د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا (طرحي مشاعره)

هادي حيران
29.03.2006

د ټول افغان وېبپاڼې ټولو ملګرو، د پښتو ژبې ليکوالو او شاعرانو او د ادب او شعروشاعرۍ درنو مينه والو!
سلامونه او نيکې هيلې.
[url=http://www.zmong-afghanistan.com/rahman_poetry.asp] رحمان بابا [/url] د پښتو ژبې يؤ ستر او د ټول انسانيت يؤ خوږژبى شاعر دى. د هغۀ شاعري د مينې، ورورولۍ او انسان دوستۍ درس دى. د دې ترڅنګ دغه شاعري د عاشقۍ يؤ مترنم او په زړونو ښۀ لګېدونکى غږ هم دى.
[url=http://www.worbal.com/hadi/index.php?mode=viewcat&cat_id=1] مشاعره [/url] د شعر او شاعر سره د مينې او د خپل شعري ذوق د تازګۍ ذريعه ده.
او تاسو ته به معلومه وي چې څو ورځې وروسته (د اپرېل د مياشتې په اومه، اتمه او نهمه نېټه) د انسانيت د دغه ستر شاعر، رحمان بابا، کليز عُرس، سيمينار او مشاعره ده. يوه ورځنى سيمينار به د رحمان ادبي جرګې لخوا په خانه فرهنګ ايران کې د اپرېل په اومه نېټه کېږي او دوه ورځنى عرس او مشاعره به په هزارخوانۍ کې د رحمان بابا په مزار کېږي. په دغه مشاعره کې د ګردې پښتونخوا شاعران او ليکوالان برخه اخلي او رحمان بابا ته د عقيدت ګلونه وړاندې کوي.
نو راځئ چې په دې موقعه مونږ دلته هم د رحمان بابا په يوه طرحه خپله يوه طرحي مشاعره وکړو.
د مشاعرې طرحه شوه:
[color=red:828f38d273][size=18:828f38d273]چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا[/size:828f38d273][/color:828f38d273]

کوښښ وکړئ چې شعرونه خپل وليکئ. خو کۀ په دې طرحه د بل چا شعر وليکئ يا تاسې په خپله شاعر نۀ ياست خو په بل شاعر يې وليکئ او د خپل او د شاعر د نوم سره يې دلته وليکئ نو هم سمه ده.
مننه


هادي حيران
29.03.2006

د دې طرحي مشاعرې مطلع زۀ ږدم نور شعرونه هر څوک کولاى شي چې ورپسې وليکي. که کوم ملګري د طرحي مشاعرې او د شعر د قافيې رديف پوهه نۀ لري نو هغوى بايد د څه ليکلو څخه وړاندې د کوم شاعر څخه پکې اصلاح واخلي.

مطلع:

[color=red:6ad8e89736]چې ستا ياد کې ناقرار وي څۀ به خوب کا
چې مې زړۀ پروت په انګار وي څۀ به خوب کا[/color:6ad8e89736]


نقاد
31.03.2006

تر سلامونو او دمشاعرې د زيري له مننو څخه وروسته :
خويندو او ورونو !
ښه خبره مو وړاندې کړې ، هيلمن يم د ډيرو شاعرانو پام ورته راوګرځي او په مشاعره کې ونډه واخلي . خو وړاندی شوی بيت د يو مقام بڼه لري چې هر نيمبيتی يې يواځې ١٢ څپې لري ، او په هغې کې هم ً څه به خوب کا ً څلور څپې مخکې له مخکې ورکړ شوي دي . نو

١ ـ په پاتې٨ څپو کې به شاعر څشی او څومره نوی مطلب ور ځای کړي ؟.

٢ ـ ولې د پسر لي غوندې په مست موسم کې د يوه زاړه کلاسيک مقام بيلګه غوره شوې ده ، چې تسوف يې ساه زبيخي او خوښۍ ته ځولانې ورغورځوي ؟ رحمان خو مست او زړه راښکودونکي شعرونه ( او غزل) هم لري !

٣ــ مشاعره بايد د ځوان نسل له پاره يو سندريز ترنم ولري چې د مقام په ټاکل شوې پورتنۍ بيلګه کې نه ليدل کيږي .

[color=white:6e19d025a5]هيله ده د مشاعرې د لومړي بيت په ټاکلوله سره غَـور وشي !
په درنښت ![/color:6e19d025a5]



هيواد شېرزاد
03.04.2006

سلامونه ورونو!
طرحي مشاعرې ډېرې ښي وي، او د يو شاعر پر شاعرۍ ښې اغېزې لرلای شي .
مګر ما ته د کاروان صاحب يوه خبره راياديږي ، هغه چې کله د امريکاغږ اشنا راډيو سره مرکه درلوده، او يو ورور ورڅخه د همدغۀ طرحي مشاعرې په هکله پوښتنه وکړه . کاروان صاحب ورته وويل که چېرې موږ وکولای شو چې د اصل شعر څخه په همدغه طرحه ښه شعر وليکو نو بيا د بل چا په طرحه شعر ليکل بې ځايه کار ندی .
نو اوس دلته شعر د [color=brown:7204487bd9]رحمان بابا [/color:7204487bd9] د شعر په طرحه شروع شوی . هادي ورور خو مطلع شروع کړې ، مګر دا چې تراوسه ورته بل چا زړه نه دی ښه کړی چې نور شعرونه پسې وليکي، ددې څخه معلوميږي چې څوک په ځان کې دا شېبه نه ګوري چې د داسې يو شعر په طرحه دې شعر وليکي .


