د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

XP مه فارمـټه وه ، دلته راسه چي زه چل دروښه یم :)

fida
08.04.2006

ښه نو ...خبره داسي ده ...کله کله په وینډوز xp كي بعضي فايلونه ورك او يا رڼک سي .... نو بیا مونږ دې ته مجبوره سو چي خپل وینډوز فارميټ کو ...ځکه چي وينډوز سم کار نه کوي مګر دې نه پس به داسي نه کوو بلکي داسي به کوو ... راځه :
۱ - سي ډي روم ته د اکس پي xp سي ډی واچوه ،
۲- بیا پر START كليك وكړه ،
۳ - وس نو پر RUN كليك وكړه ،
۴ - په RUN كي ولیکه : sfc /scannow
----------------------------------
وس نو کمپیوټر او سي ډي سره پرېږده ... سي ډي به اول هغه فایلونه ورک کړي کوم چي ناکاره سوي دي او بیا به هغه اصلي فایلونه چي په سي ډي کي وجود لري ور انتقال به سي ....
اسانه او ډیر ژر


Hannan Zaky
10.04.2006

ګرانه فيدا خانه،
سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه
د بانديني ليكني څخه مو له زړه له كومي خوښي څرګندوم، خداي ج دي تاته د لازياتو ورته ليكونو توفيق درته دركړي.


khattak
07.05.2006

ګرانه فدا !
يو جهان مننه.
د ټوپک په ځای قلم په لاس ښه ښکاري


Hannan Zaky
10.05.2006

محترم خټك صاحب!
ستاسو وړانديز پرځاى دى ليكن كه چېرې تاسو د يوه ځل لپاره خپل فكر او سوچ ۲۵ كاله شاته وځغلوى نو به تاسو ته د همدي انځور مطلب روښانه سې.
مننه


پوښته

khhhan
03.06.2006

ګرانه وروردرته نېکې هیلې اوسلامونه وړاندې کوم !
وروره زما مشکل داده زه چې کله په پښتو ایمیل لیږم اویایی بل څوک ماته رالیږې
خراب لکه په چینایی ژبه
هیله ده ډیرورته پریشان یم معلومات راکړۍ مهربانې به مووې


ليلا
05.06.2006

وروره ،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته ،
د پښتو برېښناليک د راکړې ورکړې ستونزه پۀ واقعيت کې ډېره عادي او معمولي ستونزه ده ، خو کله ، کله يوه و ړه ستونزه هم سړی ډېر سر بداله کړي ، خو پۀ هرصورت ،
که تاسو پۀ Ms-Word کې پښتو ليکلای شئ ، نو بيا هيڅ ستونزه هم نه پېښېږي ، اما که يي نه شئ ليکلائ ،
نو کله چې تاسو ته د چا له خوا ليک را ولېږل شي ، او ستاسې پۀ دود پۀ چينايي ژبه اوښتی وي ، نو بيا پر هماغه ليک د موږک (Mouse ) ښۍ تڼۍ کېکاږئ او د ماؤس اشاره ګر Encode ته يوسئ ، له دې سره جوښت يو کړکۍ پرانيستل کېږي ، هورې به UnicodeUTF8 پر نښه ( Select ) کړئ ، خو که پۀ دويمې پرانيستل شوې کړکۍ کې UnicodeUTF8 نه در ښکارېږي ، نو بيا د موږک اشارګر (Pointer) مو د More پر تڼۍ ودروئ او هلته Unicode پر نښه کړئ ، که خدای کول چې له دې پروسېس سره به تاسو ته رالېږل شوی ليک پر پښتو واوړي ،
خو که بيامو هم ستونزه لا پرځای وه ، نو يو وارې بيا دا پاس پروسېس عملي کړئ ، او ويي ګورئ چې ستونزه به مو له منځه تللې وي ،
خو ددې تر څنګ که تاسو خپل ليکونه د ټول افغان د وړيا پښتو برېښناليک څخه [color=blue:1975f655aa]( چې د د دې پاڼې پر لومړۍ پاڼې يي ليدلای شئ ) [/color:1975f655aa] ولېږئ ،نو د پښتو برېښنا ليک د راکړې ورکړې پۀ برخه کې له کوم پرابلم سره نه مخ کېږئ .

پۀ دې هيله چې ستاسې د ستونزې پۀ برخه کې مې مشوره اغېزمنه وي ،

پۀ درنښت ، خور مو ليلا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more