tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د ليکني موضوع ! نبی کريم صلی الله عليه وسلم پيغمبرانه کارنامې

 
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   27, 2006 6:37 am    عنوان   : د ليکني موضوع ! نبی کريم صلی الله عليه وسلم پيغمبرانه کارنامې Reply with quote

....................................د نبوت منصب
پيغمبرانه کارنامې -د حضرت محمد ص د ژوندانه په پېښو کښي چه کوم شی په ډېر ممتاز او ښکاره ډول د سيرت په عامو کتابونو کښي ليدل کيږي هغه غزاګاني او جنګونه دي ،
 ليکن دا دا ښکاره خبره ده چه دغه غاګاني او جنګونه مقصودبالذات نه وه 
بلکه دغه غزاګاني اسلام ته د رابللو په لړ کښي په اتفاقي ډول پېښي شويدي ، 
په دې ډول چه محمد ص عربوته د اسلام بلنه وړاندي کړه ، هغو د دغه دعوت او بلني له منلو څخه انکار وکړ ، يوازي انکار نه بلکه د اسلام د محوه کولو د پاره 
ئې ډېر زيات کوښښونه وکړل ، د اسلام منونکي ئې وځورول او هغوی ئې له 
خپلو کورنو څخه و ايستل ، هغوی له دې بېري چه موږ مړه نه کړي نورو ملکونو ته و تښتېدل په هغو ملکونو کښي د دوی دعوت او بلني د ډيرو خلګو په زړونو 
کښي ځای ونيو او د هغو صداقت ئې ومانه ددې کار په ليدلو مخالفينو او د 
اسلام  دښمنانو له هري خوا څخه دې له پاره په ير غلونو پيل وکړ چه د توري په 
زور دغه ډله محوه او فنا کړي ، دې ډلي او جماعت د خپلو سرونو د بچ کولو د
 پاره هر ډول تدبيرونه وکړل او د اسلام د مخالفينود سازشونو او کوښښونو 
د سېلابونو په مقابل کښي ډېر صبرونه او حوصلې وکړې !!!
د دې دواړو ډلو دغه کشمکش د خونړو شخړو يوه سلسله را ولټول چه پوره لس 
کاله ئې دوام وکړ ، ورو ورو د نبوت اعجاز ښه تدبير او جګو اخلاقو په دغو 
ټولو شخړو کښي ميدان وګاټه او له دې بري ورسته له امن څخه ډک يو ډېر ښه 
نظام قائم سو ، په دې خبره کښي شک نسته چه داکار نامه د ډېري ستايني وړ ده 


ليکن ګرانو لوستونکو تاسو به داخبره تر نظر لاندي نيولې وي چه دا د کوم
مقدس ذات سوانح ليکو :

دا هرڅه چه وشول او پېښ سول که څه هم دغه ټول عجيبه حيرت انګېز او د 
رباني کرشمې پوره مظهر دی ، مر ددې هم هغه په حقيقت کښي د محمد ص 
اصلي او مقصود بالذات کارنامه ده  بلکه هغه اتفاقي پېښي او حوادث دي 
چه د اسلام د دعوت او خپروني په لار کښي د اسلام د دښمنانو د مخالفت څخه 
پېښ او را پيدا سول ٠ 

نوربيا که خدای کول 


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په  ٥   شنبه   دسمبر   15, 2011 1:21 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   27, 2006 8:25 pm    عنوان   : Reply with quote

د حضرت محمد ص اصلي پيغمبرانه کارنامې هغه کارنامې دي چه 
که دا اتفاقي واقعې نه وای پېښي سوی نو بيا به هم هغه ارومرو ښکاره 
او څرګند سوي وای او هم د حضرت محمد ص دمبارک سيرت اصلي وقايع او سوانخ دی 

