د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځه او سړې

و.افغان
01.05.2006

ځينې خلک دا عقیده لري، چی سړۍ او ښځه په ذکاوت او عقل کې دواړو برابر دي، او زما دا نظر دی چی دوي په اوله خبره کی په صحي او په دوهمه کی په خطا دي.
ښځه کولاي شي چی د سړي سره په تېزذهنۍ او حاضر جوابۍ کی منډه ووهي، مګر نشي کولاي چې د سړي سره په حلم، د نفسي خواهشاتوپه قیضه کولو، او سختيو باندې صبر کولو کې منډه ووهي.

ښځه کولاي شي چې هغه حالتونه او کارونه درک کړي کوم چې یې سړې درک کولی شي، کولاي شي چی د سړي غوندې نوي څه کشف يا ايجاد کړي، مګر نه شي کولاي چې له خپلو معلوماتو څخه هومره ګټه تر لاسه کړي، کومه چې سړی ترلاسه کوي،
ولې؟؟!!،
ځکه چی د ښځې د دواړو تشو تر منځ داسی نفس دی، چې د سړې د
نفس سره ډېر توپير لري، داسی خواهشات لري چی دسړي د خواهشاتو غوندې نه دي، د هغی سره داسی یو وړوکی زړه دی، او هغومره برداشت نلري کوم برداشت چی د سړي لوي عقل لري .

سړی د خپل عقل په لاره روان شي، منزل ته ورسيږي، او ښځه د خپل زړه لاره ونيسي؛ په کندو کپرو سر شي، بيا هرکله چی د سړي په وړاندې ودریږې، نو د هغه مخې ته په ډېرې کمزورۍ او عاجزۍ لويږي، په دې چې سړې ته د هغې د زړه لار معلومه وي، او هغه د سړې عقل ته د ورتګ لاره نه پیژني.

تاسې مه حیرانیږئ، که زه ووایم: چې عقل او ذکاوت دواړه منځو کې سره فرق لري.
غله، چلبازان، جالي کاران، دروغ ویونکي، فاسقان، او منافقان ټول ذکیان دی، مګر دهغوي منځ کی یو هم د عقل والا نشته دی، ځکه هغوي خپل ځانونه د هلاکت او تباهۍ کندو ته غورځوي، او بیا هغه وخت د هغوي ذکاوت ورته هیڅ ګټه نه رسوي.

ډیر کرته تیز ذکاوت سړی د لېونتوب میدان ته راکاږي، تر دې چې که مونږ ډیرو ذکاوت والا خلکو ته وګورو؛ نو د هغوي د ژوندانه په مسير کې به مو ځينې داسې نا اشنا
حرکتونه او حالتونه تر سترګو شي، چې نه دکوم قانون سره سمون خوري، اونه د طبیعت د مادو سره په توافق کې وي، زما په اند چی ډیر د ذکاوت خاوندان چی
کله د سختو، بد حالتونو او تنګې زندګۍ کومي ته لويږي؛ لامل يې د عقل کمزوري ، او د تصوراتو نقصانمندي وي.

نو د يو انسان ذکاوت داسې مثال لري، لکه چې د يو بهادر په لاس کی تیره توره وي،
او ډیر کرته بهادر خپل سر په دغه توري غوڅوي، هر کله چی دغه بهادر کم عقله ، او بې صبره وي، برداشت ونه لري؛ نه شي کولاي چی د خفګان او غوسې په وخت کې خپلې
واګې ټينګې وساتي.

همدارنګه د ښځې ذکاوت هغې ته هیڅ ګټه نه رسوي، تر څو چی ددغه ذکاوت شاته یو عقل نه وي، چی دغه ښځه د کنترول لاندې کړي، او سمې لارې ته یې مخه کړي، له لاسه یې ونیسۍ تر څو چی د منډې په وخت خپلو جامو کې راونه ښوئیږي، او د ژوند په مشکلاتو کی یې ملا ورټينګه کړي.

