سمه البته كه يي دتگ په وخت كي له څلورمي گوډي پښي نه هم كاراخيست نو بيا يي قربانول رواده . شامي لعلامه ابن عابدين الشامي جلد 6 مخ322.
همداراز كه يي دغوږ،لكۍ غاښ،سترگي او ياهم دلم زياته برخه له منځه تللي وه نو قرباني يي نه رواكيږي.له سترگي نه مراد دڅاروي ځيردي چي پورته يي په تفصيل سره دمعلومول طريقه ذكرشوه. [color=darkblue:173d2f852d]دقرباني دغوښي حكم [/color:173d2f852d]: هغه كه پخپله وخوړل شي ښه به وي البته غوره داده چي په دريو برخو ويشل شي اولومړۍ برخه دي ځان ته كيږدي دوهمه دي خپلوانو ته وركړي اودريمه برخه دي په شرعي ډول پر مستحقينو او اړو خلكو باندي وويشي . ليكن كه څوك ټوله غوښه خپل ځان ته كيږدي دا هم روا ده .كنزالرقايق جلد2مخ422
دقرباني غوښه نامسلمانو ته وركول هم روادي البته چاته يي داجرت په بڼه وركول روا نه دي .دقرباني غوښه تر دريو ورځو زياته ساتل هم روادي .ابو داود
پاتي شوه دقرباني دپوستكي خبره نو هغه دځان لپاره هم كارول كيږي خو داسي چي عينيت يي پخپل ځاي پاتي وي دمثال په توګه چي جانماز يا غلبيل ورڅخه جوړكړي ،صدقه كيږي هم او خيرات كيږي هم يا دي خرڅ كړي او قيمت دي فقيرانو ته وركړل شي مختصرالقدوري توك2 مخ 279
[color=blue:173d2f852d]دقرباني دڅرمني [/color:173d2f852d]قيمت دمسجد په جوړولو يادامام ,مؤذن ,مدرس يا خادم په تنخوا كي وركول نه دي روا ,همداراز دمدرسو ,درملتونونو اونور رفاهي ادارو په جوړولو كي هم دڅرمني قيمت وركول روا نه دي .
دقرباني څرمن قصاب ته دحلاليدو دبدلې يا اجرت په بڼه وركول هم نه دي روا .
او مستحب او غوره داده چي قرباني كونكي څاروى پخپله حلال كړي (څاروى دي دقبلې په لوري پرې باسي او دا دعا دي ووايي : ’’اني وجهت وجهي للذي فطر السموات والارض حنيفا وما انا من المشركين . ان صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العلمين . لاشريك له وبذلك امرت وانا اول المسلمين . اللهم منك ولك ,,اودذبح كولو په مهال دي له تكبيره پرته نورڅه نه وايي (كتاب الاثار)اوله حلالولو وروسته دي دا دعا ووايي ’’اللهم تقبله مني كما تقبلت من حبيبك محمد وخليلك ابراهيم عليهما الصلاة والتسليم ,,)خو كه يي دڅاروي حلالول نه وي زده نو له قصاب نه هم په كاراخستلو كي كومه پروا نشته . كنزالدقايق توك لمبر 2 مخ422
دڅاروي دحلاليدو په مهال دقرباني كوونكى ښايي موجود وي ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لور حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها ته وفرمايل چي :دقرباني دحلاليدو په مهال موجوده اوسه ځكه چي دڅاروي دويني دلومړ ي څاڅكي له تويدو نه مخكي لوي خداي جل جلاله دقرباني كوونكي ته بښنه كوي .
څوك چي قرباني كوي نو دهغه لپاره مستحب داده چي دذي الحجې له لومړۍ نيټې نه دي دقرباني دڅاروي دحلالولوتر مهاله پوري دبدن نوكان اوويښتان نه پريكوي .ابوداود
دڅاروي دحلالولوچاړه ښايي ښه تيره وي ترڅو دحلاليدو په مهال څاروي ته ربړ ونه رسيږي .ابو داود
همداراز دڅاروي اوه شريكان كولاي شي چي دقرباني په څاروي كي دګډون كولو له لاري خپلي كفارې اداكړي ، اوياهم دعقيقي كار ورنه واخلي ځكه په ټولو كي دثواب نيت موجود دي . شامي ټوك لمبر6 مخ326 والله اعلم بالصواب وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين .
پاي .


