د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ببرک کارمل وپيژنئ.....

ehsas
21.04.2006

ګرانو ملګرو سلامونه او نېکې چارې،

دټول افغان په ويبپاڼه کې په وار وار پر هيواد باندې د شورويانو د يرغل د وخت دګوډاګي رژيم لاسپوڅي ((انقلابي شورا رئېس او....)) ببرک کارمل په هکله دلته او هلته نيمګړې ليکنې او کله هم د هغه پر اصلي رول د پردې اچولو په موخه تبليغي او بې بڼسټې بيوګرافي ګانې را نقل شوي، خو ځما په اند بايده دي چې د نوموړي په هکله دې تر وسې ريښتيني او عيني مالومات او احوالونه راټول اودلته دې تر دغي بيلګي لاندې دموضوع د لا روښانولو لپاره کيښول شي٠

کارمل او کارمليزم ز مونږ د ګران هيواد داوسنيو کړکيچونو سره پوره تړاو لري، اوسنئ افغان ضده کړئ او د هغو بهرني ملګري خپل سېاستونه او توطئې د کارمل د مکتب له تجاربو څخه په استفاده مخ ته بيائي، او په حقيقت کې د کارمل په وجود کې پيل شوي موخې لاسته راوړل غواړي ٠ له بلې خوا زمونږ راتلونکي نسلونو ته ضرور ده چې خپل د هيواد او بيا هغه اشخاصو په هکله چې د هغه پر برخليک ئې مثبت او يا هم منفي اغېزونه لرلي وي، ځان خبر کړي٠

څه موده د مخه مې يو انډيوال د کارمل په هکله له يوې انګريزي ژبې مقالې څخه يوه اختصار شوې ليکنه را کړه، چې ستاسو د لاخبرتيا او تکميلي نظرياتو لپاره ئې په څو برخو کې پښتوشوې بڼه وړاندې کوم ، خود ژباړې د کيفيت په اړوند مخ تر مخه بخښنه غواړم، ځکه نو ما هم دا په کومه ورځپاڼه کې د چاپ لپاره نده لېږلې او يواځې د لته مې د بحث دفوروم په معرض کې ايښې٠ هېره دې نوي چې لاندې مختصر هم د موضوع ټول اړخونه او زواېا ندي راسپړلي، خو پدې باب ستاسو د لا پشپړؤونکو نظرېاتو، اندونو اود وقايعوبيانولو په تمه خپلې تاودې هېلې او مننې وړاندې کوم٠

خوشاله او بريالي اوسئ
احساس


ببرک کارمل وپيژنئ (1)

ehsas
21.04.2006

ببرک کارمل وپيژنئ.... (1

که څه هم کارمل په يوه شتمنې کشميري الاصله تاجيکه کورنئ کې د کابل ختيځ ته پروت د کمريو په کلي کې زيږيدلی و، خود خپلې مور دمړينې وروسته د محروميتونو او کمښتونود ژوند سره په ګوزاره کولومجبور شو٠
په کال 1951 د نجات دښؤنځي نه تر فراغته وروسته، کارمل د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته شامل شو٠ يو کال وروسته د عبدالرحمن محمودي په ننګه ، چې د 50 کلونو پيژندل شوې انقلاب غوښتونکې څېره وه، د لاريون د جوړولو له امله جيل ته واستول شو٠ د بند په موده کې ړومبئ ده د يو بل سياسي بندي ، مير اکبر خيبر سره وپيژندل چې وروسته بيا ديوه دريم بندي، مير محمد صديق فرهنګ ( د اوسني وزير محمدامين فرهنګ پلار ٠ ژ) له خوا مسکوپلوه کيڼې ايډيالوژئ سره بلد کړای شول٠ له هماغه راهيسې کارمل خپلې ټولې اړيکې له محمودي سره چې پيکنګ (چين) پلوه کيڼ اندۍ و، وشلولې٠
په کال 1955 کې له جيله تر خوشې کېدو وروسته، کارمل خپله زده کړه د کابل په پوهنتون کې له سره ونيوله او په پاۍ کې ئې بيا د پلان وزارت په مربوطاتو کې په دولتي دنده پيل وکړ، پداسې حال کې چې خپلې اړيکې ئې له هغو اشخاصو سره چې د کمونيزم په نظريه کې خورا مالومات لرل نور هم ټينګې کړې( د بيلګي په توګه ميرمحمدصديق فرهنګ او د پوهنتون استاذ علي محمد زهماسره)٠
په 60 کلونو کې به کارمل فرهنګ ته د استاد خطاب کاوه - چا چې کارمل ته بيا شاهي دربار ته د ورتلو لاره هم پرانيستله - پورتنيو اشخاصو د کارمل د نظرياتو په جوړولو او پخولو کې مهم رول ولوباوه (شرق ، خاطرات - ٢٣٤پ٠) ٠

د شورويانو په مټ ځواک ته د کارمل تررسولو وروسته ،فرهنګ دنوموړي له خواد هغه د سلاکار په دنده وګومارل شو او ډاډ ورکړ شو چې شوروي عسکر به د څو مياشتو په ترڅ کې بيرته ستانه ، او هم به ده ته (فرهنګ ته ژ٠) داقتصادي سلاکار په دنده کې حقيقي ځواک په لاس ورکړاۍ شي٠ (هايمن، افغانستان د شوروي تر ولکې لاندې، ١٩٤ پ٠)٠

په کال 1978 کې د اخ ډ ګ له خوا د دولتي ځواک د نيولو نه وروسته، کارمل د انقلابي شورا د رئيس او د صدراعظم د مرستيال پر څوکئ و نومول شو، خو دۍ له حقيقي ځواکه بې برخې پاتې شو٠ لنډه موده پس، نوموړۍ چکوسلواکيې ته د سفير په توګه تنزيلا وليږدول شو او وروسته بيا د خلکيانو د حکومت پر ضد دتوطئې د کولو په تور د خپلو يو شمېر پلويانو سره چې هم سفيران ؤو، د ا خ ډ ګ نه اخراج او د افغان تابعيت نه هم محروم کړاۍ شو٠ دغه کسانو چکوسلواکيا او شوروي اتحاد ته سياسي پناه يووړه، چې وروسته بيا د شورويانو له خوا بيرته افغانستان ته د پوځي ېرغل په ترڅ کې واستول شول، او کارمل ته د انقلابي شورا رئيس، صدراعظم، د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان او د اخ ډګ د عمومي منشي منصبونه ورکړل شول٠

شورويانو ته د کارمل بې څاري وفادارئ ټولو ته مالومه وه، ده خپله هم پرې فخر کاوه او ان به ئې د غيرپرچميانو ترمخ هم نه پټوله چې دۍ غواړي افغانستان دې د شوروي اتحاد شپاړلسم جمهوريت (شوروي اتحاد پنځه لس جمهوريته درلودل ژ٠)
شي ، ځکه د ده په اند دا به د خلکو په ګټه وي !
کارمل ته شوروي پيسې هم ورکولې٠ دغه تور د ثريا بها له خوا چې د پرچميانو ښځينه فعالينو څخه وه، هغه وخت پر ده مخامخ ولګول شو، چې نوموړې د کمونيستي عقيدې څخه د راګرځېدو په تور، د کارمل په شمول د مرکزي کميټې د ځينو غړو له خوا تر ګوندي تحقيقاتو لاندې نيول شوې وه٠ بها کارمل ته رډ ووئېل ګڼي ده (کارمل ژ٠) دې د ګوند په نامه شوروي څخه د مياشتې ٣٥ زره روبله تر لاسه کړي وي ٠

