د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د حضرت محمد (ص) په هکله يوه پوښتنه

بڅرکئ
19.09.2003

له ديني عالمانو څخه د ﻻندې پوښتنې په اړه معلومات غواړم :
د حضرت زيد (رض) دميرمن بي بي زينب قصه څه ډول وه؟ ايادغه بي بي کونډه شوه او که له طلاق نه وروسته
دحضرت محمد (ص) د بيبيانو په ليکه کې د ام المؤمنين په توګه ودرېده ، اصلي قصه يې څنګه ده؟ له موثق جواب څخه مو ډېره مننه کوم . والسلام


Re: د حضرت محمد (ص) په هکله يوه پوښتنه

م ن غروال
21.09.2003

ښاغلئ بڅرکۍ صاحب سلام
نپوهيږم اصلي نوم مو څه دی٠ او په اسلام د ايمان څښتن ياست او که په نوم مسلمان ياست؟ تاسو که پدي ايمان لرئ چه محمد صلي الله عليه و سلم ريښتنۍ دالله جل جلاله استازۍ او د عالم پيشوا دی نو څه ډول کولائ شئ چه د هغه مبارک شخصيت په هکله يوه مسئله کي جريان ته پداسي شکل بڼه ورکړئ؟ داسلام په هکله بحث کي يوه مسئله په دغه شکل يا ډول بيانول د اسلام د بحث د پاڼو ښايست ندي او ددين د مقدساتو داحترام عدم ښکارندوي دي٠
لنډيز د دغې قصې او فلسفه د مسئلې دغه دي چه دا بي بي زينب د سردار لور د حضرت زيدرض سره ډير ناوله چلند کاوه چه څو څو ځلي زيد پيغمبر ص ته په شکايتو عرضونه کړي دي او د ښځې په پريښودو اسلامي امنيت متضرر کيدو٠ حضرت زيدرض داسي وؤ لکه د محمد ص زوي، حتی خلکو به ابن محمد باله خو ايت دقرأن نازل شو چه اې حبيبه ته نه ئې پلار ديو کس هم ددوئ څخه٠ زيد بايد دا ښځه پرېښې وائ ځکه نور له حد ايضافه په تنګ وؤ د دوئ تر منځ انجناب ص ډير د سولې او جوړتيا کوښښ وکړ اما بې ثمره وؤ نو د زيد په اسرار پيغمبر ص د طلاق امر نه بلکه دﻻرې دحل مشوره وفرمايله٠ طلاق په اسلام کي نا خوښونکئ امر دی چه که هره چاره بې اغېزې شوه مجبورا به طلاق دعمل جامه اغوندي، حضرت محمد ص ځان ته دخوښېدو او دهغې د طلاق امر؟ د زيد رض او دبي بي زينب تر منځ بله چاره نه وه پاتې جز د طلاق٠ ددغه کور ښځه بل چا په نکاح کول د عربو او د هغه وخت دعربي سردارانو لوئ عيب ګڼل کيده ، چه د خپلې بي بي زينب په وړانديز او خوښه انجناب ص ځان ته نکاح کړه، حتی د خداي ج په امر سره انجناب ته دهغې سره د نکاح بيان شرم او حيا ورتله٠ چه دا قومي او کورنيز مشکل پدي شکل حل شي ٠ دهغې رح د پڼډوپه ليده ، بيا د هغي خوښېدل، بيا دطلاق امر کول، او لدي امله ځان ته نکاح کول؟؟؟،،، نعوذو بالله٠ او زيد رض بي بي خديجي ع مخکي د بعثت څخه په غلامئ اخيستئ وؤ او پيغمبر صاحب چه له بي بي خديجي سره نکاح وکړه اوکله چه محمد ص هم په پيغمبرې مبعوث شو نو زيد د غلامئ ازاد او د کور غړئ وګڼل شو چه د پيغمبر صاحب ص د خورا زياتې د ناز او شفقت څخه بهره مند شو٠ حتی کله چه د زيد رض پلار او او مور هم راپيدا شول زيد رض د واليدينو سره له تلو پخپله خوښه ډډه وکړه٠
احترام محبت او د ستونزي د حل لپاره دا قصه بنسټ لري٠ اما پدا شکل دجريان مطرح کول او اوريدل د کافرو د وخت له شأن څخه هم ليرې ده، څه ورسيږه د اسلام په شأن کي دا مسئله د ستاسوپه داشکل بيان ، اوبيا د ښاغلي پا څون پدا کلمه،حساسه پوښتنه، جريان ته ښکلا ورکول٠ خير دابه هم يو ډول اسلامي سواد وي، چه زه مي هادي ج ته ورڅخه پناه غواړم٠
زه که څه هم عالم د اسلام نه يم اما تر کومه ځايه چه لوست په اسلام کي دومره د اسلام په هکله د ليکلو توان راکوي چه خپلې ليکنې د اسلام په ډګرکي په جرأت وليکم چه له هيچ چا هيڅ ډول کومه حيا هم ونلرم٠
اسلام، علم منطق فلسفه عقيده او وجدان دي٠ کلتور دي انسانيت،شرافت او کرامت دي د انساني ماهيت په ډيره لوړه څوکه کي٠ اود ټولنې د رهبرئ مستقيم مسئول، يعني سياست ، دانسان د داخلي او بانديني ازادئ د حق په بنسټ٠ دا هغه د غرب د ديموکراسي چه دانسان حقوقو په نامه د انسان عزت خرڅول قانونيت لري، سياست بشري حقوق او ديموکراسي ندی٠ دا اسلام دي چه پوهه ئې قرأن کريم له وړانګو،نور، سره مشابه کوي٠ او انسان ته دده ذاتي ترجمه ورکوي چه انسان يعنې څوک؟ ٠واعوذوبالله من شرالمغضوبين٠ غروال



