د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

بدعت څۀ ته وايي؟ ډولونه لري؟ او نور پۀ دې موضوع

پښتون ځلمی
05.11.2003

سلامونه محترمو ورونو او خويندو. خداى (ج) دې وکړي چې روغ او جوړ اوسئ او روژې مو پۀ خير تېرېږي.
د کله نه چې ما د بدعت ټکى اورېدلى دى، نو د ډېرو څيزونو نه مې لږ غوندې خوا بده شوې ده. د ساري پۀ توګه، ويل کېږي چې پۀ ګډه د قرآن شريف ختم کول (لکه زموږ خلک يې چې پۀ هره موقع کوي)، تعويذ کول / ګرځول، او داسې نور ټول بدعت دي. نو زما پوښتنې دا دي:
[color=darkblue:c16459bcf7]١. د بدعت تعريف څۀ دى؟ بدعت څۀ ته وايي؟
٢. دا کوم ډولونه لري کۀ نه؟ د "بدعه الحسنه" (ښۀ بدعت) او "بدعه السيئه" (بد بدعت) پۀ نوم بدعتونه شته او کۀ ټول بدعتونه بد دي.
٣. پۀ پورته ياد شوي عملونو (ختم القرآن، تعويذ)، د مړي پسې فاتحه کول (چې پۀ مسجد کې کېږي)، او د تراويح تسبيح کې کوم کوم بدعت دي؟ لنډه يې دا چې هر هغه عمل چې د عبادت پۀ توګه او يا هم د ديني رسم / رواج پۀ توګه کېږي، خو پۀ قرآن او سنت کې نۀ دى ثابت، او اصحاب کرامو او تابعينو (ر.ع) هم نۀ دى کړى، بدعت دى کۀ نۀ دى؟[/color:c16459bcf7]
پۀ درنښت