يعني په ټولو عربو کښي د يو روحاني او اخلاقي انقلاب را پيدا کول ، ټول 
عالم ته يو ډېر کامل او ورستی بشپړ شريعت وړاندي کول ، د نړۍ په 
فضا کښي ګوټ ګوټ ته د توحيد د ترانې او د خدای د ميني د سرود 
دا اوازونه رسول ، او له دې توري تيارې نړۍ څخه روښانه نړۍ جوړول ، 
بې لارو ته لار ښول ، او هېرو ونکو ته بيرته يادول ، او د خدای سره 
د بندګانو علاقه پيدا کول ، د غلطو اوهامو محوه کول ، خلکو ته 
لوړ او ښه اخلاق ور زده کول ، او دګناهانو د دفتر منځل او د شيطان د مکر 
او فرېب له جاله د انسانانو ايستل ، او د ملائکو په صف او قطار کښي 
درول ، او نړۍ ته د رفق او محبت ، لطف او شفقت ، وروګلوۍ او مساوات 
درس ورکول ; او خلک د حکمت او دانايۍ او پند او موعظت او تهذيب 
او تمدن په رمزونو پوهول ، د روحانيت د بربادي سوي نړۍ بيا 
د سره ودانول ، او د روحوو او زړونو وران او ړنګ شوي کورونه 
بيرته ودانول ، لنډه داچي د خاتم النبيين ص اصلي کار د يو  ابدي شريعت 
تائسيس ، د عالم د مذهبو اصلاح او د اخلاقو د فن 
علمي او عملي تکميل ، د الهي قانون څرګندول او وړاندي کول 
او د نفوسو تهذيب خپل انتهائي او ورستي معراج او مقام ته رسول وو 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   28, 2006 6:27 pm    عنوان   : Reply with quote

...................................نبي او مصلح او حکيم
په ظاهري او سرسري نظر داسي معلوميږي چه دادول کارونه ځيني داسي خلک 
هم کولای سي چه هغوۍ د رسالت او نبوت مقام ته نوي رسېدلي ، او هغوۍ 
خپل قام او ملک د اصلاح خواته رابولي او هغدۍ ته د اصلاح دعوت وړاندي 
کوي او دخپل زيار او زحمت او پرله پسې جد اوجهد په مرسته په هغو کښي 
کوم يو سياسي ،اجتماعي ،علمي ،اقتصادي او معاشرتي انقلاب پيداکوي 
او په دې وسيله د ذلت او خوارۍ له ګرنګ څخه راباسي او ترقۍ ته ئې 
پورته کوي ٠ 
دې راز خلکو ته په اصطلاح کښي مصلح او ريفارمر (Reformer )
وائې ٠ او داسي خلک هم وي چه د هغو له خولو څخه د اخلاقو او حکمت او پند 
او موعظت مرغلري دوړيږي چه دې خلکو ته په اصطلاح کښي حکيم وايي 
په داسي حالت کښي به د يو پيغمبر او مصلح او يوحکيم  په منځ کښي 
څه فرق وي ؟؟ 
ددې التباس نتيجه داده چه ډير داراز لنډ فکري خلک سته چه هغوۍ د يو 
پيغمبر او يو مصلح او حکيم په منځ کښي کوم فرق نه کوي ، نو له دې 
کبله موږ غواړو چه پخوا له دې چه موږ وړاندي تير سو  د دوۍ په منځ 
کښي د فرق او امتياز څرګندول خپله وظيفه او يو ضروري کار ګڼو 

ورسته نو بيا 
د نبوت حقيقت او خصوصيات
دي 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   29, 2006 5:04 am    عنوان   : Reply with quote

...............................نبوت حقيقت او خصوصيات
ددې فرق په پوره ډول د څرګندولو د پاره دا خبره ضروري ده 
چه اول خلک د نبوت په حقيقت په ښه ډول پوه کړو 
دنبوت د فلسفيانه حقيقت ډېره ښه او پوره تشريح امام غزالي او شاه ولی الله 
په معارج القدس او حجت الله البالغه کښي کړېده 
هر کله چه دواړه پوهان په تصوف او فلسفه او منقولاتو کښي د لوی لاس 
خاوندان دي ، نو که وی په دې علومو کښي څه وائې په هغو کښي 
به څه ناڅه د دوی د شخصي ذوق لږه ډېره برخه هم شامله وي 

امام غزالي وايي : نبوت د انسانيت له رتبې څخه داسي جګ او پورته دۍ 
لکه څنګه چه انسانيت تر حيوانيت لوړ او پورته دۍ ٠٠٠٠٠ 

نبوت هغه الهي عطيه او موهيبت دۍ ، چه په سعی او محنت او زيار او تلاښ 
چاته په لاس نه ورځي 


