د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

كمپيوټري نومونې د پښتو نيولوجېزم يوه اړينه برخه

هميم
04.01.2006

[color=darkred:7ec0ed4452][color=red]كمپيوټري نومونې د پښتو نيولوجېزم يوه اړينه برخه[/color:7ec0ed4452][/color]

[color=yellow:7ec0ed4452]درنو ښاغليو او آغليو![/color:7ec0ed4452]

[color=darkblue:7ec0ed4452] درناوى او سلامونه وړاندې كوم[/color:7ec0ed4452]

د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړى سره چالان راغلى ،تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي،داماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لگياوي.
په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كولتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختگونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو(مفهومونو) لپاره مخكې له مخكې په بشپړ ډول خپل تيار انډول ولري ، بلكې هرې ژبې پر خپل خپل وخت لومړى خپله آره شتمني را خوندي كړي او بيايې په ټاكنو او جوړونو او ورپسى له نورو ژبو څخه په پورونو پوره كړې ده.
په پښتو ژبه كې- چې د لاسوندونوپه ملاتړ د خپلې لرغونوالې جوتې بېلگې لري _ د ويي جوړونې دود ډېر پخوانى دى ، خو يوازې شاعرانو او ليكوالويې د پالنې ژمنه درلوده، چى بايزيد روښان، ستر خوشال، عبدالقادر خان خټك او عبدالحميد مومند يې ځلاند ساری بللاى شو. په نولسمه پېړۍ كې يې د ټولواك امير شېر علي خان (۱۸۶۸- ۱۸۷۹ع) په پېر كې په عسكري او اداري نومونو سره يوه نوې ساه واخېسته او بيايې په اكاډيميك ډول د" پښتو مركې" او" پښتو ټولنې" په منځته راتلو په تېره د پښتو له رسمي كېدو سره په زړه پورې پرمختگ وكړ. پښتو- چې د نړيوال علمي، ساينسي او تخنيكي بهير سره په سيالۍ كې له بده مرغه ډېره ټكنۍ ده او مټه يون كوي- اړه ده چې دغه پر مختيايي بهير ته په يوواريزاو انقلابي توگه ورگډه شي، په تېره دا مهال خو چې د تخنيكپوهنې پرمختيايي بهير او بڼې د كمپيوټر له گرېوانه سرراايستلى اړه ده چې د نويو نومونو([color=yellow:7ec0ed4452][color=olive]Terminology[/color:7ec0ed4452][/color]) په رامنځته كولو سره غزونې وكړي او ځان د هغو ژبو له لړه راوباسي، چې په يوويشتمه پېړۍ كې يې د مړلو يا نشتېدلو اندېښنه ده. دهمدغې اندېښنې د تمبونې لپاره د پښتو كولتوري اونړيوالو علمي كړيو ژمنه كړې ده چې د پښتو كمپيوټري [color=green:7ec0ed4452]وييپانگه [/color:7ec0ed4452]([color=yellow:7ec0ed4452]Vocabulary[/color:7ec0ed4452]) دوييپوهنې (Lexicology) د آرونو(تركيب او اشتقاق) پر بنسټ بشپړه كړي. وييپانگه چې د څلورگونو رغنده توكونو څخه چې ژبپوهانو ټاكلي دي داسې رغول كېږي .