خیریوسی
29.09.2005

محترم ورور طالب جان صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
1_هغه وطن وال چی د هيواد څخه لری پاته کیږی او په هغو هیوادو کی مسکینان نسبتا زموږ و هیواد ته لږدی که د اضحیی ( اختری) پیسی نقدی وخپل هیواد ته واستول شی او اختری په خپل هیواد کی په کفالت سره حلال شی داسی اضحیه څنګه ده
2ـ دسرسایی ( صدقة الفطر) پیسی نقدی وخپل هیواد ته لیږل څنګه دی

الله دی درڅخه راضی شی

ابو محمود



څاروان
01.10.2005

محترم مولوي صيب طالب جانه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم ستاسي پورتني ليكنه ماشاء الله ښه او مفصله ده الله پاك مو په ګوتو او قلم بركت كړه.

د بري په هيله مو
يوسف څاروان



طالب جان
02.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره ابو محمود صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد :پتمنه : تاسي يقينا په زړه پوري پوښتني مطرح كړي چي دځوابونو هڅه يي په لاندي ډول كوو :
[color=darkblue:796146e27b]1[/color:796146e27b]-داضحيې يا قرباني لپاره كه څوك وكيل ونيول شي او هغه دموكل له لوري پداسي هيواد كي (دموكل په هيوادكي) چيري چي تر نورو هيوادونو مسكينان ډير وي قرباني وكړي نو دا اضحيه نه يواځي داچي روا ده بلكه ښه كاردى .
حوالې :اِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ [التوبة : 60
ان تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ [البقرة : 271
مصنف عبدالرزاق ,
ا_عبد الرزاق عن ابن جريج : (قال : قلت لعطاء إنما الصدقات للفقراء فتلوت عليه الآية ، قلت : الصدقات كلها لهم ؟ قال : نعم ، إذا وضعت زكاتك في صنف واحد ، أو صنفين ، أو ثلاثة ، ولو كانت كثيرة أمرته أن يجعلها فيهن كلهن .

ب- عبد الرزاق عن محمد بن راشد : (قال : أخبرني أبان قال : دخلت على الحسن وهو متوار زمان الحجاج في بيت أبي خليفة فقال له رجل : سألت ابن عمر أدفع الزكاة إلى الأمراء ؟ فقال ابن عمر : ضعها في الفقراء والمساكين ، قال : فقال لي الحسن : ألم أقل لك : إن ابن عمر كان إذا أمن الرجل قال : ضعها في الفقراء والمساكين.
ج_عبد الرزاق عن الثوري عن عمرو ، و الربيع عن الحسن : (أنه كان يستحب أن يعدل بين قرابته وغيرهم في الزكاة ، يقول : إذا أعطاهم
د-عبد الرزاق عن معمر : ( قال : أخبرني من سمع عكرمة يقول : تعطى زكاة مالك ذوي قرابتك ، فإن لم يكونوا فمواليك ، فإن لم يكونوا فجيرانك .
سنن بيهقي كبراى
أخبرنا أبو عبد الله الحافظ و أبو القاسم الحسن بن محمد بن حبيب و غيرهما قالوا ثنا أبو العباس محمد بن يعقوب ثنا الحسن بن مكرم البزاز ثنا عثمان بن عمر أنبأ ابن عون عن حفصة بنت سيرين عن أم الرائح بنت صليع عن سليمان بن عامر : ( أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : إن صدقتك على المسكين صدقة ، و إنها على ذي الرحم اثنتان ، صدقة و صلة .
بدايع الصنايع :
ومنها ) أنه تجزئ فيها النيابة فيجوز للإنسان أن يضحي بنفسه وبغيره بإذنه ; لأنها قربة تتعلق بالمال فتجزئ فيها النيابة كأداء الزكاة وصدقة الفطر ; ولأن كل أحد لا يقدر على مباشرة الذبح بنفسه خصوصا النساء , فلو لم تجز الاستنابة لأدى إلى الحرج .
وفي الظهيرية : ويبدأ في الصدقات بالأقارب . شامي346 مخ 1ټوك .
پاتي لري :



