د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرکوزي دي دغه موضوع نه ګوري

hotak
21.05.2006

ګرانو يارانو مینه اوسلامونه!
خدای جل جلاله مو روغ رمټ اوبريالي لره. يوه ژورناليست ملګري مي راته دغه فايل استولی دی. حقايق دي اوکټ مټ يی ستاسي مخي ته ږدم.څنګه چي مي دغه ملګری دهمدغي سيمي سره تړاو لري ځکه يی په دخبرو او ادعاګانو په دقت کي شک نلرم. تاسي یی هم ولولۍ اوکه توان لرۍ رايه ورباندي ورکړۍ اوکه موپه افغان چارواکوکي له چاسره پیژندګلوي وي لطفايی هغه ته هم ورواستوۍ په تيره بياکه ولس مشرکرزی صيب يی دخپل لطف له مخي وګوري اوهغه دپاکستانيانو خبره نوټس ورباندي واخلي په قران افغانان به له ميدانه واخلي.

بسم الله الرحمن الرحيم

دغزني ولايت دواغظ ولسوالۍ اوسيدونکو په سيمه کي دمشکوکو طالبانو اوحکومتي عسکرو دجګړې په اړه دشک څرګندونه کړيده. دولسوالۍ ګڼو اوسيدونکو ادعاکړيده چي دغي جګړې کومه حقيقي بڼه نه لرله. دوي له ولس مشراودبشري حقونوله ساتونکوډلو نه ددغي پيښي دخپلواکو پلټنواوهمداراز دبېګناه ولسي وګړو دوژونکو دمحاکمه کولوغوښتنه کړيده.
دواغظ ولسوالۍ درڼاخيلوپه سيمه کي دډزو دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چي دحکومتي عسکرو دګزمې يوګاډی مشکوکوطالبانوته په مخه ورغی. دغزني امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ خبري رسنيوته په خبروکي ادعاکوله چي طالبانو پرګزمه ډزي وکړې اوحکومتي عسکروپه ځواب کي يوطالب اورپکی وويشت اومړ يی کړ. دغزني دملکي روغتون دجراحۍ دڅانګي مشرهم هغه مهال تاييد کړي وه چي ديوه تن مخالف جنګيالي مړی روغتون ته رارسول شوی.
خودسيمي اوسيدونکي بيابيخي بل ډول کيسه کوي.
دسيمه ايزو اوسيدوکوپه وينا دملي اردوله نامه نه ګټه اخيستونکو ځینو خلکو چي تردې له مخه يی هم چندان روغ اخلاقي سوابق نلرل دخلکو دځورولو اوچورکولوپه نمت درڼاخيلو او واغظ ترمنځ دلاغروپه سيمه کي لاره نيولي وه. دعيني شاهدانو دويناله مخي دغه کسان هريو حاجي محمد دفضل محمد زوي دواغظ دهفت اسيا دکلي اوسيدونکی او دوه وروڼه يی، عبدالله د ډډ زوی دڅاکراوسيدونکی ،محمدخان دواغظ دخندقي دکلي اوسيدونکی وو. حاجي محمد دغزني اولغمان ولايت داستخباراتو دپخواني رييس ښاغلي رازمحمد لوڼي ورور دی چي پخوايی په غزني ښارکي غرفه لرله خواوس دخپل ورور له حيثيت نه په ګټه اخيستلو سره دځاني ګټولپاره دولسي وګړو په ځورونه بوخت دی. عبدالله د ډډ زوی تردې له مخه په ايران اوپاکستان کي دخښتوپه بټیوکي په کارلګياوو اومحمدخان دواغظ په بازارکي دموټرسيکلانو ورکشاپ درلود. دغه ټول کسان په سيمه کي دخپلو بدو اعمالو له امله دخلکو له کرکي سره مخامخ دي. دځايي خلکوپه وينا دغو کسانو دخپل عادت له مخي دخلکو دشوکوني په موخه لارنيولي وه چي له مخالف لوري نه دنژدې درس دوه کم عمره طالبان روح الله دخداي بښلي مولوي خيرالله شهابي زوي دواغظ دميانتودکلي اوسيدونکی اويوبل تن طالب به سيکل سپاره پدغه لاره تيريدل. دخلکو دويناله مخي حاجي محمد دغوطالبانوته د دريش امروکړ. طالبان ورته ودريدل اودوي يی دسيکل پلټنه پیل کړه.دسيکل پرکنجوغه هغوي ته يوازي يودسمال چي قرانکريم اوځيني نورکتابونه پکي نغښتي وو په لاس ورغی. د ډډ زوی عبدالله دروح الله ګريوان ته لاس واچاو اوهغه يی يوه نژدې کمرته ودراوه او سم دلاسه يی ورباندي د ارپی جي ۷ راکټ ډز وکړ. څوارلس کلن طالب روح الله په منځ دوه ټوټې شو. دډز له اوريداسره سم ځايي خلک اودملي اردو کارکونکي دپيښي ځای ته راغلل اودطالب مړی يی له ځانه سره غزني ته یووړ. هلته ددې لپاره چي ملي اردو خپل پرستيژلوړ کړي ادعاوکړه چي مړی دوي کړی خو دغوکسانو له هغو سره په ملکي روغتون کي جنجال وکړ اوويی ويل چي ترهګر دوی پخپل لاس وژلی اوملي اردو باید ددوي وياړ دځان په ګټه ونه کاروي. خوکله چي جوته شوه چي وژل شوی کس دواغظ دسيمي اوبېګناه دی نو حاجي محمد اونورو ددې لپاره چي ځانونه له بدي وژغوري پټه خوله ونيوله.
دوژل شوي هلک تره اونورو خلکو له ولس مشرکرزي،ملګروملتونو اودبشردحقونو له نړيوالو اوملي ادارونه غوښتنه کړيده چي ددغي پيښي خپلواکي پلټني ترسره کړي. وژونکي دي بې له ځنډه محاکمه کړي اوله دولتي ليکونه دي هغوي وشړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانو هیوادوالو قضاوت يی ستاسي په لاس. اياافغان دولت به پداسي حال کي بريالی شي چي دغسي بی وجدانه فاسد اوغیرمسول خلک يی دحکومت په ليکو کي شته وي؟؟؟


pattang
21.05.2006

هوتکه ښه ده چې بيا راپيدا شوې سلام عليکم !
وروره ايابا ناموسه خلک د دې حکومت سره په دې ډول يوځای کار کوي ??
داحکومت يو باڼډ د نالايقو،بيکارانو او اجڼټانو دی٠
غول په ميتيازو (بولو ) پاکول خو د منطق څخه ډېر لرې کار دی٠
اخ يو بل څه درته ووايم ، نن مې د سنګين سپنتا خبرې د المان په تلويزيون کې
په داسې حال کې واورېدې چې يوه الماني ژورنالست دطالبانو ديوې حملې اوجنګ CD ورکړاو بيا دواړو په کمپوټر کې کوت اوليده يې ٠
دکور ګډي زوی دالماني ژورنالست سره په هراتۍ لهجه په الماني ژبه خبرې کولي
سره لدي چې مسلک يې هم اجتماعي علوم دي ٠
دسپنتا ځواب د پاکستان د ISI دمداخلې په هکله :
"په دي شيانو ISI دافغانستان حکومت نشي راپرڅولی "
دکرزي ماما په کابينه کې دا لا هوشيار سړی دی٠
وروره افغانستان مخ په تبائي روان دی٠

دپښتونوالي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more