د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

لنډه کيسه او کره کتنه ؟؟؟

زهيرشينواری
11.05.2006

محقق : ستانه مير زهير
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>.د لنډو کيسو !
>>>>>>>>>> کره کتنې ته اړتيا شته که نه ؟
له نيکه مرغه پښتو ژبه د شلمې پيړۍ په پای او د يوشتمې پيړۍ په پيل کې ، هغه که په لره پښتونخوا کې ده او که په بره پښتونخوا کې ، بې له دولتي سپورټ او مرستې څخه په چټکی سره وده مومي او په پيلابيلو برخو کې يې په زړه پورې پرمختګونه په نصيب شوي دي . پخوا که يوازې د پښتو ژبې د ادب او تاريخ په ميدان کې قلم خو ځيده ، نن يې د ساينس په ډګر کې هم يون پيل کړی دی . طب ، کرنې ، مالدارۍ ، کمپيوټر ، رياضي ، جيولوجي او داسې ورته څانګو کې خورا په زړه پورې کتابونه ليکل شوي او ليکل کيږي . تر ټوله غوره خبره خو داده چې نن د يو شمير ځوانانو په هڅه او هاند پښتو ژبه د انټر نيټ نړۍ ته هم په پراخه کچه ننوتې او په لسګونو داسې ويب پاڼې شته چې په بيلابيلو برخو کې په زړه پورې اطلاعاتي ، مستند او علمي معلومات لري .
د پښتو ادب په برخه کې دومره ويلی شو : که پخوا يوازې د شعر بازار ګرم و ، نن له نيکه مرغه د نثر ميدان هم تود دی . په هر کال کې د شعري ټولګو په څنګ کې په لسګونو د لنډو کيسو او ناولونو ټولګې هم يوه په بلې پسې له چاپه راوځي چې ډيرې يې په زړه پورې او خوندورې کيسې لري . په ورستيو ورځو کې دداستاني ادب دتاوده ډګر تکړه لوبغاړي خورا ډير دي خو زه يې د بيلګې په توګه د څو کسانو نومونه اخلم :عصمت قانع سعد الدين شپون ، زرين انځور ، صفيه حليم ، اسدالله غضنفر ، اجمل پسرلی ، عارفه عمر لور ، وکيل شينواری ، ايمل پسرلی ، اکبر بری ، علم ګل سحر ، بريالی باجوړی ، پيرمحمدکاروان، بازمحمدعابد، عبيدالله محک ، نور محمد سهيم..... او داسې نور چې اوس يې زما په ذهن کې نومونه نه شته او اميد دی چې د نامه د نه يادولو له امله خپه نه شي .
بله مهمه خبره چې په تيرمهال کې د لنډې کيسې سره څنګ په څنګ سمه روانه وه ، هغه په لنډه کيسه نقد يا کره کتنه وه . په دې ډګر کې يو وخت هريو ښاغلی اسدالله غضنفر ، عبيدالله محک ، زرين انځور ، لطيف بهاند ، نور محمد سهيم ، اجمل پسرلی او يو شمير نورليکوال خورا هڅاند او فعال وو ، د کارنده او په زړه پورې اصلاح کونکې کره کتنې ډګر يې خورا تود ساتلی و. خو له بده مرغه په دې ورستيو څوکلونو کې دغه ښاغلي ټول داسې چپه خوله پاتې شوي چې ته به وايې لنډه کيسه هيڅ ارزونې او کره کتنې ته اړتيا نه لري او بالکل په تول پوره او معراج ته رسيدلې ده
دغه جمود او سکوت زما په نظر بيلا بيل لاملونه لري :
 د کره کتنې د صلاحيت لرونکي ليکوالانو څخه ، يو شمير بهرنيو هيوادونو ته کډوال شوي او هلته دورځني ژوند په ستړو اخته دي ، يو شمير يې د هيواد دننه په بهرنيو انجوګانو او موسسو کې کار کوي ، د هغومشغولتيا او مصرو فيتونه هم دومره زيات دي ، نقد يا کره کتنه څه چې اصلا د لنډو کيسو لوستلو ته هم وزګار نه دي.
 دزوړ دوديز کلتور تسلط او واکمني هم اغيزه لري . يو شمير ليکوالان تل په دې هڅه کې وي چې يوازې ستاينې يې وشي ، د کره کتونکي له خوا د نيمګړتياو د ښودلو سره هيڅ ډول علاقمندي نه لري . په اصطلاح کره کتونکي خپل هغه دښمن ګڼي چې ددوي د پرمختګ مخه نيسي او يا په اصطلاح ددوي سپکاوۍ ته يې ملا تړلې ده . ښايي ځنې کره کتونکي ددغه ملحو ظاتو له مخې هم په يوه اثر کره کتنې ته زړه ښه نه کړي .