کیداي شي زما دا خبری د ښځو په نفسونو او د هغه سړو په نفسونو باندی درنې ولګیږي، کوم چې د ښځو غوړه مالي کوي......)
خو زه څه وکړم، زما په لاسو کې یو داسی قاطع دلیل دی، چې ماتول يې نه د ‌‌ذکاوت څخه د برخمنو ښځو په وسعی پوره دی، او نه دهغه سړو وسعه پرې رسيږي، کوم چې
ځانونه د ښځو د مدافع وکیلان بولي، او نه د دواړو غبرګو زور رسيږي.

که د سړې عقل په ښځه زیات نه واي نو حکمرانې به یې پرې نلرله، او نه به یې کولای شول چی ځان پسې يې وروسته داسې کش کړي، لکه څوک چې يو بې ژبې روزل شوی کشوي، او نه به دی سړي کولای شو چې ددغې ښځې غريبي او خاني په خپل لاس کې ونیسې، او نه به یې د ایسارولو او خوشي کولو، پټولو، ښکاره کولو، اودهغه قوانینو بنیاد ګذاري کولاي شوه چې هغه د ښځی پوری خاص دي، او دغه کمزوری ښځه په خپل ځان کی داسی قوت نه وینې چی دغه قوانین رد کړي، او یایې په مقابل کې پاڅون وکړي، دا چې په دغو کارونو کې ځينې سم او ځینې نور ناسم دي؛ بېله خبره ده.

حتا په غربي ټولنه کې چې له لسګونه کلونو را په دېخوا يې ښځې ته هر ډول آزادۍ ورکړي هم دي؛ چې له مخې يې کولی شي؛ ځان د يوه مستقل کائن په توګه ثابت
کړي، خو بيا هم ښځه د سړي تابعداري کوي؛ او د هغه په پلونو روانه وي.

قوي همیشه په کمزوري باندې د طبیعت په قانون کې حکمراني کوي، په دې مقام کې
کولی شو، چې د انسان مثال له حیوان سره ورکړو، او د سړې له ښځې سره.

انسان د حیواناتو(دلته معنی ژوندي کائنات) له ډولونو څخه یو ډول دی، مګرد نورو حیواناتو په پرتله د لوي عقل او پراخ استعداد خاوند دی، لګیا شو د ځان لپاره د هغه هدف په لټون کی شو، چی د هغه د فطرت او استعداد سره مناسب وو، نو ښارونه یې جوړ کړ، کلې یې آباد کړل، مالداره شو، د ژوند اسانتیاوي یې ځان ته برابرې کړې، او تر خپلو ملګرو ژوندي کائناتو ډیر اوچت شو، هواره یې خپله کړ، خپل ټول ملګرې یې د غرو سرونو او بیابانونو ته وشړل، او هغوی هلته یو بل سره وخوړل، اولا لګیا دی، بلکه د انسان لاسونه هغه پسې هلته هم وراوږده شول، او استفاده یې تری وکړه.

سړی د ښځې ورور دی...،او دهغې د رحم او زانګو ملګری دی....، او په پلار ګرۍ، مورګرۍ، ناستې،پاستې... خوب او ويښوالې کی سره ګډه حصه لري، مګر همدغه سړې په خپل نفس په دغې ښځې برتری وینې، ځان پر هغی باندی د عقل د قوت او تدبیر له خاطره بالا بولي، نو ښځه یې قیضه کړه، او پری غالب شو.

ځان یې دښځې د جسم مالک کړ، ځکه چی هغه یې له رڼا او هواء څخه بنده کړه، او هغی ورته غاړه کېښوده.
د هغی د نفس مالک شو، او دا یې ورته زړه کی واچوله چی د هغی ګناه اوفسق تر ده لوی دی، او د هغی جنایت دده تر جنایت ستر دی، نو ښځی دا خبره رښتیا وبلله.

له ښځې څخه وغوښتل، چی د هغې د کارونو تدبیر او پریکړې دده په لاس کړي، نو هغې موافقه وکړه، او د سړي قوانینو او ځیني ظالمانه کارونو ته یې د لویوالي او احترام په سترګه وکاته.