طالب جان
02.10.2005

په تېر پسي :
[color=blue:fd794b82da]2[/color:fd794b82da]-همدارازكه يي پخپل هيواد كي خپل خپلوان تر نورو خلكو ډير محتاج وو نو هغوي ته هم دصدقة الفطر دروپو ورليږل ښه كاردى . او كه يي خپلوان تر نورو مسكينانوډير محتاج نه وونو پدې صورت كي بيا خپل هيواد ته دصدقې روپۍ ليږل مكروه دي .
حوالې :
( و ) كره ( نقلها إلا إلى قرابة ) بل في الظهيرية لا تقبل صدقة الرجل وقرابته محاويج حتى يبدأ بهم فيسد حاجتهم ( أو أحوج ) [...( قوله : بل في الظهيرية إلخ ) إضراب انتقالي عن عدم كراهة نقلها إلى القرابة إلى تعيين النقل إليهم , وهذا نقله في مجمع الفوائد معزيا للأوسط عن أبي هريرة مرفوعا إلى النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال { يا أمة محمد والذي بعثني بالحق لا يقبل الله صدقة من رجل وله قرابة محتاجون إلى صلته ويصرفها إلى غيرهم والذي نفسي بيده لا ينظر إليه الله يوم القيامة } . ا هـ . رحمتي والمراد بعدم القبول عدم الإثابة عليها وإن سقط بها الفرض ; لأن المقصود منها سد خلة المحتاج وفي القريب جمع بين الصلة والصدقة . ص-4:353] 1 توك ردالمحتار (شامي) . والله اعلم باالصواب .


zwan
19.11.2007

که څوګ دخپل مړ پلار يا مور دپاره قر باني وکړي
اسلام په دبره کی څه واېې دروا ده ثواب لري او ک نه

د تاسی دځواب په تما


و.افغان
23.12.2007

محترم ځوان صاحب:
سلامونه می ومنه،
امکان دې ولرې، چې طالب جان صاحب، او محترم مولانا حلیمي صاحب مشغول وي، نو که ستاسی اجازه وي ځواب به مو زه وکړم، سره له دې چې له ډیر زیات ځنډ وروسته مې وخت پیدا کړ چې ټول افغان ویبپاڼه پرانیزم.
محترما:
بالکل جایز دي، او ثواب يي تاته هم رسیږي، او هم مور او پلار ته، او دلیل يي
دادي، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دخدیجي رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته له هغی نه قربانې کړي، او دقربانۍ غوښه به يي دخدیجی رضی الله تعالی عنها ښځینه دوستانو ته لیږله.

صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 3 / ص 1389)
3607 - حدثني عمر بن محمد بن حسن حدثني أبي حدثنا حفص عن هشام عن أبيه عن عائشة رضي الله عنها قالت
: ما غرت على أحد من نساء النبي صلى الله عليه و سلم ما غرت على خديجة وما رأيتها ولكن كان النبي صلى الله عليه و سلم يكثر ذكرها وربما ذبح الشاة ثم يقطعها أعضاء ثم يبعثها في صدائق خديجة فربما قلت له كأنه لم يكن في الدنيا امرأة إلا خديجة فيقول ( إنها كانت وكانت وكان لي منها ولد )

صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 4 / ص 1888)
75 - ( 2435 ) حدثنا سهل بن عثمان حدثنا حفص بن غياث عن هشام بن عروة عن أبيه عن عائشة قالت
: ما غرت على نساء النبي صلى الله عليه و سلم إلا على خديجة وإني لم أدركها
قالت وكان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا ذبح الشاة فيقول أرسلوا بها إلى أصدقاء خديجة قالت فأغضبته يوما فقلت خديجة ؟ فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إني قد رزقت حبها