کارمل چې په ځوانئ کې لا په بې بندوبارئ مشهور و، د مور د مړينې وروسته پلارنۍ کور پرېښود اود ترور کره ئې واړول٠ دا هم وئېل کېده چې نوموړي دټولنېزواخلاقي معيارونو پروا نه ساتله٠ د کارمل پلار چې په اردو کې د جنرالئ منصب درلود، ترې بېزاره و، اوظاهرا ئې هغه د کيڼو اندونو د لرلو له امله عاق کړۍ هم و٠ خو د پاخه عمر په دوران کې هم د کارمل د اخلاقي ضعف په هکله خبرې کېدلې٠ نوموړي به خپلو نقادانو ته رډ وئېل (( اين مسايل در بين ما حل است !)) - دغه مسايل زمونږ تر منځ حل دي (سر دې مه پر خوږوه! - ژ٠) ٠

سره له دې چې ځينو ښاري پرچميانو ته د ليبراليزم او ((ازادخيالئ )) نسبت ورکول کېده ، خو د کارمل شخصي کړه وړه د هغه د ډلې ملګرو ته يو جنجال و چې په نتيجه کې ئې د ده او د پرچم د دويم لمبر سړي ، مير اکبر خيبر تر منځ د اختلافاتو واټن نور هم پراخ شو٠ خيبر يو ارې هم د کارمل پر مخ د څپېړې ګوزار کړۍ و، ځکه کارمل هڅېدلۍ و چې د هغوۍ د کوربه ملګري ميرمن دلاسا کړي٠ خيبر ورته ووئېل چې ته شرمېږې نه چې د هيواد مشرتابه تر لاسه کول غواړې خو ځان دغسې ټيټ عمل کې لړې!
پورتنئ پېښې بيا وروسته خپلې ژورې اغېزې پرېښودلې - د ټولنې په کچه د پرچميانو حيثيت ته لوېه صدمه ورسېده، مير اکبرخيبر ته خوان مرګنئ ثابته شوه او خپله کارمل ته ئې هم منفي عواقب درلودل٠

نور بيا....


ببرک کارمل وپيژنئ.... (2)

ehsas
21.04.2006

ببرک کارمل وپيژنئ.... (2)

ښکاره ده چې د نړئ ټول ولسونه خپل د واکمنانو په اړوند د مالوماتو تږي وي، خو دغه موضوع بيا د افغانانو ترمنځ چې حافظې ته د شجرو سپارل په کې يو مهم دود دۍ، د خاص اهميت وړ ده٠ کله چې کارمل و اکمنئ ته ورسول شو نو د هغه هويت د پلټنې موضوع و ګرځېده٠

کارمل په کال 1929 کې د کابل ختيځ ته پروت د کمرېو په کلي زيږېدلی ، هغه د کابل د پوهنتون د حقوقو او سياسي علوموله پوهنځي څخه فارغ شوۍ٠ ګومان کېده چې کارمل دې په خټه تاجک وي (دغه توکم په افغانستان کې وروسته له پښتنو دوېم ډېرکۍ ګڼل کيږي )، ځکه په ژبني او کلتوري لحاظ ئې کورنئ تاجکه وه اوټولنيز تړاوئې دکابل ښاري قشر سره و٠ خو دهغه پلار به داسې نه وئېل او په مهارت سره ئې خپل تاجيکي هويت پټولو٠

په کال 1980 کې کارمل په ډاګه کړه چې ګڼي دۍ په خټه پښتون دۍ٠ ده دغه ادعا پر دې بڼسټ توجېه کوله چې مور ئې د غلځېو د ټبر د ملاخېلو له قامه - کوم چې ؤګړي ئې په ژبني لحاظ پاړسيوانان شوي ؤو - وه٠ خو په افغاني ټولنه کې ېواځې پلارنئ اړيکې د توکم ټاکونکې وي او نه مورنئ ٠ کارمل بايد په ډاګه کړي وای چې
دۍ تاجک دی، خو په دې شرط که دۍ تاجک وای !
پرته له شکه دکارمل دغه اعلان ېو سياسي مانور و، چې د هغه پر بنا ئې د پښتنو
ډېرکي سره د ځان د نښلولو هڅه وکړه، خو همدا خبره ئې د هوېت د مسئلې د لا ګرمېدو سبب هم وګرځېده٠

د کارمل اسلاف له کشميره کابل ته مهاجران شوي ؤو٠ دغه له کشمير څخه ؤ کابل ته
د مهاجرتونو لړئ له ډېر پخوا راهيسې روانې وې، کشمير د افغان دراني امپراطورئ ېوه برخه وه،کومه چې په کال 1818 کې تجزيه شوه٠ د کارمل او د هغه د ورور اصلي نومونه چې هندي مسلمانانو ته ډېر ورته دي، هم دغه نسبيت ته قوت ورکوي٠ د هغه لومړۍ بشپړ نوم سلطان حسېن او د ورورئې (د محمود بريالي) سلطان محمود ؤواو د دوۍ پلار محمد حسېن نومېده٠ دواړو وروڼو خپل نومونه وګرځول ترڅو افغاني بڼه خپله کړای شي٠
په افغانستان کې له پخواهيسې دا معموله وه چې په توکميز لحاظه کمزورو اشخاصو به هڅه کوله دهغو توکمونو هوېت خپل کړي چې په منځ کې ئې اسلاف ميشته او منحل شوي وي٠ نو ځکه دا وئېلای شو چې نه ټول پښتو ژبي پښتانه اونه هم ټول پاړسيوانان دې هرو مروتاجکان وي٠ کارمل د دغه تعامل پر خلاف ؤخوځېد، چې دا ئې هم د کورنئ پر توکمېزې کمزورتېا دلالت کوي او ښئي چې خټه ئې په افغاني ټولنه کې د پام وړ نه وه٠
د روڼ اندو افغانانو په کړېو کې دغه موضوع ډېر هم د کارمل او برېالي ټولنيز موقف ته ګواښؤونکې نه وه، خو دا ګومان چې ګڼي دوۍ دې له هندو اسلافو څخه وي خپل
ا غېز درلود ٠ دا به په تکرار وئېل کېده چې کارمل او د هغه دوه کشري وروڼه د هندوانو څېرې لري٠ بل ټکی هم دهند حکومت سره د کارمل د اړيکو نيږدېوالۍ و چې پورتنئ پوښتنې ته ئې نور هم زور ورکاوه ٠ د ( غوائي - ژ٠) تر کودتا د مخې په کابل کې به د هند سفارت معمولا کارمل خپلو مېلمستېاؤو ته ورباله، خو تره کۍ چې د کارمل په پرتله څه موده په هند کې پاتې شوۍ هم و، دغه مېلمستېاؤو ته نه وربلل کېده٠ کله چې کارمل واکمنئ ته ورسول شو، نو هند د ناپېېلو هېوادونو ېواځينۍ استازۍ و چې د کابل رژيم سره ئې بشپړې ډيپلوماټيکي اړيکې ټينګې کړې٠ د دې مانا دا نه ده چې ګڼي هند به دا کار دشخصي تمايلاتو پر بڼسټ کړی وي، بلکه دغه هېواد خپلې سيمه ايزې ګټې خوندي ساتلې، خو په دغه معادله کې د کارمل شخصي رول ډېر ښکاره و.....
طبيعي ده چې شوروي سلاکارانو به هم کارمل دی ته هڅولی وي چې هند چې په سيمه ايزو چارو کې د هغو انډيوال و خوشاله کړي، خوپرافغانانو د هغو ډول ډمبکو چې دلته په دی باب ؤغږول شول، اغيز منفي و٠
له ېوې خوا د کارمل افراطي کمونيستي شهرت او له بلې خوا په هېواد کې د هندوئيزم نه د هغه کلک ملاتړ (که د نوموړي نور کړه هم په نظر کې هېڅ و نه نيول شي ) کافي ؤو تر څو افغانان دې پر ده بې باوره او شکمن پاتې شي٠

نوربيا....


