د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

{{{پورته سه دخابه، اي خانه خرابه}}}


محمد اسحق شيوانی
10.01.2004

ګرانو اوزړه ته رانږدي افغانانو دټول افغان پاڼي کتونکو اوليکوالانو هيله ده چه سلامونه مي قبول کړي،
______________________________
درنو لوستونکو، هيله لرم چه په لانديني شعر هيڅوک خفه نشي، ځکه دا ده هر چاخپل نظر وي، نو زه ډيره ډيره اوبياهم ډيره دحدنه زياته بخښنه دخپل هغه وروڼو څخه غواړم، چه خداي (ج) مکړه په دغه شعر يې زما څخه خوابده سي. او خداي (ج) دي داسي نه پيښه وي.

*****************************************************************

پورته سه دخابه، اي خانه خرابه، جوړيدي په دين او په وطن څه نخري سوي، دکفر ناري سوي........
___________________________________________
هله مسلمانه، اي مردِ ميدانه، ؤس دي لا موقع ده بيابه نه درځي په لاسه، جګ سه په اخلاصه، ورور يې در دستګيرکي، بند يې په ځنځيرکي، بيايي طالبان وه امريکه يا وه لندن ته، دکفر وطن ته،
ټول به ملايان کي، ورک به طالبان کي، نوم ددهشت ګروباندي يږدي ته ورته ګوري، ناست ورته پر کوريې، مور دطالب ژاړي وُچي دحلق ناړي، وايې هلي پښتنو زامنو جوړدحق لښکر کي، پورته توري سپر کي، وايې هلی دخداي پار دي، څنګه کندهاردي، زمونږ بچيان يې يو وړه په جازوکي وه کيوباته، ثانې کربلاته، خف اوچپ احوال دي،
هرمسلم حلال دي، ډير بياپه ډالر او په پيسو خطاوتلي، کفر پاره ولي
وه يې کړه ظلمونه، مړه يې کړه خپل وروڼه،
د نړي کفاردي ؤس پر مونږ يې ننداري سوي................. تکرار
_________________________________________

واېي رب منانه(ج)، حکم دقرآنه، يهود اونصری دمؤمنانونه خپل کيږي، نه يي دوستان کیږي، هلته به دوستان سي چه مونږټول کي
کافرانه، ورک کي ملايانه، نسته غيرتونه، ولاړه له مړونه، توره بوړه ګوره عربيان پکې قتليږي، هر ځاي حلاليږي، وايي ترهه ګر دي، دجنګ عناصردي، سپين پښتانه وينو پرورځغلي ټول يي مړه کړه،
زړرنه يې په ساړه کړه، ورځ به محشر وي، يوه نيزه به لمر وي،پاک حبيب ولاړوي په ژړا سره به يې چشمان وي، لوند به يي ګريوان وي،
واېي داخو زماقومان وه، ټول مي عزيزان وه، په ټوله نړي کي يې نه ټيک نه ګوزاره وه، هرځاي امريکه وه، تاسو ته يې پناه دروړه، ټوله درپه در وه،
تاسو کړل حلال په وينو ټوله مځکې سري سوي… تکرار.............
__________________________________________

پاته يې سياسري سوي، ټوله در په دره سوي، هرځاي چه به ولاړې مظلومانو به ژړله، چانه قبلوله، دانازک بچيان يې، ښکلي ماشومان يې، چاحلالول چاد ديوال سره ويشتله، مندو به يې ژړله، ښځي يې سرتوري سوي، مينې پاته توري سوي، دوي مو په نامه دترهه ګرو شهيدان کړل، ورک مو طالبان کړل، شکر چه حساب سته، ظالم ته غذاب سته، ناست به ويشتل سوي عربيان او طالبان وي ورځ به دميزان وي، را به سي تاج داره، زمونږ نبې سرداره، وايې ولي افغانانو؟، اي زما امتيانو، زه درڅه بيزاره يم ورځي ځاي مودوږخ سه
قهر ته مو مخ، نو څه به يې کي جوابه، اي ددين قصابه، ولي دي پايه ددين راوکښله دبيخه، بده دي کړه پيښه، وروره حسابل دي، پاته دي منزل دي،
ستا دناځوانی څه مي دزړه مراندي غُټي پري سوي........ تکرار.......
____________________________________________