طالب جان
22.09.2003

گرانو وروڼو او محترمو خويندو : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
بڅرکي ورور چي کومه پوښتنه کړيده نو راځۍ چي اول د حضرت زيد او حضرت زينب رضي الله تعالي عنهما په سيرت لږ رڼا واچو بيا به پوښتنه ځواب کړو .
[color=blue:61ab60b777]حضرت زيد رضي الله عنه څوک وو؟[/color:61ab60b777]
زيد بن حارثه بنشراحبيل بن کعب درسول الله صلي الله عليه وسلم غلام وو چي بيا رسول الله أزاد کړ. دده والده دخپلي پلارگنۍ دليدو لپاره روانه وه چي په لاره کي يوه لښکر چي په اسانو سواره وپه دوي حمله وکړه او زيديي ورڅخه يووړ او د يوه بيوزله مريي په ډول يي په بازار کی وپلورداو حکيم بن حزام حضرت زيدرضي الله عنه خپلي ترور خديجه بنت خويلد ته د مريي په صفت واخيست حضرت خديجی رضي الله عنها بيا له نبوت څخه له مخه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ور وباښه .کله چي د حضرت زيدپه سرنوشت باندي دهغه پلار او نور خپلوان خبر شول نو رسول الله ته راغلل او عرض يي وکړ چي زيدزمونږ ځوي دی نو بايد موږ ته وسپارل شي رسول الله صلي الله عليه وسلم زيد را وغو ښت او ورڅخه ويي پوښتل چي زيده ايا دا کسان ته پيژنی؟ زيد وويل هوکی ! دا يو ځما پلار دی دا بل مي تره اونوور مي خپلوان دي . رسول الله ورته وفرمايل چي دوي غواړي چي تا له ځانه سره بوزي زمونږ لخوا تا ته اختياردی که له دوي سره ځي او که له مونږ سره پاتي کيږې . زيد وژړل او ويي ويل چي يا رسول الله زه له تا څخه نه جدا کيږم او له دوي سره نه ځم .نو رسول الله صلي الله عليه وسلم زيد أزاد کړ او په خپل زوي توب باندي يي ونيو له همدی کبله به خلکو دته زيد بن محمد ويل ياني زيد دمحمد صلي الله عليه وسلم زوي دی .
حضرت زيد رضي الله عنه ډير خصوصيتو نه لري چي يو څو يي دادي : په قرأنکريم کي د هيڅ صحابي ذکر ندی راغلې پرته له حضرت زيد رضي الله عنه څخه .
په غلامانو ((مرييانو )) کي تر ټولو اول حضرت زيد رضي الله عنه ايمان راوړې .
له حضرت زيد سره د رسول الله مينه دومره زياته وه چي حتي ده ته يي خپله ازاده کړي دايه اوپه مياث پاته مينځه چي (( برکه )) نوميده او په ام ايمن سره يي شهرت درلو د په نکاح کړه چي له هغي څخه يي يو زوي هم پيدا شو چي (( اسامه رضي الله عنه ))نوميده بيا له هغه وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم خپله د ترور لور حضرت زينب بنت جحش رضي الله عنها حضرت زيد رضي الله عنه ته په نکاح ورکړه دا وو درسول الله صلي الله عليه وسلم محبت له حضرت زيد رضي الله تعالي عنه سره .
[color=indigo:61ab60b777]زينب بنت جحش څوک وه ؟[/color:61ab60b777]
زينب د اميمه بنت عبد المطلب لور وه ((اميمه ))د حضرت عبدالله خور د نبي اکرم صلي الله عليه وسلم ترور وه . ددي نوم (( بره)) وو خو أنحضرت صلي الله عليه وسلم دا په زينب نامه باندي ونوموله . ددي کنيت ام الحکم وو ددي شمار هم په لمړنيو مهاجرينو کي کيږي .ددي پيدايښت په 33کال ق کي شويدی زينب رضي الله عنها په دريم يا په پنځم کال د هجرت درسول الله صلي الله عليه وسلم دنکاح په عقد کي راغله .