سړی ښځې ته چل ورکړي او دهغی شرافت اوعزت لوټ کړي، نو کله چی دغه ښځه کندی ته وغورځېده؛ ټولې انساني ټولنې، ښځې او سړي پرې چغې ، شورماشور او غړمبیدل پيل کړل، او ددغې ښځې زړه یې له ویرې او ترس څخه ډک کړ، ځکه چی ددی انسانې ټولنې قانون همدغه سړي جوړ کړی دی.

که چیرته د ښځې عقل د سړې دعقل غوندی وی؛ کولای به يې شول چی سړی کور کې بند کړي، په عقل یې لوبې وکړي، د هغه جرم او جنایت يې په سترګو کې ورستر کړي، خپل جنایت د هغه په سترګو کې کوچنی کړي، زړه ته ځان ورښکته کړي او د هغه په زړه داسی لوبي وکړي، لکه څرنګ یې چی ماشوم په توپ باندې کوي، تر څو چې خبرې ورته وکړي نو هغه یې رښتیا وګڼي، امر ورته وکړي نو هغه یې ومني، ښځه ورته ظالم قوانین وضعه کړي، نو هغه ورته غاړه کیږدي، او ایما ن پری راوړي....کټ مټ لکه چی څنګه سړي ورسره کړي وو.

ځما له دی خبرو دا مطلب نه دی چی ووایم: چی دغه عقلي فرق چی د سړي او ښځې تر منځ دی سړي ته دا حق وربخښی چی په هغی ظلم وکړي، بلکه وایم: هغه کارونه چی حوصلی او صبر او تعقل ته ضرورت لري، ښځه نه شي کولای چی هغه کارونوکی داسی رول ولوبوي، کوم چی سړی لوبوي.

الله جل جلاله چی کله سړي او ښځه پیدا کړي، او د هغوي دواړو تر منځ یې بدنی، جسماني، او عقلاني بنیادي توپیرونه ایښي دي، هغه د هغو دواړو په عقل، قدرت، صبر ، او برداشت پوره پوه دی، نو ښځی ته یې هغه کار په ګوته کړی چی د هغې د بدني او عقلاني جوړښت سره سمون خوري، همدارنګه سړي ته هم.

ځينې داسی کارونه دي چی ښځې یې په ښه توګه سرته رسوي، مګر سړي یې هغسې
نشي رسولی، د مثال په طور د ماشوم تربیت، او ځینې کارونه دي چی سړي یې ترسره کولاي شي او ښځې یې نشي ترسره کولاي، د مثال په ډول، قیادت ، امارت، اویا پاچاهي، او ددی په خاطر نبی کریم صلی الله علیه وسلم وایې: هیڅکله به هغه قوم کامیاب نه شي، چی خپلی واګی یوي ښځې ته وسپاري.
دا يو عمومي قانون دی، استثناء په کې راتلی شي؛ ځينې داسې ښځې هم پيدا کيږي؛
چې په قيادت کې تر ځينو سړې ډېرې پوهې وي.

په مقابل کی اسلام سړي ته زیات نصیحت کړی، چی واګي خو ستا لاس کې دي، نو دښځو سره ښه او نرمه رویه کوئ، نبی کریم فرمایې: استوصوا بالنساء خیرا، یعنې یو بل ته د ښځو په تړاو د خیر وصیت وکړئ، یا له هغوي سره ښیګنې وکړئ، سختي ورسره مه کوئ، نو که ځمونږ ټولنې سړي او ښځې دواړه د الله حکم ته د عمل سر ټیټ کړي، نو یوه بې مثاله ټولنه به جوړه کړي، او ددنیا او داخرت له کامیابیو به برخمن شي.