۱-[color=brown:7ec0ed4452] اركاييزمونه[/color:7ec0ed4452] ([color=yellow:7ec0ed4452]Archaisms[/color:7ec0ed4452]) (زړويزونه): په گړدودو كې چېرې نيم نيمژوانده پاتې وييونه، چې يايې گرد سره څرك نه لگي اويا تش په زړو ادبي او تاريخي ليكنو او متنوكې راخوندي شوي وي او يوازې د ليكوالو، شاعرانو او ژورنالستانو لخوا داړتيا له مخې په لږو ډېر جوليز
( شكلي) اومانيز(محتوايي) بدلون كارول كېږي او ورو ورو گړنۍ ژبې ته هم لار مومي ، لكه : نړۍ هېواد، اتل، يون، وياړ،هسك او ...
۲- ديالكتېزمونه ([color=green:7ec0ed4452]Dialectisms[/color:7ec0ed4452])[color=yellow:7ec0ed4452] (گړوېزونه): [/color:7ec0ed4452]چې په بېلابېلو گړدودو (لهجو) كې ورځنۍ كارېدنه (استعمال) لري ، لكه كور، ډوډۍ ، اوبه، پلار، مور، خور، ورور ، او...
۳- [color=brown:7ec0ed4452]نېولوجېزمونه [/color:7ec0ed4452](Neologisms) [color=darkred:7ec0ed4452](نوېزونه): [/color:7ec0ed4452]هغه وييونه، چې د نوې رغاونې له لارې د ژبپوهنې (linguistics) او بيا د وييپوهنې (Lexicology) او داړوندې علمي او تخنيكي څانگې د ماهرانو له خوا خپل لاسې (مصنوعي) جوړېږي، هغه هم د تړنگ (Word) Compound او بېلنگ Derivation او تيارو مخبېلگو(ماډلو) له مخې، لكه: پوهنتون، پوهنځى ، توغندى ، غرنى ، وگړنى ، پانگوال، ځمكوال، لاسليك، سرليك، برخليك، مخكتنه، ټولنپوهنه او ...
سيمانتيزمونه (Symanthisms) يا همجوليزونه: چې په ژبه كې د ټاكليو ماناوو لپاره كارول كېږي ، خو ويي رغوونكيوپكې مانيز بدلون راوستى وي ، هم له نويزونوځنې گڼل كېږي ، لكه : (پند) چې پخوا يوازې (سفر) ته وايه شو ، خو اوسنۍ مانا يې د نصيحت او عبرت ده. يا دريځ چې پخوا (ممبر) ته ويل كېده، خو اوس (موقف، كړنلار، يا پاليسۍ) ته وايي.
پور ژباړه (Loan Translation) د نيولوجېزم يو بل ډول گڼل كېږي او مانايې داده چې يو ويى يا نومونه(term) له يوې ژبې څخه (پوروړې) ژبې ته راوژباړل شي ، لكه پوهنتون چې د دارالعلوم، دارالفنون يا دانشگاه پور ژباړه ده،چې د پښتو د تړښتي(تركيبي) دودله مخې له (پوهنه) او (تون) څخه رغول شوى دى.
۴- [color=green:7ec0ed4452]فارنېزمونه / او اداپتېزمونه[/color:7ec0ed4452] (Foreignisms & Adoptisms) (استعارات): يا پوروييونه د ژبنۍ پانگې څلورمه ډله وييونه دي ، چې له نورو ژبو څخه راپورېږي . داسې چې كه په پوروړې يا پوروونكې ژبه كې په هماغه آره جوله او مانا وكارول شي . (دخيل) بلل كېږي، خوكه لږوډېرو جوليز يا مانيز بدلون پكې راشي ، يا په بله وينا د پوروړې ژبې له فونولوجيكي او رغا- ونيزو(گرامري) او يا هم له مانا پوهيزو آرونو سره اړخ ولگوي ، نو بيا ادا پتيزمونه لكه: پښتو شوي (مفغن) ، پارسي شوي(مفرس) ، هندي شوي (مهند) او عربي شوي (معرب) بلل كېږي.