زينب رضي الله عنها ډيره پرهيزگاره او صدقه کوونکي ميرمن وه رسول الله صلي الله عليه وسلم چي به ددي مبارکي اطاق ته تشريف وروړ نو له دي سره به يي شهد خوړل حضرت زينب رضي الله عنها د هجرت په 40کال وفات شوه دجنازی لمونځ يي امير المؤ منين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ادا کړاو په (( بقيع )) نومي مشهوره هديره کي خاورو ته وسپارل شوه . رضي الله تعالي عنهم اجمعين .
[color=blue:61ab60b777]د حضرت زيد او حضرت زينب رضي الله عنهما واقعه .[/color:61ab60b777]
ددوي دواړو واقعی ته په قرأنکريم کي په سورت الاحزاب په 37لمبر أيت په 22سپاره کي اشاره شوي ده بلکه تصريح پری شويده .دايت تر ذکر له مخي به د أيت شان نزول ذکر کړو .
وتلي مفسر شهاب الدين سيد ألوسي البغدادي په خپل تفسير کي ددي أيت شان نزول داسي بيان کړی
(( انها کانت ذا حدة ولا زالت تفخر علي زيد بشرفها ويسمع منها ما يکره فجاء رضي الله عنه يوما الي النبي صلي الله عليه وسلم فقال يا رسول الله : ان زينب قد اشتد علي لسانها و انا اريد ان اطلقها فقال له عليه الصلات والسلام (( امسک عليک زوجک واتق الله )) في امرها ولا تطلقها ضررا )) روح المعاني 11ټوک 35 مخ .
ژباړه : زينب تند مزاجه ميرمن وه او هميشه به يي د زيد په مقابله کي په خپل شرف باندي فخر کاوه او زيد به له دی څخه داسي خبري اوريدی چي زيد رضي الله عنه به نه خو ښولي نو يوه ورځ زيد رضي الله عنه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغی او عرض يي وکړو چي يا رسول الله د زينب ژبه ډيره درازه شوي نو غواړم چي طلاقه يي کړم نو پدي اړه دا قر أني أيت نازل شو
(( واذتقول للذي انعم الله عليه وانعمت عليه امسک عليک زوجک واتق الله ))الاحزاب أيت37 ټوک 22
ژباړه: او يادکړه هغه وخت کله چي دي وويل هغه چا ته چي الله تعالی انعام ورباندي کړی ((داسلام دراوړلو په توفيق ))او چي تا هم انعام ورباندي کړی (( له غلامۍ نه په ازادولو او په زويتوب نيولو ))له ځان سره وساته ميرمنه خپله او له الله تعالی څخه ويره وکړه (( او مه يي طلاقوه )) .
له دي أيت شريف څخه په ډاگه شوه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت زيد رضي الله عنه له طلاق څخه منع کاوه او دطلاق اجازه يي نه ورکوله .
بڅرکي ورور چي پورته کومه اوريدلي کيسه نقل کړي دداسي اقوالو په اړه مشهور مفسرمحمد بن احمد الانصاري القرطبي ليکلي (( فاما ما روي ان النبي صلی الله عليه وسلم هوي زينب أمرأة زيد -و بما اطلق بعض المجان لفظ عشق -فهذا انما يصدر عن جاهل بعصمة النبي صلی الله عليه وسلم عن مثل هذا )) القرطبي 14ټوک 191 مخ .
ژباړه :داچي چا روايت کړی چي د نبي صلی الله عليه وسلم زړه د زينب خواته ميلان کړی تر دي چي بعضي ليونيانو د عشق لفظ هم استعمال کړی (( نو داسي اقوال روايت کول)) دهغو جاهلو کسانو کار دی چي درسول الله صلی الله عليه وسلم په پاکوالي او عصمت باندي له سره خبر نه دي .
نو دمسلمانو څيړونکو او تاريخ پوهانو په تيره بيا درسول اکرم صلی الله عليه وسلم دسيرت ليکونکو پوهانو له ډلي نه يوه هم دا سي له عقله او منطقه ليري کيسه نه ده ليکلي بلکه دا او دی ته ورته کيسي زياتره د متعصبو مستشريقينوپه ليکنو کي تر سترګو کيږي چي په دي ترتيب غواړي دمسلمانانو او دهغو کسانو چي اسلام ته تمايل لري په زړونو کي تشويش او اضطراب پيدا کړي نو بايد چي داسي بي اصله او له حقيقته لري کيسو ته هيڅکله غوږ کينږدو .