صحيح ابن حبان م ت الأرنؤوط/18 - (ج 15 / ص 467)
7006 - أخبرنا الحسن بن سفيان حدثنا سهل بن عثمان العسكري حدثنا حفص بن غياث عن هشام بن عروة عن أبيه : عن عائشة قالت : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا ذبح الشاة يقول : ( اذهبوا بذي الى أصدقاء خديجة ) قالت : فأغضبته يوما فقال صلى الله عليه و سلم : ( إني رزقت حبها )
قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط مسلم


zwan
27.12.2007

وهاج ساپی صاحب
له ځواب څخه دی ډيره ډيره مننه


watan1
18.11.2008

سلامونه او نيکی هيلی
دماشومانو لپاره قربانې څنګه ده که يو څوګ دخپلو ماشومانواو يادخپل وفات شوي ماشوم لپاره قربانې وکړي ايادجايز دی ثواب لری او که نه
ماهم يو ٩کلن ګللې زوي له لاسه ورکړی دي او غواړم دهغه لپاره قربانې وکړم
خو نه پو هيږم چي جايز دی او که نه

دتاسي دځواب په تما


رښتینی
18.11.2008

ښاغلی وطن سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !

الله پاک دی ستاسو ماشوم داخرت په ورځ ستاسو له پاره شفیع وګرځوی
او لوی څښتن دی تاسو ته دزړونو صبر او تسلی درکړی ستاسو په غم خوا
شینی شوم ځکه داولادمرګ ډیر سخت او دردوونکی وی خوداخرت له پاره
بیا ښه توښه وی الله دی هوری په ښمر درولی

اوستاپوښتنی ته به ددی فورم علماء ځواب ووایی خو اصلا داموضوع
یوڅه بسیطه غوندی ده ځکه موږاوتاسو دماشوم دوفات په مهال یوه بل ته
داسی نه وایو چی الله دی وبښی بلکی وایو الله دی شفیع کړی یعنی داماشو
مان په اخرت کی دمور اوپلار شفاعت اوسپارښتنه کوی نو سفارښت کوونکی
هلته دسفارښتنی وړ ګرځی چی په خپله خدای بښلی وی لکه انبیاء او شهداء
او ماشومان مکلف نه وی نو هغوی خدای بښلی او کوم خیرات یا قربانی ته
اړتیا نلری

په مینه


ابومحمدحنفي
19.11.2008

[img:815d92924b]http://i286.photobucket.com/albums/ll102/serhan999/islam/000H052f1bj.gif[/img:815d92924b]


watan1
23.11.2008

محترم حامد صاحب زما سلامونه هم ومنه
ډيره ډيره مننه چي زما پوښتنه مو ځواب کړی ده

او دمحترم وهاج ساپی صاحب څخه په ډير درناوي هيله کوم چي هغه هم زماد پوښتني ځواب ر کړي ٠


و.افغان
23.11.2008

[quote:4da5a1dab6="watan1"]محترم حامد صاحب زما سلامونه هم ومنه
ډيره ډيره مننه چي زما پوښتنه مو ځواب کړی ده

او دمحترم وهاج ساپی صاحب څخه په ډير درناوي هيله کوم چي هغه هم زماد پوښتني ځواب ر کړي ٠[/quote:4da5a1dab6]

ګرانه وطنه وروره:
دروند حامد صاحب ستاسو دپوښتنې ښه ځواب کړې دی، زه هم ورسره موافق یم،
که دصدقې وسعه مو کیږي، اقتصادي حالت مو ښه وي، نو له هغې پرته دعامې
صدقي په نیت قرباني وکړۍ.
په درنښت


حذيفه
16.11.2010

ماشاءالله !
پوښتنواوځوابونوډېره ښه لړۍ روانه ده .الله دي پوښتنه کونکواوځوابونکوته جزاء خيرورکړي .
محترم وهاج ساپی اوحامدصاحب څخه مننه کوم چي ددي اړومسلمانوپوښتنوته يي پروخت ځوابونه ورکړو.