کارملی
22.04.2006

[quote:affabae859] د هغه لومړۍ بشپړ نوم سلطان حسېن او د ورورئې (د محمود بريالي) سلطان محمود ؤواو د دوۍ پلار محمد حسېن نومېده٠ دواړو وروڼو خپل نومونه وګرځول ترڅو افغاني بڼه خپله کړای شي٠ [/quote:affabae859]
نامهای ساير برادران و خواهر ببرک کارمل:
توريالی
زلمی
ويس کارمل
ملالی

اينها کدام سلطان محمودها و سلطان حسين هااند.
برای رد جعليات شما همين مثال کافی است.


داود فايز
22.04.2006

كارمل كه هر څوك ؤ خو داسي كار يي نه دي كړي چي نن أفغانان سترګي په پورته ونيسي
خو ډير ښه چلند دهغي سره طالبانو وکړ چي دهغي جسد يي امو رود ته ورواچو چي بيرته خپل بادارانو ته ستون شي
إن شاء الله نور ګوډاګيان به داسي كيږي ، له خداية دا غواړم
اول ګوډاګي شاه شجاع او دوهم ببرك كارمل او دريم ...... كوم يوم به ډير خدمت خپل بادار ته كړي وي ؟


omar gul
22.04.2006

[quote="أبو عمر الأفغآ]كارمل كه هر څوك ؤ خو داسي كار يي نه دي كړي چي نن أفغانان سترګي په پورته ونيسي
خو ډير ښه چلند دهغي سره طالبانو وکړ چي دهغي جسد يي امو رود ته ورواچو چي بيرته خپل بادارانو ته ستون شي
إن شاء الله نور ګوډاګيان به داسي كيږي ، له خداية دا غواړم
اول ګوډاګي شاه شجاع او دوهم ببرك كارمل او دريم ...... كوم يوم به ډير خدمت خپل بادار ته كړي وي ؟[/quote]
کارمل خو دير دروند شخصيت وه.تا غوندی خلک په دا حقيقت ته هيچکله پوه کطدای نشی.
طالبان خو الله و تعالی په خپل غضب گرفتار کر او اوس د خپل بادارانو له خوا تپول کيژی.
چاه کن در چاه است.


داود فايز
22.04.2006

کارمل خو دير دروند شخصيت وه.تا غوندی خلک په دا حقيقت ته هيچکله پوه کطدای نشی.
طالبان خو الله و تعالی په خپل غضب گرفتار کر او اوس د خپل بادارانو له خوا تپول کيژی.
چاه کن در چاه است.
يو دروند شخصيت هغه ؤ او يو ته دروند شخصيت ښكاري
وروره كه مسلمان يي
كارمل كوم شخصيت درلودو كه چيرته مونږ كارمل لوي شخصيت وبولو دا زمونږ د خلكو لباره توهين دي
هر چا چي ظلم كړي وي هغي ته بايد بد وويل شي كه طالبان وي او كه بل
خو كوم كارونه چي كارمل او دهغي ملګرو كړي شايد په نړي كي دهغي كم مثال پيدا کړو، د أفغانستان د دي مشكلاتو شرچينه دا كمونستان دي ځكه چي دوي دومره بيعقل او احمقان ؤ چي د مسكو كمونستان هم ورته حيران ؤ.
وروره لمر په دوه ګوتو نه پټيږي
ما فكر كولو چي شايد أفغانستان كي كمونستان اوس په خپلو كړو پښيمان اوسي خو داسي معلوميږي چي دوي اوس هم د خپلو أحمقانو ملاتړ كوي
ته خو ما ته داسي دليل وړاندي كړه چي په هغي كي د كارمل شخصيت ته اعتبار ورکړي
هر ګوډاګي بايد داسي كار ورسره وشي چي دكارمل سره شوي ؤ.


ببرک کارمل وپيژنئ... (3)

ehsas
22.04.2006

ببرک کارمل وپيژنئ... (3)

شورويانو خلقي حکومت په راپرځولو او د هغه پر ځاۍ د پرچميانوپه راوستلو سره ا خ ډ ګ په دؤو نه پخلاکېدونکو ډلو بيا سره بېل کړ٠ د کې جي بي دغه انګېرنه چې ګڼي د امين راپرځول به دغه ګوند ته ېووالی ووروبخښي لا په مسکو کې مسلطه وه، خو د کورنېو چارو وزير او د تره کي د ډلې د مشر په حيث، ګلابزي ( سيد محمد-ژ٠) داسې چلند درلود ګڼي دی دې په دولت کې دننه د يو جلا دولت رئېس وي٠ ده خپل دغه چلندپر دې دليل مخ ته بيوه چې، هم دی او هم کارمل، دواړوخپل منصبونه مستقيما له مسکو څخه تر لاسه کړي ؤو نو ځکه ځان ئې د کارمل جوګه باله٠

کارمل ان پرته له يوې تشريفاتي غونډې چې د هغه واکمنئ ته به ئې مازې يوتش په نامه د اعتبار صبغه ورکړې وای د دولت د مشر په څوکئ کښينول شو٠
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دود له مخې د دولت رئېس دې ته اړ وي چې يا خو مستقيما د يوه قانون جوړونکي بنياد له خوا او يا هم د هغه د استازېو له خوا د دوديزو جرګو له ليارې يو نه يو ډول قانوني صبغه تر لاسه کړي٠
د غه طرزالعمل خصوصا د ېوې واکمنې کورنئ د بدلېدو پر مهال ضروري وي٠
که څه هم د کارمل په خاص حالت کې د دغسې ېوې قانوني صبغې تر لاسه کول له سره ناشونې وه ، خوان د ېوې تش په نامه لوېه جرګې راغوښتلو هڅه هم ونشوه تر څو ده ته دې د دولت د رئېس د مقام دنده په رسمي توګه ور په غاړه کړې وای٠
يوازې د حکومتي ډله ايزو رسنېو له لارې داسې راپورونه تېريدل ګڼي د خلکو د مختلفو اقشاروله نامه دې (( خپل د لارښود )) په ملاتړ لاريونونه تر سره شوي وي! پرته له څو پيغامونو چې دولتي او ګوندي چارواکو له خوا استول شوي ؤو، اکثره ئې درواغ او تبليغي ابداعګانې وې٠ حتا د هغې ګوندي ناستې جريان چې ګڼي کارمل دې په کې د ګوند منشي او د انقلابي شورا رئيس ټاکل شوی وي هم د ټلويزېون له څپو خپور نشو او ېوازې ئې د رسمي خبر په تيرولو اکتفا وشوه چې هغه کې د کارمل ((انتخاب)) د راېو په اتفاق اعلان شو......