الله تعالی فرمائي  بسمه تعالی - اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ 6/124
خدای ډېر ښه پوهيږي په هر ځای کښي چه د پيغمبرۍ منصب جوړوي

وَکَذلِکَ أَوْحَيْنَا إِلَيْکَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنَا مَا کُنتَ تَدْرِي مَا الْکِتَابُ وَلاَ الْإِيمَانُ وَلکِن جَعَلْنَاهُ نُوراً نَهْدِي بِهِ مَن نَّشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّکَ لَتَهْدِي إِلَي‏ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿ 52 ﴾
 (شوری )
او هم دغه راز موږ تاته خپل يو روح در ولېږه ته لمړی پدې نه پوهېدې 
چه کتاب  څه شي دۍ  ليکن دا موږ يو نور جوړکړي دي چه په دې نور موږ د 
خپلو بندګانو څخه هر چاته چه مو خوښه سي لارښونه کوو 

نوربيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   29, 2006 11:58 pm    عنوان   : Reply with quote

هغه ايه شريف چه په دې مفهوم او مطلب صريح دلالت کوي دادی 
ذلِکَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ  ٠ حديد ٢١ 
دا د نبوت ) د خدای فضل دی هر چاته چه ئې خوښه سي هغه ته ئې ورکوي 

که څه هم داصحيح خبره ده چه هغه عبادتونه او رياضتونه چه په فکر او مراقبه 
مشتمل او د ريا او شهرت څخه پاک وي په نفس کښي د وحی د اثارو د قبلولو 
استعداد پيداکوي ، مګر سره لدې هم د نبوت مخصوص منصب تش داسي 
اتفاقي منصب نه دی چه چاته دې په زيار او کوښښ لاس ته ورشي ٠ 
بلکه لکه څنګه چه د انسان له نوعي څخه د انسان جوړېدل او د ملائکو دنوعي 
څخه ملائکه کېدل د دغو نوعو د افرادو د زيار او کوښښ په اثر ممکن نه دي 
همدغه راز د انبياوو د نوعي څخه نبي کېدل د دغي نوعی د افرادو د زيار 
او کوښښ په اثر ممکن نه دي 

د انسان کوچنی د هغه د کوښښ او زيار په اثر نه بلکه د فياض ذات د بخشش 
او مرحمت په اثر د انسانيت مرتبه لاس ته را ولي ، مګر د اسانيت د ممکنو 
کمالاتو د بالفعل حاصلېدلو او په لاس راتلو د پاره انسان ارومرو د څه ناڅه 
زيار او کوښښ ته اړ کېږي ، همدغه راز نبوت د انبياوو د نوعی د پاره 
اکتسابي شی نه دی ليکن د نبوت د منشا سره سم رياضت او عمل د وحی د 
قبلولو د استعداد د تقويه کولو  دپاره ضروري شيان دي ٠ 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   31, 2006 3:08 am    عنوان   : Reply with quote

کله چه د دې اصولو سره به ته د اکثرو پيغمبانو د وحي داغاز او شروع په 
حالاتو او وختونو کښي دا ووينې چه هغه يوه زمانه او موده په عبادت او 
مراقبه کښي تيرکړه ، يوه يوه مياشت يوه يوه څله يا چله ئې تيره کړه 
چه د مادي نړۍ د مصروفيتونو څخه بيخي ځان ډډي ته کړئ او جلا کړئ وو 
په تورات کښي د حضرت موسی ع په نسبت راغلي دي چه پخوا له دې 
چه ده ته کتاب وړکړ سي ده په کوه طور يعني طور نوعي غره کښي 
څلوېښت ورځي د روژې په حالت کښي تېر کړه ٠ 