عادل عادل
20.11.2010

د ټولو دې اختر مبارک شي

د اضحیې د وجوب شرطونه کوم دي؟

ایا د ذی الحجې د لسم فجر طلوع د اضحیې د وجوب یو شرط دی که نه؟

که وي، نو د لسم فجر د طلوع مبداء به د ځمکې پر مخ له کومې نقطې نه پیلیژي؟

ایا د مکې مکرمې ځتیځ لوري ته پرتو هیوادو کې پورتنئ د طلوع شرط پر ځای کیژي که نه مخکې له عرفات نه په خپله نهمه طلوع د لسم د طلوع نوم ږدي پداسې حال کې چې په عرفات کې د لسم طلوع ته لا وخت پاته وي؟ او چې کله هلته لسمه طلوع وشي په ختیځو سیمو کې پورتني شرط ته په کتو سره طلوع فوت شوې وي.

د پورتنیو ټکو په رڼا کې ځنې علما کرام په افغانستان کې د لوی اختر په لومړئ ورځ باندې قرباني کول صحیح نه بولي او وایي چې په دوهمه ورځ دې قرباني وکړي تر څو د وجوب شرط په یقیني ډول پر ځای شي. والله اعلم

هیله ده چې ښاغلی دین پوهان به په دې اړه یو څه وضاحت وړاندې کړي


اسلام د زړه او روح قرباني ده ، پسه قرباني کول یو سمبالیک کار دی


ع کريم حليمي
22.10.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د اختر قرباني : داتشه د وینو او غوښو قرباني نده ، بلکه د زړه او روح قرباني ده ، دا دخدای په لاره کښي د ماسوی الله او د غیر سره د میني قرباني ده !!!

اسلام قرباني ده : د اسلام لفظي معنی «خپل ځان بل چاته سبارل او د طاعت او بندګۍ د پاره سر ټیټول » دي او دا هغه حقیقت دی چه د حضرت ابراهیم او اسمٰعیل علیهما السلام د دې ایثار او قربانۍ څخه څرګندیږي ؛ همدا سبب دی چه د دې پلار او زامنو د اطاعت او فرمان بردارۍ له دې جذبې څخه په محمدي صحیفه یعني قرآن کښي د اسلام په لفظ تعبیر شویدی : فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ (الصافات ۱۰۳)
هرکل چهابراهیم او اسمٰعیل اسلام راوړ ( فرمان برداري ئې وکړه ، یا يي خدای ته ځان تسلیم کړ ) او ابراهیم خپل زوی پړمخي پرې ایست .
وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ° إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ . بقره
او څوک به د ابراهیم ملت غوره او خوښ نـــــــــــــــــکړي ، لیکن هغه چه پخپله ځان بیعقل کړي ، موږ هغه په دنیا کښي مقبول کړ او هغه به په آخرت کښي‌هم له نېکانوڅخه وي هر کله چه د هغه رب هغه ته وویل چه اسلام راوړه ( فرمان برداري وکړه یا ځان تسلیم کړه ) هغه وویل مـــــــــــا د عالم د پروردګار فرمان برداري وکړه ( یامي هغه ته ځان وسپاره )

لنډه دا چه د ابراهیمي ملت حقیقت همدا «اسلام »دی چه هغو خپل ځانونه د خدای لاسوته سپارل او یوازي د هغه درشل ته ئې سرونه ټیټ کړی ؤ‌ همدا شی د اسلام حقیقت دی او همدغه ملت ابراهیمي ملت دی ، او د امانت د دې دروند بار د پورته کولو د پاره بـــــــــه حضرت ابراهیم بــــــــــــیا بـــــــــیا د خدای څخه دا سوالونه کول چه دده په نسل کښي دي ددې بار پورته کوونکي هر وخت موجود اوسېږي او بالآخره دي د هغو په نسل کښي هغه « امین » پیدا شي چه هغه دا امانت واخلي او ټولي نړۍ ته ئې وقف عام کړي لکه چه ددې مرام د تر سره کولو د پاره ئې دعا وکړه او دا دعائې وکړه : رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ° رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
زموږ پروردګاره ! له موږ څخه مسلمانان ( یا خپل فرمان بردار) جوړ کړه او زموږ د نسل څخه یو مسلمان ( یا خپل فرمان بردار) جماعت جوړ کړه او موږ ته کناسک ( د حج دستور ) راوښیه او و موږ معاف کړه ، بیشکه ته معاف کوونــــــــــــــــکی او رحم کونــــــــکی يې ! په دوی کښي خپل یو رسول ولېږه چه ستا آیتونه هغوته ولولي او واوروي او هغو ته کتاب او حکمت ور زده کړي او هغوی پاک او صفا کړي ته غالب او د حکمت خاوند يې