پور وييونه كه د ډېرو نژدې (گاونډيو) ژبو تر منځه هم وي، بې بدلونه نه پاتېږي، نوله دې كبله يې انډول زياتره "اداپتيزمونه" كارول كېږى ،لكه بينك (بانك) ، شمع، (شمه) ، طمع (تمه) ، مصرع (مسره) ، وقت (وخت) ، قحطى(كاختى) او ...
نړوېزونه ([color=violet:7ec0ed4452][b:7ec0ed4452]Internationalization[/b:7ec0ed4452][/color:7ec0ed4452]) هغو سراسرنړيوالو دودوځانگړو وييونو ته وايي ، چې په ډېره لږه استثناء په ژبه كې له لږ ډېرجوليز بدلون سره كارول كېږي ، لكه : تيليفون ، تيليگراف، راديو، تلويزيون او...
د نويو نومونو ( وضع) او د مخنيوي او مخالفت اغېزي
ژبه كه د گاونډيو ژبو او د مدنيت له نويو نښو سره دراروان ژبغړاند نېز(سېلاب) له اغېزه و نه ژغورل شي او پر ځاى يې په ژبه كې له را ننوتو سره سم خپل وييونه او نومونې نه وي، نو دا اندېښنه بېځايه نه ده، چې دغه نېز د ژبې شنه او ولاړ فصلونه هم لتاړ كړي او د خلكو پر خولو ددې نوي نېز اغېز تلپاتې شي. نو پكار ده ، چې وار له مخه ددغسې اندېښنواواغېزوكابو كولو ته چمتو اوسو. دلته به د پوهاند حبيبي(خداى بښلي) د زړه در زاته غوږ ايښودنه بېځايه نه وي، چې ۳۶ كاله وړاندې يې په دې اړه ښكاره كړ ې وه:
"زموږ وطن ته موټر راغى، له دې شي سره تقريباً سل نوي لغته راغله او د عوامو په خولوكى ولوېده : پترول، هينډل، باډي، كلينر، ټانك، بېلر( سټېرنگ ، ايكسل، بريك، كلچ، ايكسلېټر، ډرايور، بانټ، بمپر، ټايراډ، ريډييټر، بېټري، گېر، لايټ...) او داسې نور كلمات رواج شوه. ورځ په ورځ نوي نوي اختراعات او د مدنيت شيان زموږ كره راځي او له هر يو سره نوي نومونه هم راشېوه كېږي. په پاى كې به زموږ ژبه لكه د هند اردو يوه داسې مركبه ژبه شي، چى دايشيا لغات لا څه كوې ، د اروپا كلمې به هم په گډې وي، نو ژبې ته چې دا خطر متوجه دى او هره ورځ هم مهلك او قوي كېږي. ښايي چې پښتانه دا خطر له خپلې ژبې څخه لرې كي او پرې نږدي ، چې پردي كلمات له هرې خوا زموږ سپېڅلې ژبه را كرغېړنه كي ، اوس لا د وخت سر دى، علمي ټولنې خو هم دغه كارونه لري، ښايي چې دا ادبي او علمي خطر له ژبې څخه رفع كي ، كه نه وي بيايې جلوگیري هم گرانه ده او دا مسؤوليت به د اوسني نسل پر غاړه پاته شي او زموږ راتلونكي پښتانه او زامن به زموږ له دې بې پروايۍ څخه زيانمن وي.
(نو) كه موږ خپله ژبه سموو او د نورو ژبو له اغېزوڅخه يې ساتو ، ښايي چې علمي اصطلاحات او نومونه او د عصري لوازمو او اختراعاتو اسماء په پښتو ولرو ، يو (به) ژبه د پردو له اختلاطه وژغورو ا و بل (به) مو په ښوونه او زده كړه كې اساني وي."
وږمه: ۱۳۴۸/ ۵،۶ ګڼه