خپلې واکمنئ ته د مشروعيت رنګ ورکولو په غرض کارمل په کيسو او افسانو جوړلو هم لاس پورې کړ٠
دهغو څخه ديوې له مخې، دی (کارمل) افغانستان ته ګواکې له ((انقلابي لارو)) بېرته راستون شوی و، او دګوند د ريښتينېو غړوپه مر سته ئې د امين د حکومت د راپرځولو په نيت داخلي مقاومت ته سازمان ورکړاو د هغه مشرتابه ئې کوله !
پد ې ډول کارمل خپل هغه دؤو پټو الوتنو ته اشاره کوله کوم چې دشورويانو په پوځي الوتکو کې ئې دبګرام هوائي بېز ته کړې وې٠ شورويانو لومړۍ ځل کارمل د کال 1979 د ډسمبر په 13 مې نېټې بګرام ته راووست٠ دا هغه مهال و چې روسانو د امين د مخالفينو له خوا د ېوې کودتا په ترڅ کې د هغه د ځپلو تمه درلوده، خو کله چې دامين د وژلو په موخه هغه عمليات ناکامه شول ،ببرک (کارمل) په ډېره بيړه بيرته شوروي ته وروبيول شو ٠ (لياخوفسکي....)

دوهم ځل بيا شورويانو کارمل خپل د يرغل څخه وروسته افغانستان ته راؤوست ، او پدې ترتيب په افغاني چارو کې د شورويانونېغه لاسوهنه، د هيواد ښکيلاک او په خپله بيا د شورويانو د پاليسئ وسيله ګرځېدل کارمل ته ((انقلاب)) ؤو، خو دغه توجيهاتوهم ونشو کړای چې د هغه واکمنئ ته دې د مشروعيت جامې ورواغوندي٠

کارمل خپل ټول عمرکې ېوازې يووار د ګڼ شمير افغان او بهرني ژورناليستانو په ګډون مطبوعاتي کنفرانس ته حاضر شو ٠ هغه له واره نوموړي ژورناليستان دسړې جګړې د اصولو په دود پر دؤو بلاکونو وويشل؛ د (( لويديځ امپرياليستي بلاک)) ژورناليستان او د (( سوسياليستي کيمپ هيوادونو)) ژورناليستان٠ د ده وينا د BBC ېوه خبريال ته دا جوته کړه چې کارمل په پخواني عصر کې ژوندکوي، د دې پر ځاۍ چې د خبريال له خوا طرح شوې پوښته ځواب کړي هغه د مخامختيا او ترينګلتيا لاره غوره کړه او نوموړي ته ئې د لکچر ورکولو په بڼه ووئېل : (( مونږ او تاسو سره تاريخي اشنايان يو، ځکه زمونږ پلرونو ستاسو پلرونو ته په افغانستان کې د جګړو په ميدان ماتې ورکړي ))٠ د خلکو انتظاردا و ، چې کارمل دوه وارې دشورا وکيل پاتې شوی او اوس چې تر کال زياته موده ئې په بهر کې هم تېره کړې نو د يوه پاخه سياستوال چلند به ولري، خو هغه ته خپل د ځان نمايش او ښودنې ډېر ارزښت درلود٠
د يوه ماهر ممثل په شان د ليکل شوېو بيانېو ډېکلمه کول يو څه او دهغو سوالونو فی البديهه ځوابول چې د مليونونو انسانانو د ژوندسره ئې تړاو د رلودهغه څه ؤو چې د ده له توانه نه ؤو پوره ٠ وروسته له دغې مرکې نه د کارمل په هکله دا اخيستنه پراخه شوه چې دی نه يوازې يو بې ارادې لاسپوڅی دۍ، بلکه د يوه سياستوال د لازمو خصايلو او مهارتونو نه بې برخې هم دۍ٠
يو افغان ليکوال د کارمل په اړوند د افغانانوځينې اخيستنې پدې ډول را غونډې کړي : (( د سرې اردو تر څنګ د هغه شتون دومره کوچنی دی چې حتا هيڅ د پام وړ هم ندی، خلک د هغه په هکله هيڅ سوچ هم نکوي بلکه د دغه عمل (يرغل) اوږدمهالو اغيزو ته انديښمن دي٠ د کارمل شوروي ملاتړو هغه ديوه شخص او هم د ېوه واکمن په حيث کوچنی کړی٠ ))

پدې توګه د کال 1979 د وروستېو ورځوراهيسې د ا خ ډ ګ واک په افغانستان کې پاۍ ته ورسېد او پر ځاۍ ئې د شوروي کمونيست ګوند واکمنئ له هغې شيبي راهيسې پيل شوه چې کارمل کابل ته راوستل شو٠
کارمل نور خپل د ځان واک هم نه درلود، د هغه شوروي اشپزان، ښځينه او نارينه پيش خذمتان ، د هغه د تور تشريفاتي ګاډي شوروی ډريور او د هغه شوروي سلاکارانو دی په ورځ کې٢٤ ساعته تر څارنې لاندې نيولی وه٠ د هغه په دفتر کې به د پردې تر شا شوروی مشاور سره له ترجمانه ناست ؤو، د هغه خبرې اترې ټول ثبت کېدل ٠ شوروي عسکرو به د هغه د استوګنې پر ماڼئ پهرې او ګزمې لګولې٠ افغان ګارد به هم تر ې چاپېر ؤو، خو دهغو په وسلو کې به مردکي نه ؤو٠ هغه دپخوا وختو کارمل چې هرې خواته به ازاده ګرځېد، اوس په يوې مرغلرې بدل شوی و٠ شورويانو له ده سره له دومره مهربانئ نه کار اخيست، چې کارمل نور خپلې کورنئ سره هم ليدو کاتوته اړتېا نه درلوده، لږ تر لږه د هغو د حضور پرته ٠ د کارمل ماندينه محبوبه،به ډير وخت په شوروي کې پاتې وه٠ ده نور خپلې ملګرې اناهيتا راتبزاد ته هم هغه اړتېا نه درلوده، ځکه اوس ځوانو روسي نجونو ده او دسياسي بيرو ځينو ټاکلېو غړو ته خصوصي محفلونه جوړول....
خو له دغه هر څه سره سره کارمل دې ته اړ ايستل شوی و چې د يوه بندي حاکم ژوند مخ ته بوزي٠ دغه حالت د هغه د خپلوخبرونه چې خپل يوه دوست ته ئې کړې وې ښه په وضاحت جوتيدای شي٠ کارمل خپل يو پخواني کيڼ انده شخصي دوست اصف اهنګ ته چې نوموړي تر خورا سختو امنيتي تدابيرو لاندې ځان ته د ليدو کاتو لپاره ور بللی و داسې ووئېل : (( زه پر شوروي ملګرو دومره ګران يم چې ځما دشخصي امنيت په چارو کې حتا ځما خپل امرونه هم نه مني !))٠ د کارمل بل دوست ضيا مجيد هغه سره د ليدو وروسته داسې زياته کړه : د دغه (( بېوزلي سلطان لاسونه، پښې او ژبه ، ټول تړلي دي، دی خپل له دوستانو سره هم ( بې له اجازې) د روغبړ حق نلري ))....

د کرملين لارښؤونې به د رژيم د مربوطو اداراتو مشرانو ته د يوه غير مرئي اورګان يا شورا له خوا رسول کېدل٠ د دغې شورا غړي د شوروي سفير، د کې جي بي ځائي مشر او د څلوېښتمې اردو قوماندان ؤو، چې مشري ئې په افغانستان کې د شوروي قوتونو سرقوماندان مارشال سرګې سوکولوف کوله٠
دصحنې تر شا د حقيقي واکمن په حيث به سوکولوف ګوندي او دولتي چارواکو ته هدايتونه ليږدول ٠ هغه به کارمل خپل دفتر کې حضور ته مانه٠

نور بيا .....