له سیرة النبي (صلی الله علیه و اله و سلم ) نه

درنښت


رښتینی
22.10.2012

ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮ ﭼﺎ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ؟
ﻟﻮﻣړﻯ ﻣﺴﺌﻠﻪ :
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮﺩﺍﺳﯥ ﭼﺎ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺻﺪﻗﮥ ﻓﻄﺮ
) ﺳﺮﺳﺎﻳﻪ ( ﭘﺮﯤ ﻭﺍﺟﺐ ﻭﻱ ﺍﻭﻫﻐﻪ ﺩﺍﭼﯥ ﻋﺎﻗﻞ، ﺑﺎﻟﻎ
ﺍﻭﭘﻪ ﻛﻮﺭ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺍﻭﺩ ) (۶۱۲ ګﺮﺍﻣﻪ ﺳﭙﻴﻨﻮ ﺯﺭﻭ ﺍﻭ (۸۷)
ګﺮﺍﻣﻪ ﺳﺮﻭ ﺯﺭﻭ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺍﻭﻳﺎﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﺭ ﻛﯥ
ﺩﺍﺳﯥ څﻪ ﻭﻟﺮﻱ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺍړﺗﻴﺎ ﻳﯥ ﺯﻳﺎﺕ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺍﺭﺯښﺖ
ﻳﯥ ﺩ ﺳﺮﻭ ﺍﻭﻳﺎ ﺳﭙﻴﻨﻮ ﺯﺭﻭ ﺩﻧﺼﺎﺏ ﻗﯧﻤﺖ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﻴږﻱ.
ﺩ ﺍړﺗﻴﺎ ﻭړ ﺷﻴﺎﻥ ﻫﻐﻪ ﺩﻱ ﭼﯥ ﺩﺳړﻱ ﮊﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﻋﺰﺕ
ﭘﻮﺭﯤ ﺗړﻟﻰ ﻭﻱ، ﻟﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﺍﻣﻠﻪ ﺳﺘﺮ ﺳﺘﺮ ﺩﯦګﻮﻧﻪ،
ﻟﻮﻳﯥ ﻗﺎﻟﻴﻨﯥ، ﺭﺍډﻳﻮ، ټﻴﭗ، ﺗﻠﻮﻳﺰﻳﻮﻥ، ﻭﻳډﻳﻮ، ﺩﻏﻪ ﺭﺍﺯ ﻟﻪ
ﺍړﺗﻴﺎ ﺯﻳﺎﺗﯥ ﺟﺎﻣﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎﻝ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻭﺍﺭﯤ ﻫﻢ ﻧﻪ
ﺍﻏﻮﺳﺘﻞ ﻛﯧږﻱ ﺩ ﺍړﺗﻴﺎ ﻭړ ﺷﻴﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻤﯧﺮﻝ
ﻛﯧږﻱ، ، ﻛﻪ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﺩﺩﻏﻮﺷﻴﺎﻧﻮ ﭼﯥ ﺩﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩډﯦﺮﯤ
ﺍړﺗﻴﺎ ﻭړﻧﻪ ګڼﻞ ﻛﻴږﻱ ﻛﻪ ﺍﺭﺯښﺖ ﻳﯥ ﺩ ﺯﺭﻭ ﺩﻧﺼﺎﺏ
ﻗﻴﻤﺖ ﭘﻮﺭﻩ ﻛﻮﻻﻯ ﺷﻮﺍﻯ ﺑﻴﺎﻫﻢ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ.