د نيولوجېزم نړيوالې هڅې:

د نړيوالې ټولنې په كلتوري او ژبني تاريخ كې به داسې ټولنې ډېرې كمې وي ، چې په خپل بشپړتيايي او پرمختيايي بهير كې به يې برخه نه وي اخېستې، له جرمنيانو واخله تر يونانيانو، تركو، عربو، روسانو، هنديانو او ...پورې ټولو په دې لړ كې د خپلې اړتيا له مخې برخه درلودلې ده.
په اروپا كې جرمنيانو له اوولسمې پېړۍ څخه په دې كار پيل وكړ، د نوې (رغاونې) ټولنې او علمي انجمنونه يې ورته جوړ كړه. دوى د خپلې ژبې پر قوت او سوچه والي وياړي.
يونانيانو په وروستيو كې له خپلې ژبې څخه توركي الفاظ وايستل او توركو د خپلو مشرانو په ښوونه خپله ژبه له دې پلوه ښه وروزله اوخپل وست (متاع) يې سره راټول كړ.
عربو چې په عباسي دوره كې په عربي ژبه علوم او د يونان فلسفه ترجمه كوله، جوخت يې ورسره عربي اصطلاحات او ځينې وييونه د عربي ژبې په سانچه كې اچول. د مصر او دمشق" [color=green:7ec0ed4452]المجمع اللغوى[/color:7ec0ed4452]" هم د اصطلاحاتو د فرهنگو كار روان ساتلى دى. ايرانيانو د نوې پارسي د مور په توگه له منځنۍ پارسۍ يا پهلوى ژبې بي كچه اركاريېزمونه راتاند كړي او د پرديو كلمو پر ځاى يې خپروي او دودوي. ج   رايد او علمي ټولنې او مؤسسې خپلې را تاندونې اركاييزمونه او نوې نومونې چې مركزي علمي ټولنې يې جوړوي ، تر استعمال لاندې نيسى.
هماغه اخځ
روسيې له سوونو او پخواني شوروي اتحاد له كلونو راهيسې د زړوېزونو او نوېزونو په رامځته كولو د يوې كره ليكنۍ ژبې مخې ته پراته خنډونه له مخې لرې كړي دي.
سانسكريت د(سم كړ شوې) ، ژبې په توگه ځكه منل شوې ، چې پاڼيڼې نومي ژبپوه درې زره كاله پخوا د زړې هندۍ له بېلابېلو گړدودو څخه د يوې كره ديني او علمي ژبې په توگه را چاڼلې وه.
نورې لرغونۍ هندو اروپايي او بيا ارياني ژبې لكه يوناني ، لاتيني، سلاوي، جرماني /گرماني/ اوېستا ، زړې پارسۍ او د پښتو نيا "ساکي" د خپل خپل وخت ديني او فرهنګي ژبې وې. همداسې هم د ختيځ نورو دوديالو ژبو لكه چيني او ... د زړو مخنيوبڼو د پرله پورې وارثانو په توگه خپل كره ليكنى بشپړتيايي بهير هماغسې پرله پورې خوندي ساتلى دى .
لیکلار
په اوسني هندوستان كې هم ځينې علمي ډلې شته ، چې پخپله ژبه كى علمي اصطلاحات وضع كوې ، د حيدرآباد د كن جامعهْ عثمانيه دا كار په ډېر زيار سره كوي. د اردو د لوړتيا انجمن او نورې علمي ټولنې په گډه د خپلې ژبې علمي اصطلاحات غوره كوي.
وږمه ۱۳۴۸ل /۶،۵ ګڼه
د پاكستان په پلازمېنه (اسلام آباد) كې د اردو ژبې د نويو نومونو (Terminology) لپاره د قومي "مقتدره زبان " په نامه يوه مؤسسه په دې كار لگيا ده، چې تر اوسه يې څو ټوكه بېلابېلې څانگيزې (مسلكي) وييپانگې جوړې كړې او خپرې كړې دي.
اوسنۍ نړيوالې هڅې:
ختېزه نړۍ:
• په جاپان كې (Asahi) نومې ورځپاڼې په تېرو لسو كلونو كې د نوې جاپاني ژبې پور وييونوته يوه ځانګړې پاڼه بېله كړې وه .
عربي نړۍ:
• ( وېي رغاونه او په ژبه كې درسنيو نقش) د صايغ فايز ليكنه ، سوريه ـ دمشق ـ فرهنگ مجله ۱۹۹۲م .
• ( عربي كول او ژبنۍ پلان جوړونه ) په سعودي عربستان كې دمصطلحاتو عربي كولو عملي زده كړه ، د سعد بن هادي القحطاني ليكنه ـ لومړى چاپ ـ بيروت ـ مركز الدراسات الوحدة العربية .
• (په عراق كې د عربي كولو بهير) د احمد مطلوب ليكنه ـ بغداد ـ د روزنې،فرهنگ او عربي علومو ټولنه.
• (په عربي نړۍ كې وېي رغاونه) د نور قاسم عثمان ليكنه ، لومړى چاپ ۱۹۸۸م ، خرطوم پوهنتون .
الجزاير
په الجزاير كې ژبنی نظام يو پېچلي نظام دى ، ترفرانسوي ښكېلاك وړاندې په۱۸۳۰م. كې بېلابېلې ځايي لهجې وې، چې په هغو كې عربي ، بربري ، شفوي او فرانسوي ګډې وې ، ترهغې وروسته حكومت غوښتل چې هر څه په عربي ژبه دود كړي، خو له وسه يې پوره نه شوه او ورو ورو يې هر څه په عربي پيل كړل .
د (Full April) په نامه توكبنسټ د ۱۹۸۹ له جنوري څخه د ۲۰۰۳ ترديسمبر پورې ټولې هغه مياشتنۍ رانغاړي، چې په هغوكې نوي ويى جوړ شوي دي، د اپرېل توكي نه يواځې په سوداګريز ډول،بلكې په ځاني توګه هم ستاسي لپاره شته .
وگورئ (www.udues.uce.ak) .

لوېديزه نړۍ:
اروپايي نړۍته دنویونومونوپه بهیرکې له عربي نړۍ څخه كمه نه ده ، بلكې د وېي رغاونې په بهير كې اوږه پر اوږه ورسره روان دي ، دبېلګې په توګه يې لاندې ساري راوړلاى شو:

• Loura Macbecd په ۱۹۹۷ـ ۹۶ كې په ادب، هنر، اونورو برخوكې دوېي رغاونې په اړه ليكنه كړې او همدارنګه Stev Lange په ۹۹ـ ۱۹۹۸م كې اوهم Keven Macleod Neologism ca ترسرليك لاندې په ۱۹۹۸م كې يوه ليكنه كړې ده .
د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ www.incompetech
د ورځپاڼو متنونو كې نوې ويي رغاونه
په انګليسي كې له ۱۹۹۴م څخه تر ۲۰۰۳ پورې د نويووييولړۍ لپاره وگورئ :(www.rdues.uce.ac.uk.neologism.shtml).
موږد انګليسي ژبې د ښوونكو لپاره ډېر سودمند گڼ شمېر نوي ويى جوړ كړي او دا كار مو د يوې ډلې په مشوره وكړ ،چې له موږڅخه يې بيابياد نوې ويي رغاونې غوښتنې وكړې ، هوكې ! په ورځپاڼواو نورو هغو لنډ مهالنیو متنونوكې هره ورځ نوې خبرتياوې راځي ، خوښوونكي ددې توان نه لري ،چې هره ورځپاڼه تر لاسه كړي او نوى څيز ومومي .
• (په امريكا كې د برېښليك او نننۍ وېي رغاونې يوڅوبېلګې) تر سرليك لاندې ډېر څه ليكل شوي دي.
( دچټك شوي فرهنګ لپاره كيسې ) چې له Mcjob Doughas اخيستى او Cygerspadce لهWilliam Gibson (Neuromance) څخه اخيستى،د Lwis carrol شاعرJabbrswocky ته په شعر كې د وېي رغاونې پاچاويل شوى دى، ځكه چې ده پخپل شعركې په لسگونو نوي وېي جوړ كړي او په اوسنۍ انګرېزۍ كې د Thomas Browne ۱۶۸۲ـ ۱۶۰۵ ليكنې د هېرولو وړځكه نه دي، چې د يوشمېر نويو ویيونو سر چينه ګرځېدلي دي .
نو پر دې اساس پرونۍ ويي رغاونې لكه پرونۍ خبرې داسې دي،چې نننۍ اړينې ویي ټولګې بلل كېږي .

پوهان اونوې نومونې
ګوستاولوبون
هرملت تل خپله ژبه اړوي، ځکه چې (ژبه) دملتونوله معنوي لوړتیاووسره سمه پرمخ ځي، نوهرڅویې چې دیوملت افکار اوخیالات لوړشی، ژبه یی هم لوړېږي.
وږمه ،۵-۶م۳۴۸ګڼه /۲مخ

پروېزخانلری:
هرپرمختلونکی ناچاردی،چې دعلمي اوټولنیزوپرمختیاووپه رڼاکې دخپلووییونوزېرمه شتمنه کړي اوداکارپه هرحال کېدونکی دی، یادپردیواواوپره وییونودپورونې له لارې اویادنویووییونودټاکنې لارې .
...نوپر هرنوي ویي ناډاډمني اوپرې بړوسېدل نه دي پکار،اوناوړه بدعت ګڼل یې نه دی پکار.هوښیارانسان په ذهن کې دهرې نوې ... مانالپاره اړدی،چې نوی ویی اوټکی ولټوي اوپه داسې بڼه یې وښیي،چې دده داندېښنې اوسوچ څرګندوونکی وي.
هفتاد سخن- فرهنګ واجتماع
۱۳۴۸- دویم ټوک. ۳۷۸-۳۷۷مخونه
پوهاند حبیبي:
...کله چې انسان له لومړی حاله مدني ژوندانه ته رسېدلی دی، نوژبوهم دده له اجتماعي اوعقلاني ارتقأسره سمون کړی او پرمخ ورسره تللي دي.
...په ابتدایي انسانانوکې ژبې پخپل لومړی شکل کې وي، خودهغوداجتماعي پېشرفت اغېزې وې ،چې ژبې هم له لومړني حاله ورو ورودبشپړتابه په خوارهي سوې اودتکامل ترناموس لاندې یې وده اوسمېدنه ومنله.
پښتونوی مصدر/و مخ