طالب جان
07.11.2003

محترم مکرم اوعزتمنه وروره پښتون ځلمی صيب : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
يقينا تاسي خورا مهمه پوښتنه كړيده.زه به هڅه وكړم چي داسلامي شريعت په چوكات كي يو مناسب او قانع كونكي ځواب وليكم:
[color=blue:0b28ac8839]دبدعت لغوي څيړنه : [/color:0b28ac8839]د علم لغت اما ابوالفتح ناصر بن عبدالسيد المطرازي الحنفي ليكلي دي :
"البدعة اسم ابتداع الامر اذا ابتده واحدثه كالرفعة اسم من الارتفاع.....ثم غلب على ماهوزيادة في الدين او نقصان منه"
ژباړه: بدعت د ابتداع دكلمي لپاره اسم دي لكه رفعت چي د ارتفاع د كلمي لپاره اسم دي؟او په هر نوي پيدا كړل شوي يي اطلاق كيږي.بيا دبدعت توري په دين كي د زياتوالي يا كموالي لپاره ځانگړي شو.
همداراز علامه محمد بن ابوبكر بن عبدالقادر الرازي ليكلي:" والبدعة الحدث في الدين بعد الاكمال" مختار الصحاح 280 يم مخ
ژباړه: بدعت ددين له تكميل نه ورورسته په هغه كي له ځانه ديوه نوي شي اضافه كول دي.
دبدعت شرعي معنى: حافظ بدرالدين عيني الحنفي دبدعت شرعي معنى داسي ليكلي ده: "البدعة في اصل احداث امر‌ٍ لم يكن في زمن رسول الله صلى الله عليه وسلم" عمدة القاري 1ټوك 365 مخ
ژباړه: بدعت په اصل كي په دين كي دداسي يوه نوي شي پيدا كولوته ويل كيږي چي درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي يي له سره وجود نه درلود.
حافظ ابن حجر عسقلاني د بخاري په شرح كي د بدعة معند داسي ليكي: "والبدعة اصلها ما احدث على غير منال سابق وتطلق في الشرع في مقابل السنة فتكون مذمومة" فتح الباري 4ټوك 219 مخ
ژباړه: بدعت په اصل كي په دين كي هغه نوي رامنځته شوي شي ته ويل كيږي جي په تيره زمانه كي ساري نه وي ليدل شوي او په شريعت كي د بدعت اطلاق دسنتو پر ضد په مقابله باندي كيږي.ځكه نو بدعت مذموم او دكركي وړ دي.
[color=blue:0b28ac8839]بدعتي څوك دي؟ [/color:0b28ac8839]په دي اړه علامه ابن جوزي رحمه الله په خپل كتاب تلبيس ابليس كي په 33 مخ كي داسي ليكي: " اهل سنت هغه څوك دي چي د رسول الله او دخلفاي راشدينو د اثرو اتباع كوي كوم چي د صحابه و تابعينو او له هغوي څخه وروسته په پرله پسي ډول په خلكو كي ديوه ديني اصل په بڼه ژوندي او دود وي .اهل بدعت هغه كسان دي چي د ټولني پرله پسي او متواتره طريقي په ځاي پريږدي او په دين كي داسي نوي نوي شيان رامنځته كړي چي تر دي په پخواني زمانه كي مثال نه وي ليدل شوي.
بدعت په دوه ډوله دي[color=blue:0b28ac8839]. 1: اعتقادي2: عملي[/color:0b28ac8839]
[color=blue:0b28ac8839]1: اعتقادي بدعت: [/color:0b28ac8839]دا هغه ډول بدعت ته ويل كيږي چي يو كس يا ټولنه داسي عقايد او نظريات ولري چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم ، صحابه كرامو .تابعينو او تبع تابعينو د طريقي خلاف وي .دا بيا په خپل مقام كي په ډيرو ډولونو ويشل شوي چي ځيني يي صريح كفر ته رسيږي لكه دقاديانانو عقيده چي له رسول الله نه وروسته يي هم دنبوت دروازه خلاصه پري ايښي ده.او ځيني نور بدعتونه كه څه هم چي كفر خو ورته نه شو ويلاي مگر گمراهي او ضلالت ورته هرو مرو ويلاي شو.