م ن غروال
22.09.2003

ډير پتمن ښاغلئ طالب جان ورور٠
دزړه له کومې درنښت او نېکې هيلې مې ومنۍ٠
الهم ربي زدني علما،
په رښتيا چه ډير مفصل او شرعې او په استنادو مو ځواب فرمايلئ دي چه ما د سورې نوم ډير چرت وؤاهه او د بي بي زينب دقبيلي نوم او حضرت زيد دپلار نامه دا راڅخه هېر وؤ،او راپه ياد نشول٠ الله تعالی دې ئې جزا درکړي چه دډېرو مسلمانو خويندو او وروڼو د اسلامي معلوماتو په خزانه مو وراضافه کړل او دما له ياده تلل مو راپه ياد کړل٠ الله ج مل او مدګار اوؤسه٠ امين ٠ په درناوې
ستاسو ورور غروال


اسلام علېکم!

بڅرکئ
22.09.2003

ډېرو ګرانو قدرمنو او عزتمنو ورونو زما نېکې هيلې ومنی!
غروال صېب ته مه پقار کېږه. زما د پوښتنې مطلب دا نه ؤ چې زه ځان تاسو ته بې ادبه، غېرمسلم، او يا مقدساتو ته توهين وکړم. تر ټولو لمړی زه ځان يو مسلمان ګڼم خو داسې مسلمان نه يم لکه زمونږ قدرمن طالب ورور چې په دين کې عالم دی. کچېرته زه د خپلو پوښتنو پذريعه کوم شکونه او کومې اورېدلې خبرو ته ثبوتونه لټوم، او پدې کار کې په ما د کافر ټاپه لږي نو هغه د ټاپه لږولو خلکو نظريات دي چې زما سر نه خوږوي. (غروال صېب ددې بيان نه زما مطلب په تاسو د تعرض ندی).
بيا هم ستاسو د معلوماتو نه او د ښاغلي طالب له تفصيل نه ډېره زياته مننه . ستاسو معلومات ډېر ګټور او دحقيقت نه خبرول وه. بيا هم مننه کوم
_________________________________________________________________________