همدغه راز په انجيل کښي د حضرت عيسی ع په خصوص کښي راغلي 
دي چه هغه روژه په خوله څلوېښت ورځي په خوشي ځنګله کښي په 
عبادت بوخت وو او داخبره هم هر چاته څرګنده ده چه د وحي تر نازلېدو 
وړاندي حضرت محمد (صلعم )هم په غار حرا کښي په مياشتو مياشتو 
ځان له خلکو څخه جلا کړي او په رياضت ، مراقبه او عبات بوخت او 
مصروف وو 
کله چه هرکله حضرت محمد (صلعم )تر نبوت وړاندي حراته ولاړ او په 
عبادت بخت سو نو د داسي رشتيا د خوبونو په ليدلو ئې پيل وکړ 
چه د هغو رشتيا والۍ به د سهار د سپېدو په څېر ځلاند ښکاره کېده 
تر وحي ورسته به هم دی تل په عبادت دومره بوخت وو چه دواړي 
پښې به ئې و پړسېدلې ، له دې کبله قران ده ته خطاب وکړ او 
ورته وئې ويل 
بسمه تعالی - مَا أَنزَلْنَا عَلَيْکَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَي‏ ﴿ 2 ﴾ طه
موږ دا قرآن په تا دې د پاره نه دي نازل کړي چه ته په تکليف اخته شي 

د دې رياضت او عبادت سره د نبوت د پاره دا هم ضروري خبره ده چه د نبوت 
حامل يعني نبي دي د ښکلي شکل او معتدل مزاج او پاک طبيعت ، ښه 
تربيت ، پاک نسب ، لوړو خويونو ، پاک طينت او پوره متانت او سنجيده ګۍ 
او د خدای ج د دوستانو سره دي د نرمۍ او تاضع اوحق د دښمنانو سره دي
د شدت او قوت خاوند وي

نور بيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جون   01, 2006 1:18 am    عنوان   : Reply with quote

سربېره پر دې ښه رښتنی ، امانت دار ، د ټولو بديو څخه پاک د فضائلو او 
محاسنو خاوند او د سپکو او ذليلو خبرو څخه پاک او مبرا وي 
نبي ظالمانو ته عفوه کوي او څوک چه هغوی سره بد کوي له هغوی سره 
ښه سلوک کوي ، خپلوانو او ګانډيانو سره احسان او مظلومانو سره 
مرسته کوي ، د فرياد غوښتونکو فرياد رسي د نبي طينت وي 
او له نېکۍ سره مينه او له بدۍ څخه کرکه د هغه فطرت او طبيعت وي
د نبي شان لکه چه قرآن ښودلی دي دادي :
بسمه تعالی - مَا ضَلَّ صَاحِبُکُمْ وَمَا غَوَي‏ ﴿ 2 ﴾ نجم 
ستاسي ملګری (پيغمبر) نه ګمراه شو او نه بې لاری 

په دې دنياوي عالم کښي د نبی صفت دادی چه نبي د هري ګمراهۍ او بې 
لارۍ څخه پاک وي 
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَي‏ ﴿ 17 ﴾ نجم 
د ده نظر نهکوږ سو اونه سرکښ 

دا د دې دنيا د مناظرو او مشاهداتو په خصوص کښي د نبي کيفيت وي 
د نبي د قوت په مقابل کي دنياوي قوتونه آخر طَوْعًا او كُرْهًا‏ نسکور او 
مغلوب وي 
مګر سره د دې هغه مغرور ،جابر ، ظالم ، بد خو ، او بدمزاجه کيږي نه

هغه د رسالت او پيغمبرۍ دروند بار پورته کوي ، او د دغي مقدسي وظيفې 
حق په ښه ډول اداکوي او په ټول عالم کښي د خپل رحمت فيض جاري کوي 

د نبوت او رسالت د ثبوت اجمالي طريقه : نوبيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جون   01, 2006 8:37 pm    عنوان   : Reply with quote

..........................د نبوت او رسالت د ثبوت اجمالي طريقه

دنبوت د ثبوت له پاره دوې طريقې دي ، يوه اجمالي او بله تفصيلي ، 
اجمالي طريقه داده :- لکه څنګه چه انسان په حيوان د نفس ناطقه په 
بنا د فضيلت خاوند دۍ په دې معنی چه داعقلي او دماغي خصوصيت 
دۍ چه ددغه خصوصيت د قوت په مرسته په حيوان حکمراني کوي 
او دی د يو مالک په حيث له هغه څخه کار اخلي ، همدغه راز انبياعليهم 
السلام د خپلو قدسيه نفوسو په بنا په ټولو انسانانو د برترۍ او فضيلت 
خاندان وي او هغوی د خپلو قدسي نفوسو او پيغمبرانه قوت په مرسته 
نور خلک د سعادت او نېکمرغۍ په سمه لار روانوي او پخپله په سمه
لار ټينګ او قائم اوسي