ببرک کارمل وپيژنئ... (4)

ehsas
23.04.2006

ببرک کارمل وپيژنئ... (4)

شورويانوپه ټولو پوځي او ملکي څانګو کې چې مؤظف ؤو، نه دا چې يواځې د سلاکارانو بلکه د بالفعله اداره چيانو دندې هم اجرا کولې٠ د رژيم بيروکراټانو له پکار ؤوچې عادي او ورځني اوامر هم د شورويانو له تائيده تير او دهغو غبرګوني امضاوې دې په اسنادو کې تر لاسه کړي٠ په حقيقت کې (( هيڅ ېو وزيرهم نشو کولای چې يوه عادي پرېکړه دې ، پرته له خپل د سېوري ( سلاکار-ژ) د خوښې نه وکړي٠حتا کارمل اجازه ندرلوده چې پر خپل سر دې پرېکړې وکړي ))٠
د کارمل ځواک او صلاحيت ورور ورو د چارواکو د تقرر او تبدل کچې ته را کښته کړای شول، دغه راز وړانديزونه به هم د شوروي سلاکارانو تر هدايت لاندې د امنيتي اورګانونو او يا هم په سياسي بيرو کې دهغه د ملګرو له خوا وړاندې کېدل٠ کارمل هيڅ کله هم دغه وړانديزونه نه ردول او نه ئې هم ځنډول، بلکې د پاړسي ژبې ديوه متل چې وائي : اتل ژوندۍ خوشاله وي، ( پهلوان زنده خوش است - ژ٠) په څير به هغه خپلو هغو ملګرو ته چې د شورويانو له فشاره په تنګ شوي او ده ته ئې شکايت کاوه وئېل : (( شورويانو د سوسياليزم په پلي کولو کې په اسيا، افريقا، لاتينې امريکا او اروپا کې کافي تجربې تر لاسه کړي ، هغوی په خپلو دندو کې هېڅ کله هم تېر وتنې نه کوي، صبر او حوصېله ولرئ ، دوی دلته راغلي چې افغانستان ته په سيمه کې د يو موډل په څېر پراختيا ورکړي ))....

شوروي بډه خورو سلاکارانو لپاره د دولتي څوکېو او مقامونو ويشل د شخصي ګټو او پانګود لاسته راوړنې يوه مهمه منبع ګرځېدلې وه٠ په هيرات کې يوسلاکار خپلې ماندينې لپاره د سرو زرو د يوه هار په بدل کې د افغان ملت ګوند يو غړی چې په مرګ محکوم و،له بنده خوشې کړ٠ د يو شمير پرچمي افسرانو پهکله وئېل کېدل ګڼي د لوړو مقامونو د لاسته راوړلو په موخه د ې خپلو شوروي ملګروته ښځينه مصاحبانې وروستې وي، همدا راز يو شوروی سلاکار چې غوښتل ئې په خپله دنده کې نور هم پاتې شي، خپله ماندينه د يوه افغان جګپوړي چارواکي د ملاتړ ترلاسه کولو پخاطر هغه ته ورلېږلې وه٠
په مسلکي لحاظ هم ټول سلاکاران غښتلي نه ؤو٠ هغه مهال چې يو غير ګوندي چارواکی کارمل ته د هغه په وزارت کې د سلاکار د مسلکي پاتې راتلو له امله شکايت يووړ، کارمل ئې خبرو ته پام ؤنکړ او په ګوندي سرټمبه ګئ ئې ورته زياته کړه : (( شوروي سلاکاران په خپل مسلک کې تر ټولو ماهر او پوه دي، او .... افغانستان ته پکار دي چې دهغو له لارښؤونو څخه دې ګټه واخلي )) .....

شوروي سلاکارانو به په روسي او تاجيکي ژبو ګوندي او حکومتي چارواکو ته د رسمي مناسبتونو پر مهال دهغو ويناوې مخ تر مخه ليکلې او بيا به ئې دلوستلو لپاره هغو ته ورسپارلې٠ ګوندي او حکومتي کادرونو به بيا په خپل وار دغه تاجيکي او روسي پاڼې په افغاني پاړسي ( دري ) اړول٠ دولتي اعلاميې او داسې نور به هم د شورويانو تر کلکې څارنې لاندې ترتيبېدل٠
شوروي سلاکارانو حکومتي او ګوندي چارواکو ته - ان د کارمل او دهغه ورور بريالي په شمول - اجازه نه ورکوله چې خپلسرې (له ځانه -ژ) څرګندونې دې وکړي ، په ځانګړي ډول د بهرني سياست په اړوند ٠ کارمل او بريالی دواړه يووار دوه واره د دغسې خپل سري څرګندونو لامله ( د روسانو له خوا - ژ٠)رټل شوي هم ؤو٠
پاتې دې نه وي چې د ټاکل شويو هدايتونو په چوکاټ کې، ګوندي او حکومتي چارواکو خپل د استعدادونو د لا راسپړولو او د خلکو د اذهانو د تسخير په موخه تبليغاتوکې ئې لاسونه خلاص ؤو٠

نور بيا ......


ببرک کارمل وپيژنئ...

ehsas
08.05.2006

ببرک کارمل وپيژنئ... (5)

له هغه ځايه چې کارمل پر افغانانو دشوروي لښکرو د ناتار اصلي عنصر بلل کېده، نو چاره ئې پدې کې وموندله چې د ېو ډيموکراټ حکومت دجوړولو ژمنې دې وکړي٠ خو دی په دغسې وعدو ورکولو کې ان دومره مخ ته ولاړ چې نورئې نو پر ځاۍ کول د هغه په وس کې نه ؤو، حتا که ده په رښتېاهم داسې غوښتي وای٠ دغه ډول وعدې او تش لوزونه بل څه نه ؤو خو د لينن تاکتيکي خوځښتونو په څېر << يو ګام وړاندې او دوه شاته >> چلند و٠ کارمل غوندې ېو د بريژنيف لاسپوڅي ته ناشونې وه چې داسې يوه کړنلاره دې خپله کړي کومه چې دهغه د ا ربابانو له خوا دې << بورژوائي >> تشخيص شوي وي !
افغانان د دې شاهدان ؤو چې همدغه کارمل چې د نورو وعدو تر څنګ ئې دخصوصي او شخصي شتمنېو(ملکېتونو) دخوندي ساتلو ژمنه هم کړې وه، څنګه ئې له هغې مخ وګرځاوه او زغرده تېری ئې پرې وکړ٠

نور نو دا ېو څرګند حقيقت و چې کارمل د شوروي اتحاد پوځي ځواکونو له ملاتړه پرته نشو کولای چې په هېواد کې دې واکمني وکړي٠ امين څخه د غچ اخيستلوپه موخه، کارمل ځان د ېوې الې په توګه د خپلو بهرنېو څښتنانو په لاس کې داسې ورکړی و چې خپل دهېوادوالو د خپلواکئ، د هغو دازادئ حيثيت اوترټولو مهمه، دهغو د ژوندانه او مړينې پروا ئې هم و نه ساتله٠
دغه (د افغانستان په تاريخ کې ) تر ټولو مرئئ لاسپوڅئ واکمن ، ځان داسې يوه ترينګلي کړکېچ ته ورښکېل کړ چې دحل لاره ئې دهغه د توان ترپولو ډېره اوښتې وه او پاېله ئې پر مليونونو نارينه ؤو، ښځو او کوچنېانو د بې ساري ربړونو راوستل و.....