م ن غروال
23.09.2003

ښاغلئ بڅرکۍ صاحب زه بيا هم سلام وړاندې کوم
زه نه په قهر کيږم او نه هم په قهر يم٠ ما له تاسو پوښتنه کړې وه چه تا سو دا مسئله پدا شکل چه تاسو ليکلې وه چيرته اوريدلې وه او نه مو کړائ شول چه ،مثلا، داسی مو ليکلي وائ چه د حضرت زيد رض د ښځي قصه څه ډول وه؟ او پدا شکل چه تاسو مسئله مطرح کړې وه ايا پرته د کوم غوراو منطق دهغې تأئيد يا نه تأئيد تاسو د يوه مؤمن په حيث څه ډول انګېرﻻئ شول چه د کېسې د صحت پو ښتنه او د هغې په هکله، بيا په کوم ډول پوښتنه کول ،چه زه ئې ليکل ﻻزمه نه بولم، پوښتنه کړې وه؟ ما درته ليکلي وؤ چه خبره د ويلو لهجه او د بيان شکل لري چه د مسئلې مفهوم ته تغير ورکوي٠ چه پورتنې زما ليکنه اوس مکمله نشته، او ستاسو د ليکنې يا پو ښتنې شکل هم٠ که نه قضاوت به نورو کړئ وائ چه خبره له کومه ځايه بنسټ درلود او څه ئې افاده کول٠ دمسئلې او پوښتنو ليکل په هغه شکل سره چه وه،د استهزأ خوند او بوی درلود ځکه خو ئې اورېدل د مؤمن غوږوﻻيق نه وؤ او ناخوښوؤنکئ مخ ئي درلود، په همدې اساس خو مو اوس لېکنه ، هغه بڼه نه لري او ښه وشول چه مسئولينو پکي تغير راوست، خير په هر حال اصلي ټکئ د ددغه جريان دادي چه خبره په پوښتنه کي نده بلکه دهغې د بيان په شکل کي ده٠ چه څه په کوم ډول مطرح کيږي٠ او څه ډول معنی ورکوﻻئ شي٠ ما ښاغلي وطنمل صاحب ته هم د اسلامي موضوعاتو دبيان د شکل او دهغي دپوښتنود رقم په اړه يو مفصل وړانديز وړاندې کړچه هيله مند يم چه ﻻاقل دوئ يې حضور ته ومني ٠

پاتي شو ښاغلئ طالب جان ورور٠د هغه ځواب چه پورته ليکل شويده او ما ولوستل، ستاسو لپاره داسې يو څه چه کومه ټاپه په تاسو شوي وي فکر نه کوم چه وجود به ولري ٠ په اخره برخه کي چه ئې څه ليکلي دي مرام له هغو خلکو دي چه اسلامي کېسو ته منفي جهت ورکوي ٠ ممکن خپله طالب صاحب ئي هم درته وليکي٠
په درناوې ٠ غروال


