د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښه انتخاب

larghonay1
05.07.2006

له ډېر ځنډ ورورته د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي يو ښه انتخاب وكړ.
دغه انتخاب د سترې محكمې رياست دى چې پوهاند عبدالسلام عظيمي يې ورته ونوماوه.
دا چې د اطلاعات او كلتور وزارت ته به هم همداسې وړ څوك ونوموي او كنه ، خلك به يوازې په همدې نومونه خوشاله كړي؟
دا لا نه ده معلومه.
كه څه هم د كرزي صيب دغه ټاكنه ډېره ځنډمنه وه خو پر ځاى ده.
هيله ده چې كرزى صيب نور د وزيرانواو نورو لوړ پوړو چارواكو په ټاكنه كې پوره تجروبه تر لاسه كړې وي او ورسره د سلاكارانو په اړه هم له سره غور وكړي.
ځينې فرهنګي او نور سلاكاران چې ټول هيوادوال ترې خپه دي ،بايد كرزى صيب نور ترې تېر شي او د ټول ملت پر ځاى څوكسه خپه كړي.
همدا راز په كابينه او د دولت نورو لوړپوړو چارو كې يوازې له يوې ډلې او سيمې تېر شي اوټول هيواد ته پاملرنه وكړي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more