د عربي اديب المنفلوطي د يوې ادبي ټوټې ژباړه
٣ شنبه ميئ 02, 2006 12:20 pm
په درنښت


صافي
01.05.2006

[quote]ډیر خلک دا عقیده لري، چی سړۍ او ښځه په ذکاوت او عقل کې برابر دي، او ځما دا نظر دی چی دوي په اوله خبره کی په صحي او په دوهمه کی په خطا دي.
ښځه کولاي شي چی د سړي سره په تیزپوهۍ او حاضر جوابۍ کی منډه ووهي، مګر نشي کولاي چې د سړي سره په نرمي کولو، د نفس د خواهشاتو قیضه کولو، [/quote
ښاغلی وهاج صاحب!دسلام او احترامه روسته،هیله ده دژوند په ټولو چارو کې بریالی وسی،
کومه څیړنه دی چې دمتعی یا سیغی په هکله داسلام په فورم کې کړی ده زما په نظر
ډیره مفصله او په مسلکی لحاظ داسلامی اوصولو پر بنسټ هر اړخیزه او صادقه لیکنه ده ځکه د عندی او شخصی تحلیل مورچ او مساله په کې نه وه دوړول شوی
اوس چې دی پورتنی تحلیل ته ګورم داسې را ته ښکاری چی شایدهغه ليکنه دي هو به هو  دکوم کتاب نه راژباړلی وی که دا کار دی هم کړی وی کور دی ودان ګټور کار دی کړی اود څیړنې او بحث زیار دی دډیر قدر وړ دی،
راغلو دی پورتنی لیکنی ته چی عندی تحلیل دی او ستاسو په نظر شاید اسلامی دعوت بڼه هم ولری ولی په تاسف سره درته ویلی شم چې دواړه اړخه (تحلیلی او
دعوتی )په کې غیر حاضر دي٠ اواغيزيي راته معکوسه ښکاري
پورتنۍ نظريه به دي په پړوهم ونشې تړلۍ،دمثال په توګه له چې تاسو لیکی:
[quote:0c471f81ac]تاسې مه حیرانیږۍ، که زه ووایم: چی عقل او ذکاوت دواړه منځو کې فرق لري.
غله، چلبازان، جالي کاران، دروغ ویونکي، فاسقان، او منافقان ټول ذکیان دی، مګر دهغوي منځ کی یو هم د عقل والا نشته دی، ځکه هغوي خپل ځانونه د هلاکت او تباهۍ ځایونو ته غورځوي، او بیا دغه وخت د هغوي ذکاوت هغوي ته هیڅ فایده نه رسوي

[/quote:0c471f81ac]
تاسو یی په خپله وګوری، څه فکر کوی چې څوک به دا درسره ومنی او په خاصه توګه
زمونږ خویندی؟

او یا بل مثال چې تا سو لیکی: ( او همدا رنګه ټوله لیکنه قياص کړه)

[quote:0c471f81ac]همدارنګه د ښځې ذکاوت هغې ته هیڅ ګټه نه رسوي، تر څو چی ددغه ذکاوت شاته یو عقل وي، چی دغه ښځه د کنترول لاندې کړي، او سمې لارې ته یې مخه کړي، او له لاسه یې ونیسۍ تر څو چی د منډې په وخت په خپلو جامو راونه ښوئیږي، او ژوند په مشکلاتو کی یې ملا ور غبرګه کړي

[/quote:0c471f81ac]

بیاهم تاسو په خپله ورته ځیر شی شې څه برداشت ورځینی کوي،
زما شخصي برداشت يودزړه سواندي احساس دی اوداسې راته ښکاري
چې شايدتاسو پرته زمونږ دهغو مظلومو خويندواوميندو نه چې دلمر رڼا اود
ازاده فضاء  ژوند هم ورباندي حرام شوي،بل څوک ندي ليدلی٠
ددجملی په ليکنه مې چې څومره زړه په وطن کې په خپلو خونيدوسوزي
په تاسو هم وسو٠

نور به نورو ورنو او خویندو ته پریږدم چې خپل نظر ورباندی څر ګند کړی٠
په درناوی
 


صافي
01.05.2006

صيغه په(ص)ده نه (س)تيروتنې ته مې روسته پام شو چې داصلاح امکان يي نه وو٠ بښنه واړم٠