د دوی پيغمبرانه عقل او پوه د ټولو نورو انساني عقلونو او پوهو څخه 
جګه وي او دوۍ ته يو دا ډول رباني خوصيت ورکړ سوی وي چه دوی ددغه 
خصوصيت په مرسته د ټولو نورو انساني نفوسو د تدبيرو وظيفه تر سره کوي 
او نور ټول انساني نفوس په خپله اداره کښي ساتي او هغوی په کار اچوي 
لکه څنګه چه د انسانانو عجيبه او نااشنا کارونه حيواناتوته عجيبه او
نااشنا ايسي همدغه راز انسانانو ته د پيغمبر انو عجيبه او نااشنا کارونه
معجزې او تر عقل جګ او پورته کارونه ښکارېږي
 

که څه هم نبي د عامو انسانانو سره په بشريت او انسانيت برابر يو شان 
شريک وي  مګر د عقليت او معنويت په لحاظ نبي د عامو نورو انسانانو 
څخه بيخي جلا او ډېر جګ وي ، داځکه چه د وحي د قبلولو کوم صلاحيت 
چه په نبي کښي وي هغه په نورو انسانانو کښي نه وي 
همدا مفهوم او مطلب قران مجيد په دې الفاظو ادا او څرګند کړي دۍ :
إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُکُمْ يُوحَي‏ إِلَي‏ ﴿ 110 ﴾ کهف 
زه هم تاسو غوندي بشر يم ماته وحي کيږي 
و ګورۍ که څه هم پيغمبرته د نورو انسانان مثل ويل شويدۍ مګر ورسره 
ورسره د وحي فرق او امتياز د دې دواړو په منځ کښي حدِ فاصل کڼل شوې 
او ټاکل شويدۍ 

د نبوت د تفصيلي ثبوت درې طريقې دي :
دانو بيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   02, 2006 3:21 am    عنوان   : Reply with quote

..........................................د نبوت د تفصيلي ثبوت درې طريقې دي :
لمړۍ طريقه -
په انسان کښي درې ډوله اختياري حرکات موندل کيږي ، فکري ،قولي ، عملي 
له دې دريو حرکتونو څخه چه کوم افعال صادريږي هغه ښه هم وي او بد هم ،
فکري يعني رای ، رای صحيح هم وي او غلط هم 
قول ، رښتيا هم وي او دروغ هم ، عمل ، عمل ښه هم وي او بد هم 
اوس په دې ځای کښي دا سوال پيدا کيږي چه د صحيح او غلط او رښتيا 
او دروغو او ښو او بدو کښي به فرق او تميز څنګه او په څه ډول وکړه سي 
او بيا دا فرق او تميز هر څوک کولای سي او يا هيڅوک ئې نسي کولای 
او يائې ځيني خلک کولای سي او ځيني ئې نسي کولای 
دوه لمړي احتملونه خو ښکاره غلط دي ، پاته سو درېيم يعني 
(وروستې احتمال ) يعني دا ډول انسانان وي چه هغوۍ دا حدود ټاکلای 
سي چه د فلاني رای او عقيده صحيح ده او فلانی غلط ده او فلانی قول 
رشتيا او فلانی دروغ دی او يا فلانی کار ښه او فلانی بد دی 
کوم شخص ته چه د فطرت خالق په خپل فضل او کرم داقوت ورکړي
هم هغه شخص پيغمبر او د شريعت خاوند وي


دوهمه طريقه بيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   02, 2006 11:04 pm    عنوان   : Reply with quote

دوهمه طريقه : -انساني نوع او او يا په بل عبارت 
انساني ټولنه په خپلو اختياري چارو او حرکتونو او مصلحتي معاملو کښي 
په خپلو منځو کښي اجتماع او تعاون يعني د يو اوبل مرستي ته اړ دي ،
او که د انسانانو په منځو کښي دغه راز اجتماع او تعاون نه وي ، نو په 
دغه صورت کښي به نه ددغه انساني ټولني کوم فرد ژوندی پاته سي او نه به 
ددې ټولني د افرادو د مال، ځان ، عزت او آبرو وساتنه او حفاظت امکان ولري 
او د همدې اصولو او  آئين نوم چه د بشري ټولني د افرادو د ځان ، مال او نفس 
ساتنه او حفاظت کوي ((شريعت )) دی ٠ 