استادالفت:
" دنوی "او"زاړه" اصطلاحات قراردادی اونسبي مفهومونه دی،جهان دومره ژرژرتحول کوي چې موږته د"نوي" او"زوړ" ویلومجال نه پاتې کېږي. دیونان مشهورفلسفي هراکلید ویلي دي چې "یوسړی دوه واره یوه سیندته نشي ورغورځېدلای".
ددې خبرې ماناداده چې په دوهم ځل کې به هم انسان اوهم سیندتحول کړی وي.
دسترګوپه رپ کې هرڅه بدلېږي اونوي کېږي. څوچې موږدنوي کلمې ویلوته خوله جوړوو. هغه"نوی" زوړشوی وي.
ژبه هم لکه نورموجودات دتغییراوتحول دقانون تابع ده،دنن ورځې مترقي ژبې هم ډېرې نیمګړې وې،چې محدودلغات او اصوات یې لرل،د ترکیب او تالیف په لحاظ ډېره ساده ګې پکې وه او لغات به دمفرداتوپه شان استعمالېده، په لومړۍ مرحله کې دمحسوسوشیانونومونه پیداشوه، بیاورو ورو دنورومفاهیمواومعنوي امورودپاره استعمال شوه، اوځینوالفاظوله اسمي معنا نه فعلي معنا ته انتقال وکړلکه له ( غوږ) نه (نغوږل) جوړشواوله (کسي) نه ( کسل) . همدارنګه ځینې اصوات په افعالوبدل شول، یعنې له (ډز) نه (ډزول) اوله (ټک) نه (ټکول‎) پیداشول.
دژبې له تدریجي تکامل اوترقۍنه په ژبه کې ګرامري قوانین کشف شول، اومکمله صرف او نحوه راپیداشوه.
لیکوالي املا او انشأ-۶۳مخ
پوهاند رشتین:
نوي لغات دضرورت او اړتیاله مخې دعلمي او ادبي ټولنوله خوا وضع کېږي او په ولس کې خپرېږي.نوې لغات دعلمي ټولنوله خوادګرامري اصولوسره سم جوړېږي اوخپرېږي .
پښتوګرامر، ۴۰۹،مخ
استادروهي:
...ژبپوهان زیارباسي،چې په ژبه کې نوي لغتونه اواصطلاحګانې وضع کړي اوتروسه وسه ژبه بوبه اونګه (نږه) وساتي.ددوی هڅواو زیارونوهم ژبې ته نوی رنګ ورکړی دی. داسې ښکاري چې یوه نوې پښتودتکوین په حال کې ده.
له تحول څخه وېره نه ده پکار،ځکه چې تحول دطبیعت قاموس اوهرومروراتلونکی دی. لېکن... دادژبپوهانوصلاحیت دی،چې یوخوږ،روان، عافم فهم اوښکلی سبک رایج کړي. داسې چې نوریې په شعوري توګه تعقیب کړي. دابه لاښه وي،چې ژبپوهاند د ادیب په لباس کې ډګرته راووځي. نن سباهرچېرته په ژورنالستیک سبک سترګې لګېږي ، مګرسترګې نه په خوږېږي.داسې ښکاري،چې په دې ماشیني عصرکې لیکوال دزیات تأمل دپاره فرصت نه شي پیداکولای،لګیا دي دماشین په شانې کارکوي.
لغت پوهنه . ،ح مخونه
د۱۳۶۰د غبرګولي پرپنځلسمه چې (انجمن ادبي) اوبیاوروسته پښتوټولنه جوړه شوه، نوپه مرام (تګلار) کې یې .... دعلمي اصطلاحاتووضع کول اودودول هم ځای شوي وو.
کابل ،۱۳۶۰.ځانګړي ګڼه

رفیع:
ژبې لومړی پلاپه دغه شکل چې اوس دي، منځ ته نه دي راغلي، بلکې په ډېروپېړیوکې بشپړې شوې دي. په هره پېړۍ کې دهغې زمانې خلکودخپلومعلوماتواوحیاتي اړتیاوو اوخپل عقلي اواجتماعي جوړښت سره سم په ژبه کې مواداوکلمات زیات کړي، دادتکامل سیرپه ژبوکې اوس هم جاري دی.
ژبپالنه /۲۷مخ
پايله :

له نړيوال كولتوري بهير سره د يوې سيالېدونې او روانې ژبې په توګه پښتو هم حق لري، چې د خپلو ورځنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د نړيوالو آرونو پر بنسټ ځان ددې جوگه كړي، چې خپله وييپانگه (Vocabulary) را غونډه او علمي او كمپيوټري نړۍ ته وړاندې كړي. سمه ده، چې ستونزې،خنډونه، ځنډونه او تمبونې به په مخكې ډېرې وي، خو ددې لپاره چې دې ټولو ته يو ډاډمن غبرگون ولرو، د ليكنې د ښه پاى (حسن اختتام) په توگه د ارواښاد (علامه) حبيبې دريځ بسنده گڼو چې وايي:

"ښايي ځينې ورونه به وي چې د پښتو د اصطلاحاتو جوړول او وضع كول به خوند ورنه كي او... د پرديو علمي اصطلاحاتو او نومونو په مقابل كې به د پښتو نومونه همغسې فصيح او ادبي او د استعمال وړ ونه گڼي... مگر دا ټول له دې څخه پېښېږي ، چې موږ له خپلې ژبې سره نابلديو،غوږونه مو نه دي ورسره روږد، نو ځكه اوس ښه خوندنه راكوي، خو كه دا اصطلاحات رواج ومومي ، نو هر څوك به دا خپل وست (متاع) خوښ كي."