طرحي مشاعره

الهام
06.05.2006

سلامونه مې ومنئ
شېرزادصيب ښه وايي خوداسې خوهم نده چې هڅوک هم وس څه نه ليکئ .
بل کوم بيت وړاندې کړئ داطرحي مشاعره خوډېر خوند کوي
شاعرانو سره خو هسې هم دنيمګړو شعرونو اومطلو کمى نه وي .

زه درته يو بيت وړاندې کوم مشاعره پرې وکړئ هېڅ غم مکوئ .

لويې مودکلي هديرې شولې
مونږ سره دژوند اړيکې پرې شولې
هرڅه رانه نورو خلکو واخستل
پاتې راته خاورې اوايرې شولې
_________________


داود فايز
06.05.2006

دا هم در واخلي

وران مو جما تونه مكتبونه شول
زدكړي سره زمونږ أړيكي پري شولي
روس كه أمريكا كه په پاكستان ديه
جرړي زمونږ ددوي له لا سه پري شولي


Darman
11.06.2006

سلامونه او نيکې هيلې ټولو دوستانو ته دا هم در واخلي ـ

چه دې يــــار په بـــله لار وي څه به خوب کا
هم په کور کې دې اغيار وي څه به خوب کا
زمـــا خــــــوبونــــه د ځوانــــــۍ يې تالا کړي
چه ملــــت ېې تار په تار وي څه به خوب کا


Re: چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا (طرحي مشاعره)

زمريال
25.08.2006

[quote:18f24916e5="هادي حيران"]د ټول افغان وېبپاڼې ټولو ملګرو، د پښتو ژبې ليکوالو او شاعرانو او د ادب او شعروشاعرۍ درنو مينه والو!
سلامونه او نيکې هيلې.
[url=http://www.zmong-afghanistan.com/rahman_poetry.asp] رحمان بابا [/url] د پښتو ژبې يؤ ستر او د ټول انسانيت يؤ خوږژبى شاعر دى. د هغۀ شاعري د مينې، ورورولۍ او انسان دوستۍ درس دى. د دې ترڅنګ دغه شاعري د عاشقۍ يؤ مترنم او په زړونو ښۀ لګېدونکى غږ هم دى.
[url=http://www.worbal.com/hadi/index.php?mode=viewcat&cat_id=1] مشاعره [/url] د شعر او شاعر سره د مينې او د خپل شعري ذوق د تازګۍ ذريعه ده.
او تاسو ته به معلومه وي چې څو ورځې وروسته (د اپرېل د مياشتې په اومه، اتمه او نهمه نېټه) د انسانيت د دغه ستر شاعر، رحمان بابا، کليز عُرس، سيمينار او مشاعره ده. يوه ورځنى سيمينار به د رحمان ادبي جرګې لخوا په خانه فرهنګ ايران کې د اپرېل په اومه نېټه کېږي او دوه ورځنى عرس او مشاعره به په هزارخوانۍ کې د رحمان بابا په مزار کېږي. په دغه مشاعره کې د ګردې پښتونخوا شاعران او ليکوالان برخه اخلي او رحمان بابا ته د عقيدت ګلونه وړاندې کوي.
نو راځئ چې په دې موقعه مونږ دلته هم د رحمان بابا په يوه طرحه خپله يوه طرحي مشاعره وکړو.
د مشاعرې طرحه شوه:
[color=red:18f24916e5][size=18:18f24916e5]چې يې يار په بل ديار وي څۀ به خوب کا[/size:18f24916e5][/color:18f24916e5]

کوښښ وکړئ چې شعرونه خپل وليکئ. خو کۀ په دې طرحه د بل چا شعر وليکئ يا تاسې په خپله شاعر نۀ ياست خو په بل شاعر يې وليکئ او د خپل او د شاعر د نوم سره يې دلته وليکئ نو هم سمه ده.
مننه[/quote:18f24916e5]


زمريال
25.08.2006

و بښئ تېروتلم !
زمريال


salam
19.03.2007

حیرانه مشاعرې دې سر خوړلے خلکو پکې بله لوبه شروع کړی.

لګه نوې طرحه ورکړه دریا تسنیم خبره پۀ دی بحرونو کې خو خلک شاعۍ ورزش کوی٠
پۀ مینه سلام


salam
19.03.2007

حیرانه مشاعرې دې سر خوړلے خلکو پکې بله لوبه شروع کړی.

لګه نوې طرحه ورکړه دریاض تسنیم خبره پۀ دی بحرونو کې خو خلک دشاعرۍ ورزش کوی٠
پۀ مینه; سلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more