تاسو ليکلي

بڅرکئ
23.09.2003

غروال صېب سلامونه!
پس له سلام نه عرض دی چې تاسو نشی کولائ چې زما له ليکنې او يا زما د خبرو کولو له لهجې او يا زما د بيانولو د طريقې نه زما د شخصيت تعريف وکړی لکه څنګه چې تاسو پخپل لومړي پاراګراف کې ليکلي :
[color=darkred]ښاغلئ بڅرکۍ صاحب سلام
[u:515ca57145]نپوهيږم اصلي نوم مو څه دی٠ او په اسلام د ايمان څښتن ياست او که په نوم مسلمان ياست؟ [/u:515ca57145][b:515ca57145]تاسو که پدي ايمان لرئ چه محمد صلي الله عليه و سلم ريښتنۍ دالله جل جلاله استازۍ او د عالم پيشوا دی نو څه ډول کولائ شئ چه د هغه مبارک شخصيت په هکله يوه مسئله کي جريان ته پداسي شکل بڼه ورکړئ؟ داسلام په هکله بحث کي يوه مسئله په دغه شکل يا ډول بيانول د اسلام د بحث د پاڼو ښايست ندي او ددين د مقدساتو داحترام عدم ښکارندوي دي٠ [/b:515ca57145]
دغه کيسه څرنګه چې ما د يو ترکي له خولې اورېدلې، هماغسې مې ټکي په ټکي تاسو ته پورته وليکله، ترڅو زه خپلو شکونو ته د حل لاره پېدا کړم. او د خدای شکر دی چې ډېر يو معقوله او قانع کوؤنکی ځواب د دروند طالب صيب او د نورو ملګرو له بحثونو نه په لاس راغی. زه اوس نور نه غواړم چې تاسو پدې هکله بحث وکړم او تاسو ته نور سرخوږئ جوړ کړم. او کچېرته زما له پورتنيو ليکلو نه خفه شوی وي او يا ورباندې بده لږېدلي وي بښنه غواړم.

____________________________________________________________________________
آيا دا په اسلام کې شته چې د هغه شيانو په هکله بحث ونشي کوم چې د خلکو په ذهن کې د اسلام په هکله شک جوړوي ؟ کچېرته داسې وي نو هېڅکله به داسې يو مشکل حل نشي ؟ آيا په اسلام کې د بحث لپاره کوم ټاکلی ليکلی حد شته؟
له طالب ورور نه په ډېر درنښت هېله کوم چې زما دغو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. له نورو ملګرو نه هم د هغوی د نظرياتو غوښتونکی يم.
الله مو مل شه
تل خوشحاله اوسې.


م ن غروال
24.09.2003

ښاغلۍ بڅرکۍ وروره سلامونه مې ومنئ
دا خو ستاسو انسانيت او احترام دی چه بخښنه غواړئ دا ستاسو د نېک شخصيت او درانده خوئ نښه ده چه ستاسو په صفاتو ئې زياتوي او ځانته د احترام جامه اغوندئ چه د محترمو خلکو عادات دي٠ زه هم پخپل وار له تاسو ډيره زياته بخښنه غواړم که هره کلمه خدائ مکړه تاسو ته دبې احترامئ او خپګان معنی او مفهوم لرلئ وي٠
او هيله مند يم چه ټول سؤتفاهم له مخې ليرې شوي وي٠ په تېر شوي جريان به لويه ډبره کښېږدو٠
عقيدوي بحثونه تل ځائ او پوله لري چه تل سړئ بايد شکل ،ځاي، پيل او پائ د عقيدوي بحثو په پام کي ونيسي٠ ځکه چه هره عقيدوي مسئله علمي اثباتيه چه د تجربې په حکم وﻻړه وي نلري٠ عقيدوي مسئلو کي شته داسې احکام او کړنلارې چه صيح ، غلط ګڼل شوي دي او غلط هم صيح٠ ديوه پخواني غربي فليسوف خبره چه له کومه پوه شو چه صيح وايو٠ خبره يوازې دلته اسلام کي نده بلکه کلا زه عقيدوي مسئلې په هکله وايم ، هر چاته خپل دين محترم دي چه ﻻزميږي نزاکت د خبرو مدنظر ونېول شي٠ لکه يومؤمن داسلام ته چه ټول او هر څه داسلام ورته پرته له شکه درست او معقول او مقنع دي همدا ډول دبل دين مؤمن په حق کي هم هذالقياس بايد دغه اړخ ئې مدنظر ونېول شي٠ اوس چه مونږ ټوله په اسلام دمؤمنيت مدعيان يو تر ټولو زياته الخصوص د خپل دين په هکله چه هر ډول مسئله چه وي ،غواړو مطرح کړو واجبيږي چه محتوا په شکل د اشکالو داسی مطرح کړوچه د قلم ادب مو نه وي زيانمن کړئ٠ که نه پوښتل يا مطرح کول ، ولو دهرې څنډې او څانګې چه وي،هيڅ کله داسلام له لورې ندې منع کړئ شوئ٠
په درناوې٠ غروال