 ځنو ليکوالانو په خپلو کې وړې وړې ډلګۍ اوکړۍ جوړې کړي دي ، دغه کړۍ د سياسي ګوندونو په څير چلند کوي .ددوي برنامه داده چې په خپلو کې د فارسي متل له مخې ( تو مرا حاجي بګو ، ما تورا ملا مګم ) راشه درشه لري .بيلګې يې زياتې دي چې زه يې د ځنو ملحو ظاتو له مخې نه وايم . ددې کړۍد يوه غړي په اثر تنقيد د ټولې کړۍ په وړاندې تنقيد دی ، نو په دغسې حالاتو کې ټول سره لاس يو کوي او د تنقيد کونکي په ضد پوچ او بې ځايه تبليغات کوي .ښايي دغه ډول غبرګونونه هم يو شمير کره کتونکي دې ته اړ کړي وي چې چپه خوله پاتې شوي وي .
 يوه ورځ مې د پيښور د سيمې د نوميالۍ ليکوالې او د بي بي سي د تکړه ژورنالستې صفيه حليم سره په دې اړه خبرې کولې چې موږ بايد له انتقاد نه ويره ونه لرو ، ځکه په بهرنۍ نړۍ کې ، موږ ګورو چې په سياست مدارانو ډير عجيب او غريب انتقادونه کيږي خو په هغوي هيڅ اغيزه نه کوي او تل خپلو هلو ځلو ته د پخوا په څير دوام ورکوي . خو د وتلې ليکوالې ځواب ډير په زړه پورې و ، هغې راته وويل : د ليکوالانو او سياست مدارانو زړونه توپير لري . د سياست مدارانو زړونه د تيږو نه جوړ دي او د ليکوالانو زړونه د مومو نه ، دواړه بايد په يو تله کې ونه تلل شي . ځکه ليکوالان ډير نازک طبعه وي او په لږه نيوکه هم خپه کيږي . کيدای شي دغه ډول طرز تفکر هم د يو شمير کره کتونکو په مخ کې خنډونه جوړ کړي وي او نه غواړي چې ددوي کره کتنه د ځنو نازک خياله ليکوالانو د خپګان سبب شي .
د کره کتنې په وړاندې ښايي نورخنډونه هم وي خو په همدې به بسنه وکړو .
که موږ په دې اميد يو چې اول دې کميت ډير شي ، کيفيت ته به بيا وروسته پاملرنه کوو نو زما په نظر دا به هم يوه تيروتنه وي . ځکه د دغسې د بې محتوی کميت په پايله کې، کيدای شي ځنې داسې کتابونه چاپ شي چې يوازې به د کورونو په تاخچو کې د پنډونو پنډونو خاورو لاندې وراسته شي . ښه به داوي چې کميت او کيفيت دواړه څنګ په څنګ مخکې لاړ شي او ددې سترې هيلې د سرته رسيو له پاره په کار دي چې وخت ناوخت کره کتونکي د چاپ شوي اثر په اړه خپل نظر څرګند کړي . دا کار دوه ګټې لري :
لومړۍ ګټه يې داده : کله چې د کره کتونکي له خوا ديوه اثر ښيګڼې په ګوته کيږي نو د ليکوال هغه هميشنۍ تنده چې هر انسان يې د خپل شهرت سره لري څه نا څه خړوبيږي او په دې توګه هڅه کوي چې همدغسې نورې په زړه پورې پنځونې وکړي .
دويمه ګټه يې دا ده : که چيرې ليکوال ته په سمه توګه خپلې نيمګړتياوې په ګوته شي ، ښايي د بل اثر د تخليق په وخت کې بيا ، همغه نيمګړتياوې تکرار نه کړي او په دې توګه به موږ وکولی شو د پښتو ژبې په بيلابيلو برخو کې د با ارزښته کتابونو خاوندان شوو .
د لنډو کيسو دليکنې په اړه ځنې اوازې شته او هغه دادي چې يو شمير بهر ميشتي د داستاني ادب ليکوالان په دې لټه کې وي چې ځنې خارجي کيسې ولولي ، بيا د همغوکيسو د کټ مټ سکښت له مخې د کرکټرونو په بدلون ، د خپلو کيسو په نامه يو څه چاپ کړي . او ځنې خو بيا وايي چې يوازې د لنډې کيسې ليکوالان نه بلکې ځنې شاعران هم د ګاونډيو ژبو دبيلا بيلو شاعرانو دشعرونو مفاهيم را اخلي اوهغه بيا د خپلو شعرونو په نامه چاپوي .