خپل ځان ته بلا سوي، ورور ده امريکاسوي، څنګه دي کي جوړ په خپل وطن کي پراخ پلن څټه، ودي وهل کوټه، داخويه لاسردي، زمونږ ياريې نوکردي، واوري دامتل دپښتنو پاي يې ترپاندي، دشا کوکران دي، ستا ملک به درجوړ کړي، تابه په نس موړکړي، خو په کرار کراره به دي وباسي له دينه، فکر وکه شينه، جوړ به کي مکتبه، ده ډب سره آدبه، ناست به په چوکی کې پر يوه ځاي نر او ښځه، پټ به يې وي مرضه،،،،،، جوړه لوجرګه سوه، ښه ووړه سرکه سوه، ښځې وزيرانې سوي پلاني پلاني نوميږي، نور به لا څه کيږي، وخت دي سه رالنډه،
پاته دي سه پلنډه،
يو خالي کفن به وړي په ډکي هديري سوي................. تکرار.........
____________________________________________
ملک داحمدشاه وو، نوم يې آريانا وو، جوړه يه پرهند اوپاکستان ښه پاچهي وه، لو امپراتوري وه، وګوری غلام سو، هغه ښه نوم يې بدنام سو، ښکلي طالبان يې په بمبار ټوکر ټوکر کړه، ځانونه يې دلاور کړه
وايې دغه طالبان دي، ټوله ظالمان دي، دوي زمونږ په ږيره او په سر لري څه کاره، ځي دي خپل پر لاره،وايې نه ډش او ټي وي سته، نه ببر کوټي سته، خير دي دزړه سره بياپر تيرساعت ارمان دي، وخت دي را روان دي، هرځاي چه کرل وي، بيرته يې ريبل وي، بيابه سي نعري دتکبرو په خراسان کي، په افغانستان کي، ؤس لا مځکې سري که، سرونه يې ورپري که،
خره دي انګريزان هم ورسره يې مندي خري سوي............تکرار.......
___________________________________________

ښار دکندهار دي، ګل دنوبهاردي، ؤس پکې کي ګښت کوي بي دينه انګريزانه، ناست يمه حيرانه، هغه افغانان وه، غزنوي ځوانان وه، مات يې سومنات کي چه لوي بت وو دهندوانو، دبت پرستانو، شيرشاهي سوري وو، داسي سنګري وو، شاه اوشمشيره وو په افغان کي سليمان وو، داسي مسلمان وو، يادميرويس نيکه که، توره يې تيره که، اللهُ اکبر کړه پر کافرو ګذار سم کړه، سر يې وُرٌ قلم کړه، پيغله ملالۍ وه، ښکلي افغانۍ وه، لږخو شرم وکه ښځي مات کړه انګريزانه، تاکړه له دوستانه، کور داکبرخان وو، نوم يې خراسان وو، سيد جمال الدين افغاني وو خوشحال خان وو، کفر ته طوفان وو، دور دوُ رس وو، هر مؤمن بي وس وو، ډاکټر صالح محمدوو عبدالرب وو شيوانی وو، هر يو يې زمري وو، دغه دي پلرونه دي، دغه يې کارونه دي، دوي څه کول ته څه اي ده ستر ګوتوره، جوړدي کی پيغوره،هر ځاي چه کرل وي بيرته يې ريبل وي، بيابه سي نعري دتکبرو په خراسان کي، په افغانستان کي، ؤس لا مځکي سري که، سرونه يې وُرٌ پري که،
خردي انګريزان هم ورسره يې مندي خري سوي..... تکرار>>>>>>
__________________________________________

وه به سي جنګونه، پري به سي سرونه، بيرغ دلااِله الاالله به سي رالوړه
کفر به سي پړه، رب داسي فرمايې، لوي قرآن مو وايې، (انانحنُ نزلنا)
ايات دي دقرآنه، زمونږ باندي ايمانه، دغه يې معنی ده حقيقت وينا،
رب وايې زماددين دي خپله يې نصرت کومه، خو تااټکله ومه، داخو امتحان وو، کار درب منان وو، ملا محمدعمرآخند اميرالمؤمنين دي، زمونږ باندي يقين دي، دی يو مسلمان وو تر سر تير دپاچهي سو، د تاريخ نامي سو، هلی دخداي (ج)پاردي، دغه وخت دکاردي،
پاڅی مؤمنانو وخت راغلي دغزا دي، کار پر ابتداء دي، پريږدي داخوبونه، پاسته پلنګونه، وخت نه ده سروشنډونه پيکي او نه دساز دي، او نه د مجازدي، تورې مو تيري کي، پلې دکفر پري کي،خپل خطا وتلي وروڼه بيا سره راټول کي، جوړ پښتون کهول کړي، دوي ته نصيحت کړي، ياد ورته قيامت کړي، سر ګريوان ته کښته کي دچا سره جنګيږي، دخدايه (ج) وه بيريږي، حاکم به قرآن سي شرعه دجانانه، نه به يو خجله په محشر رسول الله ته، زمونږ وه مصطفی ته،
ياژوند دغيرت دي، يامرګ دشهادت دي،
دا ده رحماني دزړه خبري وي خپري سوي....... تکرار........
__________________________________________

په پښتنه مينه
محمد اسحق شيوانی
afghan_farahi@yahoo.com



هيواد شېرزاد
11.01.2004

تر سلامونو او نېکو هيلو به دا ووايم چې دومره اوږد شعر مې لا تر اوسه نه وو ليدلای :D
ګرانه وروره شيواني ! که په راتلونکې کې خپل شعرونه وکولای شې چې لږ يې منظم وليکې نو به محترمو لوستونکو ته د هغې لوستل اسانه وي.
يادونه: تاسې د شعر په يوه ځای کې ليکلي دي: [color=darkred:9a77ba63e6]ملک د احمدشا وو، نوم يې اريانا وو.[/color:9a77ba63e6]
زما په غالب ګومان چې زمونږ پر ګران ټاټوبي باندې د[color=green:9a77ba63e6]افغ[/color:9a77ba63e6][color=red:9a77ba63e6]انس[/color:9a77ba63e6]تان نوم احمدشاه بابا ايښې و. که زه غلط يم نو بخښنه غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more