[color=blue:0b28ac8839]2: عملي بدعت: [/color:0b28ac8839]هغه دي چي په عقيده يا نظريه كي خو كوم بدلون نه وي مگر داسي اعمال يي غوره كړي وي چي له سلف صالحينو يعني له پخوانيو علماكرامو او مجتهدو امامانو څخه منقول نه وي.
دلته زه غواړم دا خبره په ډاگه كړم چي ځينو وروڼو بدعت په دوه ډوله حسنه او سيئة باندي ويشلي دي.دا كار په اصل كي په دين كي د يوي نوي فتني د راپورته كولو كوشش دي او دغه ډول ويش د شريعت له رويه هيڅ اصل او اعتبار نه لري.بدعت له يوه مخه بد دي .بدعت اصلا ښه نه لري.
بدعت د لغت په اعتبار سره هر نوي شي ته ويل كيږي مگر په شريعت كي بيا ځانگړي معنى او مفهوم لري.دشريعت له مخي د بدعت معنى داده چي په دين كي له خپل خيټي نه يوداسي امر ورزيات كړل شي چي له قران ،سنت او دسلفو له منقولي طريقي سره په ښكاره ټكر كي وي.او له بده مرغه هغي ته بيا وروسته د استحباب درجه هم وركړل شي.
دبدعت د پورتنيو تعريفونو په لړ كي موږ داسي حكم كوو چي په اسلامي شريعت كي وركړل شوي ازادي هيڅ وخت د منفي شخصي تمايلاتو او يا هم د رواجونو په چوكاټ كي بندول روا ندي.
ديادوني وړ ده چي الله تعالى ځيني شيان مباح او رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني شيان سنت او داچر او ثواب موجب گرځولي دي لاكن ددي شيانو د ادا كولو لپاره شريعت كومه ځانگړي طريقه نده غوره كړي چي كه فلاني دغه كار په دي ډ ول ترسره كړي نو ثواب به يي ډير وي او كه په هغه طريقه ترسره شي نو ثواب به يي كم وي.بلكي حقيقت دا دي چي په هره طريقه چي ترسره شي د ثواب وړ دي.
دساري په ډول مړي ته د اعمالو دثواب دوربښلو مسئله راواخلي.شريعت واي چي د تلاوت ثواب هم ور رسيږي.د ذكر او تسبيحاتو ثواب هم ور رسيږي.دلمانځه ثواب هم ور رسيږي نو اوس كه يو سړي ووايي چي زه د تلاوت ثواب وربښم ددي لپاره چي په دي كي تر هغه بل عبادت ثواب ډير دي نو دا خبره له يوه مخه غلطه ده بلكي مړي ته د ټولو نيكو اعمالو ثواب په برابر ډول وررسيږي.همداراز د قرانكريم د تلاوت لپاره هم شريعت كومه ځانګړي لاره نه ده وضع كړي.كه څوك انفرادي تلاوت كوي او ثواب يي مړي ته بښي او كه اجتماعي ختم كوي او ثواب يي مړي ته وربښي نو په دي كي هيڅ عيب نشته البته په يوه شرط او هغه دا چي داجتماعي تلاوت ثواب دي ترانفرادي ډير نه گڼي او كه يي وگڼل نو پوه شه چي د بدعت ارتكاب يي كړيدي.
پاتي شوه د تعويذونو او د تراويح لمونځ او همداراز په هغو كي د قرانكريم د ختمولو مسئله نو په دي اړه دخداي رسول فرمايي چي عليكم بسني او بسنت خلفائي الهادين المهدين ياني تاسي بايد زما او زما دراشده خلفاوو سنت او اثار پر خپلو ځانونو باندي لازم وگرځوي.هغه خلفاة راشدين چي لاره ښودل شوي دي او لارښونكي دي. نو تراويح او په هغه كي ختم هم دصحابه كرامو او تابعينو په اثرو ثابت دي ځكه يي نو له بدعت سره تړاو وركول ناروا خبره ده.
تعويذ هم په احديثو كي ثابت دي مگر دهغه لپاره شرط دادي چي داسي څه به پكي ليكلي وي چي معني يي د پوهيدني وړ وي. والله اعلم بالصواب