دا چې دا ادعا به تر کومه ځايه سمه وي ، زه څه نه شم ويلی . دې تور ته يوازې هغه کره کتونکي سم ځواب ويلی شي چې هغوي د نړيوالو ادبياتو د پراخه مطالعې سره بلدوي اوپه دې اړه مستند اسناد وړاندې کړي .
خو د هيواد په دننه کې دغه ډول يو د بل له اثارو نه اخيستنې او يا يو دبل له کيسو نه متاثره کيدل ، هم په دې ورستيو وختونو کې خال خال ليدل کيږي. چې زه يې يوازې يوه بيلګه دلته وړاندې کوم .په دې ارزونه کې د ليکوالو نومونه د ځانګړي احترام له مخې نه يادوم . ځکه هدف مې په چا نيوکه نه ده بلکې غواړم خپل پيغام له دې لارې لوستونکو ته ورسوم .
د ( ډيوې په غيږ ) کې د چاپ شوو لنډو کيسو په لړۍ کې مې يوه کيسه د ( دوزخي اروا ) په نامه ډيره پخوا لوستلې وه . په دې کيسه کې کرکټر له کابله په دې تمه پيښور ته کډوال کيږي چې هلته به يې ژوند ښه شي ، خو په پيښور کې هم تنګيږي جرمني ته کډه کوي ، هلته هم ژوند خوند نه ورکوي ، امريکا ته ځي او په پای کې هلته هم له ژونده شکايت کوي .دا کيسه په ١٩٩٩ م کال کې ليکل شوې ده
خو سږ کال مې همدغسې ورته کټ مټ کيسه ( يومزل او دوه نړۍ ) د يوه بلې نوې چاپ شوې ټولګې د ( ژوند ) په کيسه کې ، په يو څه توپير سره ولوستله :
په دې کيسه کې : ليکوال کرکټر د قندوز د چاردرې نه کابل ته ، د کابل نه پيښور ، د پيښور نه هالنډ او په پای کې کرکټر په لندن کې پريږدي خو په هر ځای کې له ژونده شکايت لري . ليکوال دا کيسه يو څه په تفصيل ليکلې خو پيل ، پای ، منځپانګه ، سکښت ، پلاټ او پيغام يې کټ مټ د ( دوزخي اروا) د کيسې په شان دی . دا کيسه په ٢٠٠٤ م کې ليکل شوې .نو ښکاره خبره ده چې دوهم ليکوال د لومړي ليکوال کيسه لوستې او بيا يې د هغه تخليق په خپله ګټه کارولی دی . زما په نظر دا بايد تخليق نه بلکې تقليد وبلل شي . خو که دا هڅه په شعوري توګه تر سره شوي وي ، نو بيا کيدای شي ليکوال مقنع دليل ولري . په دې حالت کې موږ د ليکوال نه هيله کوو چې خپل دغه دليل دلوستونکو سره شريک کړي څو دغه سو تفاهم له منځه لاړ شي .
( پنځوس ميليونه ) ! دا يوه بله د لنډو کيسو ټولګه ده چې په وروستيو وختونو کې له چاپه راوتلې . دا د ليکوال دويمه ټولګه ده . خو کله چې ما ددې ټولګې يوه کيسه ( تصويرونه ، تقديرونه ) لوستله نو سمدلاسه متوجه شوم چې د ليکوال هغه نيمګړتياوې چې د مکالمو په برخه کې يې په لومړۍ ټولګه کې لرلې په دې ټولګه کې هم تکرار شوي دي . غټه وجه يې داده چې اوله ټولګه يې دکره کتونکو له خوا نه ده ارزول شوې او که ارزول شوې وای ، کيدای شي په دې ټولګه کې يې دا تيروتنې نه وای تکرار شوې ..
دلته زما مقصد د ( تصويرونو او تقديرونو ) د کيسې هر اړخيزه کره کنتنه نه ده چې په پيل ، پلاټ ، غوټه ، کشمکش ، پيغام ، کرکټر او يا يې په پای وغږيږم ، بلکې يوازې غواړم د يوې بيلګې په توګه د هغو څو تصويري جملو يادونه وکړم چې زما له نظره سمې نه دي کارول شوي او کيسې ته د ښکلا په ځای بدرنګي ورکوي ، اميد دی دغه څو بيلګې به د ليکوال سره مرسته وکړي چې په راتلونکې کې د خپلو کيسو مکالمو اوتصويري جملو ته پوره ځير شي
د تصويرونو او تقديرونو په کيسه (د کتاب ٩٢ مخ ) کې راغلي دي :
 ......لومړی يې د شونډو په رودلو او بيا يې په ورو د هغې د کميسه تڼی ته ګوتې وروړې ، د شيد ډکو سپينو تيانو په خم کې يې ځان ورواچاوه ......