انسان پهدې لار کښي دوه ډوله کارونو ته ضرورت لري يو داچه په ښو چارو
کښي ټوله سره يو شی او يو دبل سره مرسته وکړي
چه دې لاس يو کولو
او مرستي ته په اصطلاح کښي ((تعاون )) وائې ;او بل داچه دبدو چارو 
څخه د يو بل د منع کولو د پاره سعي او کوښښ وکړي او دې کارته په 
اصطلاح کښي ((تمانع)) وائې د همدې تعاون په ذريعه انسان د خوراک 
او اغوستن او چښلو او استوګني سامان او اسبابونه برابر وي 
او د همدې تعاون په ذريعه د انسانانو په منځو کښي د نکاح او خپلوۍ 
د اولادو ، احبابو او دوستانه حقوق او تعلقات پيدا کوي ، او د تمانع 
په ذريعه د انساني ټولني او انساني افرادو د ژوندانه او دهغو د دولت 
، جايداد ، عزت او   آبرو  د ساتني او صورتونه را پيدا کيږي 
او دا ضروري خبره ده چه د دې تعاون او تمانع اصول مرتب او محدود
او معلوم وي او په دې ډول جوړ سوي وي چه په هغو کښي د کوم شخص
، کورنۍ ، قبيلې ، قوم او ملک د کټو او فوائدو ترجيح نه وي ، بلکه
په هغو کښي د ټولو ګټه او فائده برابره او يو شان وي

دا ښکاره او څرګنده خبره ده چه دا ډول قانون د انسانانو په ذريعه نه
بلکه د ربَّاني وحي او الهي تعليم په ذيعه جوړېدلای سي ٠

مطلب دا دۍ چه 
يوازي د يو انسان عقل چه هغه خاص شخص د کوم خاص خاندان يا خاصي 
قبيلې او خاص قوم او ملک وي دا ډول غيري جانب دارانه قانون چه په 
قانون کښي د ټولو مخلوقاتو حيثيت يو شان او برابر او د ټول عالم له پاره 
يو راز او يو شان واجب العمل وي نسي جوړېدلای او نه دا کار امکان لري 
نو له دې کبله دا خبره ضرور او لازمه ده چه دا اصول او قانون بايد د هغه 
ذات له خوا د وحي په ډول او ذريعه راسي چه د ټول عالم واګي د هغه ذات 
په لاس کښي دي او هغه ذات د ټولي انساني د دننه او د باندي احوالو او 
کيفيتونو د رموزو څخه پوره خبر او  آګاه دې دا اصول چه د عالم د خلاق 
يعني خدای ج له خوا په هر شخص د وحي په ډول نازل سي 
هم هغه شخص پيغمبر او رسول دۍ 
دريمه طريقه :- نو بيا 
 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جون   03, 2006 1:24 am    عنوان   : Reply with quote

درېيمه طريقه
دا هغه طريقه ده چه هر چا دا طريقه ونه پېژندله هغه د نبوت حقيقت و نه 
پېژاند ، اول په دې پوهېدل په کاردي چه د الله تعالی دوه کارونه دي
خلق (پيدا کول )او د نيشت نه شته کول او (امر) يعني کوم شی چه هست او 
موجود وي هغه ته د خپل مصلحت سره سم امر او حکم ورکول 
ټول کائنات عبارت له همدې دوو شيانو څخه دي ، نو لکه څنګه چه ملائکې 
د خالق او مخلوق په منځ کښي د خلق او ايجاد او پيدايښت او پيغام رسولو 
واسطې دي ، همدغه راز  پيغمبران د خدای خ او بنده په منخ کښي د احکامو 
په رسولو کښي واسطې دي  او لکه څنګه چه په  خدای ج  د يو خالق او  آمر 
(يعني د يو پيدا کوونکي  او حکم کوونکي ) په حيث ايمان راوړل واجب دي 
همدغه راز په ملائکو په دې حيث چه دوی د خالق او مخلوق په منځ کښي 
د ايجاد او پيدايښت او پيغام رسولو وسايط او ذريعې دي ايمان راوړل 
واجب او ضروري کار دي نو همدغه راز په پيغمبرانو په دې حيث ايمان 
راوړل فرض دي چه د خدای او بنده په منځ کښي د حکمونو د رسولو 
واسطې دي 
نور بيا 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   05, 2006 12:43 am    عنوان   : Reply with quote

تر درېيمي طريقې ورسته !
بايد دا لاندي مقدمات په پوره ډول په فکر کښي ويول سي او ځان ور باندي 
پوه کړه سي !