و.افغان
02.05.2006

محترم صفي جانه وروره !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسی له انتقاد څخه ډیره مننه، ځکه مسلمان باید د مسلمان آئینه وي، وروره! دا زما نظر دی،او دصحت او خطا دواړو احتمالونو محتمل دی، او ددی نظر لپاره ما ژوندي دلیلونه له اوسني واقع الحال څخه راوړي، د ټولو څخه زما هدف داوو، چی دا ښکاره شي چی د ښځی د سړي تر منځ فرق شته، زه چی کوم واقعیتونه وینم، نو څنګه لدی خبری څخه انکار وکړم، خو ددی لیکنی مطلب دا نه دی چی زه ددی واقع الحال لپاره تبریر وکړم، او یا دا ووایم : کوم صورت حال چی د ښځو سره روان دی، هغه بالکل صحی دی، بلکه زه په دی اقرار کوم، چی ډیر داسی کارونه چی ځمونږ په وطن کی له ښځو سره کیږي، او هغه ټول ظلم دی(لکه ما ورته په لیکنه کی اشاره کړی)، په کوم حساب ؟؟!! د پښتو په حساب، دا وروره حقیقت دی، وروره! خو ددی معنی دا نه ده، چی مونږ ښځو سره هغه کار وکړو کوم یې چی لویدیځ وال کوي، هغوي دحریت په نوم ښځه سپکه کړه، هغوي د ښځې عزت باندی تجارت وکړ، د ښځې په ښایست یې تجارت وکړ، د ښځې په.....،
وروره! د پښتو ډیر تقالید د اسلام سره سمون خوري، خو پښتو ټوله اسلام نه دی، پښتو باید د اسلام تابع وي، نه بر عکس، د ښځی ټول حقوق اسلام خوندي کړی، الله جل شانه هر یو سړي او ښځی د هغوي دواړو د ژوند تګلاره معلومه کړی....،خو ما دا خبره حیرانوي : چی ځینی خلک له یوی خوا ځان د پښتو د ژبی وکیل مدافع بولي، او بله طرفه د پښتو غبرګی پښې ورماتوي، (البته وروره! دا خبره تاسی ته متوجه نه ده)
اخر کی وروره بیا وایم: چی زما خبری ټولی اوسنی حال ته اشاره وه،او په هغه استدلال وو، چی دغه اوسنی زما ددی نظر ښکارندوي دی، لیکن زه دښځی د اوسنې مظلوم حال تبریر نه کوم،خو که زمونږ وطن کی په صحي معنی اسلامي قضا جاری شي، نو دغه مشکلات تر ډیره حده حل شي.
وروره ! تاسی وویل : چی تاسی دالیکنه ژباړلی، وروره وایم: ما شاء الله فراست دی قوی دی، البته دی لیکنه کی ځینی اقتباسات ترجمه شوي دی، او نوره لیکنه زما ده, پاتی دی وي چی تاسی لیکلی: چې شايدتاسو پرته زمونږ دهغو مظلومو خويندواوميندو نه چې دلمر رڼا اود
ازاده فضاء ژوند هم ورباندي حرام شوي،بل څوک ندي ليدلی٠
وروره! زه داسی ځای کی اوسم چی ۱۵۰ مملکتونو والا خلک په کې ژوند کوي، او له ټولو سره زه راشه درشه،او تګ راتګ لرم، او داسی ځاي دی چی د ټولی نړۍ خلک ورته راځی البته د حج او رمضان میاشت کی په ځانګړی توګی سره، او دغی نقطی زما عام ثقافت ډیر پراخ کړ، البته په ښځی باندی دلمر رڼا او د ازادی فضا حرامولو حق څوک نلري.
الله مو خوشحاله، سوکاله،ارام ، او د الهي توفیق په لاره ژوندي ساته.
په درنښت.