هغه څه چې د خلکو د ژوندانه تريخوالئ يو څه را پرېکړ د کال 1980 د جنوري پر 6 مې نېټې د بندېانو خوشې کېدل و٠ پرچمي بندېان، چې شمېر ئې د 600 کسو شاوخوا کې و، د ښکېلاک په لومړېو ساعتونوکې خوشې کړی شول، پاتې 2000 کسان د جنوري پر 6 مه خوشې شول او د 100 تنو شاوخواکې بنديان د دغه اقدام له ګټو بې برخي پاتې شول ٠ پدې بڼه، د ټولو بندېانو شمېر چې د ښکيلاک ترمخه لا په بند کې پاتې ؤو 2700 تنوته رسېده٠ د هغو د خوشې کېدو پر مهال ډېر ډول ډمبکي وغږول شوه، د محبس له بهره په مصنوعي توګه د خلکو ډېرې جوپې د راخوشې شوېو کسانودشميرد ګڼ ښودلو په موخه له هغو سره ېو ځاۍ کړی شول٠ خو دغه ورځ د هغو زرګونو کورنېولپاره ، چې اوس نو د خپلو عزيزانو په ابدي له لاسه ورکولو باوري شوي ؤو، د غم او ژړا ورځ وه٠
امين (حفيظ الله -ژ٠ )، واک ته تر رسېدلو وروسته د اعدام شوېو کسانو ېو لست خپور کړ چې پکې د 12000 بندېانو نومونه راغلي ؤو، خو خلکو لا خپلې هيلې ځکه نه وې خښې کړې چې د بندېانو اصلي شمېر تر دغې لا هم اوچت و، نو ډېرو دا
هيلې په زړونو کې ساتلې چې ګوندې عزيزان به ئې لاژوندي وي ٠ خو هغوۍ مايوسه شول ٠ ( امين دخپلې واکمنئ په سر کې 850 بندېان خوشې کړي ؤو او دا ئې په نظر کې و چې پاتې کسان به هم د جنوري پرلومړئ نېټه چې د ګوند د پينځه لسمې کاليزې سره ئې سمون خوړ خوشې کړي ٠ )...

د کال 1980 په اپرېل کې ېو لنډمهاله اساسي قانون << د افغانستان د ډيموکراټيک جمهوريت اساسي اصولو >> تر نامه لاندې د کارمل رژيم له خوا تصوېب کړی شو ٠ په دغه سند کې چې د امين د واکمنئ په جريان کې طرح شوی او تر کارلاندې و، د اتباعو ځينې ډيموکراټيک حقونه لکه د << د مصئونيت او ژوندانه >> حق، د << بيان د ازادئ >> حق او د << سوله ايزو اجتماعاتو او لاريونونو >> د جوړولوحق د تضمين اعلان شوی و٠ نوموړي قانون کې دغه ارونه چې << هېڅ څوک به مجرم و نه ګڼل شي مګر د قانون د احکامو پر اساس >> ؛ << تورن شخص د محکمې تر حکم نه مخکې بېګناه ګڼل کيږي >> او << جرم يوه انفرادي معامله ده چې د مجرم سېوا، هيڅ چاته به د هغه لامله جزا نه ورکول کيږي >> هم شامل ؤو٠ دغه راز، دا هم اعلان شوه چې " ربړول ( سکنجه کول - ژ٠) او هغه ډول استنطاق او جزا ګانې چې د بشري کرامت پر خلاف وي قانونا جواز نلري " ٠
پورتنی سند له ځاېه متناقض و، که څه هم د کاغذ پر مخ ( لږ تر لږه ترهغو پولو چې د اتباعو حقونه مطرح ؤو ) خورا ېو ډيموکراټيک اساسي قانون و خو په اصل کې د ځواک د ا نحصار ېو سند و، ځکه هغه دولت چې دلته په نظر کې و، ېوازې ئې د رسمي ګوند (ا خ ډ ګ - ژ٠ ) له خوا چلونه او لارښوونه کېدله٠ برسېره پر دې ، هغه دا اخيستنه هم په ډاګه کوله چې د قوانينو تفسير او د هغو پلي کول د اتباعو د حقونو په پرتله د دولت په ګټه تر سره کېدل ، چې پدې توګه د اتباعو هغه تضمين شوي حقونه د تشو خبرو کچې ته را ټيټېدل٠ لنډه دا چې نوموړئ سند درژيم په لاس کې د ولس د ځپلو لپاره يوه قانوني وسيله ورکوله٠ خو د دغه اساسي قانون اثر او کارنتيا هم محدود پاتې شول، ځکه د هغه د تصويب پر مهال ،مجاهدينو د رژيم موجوديت يوازې د ښارونو په محدودو کې را ايسار کړی و٠ ....

نور بيا ......


ببرک کارمل وپيژنئ...

ehsas
09.05.2006

ببرک کارمل وپيژنئ... (6)

د کارمل حکومت له پرچمېانو، خلقېانو ( تره کي ډله ) او درېو داسې اشخاصوڅخه چې په ملي کچه د پام وړ نه ؤو، تشکيل شوی و٠ ېو شمېر پېژندل شوي غېر کمونست افغانان هم په ځينو وزارتخانوکې په دنده ګومارل شوي ؤو، خو د ګوډاګي حکومت دغه خواخوږي چې رژيم سره ئې د همکارئ لړئ پېل کړې وه، پرته له هېڅ واک او ځواکه پر تش په نامه مقامونو ډډه لګولې وه٠ د << ملي جبهې >> حکومت د جوړولو خواته بل ګام په وزارتخانو او اداراتو کې د ګڼ شمېر ټيټ پوړو بېروکراټانوګمارل و، چې په اړوند ئې د رژيم له خوا ډېر تبليغات او ډمامې کېدلې، خو دا ټول عادي ملکي مامورين ؤو نه سېاستوال٠ ښائي د کارمل او دهغه شوروي سلاکارانو اصلي موخه د يوه داسي حکومت نه چې ګڼي د << ملي جبهې >> استازيتوب به کوي، هم کټ مټ دغسې ېو بې جوهره ترکيب و٠

....<< هېڅ ېو مطلق العنانه ر ژيم کومې بلې ډلې سره چې د هغه له نيغ کنټرول څخه دې بهر وي، د حقيقي واک وېشل نشي زغملی... >> ٠
کارمل چې د ګوند په ېو موټي کولو کې پاتې راغلی و، سره له دې چې هغه به ئې د ((واحد دموکراټيک ګوند)) په نامه يادولو، اوس د يوه ريښتيني ملي حکومت په جوړولو کې هم ناکامه شوی و، خو ده او ده ته نيږدې کسانو خپلې واکمنئ ته د (( ثور د پرتمين انقلاب نوي پړاو)) نوم ورکړ٠

کلونه وروسته، کله چې د کارمل ناوړتېا او بېکاره ګئ د حکومتي ځواک دټينګولو په کار کې بيخي پډاګه شول، نو د شوروي د کمونيسټ ګوند د هغه مهال عمومي منشي، ميخائېل ګرباچوف ووئېل : (( داچې تر اوسه پورې ېو ملي ټينګ حکومت ندی جوړ شوی، علت ئې دادی چې ملګری کارمل په کابل کې خپله ناسته يوازې زمونږ په ( پوځي ) مرستو لا هم اوږدول غواړي ))٠ ډګروال نيکولای ايوانوف يو شوروی پوځي ليکوال خو داسې وليکل چې : دی (کارمل ) په اصل کې ېو (( بې اهميته شخص )) - <<nobody>> - دی ٠ دواړه څرګندونې دشوروي اتحاد د بهرني سياست کمزورئ را ښئي٠ دا چې کارمل پدې بريالی نشو چې د (( ملي وفاق )) حکومت دې جوړ کړي او هم دا چې دۍ (( مازې ېو هېڅ څوک )) - nobody - و ، د همدغه غلط سياست پايله وه ٠