د علمي نړۍ له بشپړتيايې او پرمختيايې بهير سره د پښتو ژبې د ملتيا په هيله

ډېره مننه
[color=violet:7ec0ed4452][color=blue]د استاد: محمد آصف صميم او هدایت الله همیم په زیار[/color:7ec0ed4452][/color]


د Edit پښتو انډول څه شی دی؟

ويښ ځلمی
08.04.2006

قدرمنو لوستونکو په سلامونو مو لمانځم!

زه غواړم چې د انګليسي ژبې د يوه لغت پښتو انډول په هکله خپل اندونه وړاندې کړم او ستاسو له خوا هم ددغه انډول تبصرو نه ځان خبر کړم چې په پښتو ژبه کې د همدغه لغت کوم انډول د منلو وړ دی.

دا لغت Edit دی

په پښتو کې د Edit لپاره کوم وړ لغت دی؟
همداسې د Editor لپاره کوم وړ لغت دی؟
او د Editing او Edition لپاره کوم لغتونه کارولی شو؟

زما دا وړانديزونه دي
(۱)
مصدري بڼه
Edit= سماد، !! جمع حالت يې سمادونه

فعلي بڼه د بېلابېلو مهالونو له مخې
to Edit= سمادول !! اوسمهال سمادوم !! تېرمهال سماد کړ !! راتلونکی مهال سمادوم به !! بشپړاوسمهال سماد مې کړ!! بشپړ تېرمهال سماد کړی مې وه!! بشپړ راتلونکی مهال سماد به يې کړم!! روان اوسمهال سمادوم يې !! روان تېرمهال سماداوه مې!! روان راتلونکی مهال به يې سمادوم

صفتي بڼه
Editing= سمادېدنه

نوميزه بڼه
Edition= سماد

فاعلي بڼه
Editor= سمادګر

بل وړانديز مې داسې دی
(۲)
Edit= سماو
to Edit= سماوول
Editing= سماوېدنه
Edition= سماو
Editor= سماوګر

بل وړانديز مې داسې دی
(۳)
Edit= سمښت
to Edit= سمښتول
Editing= سمښتېدنه
Edition= سمښت
Editor= سمښتګر

بل وړانديز مې داسې دی
(۴)
Edit= سمون
to Edit= سمول
Editing= سمېدنه
Edition= سمون
Editor= سمونګر

بل وړانديز داسې دی
(۵)
Edit= رغاونه
to Edit= رغاول
Editing= رغاونه
Edition= رغېدن
Editor= رغونګر

پام کې دې وي چې د دغو وييونو د جمع او مفرد حالت، د نوم، فعل، فاعلي او مفعولي حالتونو باندې دې هم غور وشي، او د فعل د زمانو په لحاظ دې هم د وييلو آسانتيا ته پاملرنه وشي.

پدې پورتنيو وړانديز شوو ماناګانو کې کوم يو تاسو ته غوره ښکاري چې په بشپړه توګه د Edit اصلي مانا او کړنې ځان کې رانغاړي؟ مهرباني وکړۍ ټول خپلې رايې او تبصرې څرګندې کړی.



ع کريم حليمي
08.04.2006

محترم ويښ ځلمی صاحب او درنو لوستنکو ښې هيلي 
تر کومه ځايه چه زه پوهېږم ٠ سماد عربي اسم دی (fertilizer )
چه په جمله کښي داسي استعماليږي ٠ که طبيعي او کيميايي سماد سره ګډ شي 
و زراعت ته ( زراعت به د ځمکي څخه ښه تغذيه وکړي )

سماد کيمياوي ، سماد نباتي ،سماد حيواني 
سماد 
سمد
مسمد


ستاسو د ځواب په اړوند

ويښ ځلمی
08.04.2006

قدرمنه حليمي صيب سلامونه!

