د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

زمری او موږک

Hamim
01.06.2006

[color=yellow:4896bdcacd]زمری او موږک[/color:4896bdcacd]

وایې ز[color=white:4896bdcacd]مری[/color:4896bdcacd] په ځنګل کې ویده و چې موږک یې پرمخ وخوت، او ناببره په ‏غوصه له خوبه پاڅېد او موږک یې له کلک ونیو، او د وژلو هوډ یې وکړ خو د ‏موږک له پرله پسې زاریو وروسته یې بښنه ورته وکړه، او موږک ورته وویل ‏چې هرومرو به ستا احسان درګرځوم، زمري ورته وخندل او نور یې پرېښود.‏
ډېره مو ده نه وه تېره چې زمری د ښکارزنو په لومه کې بند شو، چې په ټینګو ‏ټینګو پړیو یې تړلې وه او د زمري زوږ او غوغا ټول ځایونه په سر واخیستل، ‏کله چې موږک دا نارې واورېدې، په منډه لاړ او د پړیو په خوړلو او پرانېستلو ‏یې پیل وکړ تردې چې زمری له بنده خلاص شو او زمري ته یې وویل: په هغه ‏ورځ د چې کلک نیولی وم راپورې خندل دې، چې ستا مرسته به هرومرو کوم، ‏او دا تمه د له ما څخه نه وه، او اوس خپله ګورې چې یو کوچنی موږک د ‏ستاپه شان د یوځواکمن او لوی زمري سره مرسته کوي او له مرګه یې ژغوري.‏
hamimkahttat@gmail.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more