د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځه او ټولنه


ع کريم حليمي
10.01.2004

درنو لوستونکو ته سلام . ( ښځه و ټولنه) يو ه پراخه موضوع ده،چې ډير اړخونه لري. زه غواړم چې يوه اړخ يې دلته و پوښتم چې هغه د تقو اړخ دی ، او هيلمن يم چې تاسو ددې حساسې موضوع نور بشري، سياسي اقتصادي او تاريخي اړخونو باندې هم رڼا وغورځوئ ، تقوی چې زما په اند بالکل يوه ټولنيزه بريښنه يا پديده ده او د سړي او ښځې دواړو په ژوندانه کې زيات رول لري، بايد و څېړل شي او د تقوا غوښتنه په ټولنه کې د ښځې او سړي څخه د هغوی ترمنځ دريځونو د توپير له مخې روښانه شي . دلته زه دوه پوښتنې مطرځ کول غواړم :
١ـ د ساري په توګه ددې انګېزه څه شی دی چې ښځه د پښتون ناموس او د کور ملايکه ګڼل کيږي ، خو نارينه څوک نه د پښتنې ناموس بولي اونه ورته د کوره بهر هم ملايک ويل کيږي .
٢ـ څرګنده ده چې متقي البته هغه څوک دي چه زړه ئي بيدار او تميز د ښو بدو ئي په زړه کي جاري وي، که هغه کافر وي او که مسلمان . دليل (ابوبکر (رض) اول چې ﻻ مسلمان هم نه و ، متقي وو. او زه چه ګورم د کفارو په دونيا کي موتقيان ډير وينم تر افغانستان ، ولي ؟ که جواب په دليل راکي خوښ به سم
عبدالکريم حليمي دنيويارک

نارسه اړخونه ستاسو دا ليکنه د موضوع څخه ليري بريښيدل ځکه رنګه سوله !
په کليواله پښتنه مينه


Re: halimi

نقاد
11.01.2004

[quote:d9d782ca26="abdul karim"]ګرانو افغانانو سلام !
موتقي هغه څوک دي چه زړه ئي بيدار او تميز د ښو بدو ئي په زړه کي جاري وي.
که کافر يا مسلم وي دليل (ابوبکر (رض) اول موتقي وو. زه چه ګورم د کفارو په دونيا کي موتقيان ډير وينم تر افغانستان ولي ؟ که جواب په دليل راکي خوښ به سم
عبدالکريم حليمي دنيويارک[/quote:d9d782ca26]

عليکم سلام قدرمنه وروره ! متأسفانه، د پو ښتنې ځانګړی مطلب مو روښانه نه دی ، که باور لرئ چې کافر د افغانستان له مسلمانانو څخه زيات متقي دي ، ښايي مطلب مو يواځې افغانستان نه ، بلکې ټول اسلامي هيوادونه وي ، مثلا د عربي هيوادونو او پاکستان د وګړو تقوی ښايي له افغانانو څخه زياته نه اوسي . داچې د مسلمانانو تقوی له کافرانو څخه لږه ده ، پخوا به ځينو ملايانو له خپلې خېټې څخه داسې ځوابوله چې ګواکې شيطان د متقي مومنانو غولولو ته ډېره او د کافرو هغې ته لږه پاملرنه کوي . خو دا د ليل ثبوت نه لري او ضعيف ښکاري . بر عکس که نوموړي کفار د افغانانو په څير بيوځلی ژوند ولري ، نه به يې تقوی پاتې شي او نه قانونيت . دوی تاريخي شتمني لري او په لوړ پړاو کې د ژوند له کبله د قانون تابع او وفادار دي ، او بي له تکليف څخه تقوی کوي ، بل داچې ددوی تقوی ديني نه بلکې قانوني ده ، دوی په ديني تقوی کې صفر دي ، حال داچې افغانان بيا تر دوی ډيره زياته ديني تقوی لري . د لومړي سوال په هکله ښايي به نور دوستان څه ووايي . والسلام .



ع کريم حليمي
13.01.2004

پاڅنوال وروره سلامونه !
تاسو او ستاسو عقل ماته ډيره خوشحالي را وبخښل , تشکر!
ټولو افغانا نو ته دي خدای ددواړو تقواؤ قدرت ورکي که يوه نوي ها بله خرابه ده ٠
مکتبی خلګ نه موافق کيږي ځکه چي بياشخصي تا وان کوی تشکر .
حليمي .


د ښځو او دښځو د حقوقود فورم په اړه


ليلماـ الفت
03.02.2004

ګرانو او پوهانو وړونومحمد کريم حليمي او پاڅون وال صاحبانو ستاسي د دې بې علمي خور سلامونه او نيکي هيلي ومنئ
ښاغلی ورور حليمي صاحب !تاسي دتقوا او متقي په اړه موضوع چه د اسلام د فورم سره ټراو لري
او د ښځي او د ښوځو د حقوقو د فورم څخه ډيره ليري راته بريښي خو بيا هم ستاسي ښاغلو څخه صميمانه هيله لرم چه په ټولنه کي د ښځو پر حقوقو ، په ټولنه کي د ښځو پر ارزښت ،په افغاني ټولنه کي دښځي رول او داسي نور ډيرو شيانوکه رڼا واچوئ او موږ ته ئې داسلام دمقدس دين او افغاني جامعې د اصولو سره سم وڅېړئ نو دا به مو هم ستاسي د وينا سره سم غبرګه تقوا وي او د دارينو ثواب هم ورسره !
خو زما ګستاخي معاف کړي ځکه په بحث فورم کي د ليکنو نظم او تنظيم د هرفورم د مسؤل دنده او وظيفه ده
په کليواله پښتنه مينه____ ستاسي خور ليلما