ستاسو د يادونې نه مننه کوم.
ياده دې وي چې مونږ د پښتو ژبې په هکله خبرې کوو، نو کچېرته دا نوم په عربي کې د کود يا fertilizer مانا لري نو پدې زمونږ هېڅ کوم غرض نشته. خو د پښتو ژبې په يو سيند کې چې د ښاغلي قلندر مومند او فريد صحرايي په زيار ليکل شوی، هلته بيا دا نوم داسې مانا لري
سماد = سمون، عدل

مانا دا چې سماد په پښتو ژبه کې د سمون او عدل په مانا دی، نو ددې پخاطر ما هم ددې وييکې وړانديز کړی دی.
يوه بله خبره دا چې ستاسو په اند بايد کوم يو لغت د Edit، to Edit،Editing، Edition او Editor لپاره وکارېږي؟

سمون پدې خاطر زه غوره نه بولم چې د Setting لپاره هم کارېږي، او د Setting او Editing په کړنو کې يو څه توپير شته.


Re: ستاسو د ځواب په اړوند

کټوازی
01.05.2006

[quote:7ed3feddd2]ياده دې وي چې مونږ د پښتو ژبې په هکله خبرې کوو، نو کچېرته دا نوم په عربي کې د کود يا fertilizer مانا لري نو پدې زمونږ هېڅ کوم غرض نشته. خو د پښتو ژبې په يو سيند کې چې د ښاغلي قلندر مومند او فريد صحرايي په زيار ليکل شوی، هلته بيا دا نوم داسې مانا لري
سماد = سمون، عدل

مانا دا چې سماد په پښتو ژبه کې د سمون او عدل په مانا دی، نو ددې پخاطر ما هم ددې وييکې وړانديز کړی دی.
يوه بله خبره دا چې ستاسو په اند بايد کوم يو لغت د Edit، to Edit،Editing، Edition او Editor لپاره وکارېږي؟

سمون پدې خاطر زه غوره نه بولم چې د Setting لپاره هم کارېږي، او د Setting او Editing په کړنو کې يو څه توپير شته [/quote:7ed3feddd2]

ښاغلی زلمی وروره ،
سلامونه مو ومنئ !
حليمي صيب شايد ستاسې پوښتنې ته د جواب لپاره وخت نۀ وي موندلی ، خو داچې بحث ټولګړی حيثيت لري ،نو تر حليمي صيب پورې دې نۀ وي کرياب شوی ،
تر کومه ځايه چې د ارواښاد قلندر مومند او ښاغلي فريد صحرايي د پښتو پۀ قاموس کې د "سما د"مانا عدل او سمون ليکل شوی ،
نو لومړی به داو وايم چې د ارواښاد قلندر مومند پۀ مشرۍ کې چې سرحد ټيکسټ بورډ کوم قاموس يا وييپانګه د پښتو لغت پۀ نامۀ خپور کړی ، بېخې ډېرې نيمګړتياوې پۀ کې ليدلې کېږي ، او ترټلو لويه نيمګړتيايي داده چې د پښتو پر تله پۀ کې د عربي ، فارسي ، هندي او نورو ژبو لغات زښت ډېر دي ،او دپښتو چې کوم توري پۀ کې ترسترګو کېږي زما او ستا لپاره ځکه ګټه نه لري چې ټول پۀ ټوله د علاقائيت تر سيوري لاندې ليکل شوي ، کره ،سوچه او پاخۀ پښتو توري پۀ کې له يوې مخې له پامه غورځول شوي دي ،او بله داچې زما غوندې دبې سواده شخص لپاره يي ستوزمنه لا دا چې د پښتو او نورو ژبو د لغاتود پېژندنې لپاره چې کومې ځانګړې نښې ورکړل شوې دي ،هغه هم ځای پرځای بېځايه ليکل شوې ، !
نوپرهمدې اساس د ارواښاد قلندر مومند پۀ مشرۍ کې چې سرحد ټيکسټ بورډ کوم قاموس خپور کړی ، پۀ دې بحث کې يي حواله د يوۀ علمي او تحقيقي سند پۀ توګه نۀ شي راوړل کېدای ، البته که تاسود زيار صيب او يا نورو افغاني ليکوالو پۀ قاموس کې د " سماد " د توري ماناد پښتو پۀ چوکاټ کې سمون ثابتولای شئ بيايي نو درسره منلای شو ،
پاته شوه د Edit ,Editor ,Edition لپاره د پښتو موزن توري ،
نو د Edition لپاره خپرونه د Editor لپاره خپروونکی او د Edit لپاره بدلون ،
او دا د Setting لپاره سمون
پۀ دې هيله چې پوښتنه به مو ځواب شوې وي


larghonay1
12.07.2007

د كټوازي صيب خبره ځكه سمه ده چې همدا اوس په افغانستان كې خپرونې، خپروونكى او بدلون د اړوندو ويونو له پاره كارول كېږي او دود دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more