صافي
13.05.2006

[quote="Mosleh Safi"][quote:91da9213d4]ډیر خلک دا عقیده لري، چی سړۍ او ښځه په ذکاوت او عقل کې برابر دي، او ځما دا نظر دی چی دوي په اوله خبره کی په صحي او په دوهمه کی په خطا دي.
ښځه کولاي شي چی د سړي سره په تیزپوهۍ او حاضر جوابۍ کی منډه ووهي، مګر نشي کولاي چې د سړي سره په نرمي کولو، د نفس د خواهشاتو قیضه کولو، [/quote
ښاغلی وهاج صاحب!دسلام او احترامه روسته،هیله ده دژوند په ټولو چارو کې بریالی وسی،
کومه څیړنه دی چې دمتعی یا صیغی په هکله داسلام په فورم کې کړی ده زما په نظر
ډیره مفصله او په مسلکی لحاظ داسلامی اوصولو پر بنسټ هر اړخیزه او صادقه لیکنه ده ځکه د عندی او شخصی تحلیل مورچ او مساله په کې نه وه دوړول شوی
اوس چې دی پورتنی تحلیل ته ګورم داسې را ته ښکاری چی شایدهغه ليکنه دي هو به هو  دکوم کتاب نه راژباړلی وی که دا کار دی هم کړی وی کور دی ودان ګټور کار دی کړی اود څیړنې او بحث زیار دی دډیر قدر وړ دی،
راغلو دی پورتنی لیکنی ته چی عندی تحلیل دی او ستاسو په نظر شاید اسلامی دعوت بڼه هم ولری ولی په تاسف سره درته ویلی شم چې دواړه اړخه (تحلیلی او
دعوتی )په کې غیر حاضر دي٠ اواغيزيي راته معکوسه ښکاري
پورتنۍ نظريه به دي په پړوهم ونشې تړلۍ،دمثال په توګه له چې تاسو لیکی:
[quote:91da9213d4]تاسې مه حیرانیږۍ، که زه ووایم: چی عقل او ذکاوت دواړه منځو کې فرق لري.
غله، چلبازان، جالي کاران، دروغ ویونکي، فاسقان، او منافقان ټول ذکیان دی، مګر دهغوي منځ کی یو هم د عقل والا نشته دی، ځکه هغوي خپل ځانونه د هلاکت او تباهۍ ځایونو ته غورځوي، او بیا دغه وخت د هغوي ذکاوت هغوي ته هیڅ فایده نه رسوي

[/quote:91da9213d4]
تاسو یی په خپله وګوری، څه فکر کوی چې څوک به دا درسره ومنی او په خاصه توګه
زمونږ خویندی؟

او یا بل مثال چې تا سو لیکی: ( او همدا رنګه ټوله لیکنه قياص کړه)

[quote:91da9213d4]همدارنګه د ښځې ذکاوت هغې ته هیڅ ګټه نه رسوي، تر څو چی ددغه ذکاوت شاته یو عقل وي، چی دغه ښځه د کنترول لاندې کړي، او سمې لارې ته یې مخه کړي، او له لاسه یې ونیسۍ تر څو چی د منډې په وخت په خپلو جامو راونه ښوئیږي، او ژوند په مشکلاتو کی یې ملا ور غبرګه کړي

[/quote:91da9213d4]

بیاهم تاسو په خپله ورته ځیر شی شې څه برداشت ورځینی کوي،
زما شخصي برداشت يودزړه سواندي احساس دی اوداسې راته ښکاري
چې شايدتاسو پرته زمونږ دهغو مظلومو خويندواوميندو نه چې دلمر رڼا اود
ازاده فضاء  ژوند هم ورباندي حرام شوي،بل څوک ندي ليدلی٠
ددجملی په ليکنه مې چې څومره زړه په وطن کې په خپلو خونيدوسوزي
په تاسو هم وسو٠

نور به نورو ورنو او خویندو ته پریږدم چې خپل نظر ورباندی څر ګند کړی٠
په درناوی
 [/quote:91da9213d4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more