په پورتنۍ ليکنه کې زما په نظر د ( شيدو ډکوتيانو ) تصوير د مينې او عشق په شيبه کې يو ډير بدرنګ تصوير دی ، ( دشيدود ډک تي ) تصوير بايدد مور او ماشوم داړيکو له پاره وکارول شي ، نه دعشق او مينې په بربنډه جذبه کې .
د همدې کيسې په ( ٩٣ مخ ) کې راغلي :
 ....کله کله به يې په ورو د هغې زلفو ته لاسونه ورتير کړل او د تسپو په څير به يې دانه دانه واړول راواړول او بيا به يې د هغو په چتر کې ځان ورننيست .......
په پورتنې ليکنه کې زلفې د تسپو د دانو په څير اړول راړول زما په نظر سمه تشبه نه ده ځکه د( تسپو نوم ) سړی د تصوف او عرفان په لورې بيايي ، نه د سيکس او بربنډې مينې په لور چې دا دواړه متضادې کلمې دي ، بله دا چې زلفې بايد تار تار واړول شي نه د دتسپو د دانو په څير دانه دانه ...
.په ( ٩٦ مخ ) کې داسې ليکل شوي :
 اصلي حال وايه مه شرميږه ! څه ګلونو ته دې اوبه ورکړي ؟ ....
په پورتنۍ ليکنه کې ( څه ګلونو ته دې اوبه ورکړي ) مکالمې زه يو ښه شيبه په چرت کې واچولم او په دې نه پوهيدم چې له دې تصويري جملې نه به د ليکوال مطلب څه وی ؟ خود يو څه ځنډ وروسته را په زړه شول چې ليکوال د فارسي هغه متل کټ مټ را ژباړلی چې وايي ( باز چي ګله به اب دادي ) په داسې حال کې چې په پښتو کې ورته همداسې مترادف متل شته چې وايي ( خدای خبر چې بيا به يې څه ګلان کرلي وي ) . دلته زما هدف داد ی چې موږ بايد تحت لفظي ژباړې نه په کلکه ډډه وکړو ، په. ځانګړې توګه د متلونو په برخه کې ، ځکه په ځنو مواردو کې دغسې ژباړی هيڅ مفهوم نه ورکوي او لوستونکي دشک او حيرانتيا سره مخامخ کوي.
د بيلګې په توګه :
که موږ د فارسي دا جمله چې وايي (بيا که لب دريا بريم ) په پښتو کې تحت الفظي راو ژباړو نو بايد ووايو (راځه چې د سيند شونډو ته لاړ شو ) او که په خپله ژبه يې ووايو نو بيا به وايو ( راځه چې دسيند غاړې ته لاړ شو ) او که د پښتو د ( سيند غاړه ) فارسي ته تحت الفظي وژباړو نو بايد ووايو ( بيا که ګردن دريا بريم ) له دې مثالونو نه زما مطلب يوازې د ژباړې نا سموالی دی چې بايد په کلکه ورنه ډډه وشي .
په ( ٩٨ مخ ) ليکل شوي :
 که هغه لوي سړی نه وي ولې لوي امر ترې ډاريږي ؟
 ورور دده ليونۍ پوښتنې حيران کړ
په پورتنۍ دويمه مکالمه کې ( ليونۍ ) کلمه زما په نظر بې ځايه ده ځکه په لومړۍ مکالمه کې هيڅ داسې څه نه شته چې ورور يې دهغه دې پوښتنې ته ( ليونۍ پو ښتنه ) ووايي بلکې د متن نه هم دا معلوميږي چې يوه ډيره په ځاي او معقوله پوښتنه ده .
دغسې ورته بيلګې ددې ټولګې په پيلابيلو کيسو کې تر سترګو کيږي خو ما يوازې ديوې کيسې دمکالمو په يادونه اکتفا وکړه ، اميد دی چې ليکوال به دا يوه دوستانه مشوره وګڼي او په پايله کې به لوستونکي او ليکوال دې ته وهڅول شي چې د خپلو ليکنو په وخت کې ډير محطاط او محا فظه کار اوسي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more