aziz ahmad kashani
08.12.2003

ډير دروند طالب جان وروره سلامونه
په پاکستان کي د برورييان ( [color=blue:d789f0542e]هغه زرغونې لنګوټې ولا[/color:d789f0542e]) په خپلو کتابو کي ډيري اوتي بوتي وائې ـ د اسلام د مقدس دين په نامه ډير شيان داسي بيانوي چه په حديث او قرآن کي ئې هډو بوئ هم نسته ـ ددوئ په اړه ستاسي نظر څه دئ ايا ددوئ طريقه له يوه مخي بدعت نه دئ ؟
او بل د [color=red:d789f0542e](يا) [/color:d789f0542e]کلمه خو صرف الله ج ته راځي چه قادر دئ خو دوئ هر ځائ پر هر ديوال ليکلي وي چه
( [color=yellow:d789f0542e]الصلات السلام عليکم يا رسول الله[/color:d789f0542e] ـ يا ـ [color=cyan:d789f0542e]يا حبيب الله [/color:d789f0542e])
او په لمانځه کي د ننه هم دا نارې وهي نو په دې اړه که اسلامي معلومات راکړي مهرباني به مو وي
...............................ستاسي خواخوږئ عزيزاحمد(کاشاني) د نيويارک څخه


بدعت

اسلام دوست
13.12.2003

ښاغلی کاشاني صيب السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
که څه هم ستاسوپوښتنه ښاغلي طالب جان ته متوجه وه خوداچي طالب جان داڅه موده نه ښکاري نوهمدي له امله به وي چي ستاسو پوښتنه به تريوحده زه ځواب کړم بيا هم که دروندورورطالب جان زما څخه زيات څه لري هيله ده چي زمونږ سره يی شريک کړي
رابه شوستاسو پوښتنې ته هغه داچي زه نه پوهيږم چي دبروريانوڅخه مومطلب کومه ډله ده
که دبوريانو څخه موهغه ډله مرادوي چي په هندکښي اوسيږي اودهندشيعه ګان هم ورته ويل کيږي داډله دپاکستان اوافغانستان شيعه ګانودسره عقايدوپه لحاظ په ډيرلږتوپيرورته والی لري اودهندشيعه ګانوپه نوم شهرت لري ځکه نوبريان زمونږ څخه دعقيدې په لحاظ ډيرلري دي نوله همدي امله دهغوپه هکله دلته بحث کول ضروري نه بريښي
که ستاسودبروريانو څخه مرادبريلويان وي نووروره بريلويان هم دعقايدوپه لحاظ ډيربدعقايدلري دغه ډله دبدعاتيانوپه نوم هم شهرت لري اوپه پاکستان کښي زيات شمير پيروان لري چي ښايی ستاسو به همدغه ډله مراد وي
بريلويان که څه هم سُنيانو کښي شميرل کيږي خودځينوعقايدوله امله شيعه ګانوسره نږدي دي لکه ددزيارتونواو اولياؤکراموپه تيره بيا عبدالقادرجيلاني سره افراطي مينه کول اودهغوی څخه مرسته غوښبتل دبريلويانو مشهور عقايدوڅخه شميرل کيږي نوپدي لحاظ و يلی شو چي بريلويان دصحابه کراموله سپيڅلي طريقې څخه خلاف روان دي طبعاهغوی ته بدخلک ويل کيږي
پاتي شو ستاسو دپوښتنې دوهمه برخه چي د(يا)کلمې په هکله ده اودبريلويانوله خواداولياؤکراموڅخه داستمداد په توګه زياته کاره ول کيږي نو وروره دعربي نحوې قانون له مخي (يا)ته حرف نداويل کيږي يعني يو چاته اوازکول اودهغه توجه راګرځول اومقابل لوری متوجه کول
په عربي کښي د (يا)استعمال دوه ډوله ده يو ته يی مطلوب الاقبال ويل کيږي اودهغه چالپاره استعماليږي چي نزدي وي اودهغه متوجه کول مطلوب وي لکه يا احمد اودوهم ډول ته يی مطلوب الاجابت ويل کيږي اودا يواځي خدای جل جلاله ته دسوال يا دعا کولو لپاره استعماليږي لکه ياالله زما دوعا قبوله کړه چي ددي څخه مرادمطلوب الاجابت دی
نو پدي لحاظ و يلی شوچي دمخلوق لپاره (يا)هغه وخت روا ده چي هغه حاضراونزدي وي اوکه چيري مخلوق نزدي نه وي اودلري ځای څخه هغه ته د(يا) غږکوي نوبيا دوهم صورت متحقق کيږي چي هغه بي له خدای جل جلاله څخه دمخلوق څخه مرسته غوښتلونه دشرک بوی راځي چي په هيڅ صورت سره روا نه دي
بل پلو(يا)دعربي قواعدو له مخي دکوم تکليف اومصيبت په وخت کښي هم استعماليږي اودمخاطب څخه مرسته غوښتل کيږي لکه يااحمداعطی الماء يعني اوبه راکړه : اوس کومک اومرسته غوښتل دوه ډوله دي چي په عربي کښي ورته ماتحت الاسباب اومافوق الاسباب ويل کيږي يعني هغه چي داسبابوپه وسيله ترسره کيږي اود انسان په طاقت سره کيدل يی ممکن وي هغوته ماتحت الاسباب اوکوم کارونه چي دانسان له طاقت څخه بهر وي اودانسان په وسيله دهغوکول امکان ونه لري نوداډول کارونوته مافوق الاسباب ويل کيږي چي داډول مافوق الاسباب کارونوپه هکله مخلوق څحه مرسته غوښتل دشرک حدته رسيږي اومخلوق هيڅ ډول مافوق الاسباب مرسته نه شي کولای په پای کښي ويلی شو چي دبريلويانو له خوا الصلات عليکم يارسوالله ويل نه يواځي داچي بدعت دی بلکي ښايی شرک درجي ته هم وره سيږي لکه چي دوی ډيروخت يارسوالله مددوايی
کاشاني وروره خدای دوکړي چي ستاسو پوښتنې ځواب مي تر يوه حده ويلی وي اودًښاغلي طالب جان ځواب ته به سترګې په لاروو
په درنښت
ستاسو ورور اسلام دوست