د شوروي تر ښکېلاک نه د مخه، کارمل نه دا چې بې اهميته نه و، بلکه هغه نسبتا ېو مهم شخص و، دوه وارې هم د خلکو له خوا پارلمان ته لېږدول شوی و ٠ خو هغه مهال چې په کرملين کې د خپلو ملګرو له خوا د ېوې الې او وسيلې په څېر ترې کار واخيستل شو ، نو بېا دی په ېو (( مازې هيڅ څوک )) بدل شو ! او بېا خو ښکاره ده چې دغه (( بې اهميته شخص )) - nobody - د << ملي وفاق >> حکومت د جوړلو وړتېا هم نه درلوده ! هغه به ان کله دې ته هم اړا ېستل شو چې خپلو شوروي ملګرو ته دې زارئ وکړي : (( تاسو دلته ( افغانستان ته ) راوستئ يم ، نو تاسي مې هم وساتئ ! ))٠
(د شوروېانو د ښکېلاک په پاېله کې د مقاومت داسې ځواکونه را منځ ته شول چې ښائي تر کنټرول لاندې راوستل ئې حتا يو ډېر غښتلي او دقوي فکر خاوند مشر ته هم ناشوني و، کارمل غوندې ګوډاګی خو به لا پر خپل ځاۍ پريږدو٠ )

بر سېره پر دې ،کارمل دولتي چارو په مخ ته بيولو کې هم بې تجربې و، چې په ځانګړې توګه پداسې ېو حالت کې چې ملت ئې پر ضد پاڅېدلی هم و ، د ده لپاره يوه لوېه نيمګړتېا وه٠

ګرباچوف خپلو ملګرو ته د سياسي بېرو په ېوه ناسته کې پر پورتنېو حقايقو داسې اعتراف کوي : (( که مونږ خپل چلندونه بدل نکړو ( د افغانستان څخه وتل )، نو هلته به 20 - 30 کاله نور هم جګړې ته مجبور شو ))٠
د شوروېانو د ېرغل پړه ېوازې پر کارمل اچول هم ټول واقعيت ندی، خو داسې چلند شوروي مشرانو ته ېو معمول شی و٠ په هر صورت، شوروېان شپږ اوږده کاله کارمل سره د چارو په بن بست کې تړلي پاتې شول٠
هغوی ، کارمل ته د اتوريتې ورکولو په موخه، د کال 1980 په اکتوبر کې نوموړی سره له ملګري هيئت د کرملين په ماڼئ کې ومانه٠ هلته روسانو کارمل ته د حکومت کولو د مهارتونو په هکله لکچرونه ورکړل، خو پکار و چې د کرملين مشرانو ته پدې باب لکچر ورکړ شوی وای، چې ولې دوی، د افغانستان په ښکيلاک کولو ځان دغسې ېو کړکېچ کې ښکېل کړ، او ولې دوی هسې ېو شخص واکمنئ ته ورساوه چې د هغو وتلی تاريخپوه دې هغه د يوه (( نا کسه شخص )) - nobody - په نامه ېادولو ته اړ شي ؟

پاۍ


ببرک کارمل .....

ehsas
13.05.2006

.P.S

درنو دوستانو، دپورته ليکنې پوره انګريزي متن په لاندې لينک کې ليدلاې شی،
بريالي اوسئ٠

http://www.afghanan.net/afghanistan/karmal.htm


لرګبه
28.06.2006

دبحث ټولو ګډونکوونکو، هر ېو احساس صيب، مسيد صيب، اجالا صيب ، پتنګ صيب او نورو درنو لوستونکو ته د سلامونود وړاندې کولونه وروسته و ئېل غواړم چې کارمل د افغانستان روڼ اندو او پرمختګ غوښتونکو عناصرو ته د يومداري حيثيت لري چې د تندو او تيزو شعارونو تر شائې د افغانستان د وګړو او په تېره بيا د پښتنو پر ضد، روسانو ته په بي حد او حسره وفادارئ کې ديوې سترې توطئې ښکاره برخوال او عمده لوبغاړۍ و ، چې پدې ترتيب بې له کوم شک او شبهې نه ديوه [color=red:64a8e93448]ملي خاين[/color:64a8e93448] په توګه به ئې دهېواد په تاريخ کې نوم د تل لپاره ثبت وي ٠ د دغه واقعيت مخالفين که هر څومره ځانونه له ډاګې هم ووهي، هيڅ به ونه کړای شي ثابته کړي چې ګڼي کارمل دې د ېوې لحظې لپاره هم وطنپرسته،ا نسان دوسته او ډير ساده - صرف ښه سړۍ دې وي!!! د هغه بيوګرافي، تړاوونه، شخصي کړه وړه او کرکټر، د پښتنو يانې افغانانو څخه تنفر او... او.... دا ټول هغه څه دي چې ده په کې ځان افغانانو او دنيا ته ښه شرمولۍ و٠ د هغه پښتني ضد ې ښوونې نن د خورا ډېرو پرچميانو (چې دفريد اوخ يار دادعا پر خلاف ، اکثريت ئې هيڅ کله هم پښتانه نه وو، بلکه يو تعداد هم چې ورسره وو، د ښاري کيڼ اندو استازي وو، چې د کارمل د مداري توب له امله ئې په اول کې د هغه نژادپالنې او پښتني ضد ماهيت ته پام نه و، څرنګه چې کلونه وروسته ډاکټر نجيب او ډېر نورو پښتنو سره ئې د کارمليانو نه پخلاکېدونکي تاوتريخوالې نه هم مالوميږي، او بيا د کارمل د ډلې په انتي پښتون ائتلاف کې مدغم کيدل ) په ليکنو، څرګندونو او فعاليتونو کې ټولو ته ښکاره دي - وګورۍ کاوياني چې د برمک خراساني په مستعار نو م هم ليکنې کوي،نبي عظيمي ، اصف دلاور ، مزدک، او په سلهاوو داسې نور معلوم الحاله اوهم تازه کاره اصلي پرچميان - د کارمل د مکتب روزل شوي ريښتيني ورانکاران، چې يوازې په هيواد کې د تفرقې او نفاق اچولو اور ته په ډېره سپين سترګئ لمن وهي او په فاشيستي دود د پښتون او تاجيک تر منځ د خپل د ټبر برتري او د بل ټيټ والئ او"ظلم" او "ستم" تبليغوي او ښه هم په دې پوهيږي چې د دغه ډول تبليغ او سياست پايله کې د ټول ملت ، [color=blue:64a8e93448]د تاجکانو په شمول [/color:64a8e93448]کمزوري او تباهي نغښتې دي، نو دې ته سړۍ څنګه §§ وطنپرستي §§ و وائي ؟؟؟ د دغه مکتب د اصلي جوهر د افشا پهکله [quote:64a8e93448]اخګر خراساني خوبيا دومره تکړه دی چې په ښکاره وايي: " [color=red:64a8e93448]رسالت ما همين قدر بود که قدرت سياسي را از پشتون ها په قوم خود (تاجک) انتقال داديم.[/color:64a8e93448] " [/quote:64a8e93448] (وګورۍ دټول افغان لومړۍ مخ د ښاغلي خواريکښ ليکنه )