طالب جان
26.09.2003

ګرانو وروڼو پاڅون صيب ،غروال صيب او بڅرکی صيب ستا سي ټولو څخه ډيره ډيره مننه .د شريعت په رڼا کي دپوښتنو کول ډير غوره کاردی .مگر په دې اړه لهجه ډير رول لوبوي ښه لهجه ښه پايله او بده لهجه طبعا بده پايله لري . مثلا که يو سړی راولاړ شي او بل ته ووايي چي زه به يو څو روپۍ درکړم ته دي لور ځما زوي ته پريږده نو داخبره به يقينا هغه سړی په ځان ډيره بده ولگوي مگر که همدا سړی دي بل سړي ته ووايي چي ته هم ښه سړی يي او کورنۍ دي هم ښه ده نو ځما ستا سره دوستي ته زړه کيږي ستا لور هم مسلمانه او دنيکو اخلاقو خاونده ده او ځما ځوي هم ډير نيک سيرته انسان دي . نو خامخا به دوهم سړی دخپلي لور په نکاح ورکولو ته اماده کيږي . نو گرانو وروڼو ومو ليدل چي لهجه څومره لوي کردار لري په پورتني مثال کي په دواړو حالتونو کي غوښتنه يوه ده مگر د بدي لهجی په خپلولو سره يي پايله غم اود ښي لهجی په خپلولو سره يي پايله خوښي راځي نو هميشه په وينا او ليکنه کي نرمه خوږه او پسته لهجه استعما لوۍ تر څو له هر ډول ګوتڅنډنو څخه بيغمه واوسۍ . پاک رب دي موږ او تاسي ټولو ته دنيکی اوخوږې لهجې داستعمال تو فيق را په برخه کړي آمين .


م ن غروال
02.10.2003

کچېرته زه د خپلو پوښتنو پذريعه کوم شکونه او کومې اورېدلې خبرو ته ثبوتونه لټوم، او پدې کار کې په ما د کافر ټاپه لږي نو هغه د ټاپه لږولو خلکو نظريات دي چې زما سر نه خوږوي. خو يوه حقيقي خبره کوم چې دا به بې منطقي، او د برداشت نلرلو وجه وي. (غروال صېب ددې بيان نه زما مطلب په تاسو د تعرض ندی).

بڅرکيه مهرباني وکړه که لږ ځانته تکليف ورکړه او ووايه دا پورته ، بي منطقي،خطاب دې زه يم؟ دا به حتما واضح کوي٠ محمد نادر غروال
او ستاسو جناب معرفت؟



ع کريم حليمي
13.01.2004

ګرانه بڅرکي صاحب سلام
د ادمه تر دی دمه پر هڅ نبی يا نبی سيپتو انسانانو بندي تر اوسه ندی بدګومانه سوی د تاريخ په اږدو کي٠
په داسي هالکي چی دوي د دنيا څه تله هيڅ مال ترشاندي ندي پاته سوی٠ نو په داسی هال کی چی څوک د عياش فکر پر کوي که څوک داسی فکر کوی ٠ نو دټولو نبيانو يا نبی رقمه انسانانوتاريخ ته تاوان رسوی داکار تر اوسه چاندي کړي تئی هم مه کوه ولي چي ښهکار ه دې او بل ټوله دغرب تاريخدانان ېې داخلاقو مملم اوښونکي ښي
خدانخاسته که د يوه نبی سره څوک علاقه وه نلري دا د هر سړې خپل کار دي فکر وکه ١٦٠٠٠٠٠٠٠٠ خلګ په خپه کيږي اوه هم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more