ع کريم حليمي
03.02.2004

عزتمنی خور ليلما وعليکم دی سلام ٠
ستاسو دليکنی څه تواضع او خاکسار ډيره معلوميږی ٠
محترمی خور! انسان بايد د دنيا د هر هغه شی سره چه انسان دهغه د ګټی او نفعی تعلق لری يو راز علاقه و لری
د دی تعلق او علاقی تقاضا داده چه بايد انسان د دغوشيانو په ترقی او حفاظت او ساتنه کښی زيار و باسی او د هر يو شی څه هغه استفاده وکړای سی د کومی استفادی د پاره چه خدای پيدا کړی دی او هغه شی په هغو ځايو کی صرف کی٠ کوم چی الله د هغه د مصرف کولو حکم کړی دی او دټولو هغو شيانو څه ئی محفظ و ساتی چه هغه شيان د دغه شی نفع رسونی ته زيان او نقصان پيښوی د دیمسئولت او زمه دارۍ نوم په اصطلاح کښی حق دی ٠
او د دغه حق اداکول په هر انسان لازم او يو ضروری کار دی ٠

حق دوه قسمه دی 1 حق مسلم 2 غيری مسلم
اؤس نو پر حق مسلم سوال نه پيدا کيږی ٠ سوال په حق غيری مسلم کی پيدا دی
بسمه تعالی و عاشروهن بالمعروف ترجمه او ګوزاره کوی تاسی له دی ښځو سره نيکی طريقی سره!
په دغه ايات کی اشاره ميړه ته ده ٠ حکم ئی عام دی
تر اسلام دمخه ښځو حق تر پښو ﻻندی وو داسی لاندی وو چه وژل ئی عادی کاروو٠
د حق په باره کی دښځی يو حديث مبارک مثال درته راوړم ٠
مبارک يوه ورځ په مسجدکی وويل چه ذکات ورکړی ٠ لمونځ ګوزارانی ښځی چه کور ته وﻻړی نو دځينو ښځومړونه
غريبان وه ٠ نو يوي بی بی خپل ميړته وويل چه ورسه دمبارک کور ته چه زه ذکات تاته (ميړه) درکولای سم
ميړه ورته وويل چه دا پښتی پخپله کوه ٠ بی بی وﻻړه د مبارک کور ته نوری ښځی هم وﻻړی وي چه عينی سوال ئی درلودی ٠ حديث اؤږدی مبارک سوال ور حل کي چه هو ذکات خپل ميړه ته روادی د خپلی ميرمنی ٠
چه يوه ښځه دومره عيدات ، سرمايه ولری ٠ چه ذکاتونه ور کوی ٠ نوفکر کوم دغی بی بی خپل کارو بار درلودی
دهر شرعی کار اجازه ورسره وه ٠
اؤس راځم دی ته چه کم حق مسلم دی ٠ ترڅو چه ښځه محکمی ته وﻻړه نسی او په محکمه کی خپل حق په اثبات وه نه ورسوي ٠ غيری مسلم حقوق به ئی تر پښوﻻندی وی په ليکنو او پر سړک حق نه مسلم کيږی او نه سوی دی
مثلأ که زه يابل هر څوک يو پښتو لغات جوړ کی او مطبعات ئی استعمال نکی رسميت نه پيداکوی ٠
که موږ او تاسو و وايو چه ښځه حق لری چه د تلويزون پر سکرين ښکاره سی ٠ دغزل ويلو د پاره
دغه معنی نه لری چه دغه د ښځی حق سو
په مقابل کی که دا حق په محکمه کی معلوم يا معروف سی نو بيا حق مسلم دی
د پخوانی مسلمانانو کاميابی په دغه وه چه خپل حق به ئی په محکمه اخستی نه دسړک پر سر او د اؤسنی اروپا او امريکا کاميابی په دغه کی ده خپل حق په محکمه په اثبات رسوی ٠ نو که ټولنه کی چا پر حق سترګی پټولی
پوليس ئی سترګی په زو ورخلاصوی ٠ چه حق و وينی که بيائی هم نه ليدی ځای ئی بنديخانه ده ٠
په ليکلو او خبرو د خلګويا ښځو حق نه ثابتيږی ٠
ع٠ک٠ حليمي


نقاد
17.02.2004

[quote:0ad1e1e65d]د پخوانی مسلمانانو کاميابی په دغه وه چه خپل حق به ئی په محکمه اخستی نه دسړک پر سر او د اؤسنی اروپا او امريکا کاميابی په دغه کی ده خپل حق په محکمه په اثبات رسوی ٠ نو که ټولنه کی چا پر حق سترګی پټولی
پوليس ئی سترګی په زو ورخلاصوی ٠ چه حق و وينی که بيائی هم نه ليدی ځای ئی بنديخانه ده ٠
په ليکلو او خبرو د خلګويا ښځو حق نه ثابتيږی ٠ [/quote:0ad1e1e65d]

څومره ښه ، سمه او ښکلې خبره ده . د اساسي قانون له مخې ښځې او نارينه د افغاني ټولنې د اتباعو په توګه په هره برخه کې سره مساوي حقوق لري ، نو دوی کولای ي په هغو برخو کې چې د نارينه و سره يې ونډه برابره نه ده او ترې وروسته پاتې دي برابره ونډه و غواړي . ددې له پاره بايد په هره برخه کې ځانګړي قوانين هم راووځي ، څو پر محکمو کې پري استناد وشي او دوی واقعأ د برابرۍ ل پاره مبارزه وکړای شي . اوس خو دوی غريبې هيڅ هم نشي کولای او په حالت کې يې پخپله کوم تغير هم نراځي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more