و السلام - لرګبه
********************************************
[color=blue:64a8e93448]د اجالا صيب ليکنې خوند راکړ، نو ځکه مې دلته را نقل کړه :[/color:64a8e93448]

[quote:64a8e93448="ojala"][quote:64a8e93448="FaridOkhyar"][color=yellow:64a8e93448]کسي در همين سايت نوشته بود انها در افغانستان حضيره ندارند٠... حضيره ابايي و اجدادي انها از زمان تيمور شاه تا امروز در شهداي صالحين است ٠[/color:64a8e93448].....?[/quote:64a8e93448]

پخير راغلې، ها ستا د "ک٠ بزرګ" په خبره، (( اقاۍ اشناۍ قديم !!!))،
ستا خو به په ياد وي چې داما ستا د مدحې په ځواب کې ليکلي و چې " دوۍ تر هاشم نه ياني د حسين خان د پلار نه پورته په افغانستان کې قبر نه لري!" توجه وکړۍ - قبر، نه حضيره!، او تر هغه ځاېه چې ماته مالومه ده هاشم يوازې د سلو (١٠٠) کالو شاوخوا د مخه پيدا شوۍ او تيمورشاه ابدالي تر دوه سوه کالو دمخه لا مړ وه !
دغه حقيقت ټولو ته ښکاره او جوت دۍ، د پوهاند کاکړ په ليکنو کې چې زمونږ د هيواد تکړه مورخ او سياستپوه دۍ هم همداسې راغلي (وګورۍ :ح٠ کاکړ ، د شاه شجاع او ببرک کارمل مقايسه . 1988 ). خو دلته نپوهيږم په کوم قصدمو د قبر نه حضېره جوړه کړه او بيا مو د دوه نورو اشخاصو [quote:64a8e93448]حضيرۀ اجداد سليمان لايق و نجيب درانوقت در کجا بود[/quote:64a8e93448] دلته بې مورده يادونه کړې ، چې ستاسو د وارخطائۍ په حواله به د درک وړ وي ، خو يو څه بل : د دغو دواړو چې ستاسو چندانې ورسره جوړه نده اصل او نصب مالوم دۍ نو ځکه په خپل سياسي ژوند کې لږ تر لږه له دغه پرابلم يانې د هويت بحران او کړکېچ سره نه وو مخامخ، ښائي نجيب باندې د کارمل بدلولو په مهال هرو مرو دا اصل هم مد نظر و، که نه خو د سلطانعلي کشتمند کانديداسي هم د کرملين چارواکو پر مېز پرته وه! بل دا چې داهم ټولو ته مالومه ده چې کارمل د روسانو پر ټانک سپور کابل ته راغۍ او د هغو د تجاوز سمبول دۍ،خود نجيب په وخت کې روسان له هېواده وستنېدل ، دا هم په تاريخ کې ثبت شو ۍ يو حقيقت دۍ نو ځکه کارمليان د نجيب سره خورا حساسيت او دوښمنئ ښئيي او د هغه پر کارمل دغه برتري نشي زغملۍ ،لکه چې تاسو هم پرې غيرمستقيم اقرار کړۍ :

[quote:64a8e93448]من هم متاسفم که نام اين انسان بزرګ با تجاوز بد فرجام شوروي ګره خورده است٠٠٠ [/quote:64a8e93448]

بېرته راځو اصلي موضوع ته، دکارمل په هکله :
تاسو نوموړۍ داسې معرفي کوۍ : [quote:64a8e93448] او افغان، وطنپرست ،ترقيخواه و انسان انقلابي دوران خود بود٠[/quote:64a8e93448]نه يواځې ښکرور درواغ دي بلکه ديوې بې خوندې فکاهي تر کچې نه ئې ارزونه پورته نه ځي! نپوهېږم چې تاسو پخپله کله کارمل له نيږدې په شخصي توګه ليدلۍ هم دۍ او که د" زاغها به شغالها ګفت و شغالها به پلنګها٠٠٠ " پر دود مو له ځانه سره ژمنه کړې چې بس همداسې وه ! د کارمل " افغانيت" او "وطنپرستي" خو مالوم شول، راغلو" انقلابي " توب ته ئې : هغه هم مالوم دۍ چې نوموړۍ يو عوامفريبه، افراطي،.... حسود او د افغاني کلتور او عنعنو څه چې د عادي اخلاقي نورمونو سره ئې هم جنګ او "انقلاب" کاوه!!!!
دا چې تاسې ده ته د [color=red:64a8e93448]اين انسان بزرګ[/color:64a8e93448] خطاب کوۍ، په شخصي لحاظ مو خپل حق دۍ خو د هغه د "بزرګي" پهکله د هغه خپل بادارانو
داسې وئيلي ; [quote:64a8e93448] ګرباچوف ووئېل : (( داچې تر اوسه پورې ېو ملي ټينګ حکومت ندی جوړ شوی، علت ئې دادی چې ملګری کارمل په کابل کې خپله ناسته يوازې زمونږ په ( پوځي ) مرستو لا هم اوږدول غواړي ))٠ ډګروال نيکولای ايوانوف يو شوروی پوځي ليکوال خو داسې وليکل چې : دی (کارمل ) په اصل کې ېو (( بې اهميته شخص )) - <<nobody>> - دی ٠ [/quote:64a8e93448]
خو که د کارمليانود ګوندي تبليغاتو ښکار نه ياست نو، بيا مسئله لا پيچلې ښکارې، کېداۍ شي په هغو "پروژو" کې ونډه اخلئ چې د افغانستان دتجزئې لپاره
په بهرنيو "لابراتوارونو" کې طرح کيږې خپله "انترناسيوناليستي " او ضد افغاني
ونډه اخلئ،
حقايق ترخه دي، خو حقيقت دي...
اجالا[/quote:64a8e93448]


FaridOkhyar
28.06.2006

اجالا!
اوس راته مالوم شو چه ته څوک يي.
پخوا پدی گمان وم چه ته افغان ملتی يي.
خو اوس پوه شوم چه ته ملگری ع.م.پ د خاد اجنت او د توخی د باند غړی يي.که څه شی ستا له کبله د افغان ملتيانو په هکله ليکلی وم نو زه په ډير درنښت دافغان ملتيانو څخه معذرت غواړم .
ته خپل ناوړی تبليغات مخ ته بوځه.!!! ولی دومره درته وايم چه دا چتی خبری هيڅ ځای نه نيسی .


اجالا
06.07.2006

[quote:6e66dcf36d="FaridOkhyar"]اجالا!
اوس راته مالوم شو چه ته څوک يي.
پخوا پدی گمان وم چه ته افغان ملتی يي.
خو اوس پوه شوم چه ته ملگری ع.م.پ د خاد اجنت او د توخی د باند غړی يي.که څه شی ستا له کبله د افغان ملتيانو په هکله ليکلی وم نو زه په ډير درنښت دافغان ملتيانو څخه معذرت غواړم .
ته خپل ناوړی تبليغات مخ ته بوځه.!!! ولی دومره درته وايم چه دا چتی خبری هيڅ ځای نه نيسی .[/quote:6e66dcf36d]

شابصې ، اپرين دې درباندې!!! :lol: تاخو زه ښه ؤپيژندم، خو پام کوه چې له خدايه داونه غواړې چې زه دې وپيژنم ..... 8) :D :D :D :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more