طالب جان
31.12.2003

[color=red:fc313ad5b3] دا چي څه تخنيکي ستونزي مي لرلې ځکه مي څه نشواي ليکلاي نو بښنه غواړم اوس انشأ الله په ليري کيدودي دزړه خواله به سره کوو . [/color:fc313ad5b3]
ګرانه محترمه او عزتمنه وروره ((اسلام دوست )) صيب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دټول افغان ښکلي ويب پاڼي ته په خير راشي له ليکني سره دي خپل ملا تړ ښيم له معلوماتووړاندي کولو دي مننه . په راتلونکي کي ستا د همکارۍ په هيله . ليکني دي څارم په نظردي وياړم په دې پاڼه کي ستاسي په څير اسلام اندووروڼو اوخويندوته خورا اړتيا ليدل کيږي خپلو نوروملګروته هم دي ښايسته پاڼي ته دراتلو بلنه ورکړۍ ترڅو د مکرم او عزتمن ورور وطنمل صيب زيار بي ځايه وﻻړ نه شي او داسلام لپاره دچوپړ کولو دا موقع مو خداي مکه له ﻻسه ونوځي . په مينه ورور مو طالب جان



طالب جان
01.01.2004

ګرانه اوعزتمنه وروره (( اسلام دوست )) صيب السلام عليکم ور حمت الله وبرکاته
دټول افغان ښايسته ويب پاڼي ته په راتلو سره ستړي مشي درته وايم . په پورتنۍ مسأله کي زه ستاسي پوره پوره ملاتړ کوم ځما ځواب د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله نا وخته شو ما تيره ورځ هم ځواب درته ليکلی و پيسټ مي هم کړ مګر نن بيا هغه پرونۍ ليکنه نشته خير انشاء الله داستونزي پاي ته په رسيدودي دزړه خواله به سره کوو . دا پاڼه ستاسي په څير اسلام انده وروڼو او خويندو ته اړتيا لري ستاسي ليکني زه څارم په نظر مووياړم په راتلونکي کي مو هم همکاري غواړم خپلونوروملګروته هم دې پاڼي ته دراتلو بلنه ورکړۍ تر څو د محترم او عزتمن ورور(( وطنمل )) صيب زيار هم بي ځايه وﻻړ نه شي اوله مونږ اوتاسي څخه هم داسلام دچوپړلپاره دا په ﻻس راغلي موقع له ﻻسه ونه وځي . په مينه طالب جان



طالب جان
01.01.2004

که تکراروي لري دي کړل شي . مننه


اسلام دوست
03.01.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
زړه ته رانزدي طالب جانه وروره هرکله راشي ،ستاسودوباره راتګ دبختوروي ٠که رښتيادرته ووايم ستاسوځنډددي پاڼې ښکلاتراغيزلاندي راوستي وه ؛اودستړي مشي ځواب کښي دخيرنصيب شه ، دوښمن دغريب شه ٠ داچي زمادليکنوملاتړدکړئ ستاسو له دي اخلاص څخه يوجهان مننه کوم ٠ رښتيا هم ښاغلوشيرزاد؛اووطنمل صيب داسلام چوپړلپاره يوه زرينه موقعه په لاس راکړي اومونږتاسوټول بايد له دي موقعې نه ګټه پورته کړه اوهغه څه موچي په وس پوره وي له نورويی دريغ نه کړو٠
په درونددرناوي
ستاوروراسلام دوست


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more