ﻳﺎﺩﻭﻧﻪ:
ﺩﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻧﺼﺎﺏ ﺩﺻﺪﻗﮥ ﻓﻄﺮ ﻟﻪ ﻧﺼﺎﺏ ﺳﺮﻩ ﺑﺮﺍﺑﺮ ﺩﻯ،
ﭼﯥ ﺩﺯﻛﺎﺕ ﻟﻪ ﻧﺼﺎﺑﻪ ډﯦﺮ ﻛﻢ ﺩﻯ، ډﯦﺮ ﺧﻠﻚ ګﻤﺎﻥ
ﻛﻮﻱ ﭼﯥ ﭘﺮﭼﺎ ﺯﻛﺎﺕ ﻭﺍﺟﺐ ﻭﻱ ﭘﺮﻫﻐﻪ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﺍﺟﺒﻪ
ﺩﻩ،ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﭼﯥ ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﻧﻪ ﺩﻩ، ﺩﻗﺮﺑﺎﻧۍ
ﻧﺼﺎﺏ ډﯦﺮ ﻛﻢ ﺩﻯ ﺍﻭ ﭘﺮ ﻧﺼﺎﺏ ﻳﯥ ﺩ ﻳﻮﻛﺎﻝ ﺗﯧﺮﯦﺪﻝ ﻫﻢ
ﺷﺮﻁ ﻧﻪ ﺩﻱ.
ﺩﻭﻫﻤﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ:
ﺩ ﺳړﻭ ﭘﻪ څﯧﺮ ﭘﺮ ﻣﯧﺮﻣﻨﻮ ﻫﻢ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ، ﭼﯥ
ﻛﻠﻪ ﺩﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺩﻧﺼﺎﺏ ﭘﻪ ﭘﻪ ﻛﭽﻪ ﺳﺮﻩ ﺍﻭ ﻳﺎ ﺳﭙﻴﻦ ﺯﺭ
ﺍﻭﻳﺎﺩﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﺷﺘﻤﻨﻲ ﻭﻟﺮﻱ، ﺯﻣﻮﻧږ ﺩ ډﯦﺮﻭ
ﺩﻳﻨﺪﺍﺭﻭ ﻛﻮﺭﻧﻴﻮﻣﯧﺮﻣﻨﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺩﯤ ﻣﺴﺌﻠﻪ ﻛﯥ
ﻻﭘﺮﻭﺍﻳﻲ ﻛﻮﻱ ، ﺩﺍﺳﯥ ﭼﯥ ﺩﻧﺼﺎﺏ ﭘﻪ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﺳﺮﻩ ﺯﺭ
ﻟﺮﻱ، ﺧﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺯﻛﺎﺕ ﻭﺭﻛﻮﻱ ﺍﻭﻧﻪ ﻳﯥ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛﻮﻱ،
ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺯﻛﺎﺕ ﭘﺮﯤ ﻓﺮﺽ ﺍﻭ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮﯤ
ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ، ﺍﻭﻛﻪ ﻟﻪ ﺩﻭﻯ ﺳﺮﻩ څﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻣﯧړﻭﻧﻪ ﺩﯤ
ﺩﻫﻐﻮﻯ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﻱ ﺯﻛﺎﺕ ﭘﺮﯤ ﺍﻭ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺩﯤ ﻭﻛړﻱ.

ﺩﺭﻳﻤﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ :
ﺩ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮ ﻧﺼﺎﺏ ﻛﺎﻝ ﺗﯧﺮﯦﺪﻝ ﺷﺮﻁ ﻧﻪ ﺩﻱ، ځﻜﻪ ﺧﻮ
ﻛﻪ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﺩﻭﻫﻤﻪ ﻭﺭځ ﻟﻪ ﻟﻤﺮ ﻟﻮﯦﺪﻭ ﺩﻣﺨﻪ ﻳﻮﺳړﻯ
ﺩ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺷﺘﻤﻨۍ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺍﺭﺯښﺖ ﻳﯥ ﺩﻗﺮﺑﺎﻧﻲ
ﻧﺼﺎﺏ ﺗﻪ ﺭﺳﯧﺪﻩ ﻧﻮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮﯤ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ
څﻠﻮﺭﻣﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ :
ﭘﻪ ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻧﺸﺘﻪ، ﺧﻮ ﻛﻪ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﺩﻭﻫﻤﻪ ﻭﺭځ
ﻫﻢ ﻟﻪ ﻟﻤﺮ ﻟﻮﯦﺪﻭ ﺩﻣﺨﻪ ﻛﻮﺭ ﺗﻪ ﺭﺍﻭﺭﺳﯧﺪ ﺑﻴﺎﻫﻢ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮﯤ ﻭﺍﺟﺐ ﺩه
څﻠﻮﺭﻣﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ :
ﭘﻪ ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻧﺸﺘﻪ، ﺧﻮ ﻛﻪ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﺩﻭﻫﻤﻪ ﻭﺭځ
ﻫﻢ ﻟﻪ ﻟﻤﺮ ﻟﻮﯦﺪﻭ ﺩﻣﺨﻪ ﻛﻮﺭ ﺗﻪ ﺭﺍﻭﺭﺳﯧﺪ ﺑﻴﺎﻫﻢ
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮﯤ ﻭﺍﺟﺐ ﺩﻩ.

ﭘﻨځﻤﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ :
ﭘﺮ ﻛﻤﻜﻲ ﻫﻢ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻧﺸﺘﻪ ﺍﻭﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﺮ ﭘﻼﺭ ﻻﺯﻣﻪ ﺩﻩ
ﭼﯥ ﺩﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﻱ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﻛړﻱ
ﺷﭙږﻣﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ:
ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﺩﻣﻴﺎﺷﺘﯥ ﻟﻪ ﻟﺴﻢ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﻧﻪ ﭘﻴﻠﻴږﻱ ﺍﻭﺩ
ﺩﻭﻟﺴﻢ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﺗﺮ ﻟﻤﺮ ﻟﻮﯦﺪﻭ ﭘﻮﺭﯤ ﻛﯧﺪﻻﻯ ﺷﻲ ﺍﻭﭼﯥ
ﺩﺩﺭﻳﻤﯥ ﻭﺭځﯥ ﻟﻤﺮ ﻭﻟﻮﻳږﻱ ﺑﻴﺎ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻧﻪ ﻛﯧږﻱ.

ﺍﻭﻭﻣﻪ ﻣﺴﺌﻠﻪ:
ﺩ ښﺎﺭ ﺧﻠﻚ ﺑﻪ ﺩﺍﺧﺘﺮ ﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻛﻮﻱ
ﺍﻭﻛﻪ ﭘﻪ ښﺎﺭ ﻛﯥ ﭼﺎ ﺩ ﺍﺧﺘﺮﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﻣﺨﻜﯥ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ
ﻭﻛړﻩ ﻧﻮ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺩﯤ ﺷﻮﯤ. ﻫﻮ! ﺩ ﺍﻃﺮﺍﻓﻮ ﺍﻭ ﺩ
ﻛﻠﻴﻮ ﺧﻠﻚ ﭼﯥ ﺩﺍﺧﺘﺮ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺗﻠﻠﻰ ﻫﻐﻮﻯ
ﻳﯥ ﺩﺳﻬﺎﺭ ﻟﻪ ﻟﻤﺎﻧځﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻫﻢ ﻛﻮﻻﻯ ﺷﻲ.
ﻭﻓﻰ ﺑﺤﺮ ﺍﻟﺮﺍﺋﻖ۸ : ټﻮﻙ۳۲۱ \ ﻣﺦ:
ﻭﻳﺠﻮﺯ ﻻﻫﻞ ﺍﻟﻘﺮﻯ ﻭﺍﻟﺒﺎﺩﻳﺔ ﺍﻥ ﻳﺬﺑﺤﻮ ﺑﻌﺪ ﺻﻠﻮﺓ
ﺍﻟﻔﺠﺮ ﻗﺒﻞ ﺍﻥ ﻳﺼﻠﻰ ﺍﻻﻣﺎﻡ ﺻﻠﻮﺓ ﺍﻟﻌﻴﺪ ﻭﻧﺤﻮﻩ ﻓﻰ
ﺩﺭﺍﻟﻤﺨﺘﺎﺭ ﻛﺘﺎﺏ ﺍﻻﺿﺤﻴﺔ .۳۱۸ \ ۶


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more