١ - هر کله چي د ممکن وجود او عدم دواړه سره برابر ، نو دا خبره امکان لري 
چي کوم شئ له عدم د وجود ډګر ته راوزي د هغه د وجود د پاره دي يو 
مرجح ضرور او لازم وي چه د هغه مرجح په ذريعه او سبب وجود ته په 
عدم ترجيح ورکړ سي او هغه شئ په دغه ذريعه د عدم څخه وجود ته راووتل 
سي ، همدا مرجح امر د ممکن علت وي

٢ - د هر ډول حرکاتو د پاره ارو مرو يو دا ډول محرک ضرور او لازم دۍ 
چه دغه محرک تل ساعت په ساعت د دغه حرکت تجديد کوي
او يا په بل عبارت دغه حرکت نوی کوي ، حرکتونه پر دوه ډوله دي 
يو طبيعي او بل ارادي ، د ارادي حرکت د پاره داخبره ضرور ده چي ددغه 
 حرکت  په محرک کښي دي ارو مرو اراده او اختيار مجود وي 
او يا په بل عبارت دغه محرک دي د ارادې او اختيار خاوند وي 

همدغه راز د طبيعي حرکت د پاره همدا ضروري خبره ده چي ددې حرکت 
محرک دي د عقل او تدبير خاوند وي ، که څه هم لمر او سپوږمۍ 
او نور اسماني اجرامو او مخلوقاتو طبيعي حرکات طبيعي دي 
مګر دوی ته د حرکت ورکولو د پاره يو عاقل او مدبير ضرور او لازم دۍ 
په هم دې اساس قران د دې شيانو په خصوص کښي وويل چه :
بسمه تعالی - وَأَوْحَي‏ فِي کُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّماءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظاً ذلِکَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿ 12 ﴾ فصلت
خدای په هر اسمان کښي د هغه د فرض د وظيفې ، او کار وحی وکړه 

نوربيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2638
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   05, 2006 3:18 am    عنوان   : Reply with quote

٣ - نو هر کله چي اوس دا خبره څرګنده سوه چه انساني حرکت ارادې او
اختيار تهاړ دۍ  يعني بې د ارادې او اختيار څخه حرکات وجود نسي 
پيدا کولای ، همدغه راز دغه حرکات يو داسي لارښود ته اړ دۍ 
چه دغو اعمالو او حرکاتو ته سمه او صحيح لارښوونه وکړي او حق 
او باطل او رشتيا له دروغو او خير د شر څخه بيل او جلاکړي 

٤ - د خدای حکم په دوه ډوله دۍ ((تدبيري او تکليفي ))
لمړی يعني تدبيري حکم د عالم په ټول نظام کښي جاري او معمول دۍ 
چي د دغه کار په اثر په ټول عالم کښي د يو دقيق نظام او تدبير سلسله 
ليدل کيږي  په قران مجيد کښي دې کارته داسي اشاره سوې ده 
وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ٠٠٠٠٠  ﴿ 54 ﴾ اعراف 
او لمر ، سپوږمۍ او ستوري د هغه د حکم تابع دي ، جوړول او ورکول يوازي 
د هم هغه کار دۍ 

تکليفي حکم يوازي د انسان د پاره دۍ  داسي په قران مجيد راغلي 
يَاأَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّکُمُ الَّذِي خَلَقَکُمْ  ٠٠٠٠٠٠٠ ﴿ 21 ﴾ بقره 
اې انسانانو ! د خپل هغه خدای عبادت کوۍ 
کوم خدای چه تاسو پيدا کړي ياست ٠ 
 د پورته مقدماتو څخه داحقيقت څرګند سو چه د اسان حرکات ممکن دي 
او له هم دې کبله مرجح ته ضروت لري ، اختياري دي نو له دې کبله عقل 
ته ضرورت لري ، او د خير او شر احتمال پکښي سته 
نو لار ښوونکي ته ضرورت لري 
د همدې لارښوونکي نوم پيغمبر دۍ 
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.